د نړۍ پیژندل شوي مسلمان پوهان
په خلکو کې داسې مشهوره شوې چې ګواکې البرت انشټاین په نړۍ کې تر ټولو ذکي، هوښیار او پوه انسان و، خو مسلمانانو دا هیره کړې او یا ترې نا خبره دي چې په اسلامي نړۍ کې هم داسې مسلمان عالمان تیر شوي چې د انشټاین څخه د پوهې، ذکاوت او استعداد په لحاظ مخکې وو. هغه مسلمان عالمان عبارت دي له:
۱: ابن سینا
اصلي نوم یې أبو علي الحسين بن عبد الله بن سينا دی، زوکړه او روزنه یې په بخارا کې شوې خو ملت یې افغان او ټاټوبی یې افغانستان دی. په فلسفه ، طب ، تفسیر ، تصوف ، اخلاق ، کیمیا، ژب پوهنه او داسې نوروعلومو په اړه یې ګڼ تالیفات کړي او حتی د خپلې پوهې او استعداد په اساس ورته د لوی استاد یا د استادانو استاد لقب ورکول شوی و. د نوموړي مسلمان عالم مشهورکتاب د القانون في الطب و چې پیړۍ پیړۍ اروپایانو او اسیایانو ترې د طب په برخه کې استفاده کوله. ابن سینا بلخي په یاد کتاب کې د نورو لارښونو برسیره د بیلابیلوناروغیو د تشخیص او تداوۍ په اړه هم کافي معلومات درج کړي و.
۲. ابن خلدون:
پوره نوم یې عبدالرحمن بن محمد بن محمد بن محمد بن الحسن بن جابر بن محمد بن ابراهیم بن عبدالرحمن ابن خلدون دی، په تاریخ کې د پراخه او بې کچې معلوماتو په درلودلو او را ټولولو نوموړي عالم ته د تاریخ د پلار لقب ورکړل شو او دتاریخ مشهور کتاب “العبر” چې د نړۍ تاریخ پکې څیړل شوی په اوه ټوکو کې ولیکه او په همدې کتاب یې مشهوره سریزه یا مقدمه ابن خلدون ولیکله چې تر ننه پورې په علمي او اکاډمیکو مراکزو کې ترې استفاده کیږي. نوموړي دا کتاب په شاوخوا کې شپږو میاشتو کې تالیف کړ.دغه راز د فیسبوک بنسټګر، مارک ذوکر برګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې خلک باید د ابن خلدون مشهور کتاب مقدمه ابن خلدون ته ډیره توجه وکړي ځکه نوموړي شاوخوا اوه (۷) پیړۍ وړاندې په دې کتاب کې د اجتماعي علومو، سیاست، ثقافت او تمدن په اړه بحثونه او څیړنې کړي. د مارک زوکربرګ دا څرګندونې د نړۍ په لراوبر کې د مسلمانانو د خوښې سبب وګرځیدې او په مسلمانانو یې غږ وکړ چې دا مشهور کتاب مطالعه او د بحثونو او څیړنو څخه یې درسته استفاده وکړي.
۳. خوارزمي:
محمد بن موسی الخوارزمي په بغداد کې زیږیدلی. نوموړی ډیر قوي ریاضي دان، فزیک پوه او د هندسې ماهر و. همدارنګه په نجومیاتو او فلکیاتو کې یې هم پوره پوهه او تجربه درلوده. د نورو تالیفاتو او څیړنوترڅنګ یې مشهور کتاب “جبر والمقابله” دی چې د وخت عباسي خلیفه په غوښتنه یې د یاد کتاب په لیکلو لاس پورې کړ. دا کتاب خلکوته د تجارت، میراث او نورو مسائلو په اړه اسانه او غوره طریقې ور په ګوته کوي.