ګناهونه

د نوروز لمانځل

د اسلام د مقدس دين په راتګ سره د جاهليت د دور ټول خرافات او جاهل رسمونه مردود اعلان شول د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه مروج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای دوه اخترونه د فطر اختر او د قربانۍ اختر مينځته راغلل .

‹‹ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته دوې ورځې د هغه پر ځای تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ›› ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .

يو له هغو اخترونو چې د جاهليت په  زمانه کې ايرانيانو لمانځلو هغه نوروز وو دا عيد د جاهليت د زماني د مشرکينو اور پرستو اختر بلل کيږي  نو ځکه دا هم د کفارو د نورو اخترونو په شان يو اختر دی چې لمانځل يې حرام دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي :﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72]« د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي  په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »

ابوالعاليه، طاوس، ضحاك، ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی. او په يو روايت کې له ابن عباس رض الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي:[د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي.][ تفسير ابن كثير ج 3 او كتاب اقتضاء الصراط المستقميم ج 1]

نو واضح خبره ده چې دا عيد يا اختر په هر نيت چې وي په مشرکانو پورې تړلی دی او د جاهلیت میراث دی د مسلمانانو د تعظيم ورځې معلومې دي چې جمعه ، عيد فطر او عيد قربان دی د نوروز عيد د جاهليت د زماني نه را پاتي عيد دی چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : “من تشبَّه بقومٍ فهو منهم (ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی مشابهت دی .

نو ځکه کوم مسلمان چې ځان د الله تعالی او د هغه د رسول الله محب بولي با يد ددې شرعي حکم درناوی وکړي او د الله تعالی د قهر او غصب څخه ځان وساتي .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول د شيعه ګانو نمايشي زيارتونو (د شرک اډو ) ته تلل او داسې نور …….

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: