د نورو په مذهبې ورځو کې ګډون؟

د نورو په مذهبې ورځو کې ګډون څنګه دی؟

په دې درس د ښه پوهېدو لپاره لنډه مقدمه:

مدېنه منوره په یثرپ مشهوره سیمه وه،چې قرآنکریم کې هم یاده شوې ده.
قَالَ اللهُ تَعَالَى:وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا.( الاحزاب: ۱۳)
ژباړه: او هغه مهال چي د دوی یوې ډلي وویل:اې د یثرب استوګنو! د ټېکي ځای درته نشته؛ نو بېرته ستانه شئ او د دوی یوې لویي ډلی له پیغمبره په داسي حال کي اجازه غوښتله چي ویل ئې: یقیناً چي زموږ کورونه نا محفوظ دي، حال دا چي نامحفوظ نه ول،له تېښتي پرته ئې بل څه نه غوښتل.
دا د منافقینو مشران ول چې غوښتل ئې په بهانه د جنګ له ډګره  تېښته وکړي، چې همداسي هم وشول، منافقینو صحنه خالي کړه، خو الله عزوجل بری د محدودو مسلمانانو په برخه کړ، چې پوره تفصیل ئې د احزاب سورت په تفسیر کې کتلی شئ.
د یثرب اصلي یماني اعراب اوسیدونکي دحارثة بن ثعلبه یمنې الاصله الازد اولاده وه چې د مورله لوري په(بني قیله) مشهورول، وروسته په دوو متحاربوپښو (اوس او خزرج)ووېشل شول، دوی مشرکان ول د منات بت لمانځنه ئې کوله.
دوی سره په دې سیمه کې د یهودو درې ستر قومونه(بني قنقاع، بنې نظیر او بني قریضه)او ځينې نورې وړې قبېلي هم مېشت وي.
عېسویت دین هم دلته د احترام وړ وو ځکه د اوس قبېلې عامر راهب چې وروسته په عامر فاسق مشهورشو په مذهبي مرکز مشهور وو، دی د انجیل عالم او مفسر وو، ابو قیس بن اسلت خزرجي هم دعېسویت په دین وو.
بنې قنقاع د خزرجیانو ملګري وول، بني نضیر او بني قریضه د اوسیانو حلیفان ول، دوی به تل خپلو کې سره جنګ او نزاع درلود او د د دوی د شیطانت په وجه به زیاتره وخت د اوس او خزرج دقومونو تر منځ  جګړې را منځ ته کېدي،دتاريخي شواهدو په اساس(۱۲۰)کال ئې خپلو منځو کې جګړه درلوده  زیاتر ځوانان ئې خپل منځي جګړو قرباني کېدل.
یهودانو اوعېسویانو به خپلې مذهبي ورځي لمانځل او هم به دخزرج او اوس قبېلواوسیدونکو د نیروز او مهرجان د خوشحالي او لوبو ورځي په مذهبې عقېدې لمانځل.
یثرب د فساد په معنی دی او یا هم دتثریب یعني په ګناه مواخذه کېدل،  کله رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ یثرب ته هجرت وکړ، دا سیمه ئې د طیبة طابة ونوموله، رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دمهاجرینو او انصارو ترمنځ  مواخات(ورورګلوي ) ټینګه کړه، صحابه ئې کرامو دا سیمه او ښار په مدېنة النبي(ﷺ) یادوو، اوس په مدینة المنوره شهرت لري، که څه هم تاریخي روایاتو په بنأ دا ښار او سیمه په (۲۹) نومونو یاده شوي.
د سیدنا حضرت رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دهجرت په وخت د خزرج او اوس د قبېلو دګوتو په شمېر خلکو پرته نور ټول په اسلام مشرف شوي وو چې د انصارو په نوم ئې افتخار درلود.
تر هغه دمه هم د دوی د وړوانجونو او هلکانو په شمول نارینه او مېرمنو سره د نیروز او مهرجان د مېلو ورځو لمانځلو شوق وو، خو سیدنا حضرت رسول اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خپل اصحاب(رضی الله عنهم) د مشرکینو دمذهبي ورځو لمانځلو څخه منع او هدایت ئې وکړ چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته د دې دوو ورځو په بدل کې دوه نورې ورځي دلوی اختر(عیدسعید قربان) او کوچنی اختر عید سعید فطر ورځو خوشحالي عنایت کړي، چې دواړه اخترونه د سترو عبادي اعمالو شکر بللی شي.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ كَانَ لأَهْلِ الْجَاهِلِيَّةِ يَوْمَانِ فِي كُلِّ سَنَةٍ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَلَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، قَالَ: كَانَ لَكُمْ يَوْمَانِ تَلْعَبُونَ فِيهِمَا وَقَدْ أَبْدَلَكُمُ اللَّهُ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الْفِطْرِ وَيَوْمَ الأَضْحَى.(رواه سنن نسايي،ابو داود، حکم المحدث: صحیح)
ژباړه: آنس بن مالک رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې فرمايي:د جاهلیت په دور کې موږ ته په کال کې د خوشحالي او لوبو دوه ورځي(ځانګړې) وي، چې موږ پکې لوبې کولي، کله چې رسولُ اللَّهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ مدېنې منورې ته تشریف راوړ وئې فرمایل: تاسو ته دلوبو لپاره(په ځانګړي توګه) دوه ورځي وي چې په هغې کې مولوبې کولي،یقیناً چې الله عزوجل تاسوته دهغې دووورځو په بدل کې دوه غوره ورځي درکړې د فطر او ضحی(عید فطر او عید قربان).

سیدنا رسولُ اللَّهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ خپل صحابه(رضی الله عنهم) د مشرکینو د مذهبې ورځو له لمانځلو منع کړل او هغوی ته ئې د الله عزوجل له لوري په بدل کې د دوو غوره ورځو عنایت اعلان وکړ.
همدا اساس او بنیاد دی، چې دپردیو په دودېزو مذهبي مراسمو کې به ګډونه نه کوئ.
په عادي توګه له نورو سره خپلوي پالل، صله رحم، مرسته او لاس نېوی کول، تحفې ورکول، په خوشحالي غم او ناروغۍ کې پوښتنه کول غوره والی لري نه یواځي عادي اړيکې پالل دي بلکې د یو مسلمان د صداقت او رېښتینولي په مټ یو ډول دعوت دی.
بر خلاف ځينې کورنۍ چې اولادونه ئې ښونځيو ته ځي هلته له همزولو د دوی دېني مراسمو دوديزي خبرې اوري، د تاثیر لاندي ځي کورته راشي له والدینو وغواړي چې دویته هم داسي زمینه برابره کړي، والدین هم د دوی غوښتنه ومني دپردیو مذهبي دود په څير خپل دکور ماحول جوړ کړي، یقیناً چې والدینو خپل اولاد په خپل لاس کفر ته ورټيل کړ؛ که والدین خپل اولادونه وروزي په محبت ورته سمه لارښوونه وکړي،چې موږ خپل دین لرو ایمان لرواو ځانګړي دود، هیڅکله به اولادونه داسي غوښتنه ونه کړي چې هغه د دین خلاف عمل وي.
شریعت موږ ته سپارښتنه کوي چې اولادونه مو په اسلامي روحې تربیه کړې، او هغه ته درس ورکړي چې موږ مسلمانان یوو، ځانله عقیده، غوره دود او مستقیمه کړنلاره لرو.
عن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جده(عبدالله ابن عمرو بن عاص) رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مُرُوا أَوْلادكُمْ بِالصَّلاةِ وهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ، واضْرِبُوهُمْ علَيْهَا، وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ.(رواه:ابو داود، صحیح)
وعن أبي ثرية سبرة بن معبد الجهني رضي الله عنه قال: قال رسولُ اللَّهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ: عَلِّمُوا الصَّبِيَّ الصَّلاةَ لِسَبْعِ سِنِينَ، وَاضْرِبُوهُ علَيْهَا ابْنَ عشْرِ سِنِينَ.(رواه: ترمذي ، ابوداود)
ولفظ أبي داود: مُرُوا الصَّبِيَّ بالصلاةِ إذا بَلَغَ سَبْعَ سِنِينَ.
ژباړه: حضرت رسولُ اللَّهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ فرمايي:اولادونه مو چې اوه(۷) کلنۍ ته ورسیدل په لمانځه ورته آمر وکړئ، په لس کلنۍ کې  دلمونځ په نه کولو ئې تهدید کړئ، او د خوب ځایونه ئې سره بېل کړئ.
دلمانځه قولي او عملي روزنه ورته له اوه کلنۍ وړاندي ورکړئ،په اوه کلنۍ کې ئې په لمانځه ودروئ، چې له فرضیت څخه وړاندي عادت شي.
قَالَ اللهُ عَزَّوَجَلَّ: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى.(طه:۱۳۲)
ژباړه: او خپله کورنۍ لمانځه ته وبوله . او ته پخپله هم په هغه کې کلک اوسه . مونږ له تا څخه روزي نه غواړو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ځان ساتونکو ته ښه پايله ده.
که څوک د نورو خوشحالي په نیت چاپلوسي کوي او د دوی مذهبي دود خپلوي، په مذهبي مراسمو کې ګډون کوي یقیناً چې له دوی دی،که په همدې حال وفات شو حشر به ئې د قیامت په ورځ له همدوی سره وي.
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ قال: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ.( رواه ابو داود ،احمد، حکم المحدث: حسن) ژباړه: عبدالله ابن عمر رضی الله عنهما له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم روایت کوي چې فرمايي:هر څوک ځان دهغه قوم په څير کړي له هغوی دی.
څوک چې د نورو مذهبي او دېني مراسمو کې د هغوی په شان اعمال کوي یقیناً چې د اسلام له داېري خارج دی،که څوک د نورو د خوشحالي په خاطر او یا د دنیاوي ګټو په خاطر دېني دود دستور ئې خپلوي، بیا ځان دمسلمنانو سره مسلمان هم بولي، دا منافقت دی.

د نورو په مذهبې ورځو کې ګډون اسلام له نظره؟

قَالَ اللهُ عَزَّوَجَلَّ:إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا.( النسأ: ۱۴۵)
ژباړه:یقیناً چي منافقین به داور تر ټولو ټيټ تل کي وي او هیڅکله به کوم مرستندوی ورته ونه مومې.
څوک چې د پردیو په مذهبي ورځو کې ځان د هغوی سره برابروي له هغوی شمېرل کیږي، د هغوی د مذهبې دود په توګه تحفې ورکول، په مراسمو کې ګډون کول ناروا او که څوک ورته روا وايي له اسلامه خارجیږي.

چاپلوسي او تملق ته ضرورت نشته اونه کوم ځي نيسي، دلته ښونځيو کې څوک په زور او جبر په مذهبي درسونو کې نه کېنوي، د مسلمنانو لپاره مسلمان معلم او استاد وي چې مسلمانو ماشومانو ته دیني زدکړي ورکوي همداسي عېسویان او یهودان خپل خپل استادان لري.
زما په یاد دي چې په افغانستان کې پخوا هم دېني زدکړې په هر چا لزومې نه وې،دقرآنکریم او دېني معلوماتو په ساعتونو کې نامسلمان زده کونکي په عامه توګه له صنفونو درخصت اجازه درلوده.
که د نورو دېني مراسمو ننداره دپوهېدو یا نوي شي په توګه کوئ مهمه نه دی، ځکه په افغانستان کې به یو وخت سکانو او هندوانو ویساک لمانځه،خپل سپیڅلی مذهبي کتاب (سري ګورو ګرانت صاحب) ئې دیو لړ مراسمو په ترڅ کې دلاریون په شکل له درمساله روانوو چې دسرک په دواړو لوریو به خلک ورته په نندارې ولاړ ول.
هغه اعمال چې د دوی دېني دودیز پورې اړوند نه وي… تعلیم،بېروف او نور مسلکونه دا د مشابهت په زمره کې نه راځي بلکې هغه اعمال او شعارچې د دوی د دین او مذهب د پېژندګلوۍ نښي دي په مشابهت کې راځي د داسي چارو نه په ډېر احتیاط ځان ساتل دي.

عَنْ ‏ ‏كُرَيْبٍ ‏ ‏أَنَّهُ سَمِعَ ‏ ‏أُمَّ سَلَمَةَ ‏ ‏تَقُولُ ‏ ‏كَانَ رَسُولُ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏يَصُومُ يَوْمَ السَّبْتِ وَيَوْمَ الْأَحَدِ أَكْثَرَ مِمَّا يَصُومُ مِنْ الْأَيَّامِ وَيَقُولُ إِنَّهُمَا عِيدَا الْمُشْرِكِينَ فَأَنَا أُحِبُّ أَنْ أُخَالِفَهُمْ ‏.( رواه: مسند احمد، نسايي…)
ژباړه:د عباس بن عبدالمطلب ازاد کړی شوی غلام(کریب رضی الله عنه) فرمايي: له اُم المؤمنین سیده اُم سلمه(رضی الله عنها) مې واورېدل چې فرمایل ئې: رَسُولُ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به اکثر وخت د پیل نۍ او یو نۍ(شنبه او یکشنبه) ورځي روژه وو او فرمایل ئې: دا (ورځي) د مشرکینو داختر ورځي دي زه خوښ لرم چې دوی سره مخالفت وکړم.
وقال الزيلعي الحنفي في كتابه  تبيين الحقائق: والإعطاء باسم النيروز والمهرجان – أي إعطاء الهداء باسم هذين اليومين تَعظِيمًا لهما – حرامٌ بل كُفْرٌ.
امام زیلعي په خپل تالیف(تبیئن الحقایق) کې د دنیروز او مهرجان سر لیک لاندي لیکي: د دغو دوو ورځو د یاد او تعظيم په خاطر تحفې ورکول حرام  بلکې کفر دی.
وقال أبو حفص الكبير: لو أن رجلا عَبَدَ الله خمسين سنة ثم جاء يوم النيروز وأهدى لبعض المشركين بَيْضةً يريد به تعظيم ذلك اليوم فقد كَفَر وحبط عمله.
احمد بن حفص ،ابو حفص الکبیر ليکي: که یو بنده پنځوس کاله د الله عزوجل بندګې وکړي، یوه ورځ دنیروز ورځي په تعظیم مشرکینو ته هګۍ تحفه کړي ،دی کافر شو او ټول اعمال ئې باطل.
وقال صاحب كتاب (الإقناع) في المذهب الحنبلي: ويحرم شهود عيد اليهود والنصارى وبيعه لهم فيه، ومهاداتهم لعيدهم.
ترجمه: دیهود او نصاراوو په اخترونو کې ګډون کول حرام دی،دویته د دوی د اختر ډالۍ اخستل او ورکول هم حرام دي.
وسئل الإمام أحمد بن حنبل: عن الرجل تكون له المرأة النصرانية يأذن لها أن تخرج إلى عيد النصارى؟ قال : لا.
د امام احمد بن حنبل(رحمه الله) نه پوښتنه وشوه:یوتن نصراني مېر من لري ایا اجازه ورته شته چې دنصاراوو اختر ته لاړه شي؟،په ځواب کې وفرمایل: نه!
عطا بن دينار(رحمه الله) فرمايي وفرمایل عمربن خطاب(رضی الله عنه):دمشرکينو د اختر په ورځو کې د هغوۍ عبادت خونو(کنائسهم) ته به نه ورځئ.
قَالَ اللهُ عَزَّوَجَلَّ: وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا.(الفرقان: ۷۲)
ژباړه:او(د رحمان ذات بندګان) هغه دي چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کې(یا دروغجنه ګواهي نه ورکوي) او کله چي په عبسو چارو تېريږي د درنو او عزتمنو په څير ترې تیریږي.
(وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ: هغوی چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کې..
ددې مبارک کلام په تفسیر کې أبو العالية رفيع بن مهران،طاوس ابن كيسان،مـحمد بن سيرين،الربيع بن أنس او ځينې نورو مفسرین علماوو د مشرکینو اخترونه خودلي.
وأخرج أحمد بن علي بن ثابت المعروف بالخطيب البغدادي عن ابن عباس في تفسير قوله تعالى: وَالَّذِينَ لا يَشْهَدُونَ الزُّورَ. قال: أعياد المشركين.
خطیب البغدادي(رحمه الله) دعبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) په قول لیکي چې (وَالَّذِينَ لا يَشْهَدُونَ الزُّور) د مشرکینو د اختر ورځي ښودل شوي.
والله اعلم

لیک: احمد الله عاطفي

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب