د نن سبا ښځو او نارینه وو درې او څلور څېرې!

دا چې د ټولنې حالاتو ته په لیدو او د موضوع د اهمیت له امله یو لوی بحث کیدلای شي خو دلته د اصلاح او متوجه کیدلو په خاطر ځینې لنډې نقطې د همدې عنوان (د نن سبا ښځو او نارینه وو درې او څلور څېرې) تر نامه لاندې را اخلم.
راځم لمړی د ښځو (مېرمنو) درې څېرې بیانووم

“لمړی” هغه ښځې چې محبت کوي خو له یو سره نه کله چې ووینې چې له یو یې زړه موړ شي یا کوم بل ورته په څه وجه ښه ښکاره شي نو بس مستقیماً هغه سره د دوستۍ رابطه جوړه کړي او د رواجي محبت اظهار ورته وکړي.

خو تاسې به لیدلي وي چې د داسې ښځو نه کور جوړ شو او نه به اباد شي ځکه کومه ښځه چې په یوه کور کې نشي اوسیدلی هغه په سلو کې هم نه شي اوسیدلی ځکه هغې رواني ناروغه ده چې یو له بله ښه انتخاب ته هوَسیږي.

“دوهم ” هغه چې محبت خو له یوه سره کوي خو د هوَس او په نامه اشنایانو د شیطاني جال د ښکارېدو له کبله د هغه خلکو لپاره چې د دې په ژوند کې هیڅ حق نه لري د خپل کور حریم ورانوي ، خپله جونګړه ورانوي او خپل عِفت پرې لوټوي.

خو دومره فِکر نه کوي چې د دې خلکو ماته فایده څه ده؟ ولې خپل عزت پرې خراب کړم نه مې په دنیا او نه په اخرت په درد خوري ،نه مې ټولنه او نه شریعت راسره دا کړنې مني او نه مې د ژوند ملګری او د محبت مستحق دا حق راکوي ..
نو دا هم د نن د ښځو یوه بله څېره ده!

“دریم” هغه ښځې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د غربيانو د بې شمېره دسیسو او بې شمېره (تربیوي، تلویزوني،رادیوي او فِکري ) انحرافي پروګرامونو با وجود هم خپل دین او کلتور ته متعهدې او ژمنې پاتي دي.

دوی که محبت هم کوي له یوه سره، که ژاړي هم د یو لپاره به ژاړي ، د ایمان څښتنې دا میرمنې محبت د حاصل او لا حاصل لپاره نه کوي بلکې د یو چا سره د ایمان او تقوا پر بنیاد وي ځکه دوۍ پوهیږي چې دنیا فاني او قبر ته تلل دي،حساب کتاب ورکول دي
دوی پوهیږي دا چې نن ظاهري همدردي او د دوستۍ نمایش کوي دا راته نه په قبر او نه په حِساب کتاب کې په درد خوري خو صرف له دوی سره رابطه مې لا ګناه زیاتوي او اخرت مې خرابوي.

دوۍ پر الله ﷻ یقین لري نو ځکه یې هم عزت خوندي او هم یې الله تعالی مدد ګار شي
خدای تعالی دې زمونږ ټولې مؤمنې خویندې د دریمو ښځو څخه کړي امین

اوس که خبره د نارینه وو شي نو په دوی کې هم څلور څېرې دي دوی هم بیل بیل خاصیت او بیل فِطرت لري
“لمړی” هغه نارینه چې فِطرت یې لکه بازاري تش په نامه خریدار(مشتري) وي چې له هر څه څَکه کوي خو نه څه اخلي او نه یې هدف د څه اخیستلو وي خو یوازې د ساعت تیري او د مزې څَکلو لپاره له هر څه یو ټونګه کوي.

نو دا طبقه خلک نه وجدان لري او نه د احساس پر نامه کوم څه، دوی یواځې پر وخت او مزو ایمان او باور لري د ژوند له اصلي هدف منحرف شوي دي او د بې لارۍ اوج څخه تیرېرونکي وي د دوۍ انجام تباهي او رسوا کوونکي مرضونه وي چې بیا له شرمه چاته ویلی نشي …

“دوهم” هغه نارینه چې په خپل کور کې د پاکې حلالې میرمنې باوجود په بازاري عشقونو او مزو باور لري
دوۍ د انسانیت له حدودو، انساني کرامت او نکاح له اصولو مخ اړونکي وي د دې خلکو انجام بیا دا وي چې ” مه وهه د بل دروازه په نوک چې ستا هغه به ووهي په سوک!”

“دریم ” دا هم د عجیب فِطرت او خاصیت خاوندان وي لکه د ماشوم خاصیت لري ماشوم چې کله یوه نانځکه په بازار کې وویني نو تر هغې ژاړي چې ورته پلار/ مور اخیستې نه وي تر دې حده چې د شپې په بستره کې یې ځان سره ساتي خو د وخت په تیریدو همدا ماشوم په بازار کې د بلې ښایسته نانځکې په لیدو بیا ژاړي فریاد کوي او غواړي یې زړه نانځکه او مینه یې هیره شي بار بار دا کار تکراریږي …

نو دا ډول د ماشوم فِطرت لرونکي خلک اخر په رواني او ذهني فِشار اخته کیږي د ژوند د ملګري په انتخاب کې هیڅ قاطعه پریکړه نشي کولای …

څلورم بیا په الله ﷻ کلک ایمان لرونکي او د خپل او بل عزت ته په یو سترګه د احترام په نظر ګوري دوۍ پر تقدیر ایمان لري خپل یا د کورنۍ ښه د دین په اصولو برابر انتخاب ته انتظار کوي نه چا ته په سپک نظر ګوري، نه د چا عفت او عزت د دوستۍ او محبت پر نامه لوټوي او نه نا راحته کیږي.

دا خلک فلاح موندونکي او کامیاب دي او له ژوند اصلي خوند اخیستونکي دي
مونږ دې خدای ټول همدارنګه نیک او صالح جوړ کړي امین
راځئ د عامه فایدې او پوهاوي لپاره یې له ملګرو سره شریک کړئ!


ورور مو ډاکټر شرافت زمان عامر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب