د نفاس تعریف، مسايل او حکمونه

نفاس څه ته وايي؟

نفاس هغو وينو ته وايي چې له ميرمنو څخه له ولادت څخه وروسته ځي.

د نفاس موده څومره ده؟

مسئله – دنفاس لږه موده نده څرګنده , او زياته موده يې څلويښت شپې او ورځې ده. كه له څلويښتو شپې او ورځې نه وينې زياتې شوې او ښځې عادت درلود نو د عادت موده يې نفاس ده او له عادته زياتې شپې يې په مرض كې شمارل كيږي, ځكه به نو د هغو لمونځونو چې د خپل عادت په زياتو شپو كې يې قضا كړي قضايي راوړي .
دساري په توګه ديوې ميرمنې د نفاس عادت 35 شپې دي او دې ميرمنې ته له 40 شواروزو نه زياته وينه ورغله نو اوس به دا ښځه 35 شپې د خپل عادت په بڼه په حيض كې شماري او د نورو ورځو د لمونځونو قضايي به راوړي .

مسئله – كه په لومړي ځل كومې ميرمنې ته دا پيښه ور وشي او وينه يې له 40 شواروزو زياته شي نو د داسې ميرمنې حكم دادى چې 40 شپې به نفاس شميري اوتر دې زياتې به مرض ګڼل كيږي ځكه به نو دا لامبي او لمونځ به كوي ,روژه به نيسي او له لامبلو مخكې جماع هم ورسره روا ده .

مسئله – د لمانځه په نه كولو او د روژې په نه نيولو او د جماع په نه كولو كې دنفاس حكم د حيض د حكم په څير دى ,البته كه كومه ميرمنه د نفاس په موده كې 15 شپې پاكه شوه او بيا يوه ورځ وينه ورغله نو دا 15 ورځې هم په نفاس كې شمارل كيږي نه په پاكي كې. وعليه الفتوى .

مسئله – كه كومې ميرمنې ته يوه ورځ وينه ورغله او 38 شپې پاكه وه بيا بله ورځ بيا وينه ورغله نو داټوله موده په نفاس كې شمارل كيږي .
مسئله – كه يوې ميرمنې يوه ټكړه وزيږوله او هغې يوشى درلودل لكه لاس ,يا پښه ,يا نوكونه ,يا ويښتان,يا ګوته نو دا ټكړه داولاد په حكم كې راځي او له دې وروسته كومې وينې چې راځي په هغې دنفاس حكمونه جاري كيږي ,او كه يې كومه نښانه نه وه نو بيا به ګورو چې آيا دا وينه درې شواروزه جاري وه كه نه او آيا تردې وينو مخكې دې ميرمنې طهر صحيح يعنې پوره پنځلس ورځې پاكې تيري كړي كه نه كه دا دواړه حالتونه موجود وو وينه هم لږ تر لږه درې شواروزه روانه وه او له دې وينې مخكې ميرمنې طهر صحيح هم تير كړى وو نو بيا پدې وينو دحيض احكام جاري كيږي او كه له نومړو شرطونو نه كوم يو هم نه وو نو بيا دا وينې مرض ګڼل كيږي او دحيض حكمونه هم نه ورباندې جاري كيږي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب