فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول

که په فلش کي مهم مالومات لری او نه غواړی چي تر فلش ورکېدو هغه د بل چا په ګوتو ورسي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړی،او ځان ډاډمن کړی.
ډېر ساده او اسانه دا چاره(فلش ته شفر ورکول)تر سره کولای سو،لاندي راښووني یو په یو عملي کړی څو فلش مو شفر لرونکی سي:
۱-فلش مو د کمپیوټر سره وصل کړی.
۲- د پیل (start) مینو کلیک کړی او په لټون ځای کي bitlocker ولیکی او ر bitlocker drive encryption  کیلک وکړئ.
۳-په وروسته مرحله کي دټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړی.
۴. د خپله ځانه ټاکل سوی پاسورډ ولیکی او پر next کلیک وکړی.
۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه مخته راځي په لومړي افشن recovery key سره کولای سی پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړی ترڅو د هیري په وخت کي ورڅخه استفاده وکړی او دوهم افشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)
۷-بیا پر next کلیک وکړی.
۸-خپل مخکنی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړی.(ځیني کمپیوټرونو کي بیا پاسورد لیکل نه غواړي)
۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو،او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)
اوس ددې لپاره چي وګوری چي ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ ددې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړی او وګوری چي فلش مو پاسورډ لرونکی سوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروی او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسی.
د فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:
۱-فلش د کمپیوټر سره وصل کړی
۲-پر start مینو کلیک وکړی،په لټون ځای کي bitlocker ولیکی،bitlocker کلیک کړی او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړی.
۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړی او وروسته decrypt drive کلیک کړی،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکي په ډول سو.
یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی سو.

عبدالتواب خپلواک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب