اسلام له نظرهټولنه

د نر او ښځې اختلاط د اسلام له نظره (قرضاوي)

د دې موضوع په باره کې اقوال او فتواګانی ډېرې زیاتې دي، او له اختلاط نه مقصد د نارينو او ښځينو یو ځای کېدل دي، د ځینو علماؤ په نزد په ښځې باندې د خپل کور نه نه وتل واجب دي؛ مګر داچی مړه شي او له کور څخه قبر ته یوړل شي، او بعضو هم د جماعت د لمانځه لپاره د ښځې وتل له کوره مکروه ګڼلي دي، او یوه بله ډله د حرمت په سترګه ورته ګوري؛ او هغه دا چي وتل ېې د فتنې سبب ګرځي ددې دپاره چې زمانه فاسده او خرابه ده؛ او په دې باره کې د ام المؤمنین حضرت عائشه – رضی الله عنها- په  وېنا باندې  استدلال کوي  چې هغی فرماېلی دي ( که چیرته نبي کريم صلی الله علیه وسلم-  ته د ا معلومه وای چی ښځی ورسته د ده له مرګ څخه په کومو غلطېو کې واقع  کیږی ؛ نو د جماعت لپاره به ېی جومات ته  د تللو هم اجازت نه وی ورکړی).

لیک : د/ یوسف قرضاوي

ژباړه : عصامي (ابراهیم خېل)

مګر دا هم ېو څرګند حقیقت دی  چې باید ومنل شي ؛ چې ښځه ضرورت لري چې دخپل ژوند د اړېنواړخونودپوره کولو لپاره  بیرون  ووځي  او هغه لاسته راوړي؛ که دپوهنی اوروزنی  اړخ  وي  او یا ټولنیز  او یا د کار و بار اړخ، خلاصه دا چې ښځه حق لري د نارینه په شان  خپل هغه  ټول  حقونه لاسته  راوړي  کوم چی ورته د شریعت  له خوا ورکړل شوی دي .

نو دا ټول هغه څه دي چی ښځه دی ته مجبوره کوي چی  له کور څخه بهر ووځي ؛ او د نارینه ؤ سره  اختلاط وکړي، ددی  دپاره چی  امکان لري هغه نارینه ورسره د درس ویلو او یا کار کولو په ساحه کې یو ځاې  وي او داسې نور؛ که هغه په لوړه کچه وې اویا ټیټه یعنې اختلاط .

نو آیا هر اختلاط دنارینه او ښځینه تر منځ حرام او ممنوع دی؟

څه رنګ به ممکن وي  چې ښځه  په غیر له نارینه څخه اووسیږي؛ په داسې یوه  زمانه کې چې علاقات او اړیکی دانسانانو تر منځ  له نور هر وخت څخه ترینګلې اوپیچلې دي؟

نو امکان نه لرې چې ښځه دکور په قفص کې بندیوانه وساتل شي، که چیرته دسرو زرو هم وي؛ نو هغه به دزندان شکل ولري .

او یا داچې ولې نارینه باید له هر رنګه امتیازاتو څخه برخه مند وي او ښځه دی ترې محرومه وساتل شي؟ او یا دا چې په ښځه باندې مونږ ولې بدګومانه یو؟ او حال داچې هغه له نارینه څخه په دین ، عقل  او وجدان کې کمه نه ده؛ لکه څه رنګ چې  نارینه دین او وجدان لري همدغسې ښځه هم ده، دنارینه دین او وجدان  چې هغه له بدو کارونو څخه منعه کوي  همدغه شان ښځه هم وبوله،  خو په دی کې هم شک او شبهه نشته چې ښځه  هم دنارینه په شان نفساني خواهشات لري؛ او امکان لرې چې دغه خواهشات یی غلطو او ناکاره کارونو ته وهڅوي، بل داچې څه رنګ نارینه شیطان لري هغه شان ښځه هم شیطان لري؛ او شیطان يې دګمراه کولو کوښښ کوي؛ نو آخر د دې دومره  زور او زیاتي سبب له ښځو سره  څه دی؟ او د تاسف وړ خبره خو دا ده چې  داټول اسلام ته منسوبېږي، او بعضې دیني ګوندونه  او فکري تګلاری یی  شرعي حکم  او ددین کړنلاره بولي .

زمونږ مشکل دادی چې په  ډیرو فکري او ټولنیزو مسايلو کې  د کمي او زیاتي څخه کار اخلو؛ اوپه ډیرو لږو چارو کې  د میانه روۍ  لاره غوره کوو؛ کومه چې داسلام  بنیادي او بنسټیزه نښه او ځانګړتیا ده .

نو د مسئلی دا اړخ زمونږ په  دی قضېه کې  بالکل ښکاره او روښانه دی، اوپه  همدغه شان  د دی زمانې  دیوې مسلمانې میرمن  نورې مسئلې  او قضیې په  عامه  توګه .

نوپه  دې لړ کې په ښځه باندې د دو مفکورو له خوا ډیر زیات  ظلم شوی چې هغه عبارت دي له :

۱: غربي مفکورې والا غواړي چې  دغرب کلتور فرهنګ اوعنعنات  پرې وتپي ؛ اوحال داچې  هغه  له فساد او خرابۍ څخه ډک  دی؛ نو له  ټولو څخه غټ او اوچت فساد هغه دی  چې په کې د دین او فطرت له اساساتو څخه سرغړونه وي، دکوم دین د خپرولو لپاره چې الله تعالی پیغمبران رالیږلي، او کتابونه یی نازل کړي ، اوخلک ېی ټول ورته رابللي دي .غربي مفکورې والا غواړي چې  دغرب کلتور فرهنګ اوعنعنات  پرې وتپي ؛ اوحال داچې  هغه  له فساد او خرابۍ څخه ډک  دی؛ نو له  ټولو څخه غټ او اوچت فساد هغه دی  چې په کې د دین او فطرت له اساساتو څخه سرغړونه وي، دکوم دین د خپرولو لپاره چې الله تعالی پیغمبران رالیږلي، او کتابونه یی نازل کړي ، اوخلک ېی ټول ورته رابللي دي .

لیکن دی  ډلې  دا له پامه غورز ولی ده  چې له کومو ستونځو سره نن ښځه په غربي نړۍ کې لاس  او ګریوان ده؛ او بغیر له کوم قید او شرط څخه اختلاط هغه له کومو ګواښنو او ننګونوسره  مخامخ کړې ، او دسړي او ښځې  بلکه د ټولې کورنۍ او ټولنې  څه بد حال دی، مګر  دې ډلې خپل غوږونه  دغربي نړۍ د مصلحینو او ادیبانو او روڼ آندو له  ګوت څڼدنو او خبرداري څخه بند کړي دي ، دکوم  اختلاط چې دغه خلک په خپله غندنه کوي؛ او دغربې نړۍ دتمدن او پر مختګ لپاره ېی  سقوط اود لویدلو لامل ګڼي .لیکن دی  ډلې  دا له پامه غورز ولی ده  چې له کومو ستونځو سره نن ښځه په غربي نړۍ کې لاس  او ګریوان ده؛ او بغیر له کوم قید او شرط څخه اختلاط هغه له کومو ګواښونو او ننګونوسره  مخامخ کړې ، او دسړي او ښځې  بلکه د ټولې کورنۍ او ټولنې  څه بد حال دی، مګر  دې ډلې خپل غوږونه  دغربي نړۍ د مصلحینو او ادیبانو او روڼ آندو له  ګوت څڼدنو او خبرداري څخه بند کړي دي ، دکوم  اختلاط چې دغه خلک په خپله غندنه کوي؛ او دغربې نړۍ دتمدن او پر مختګ لپاره ېی  سقوط اود لویدلو لامل ګڼي .

او له دی خلکو څخه  داهم له یاده وتلې چې  هر امت  او ملت ځان ته  بیل بیل ځانګړیتوبونه  او توپیرونه لري؛ چې  اخستنه او لاس ته راوړنه ېی  له  خپل تصور، فکر ، عقیدی، کلتور،او فرهنګ نه کیږي ، او دا ممکنه نه ده چې یوه ټولنه دی  د بلې ټولنې هو بهو فتوکاپې وې .

۲: دوهمه ډله هغه خلک دې چې غواړي په ښځه باندې  یو بل قسم عنعنات او کلتور وتپې  چې هغه شرقې دې نه غربې ؛ اګر که په  ډیرو وختونو کې ورته اسلامې یا دېنې جامه  ورپه  غاړه  کوې ، او دخپلی پوهی اوسوچ په رڼا کې د اسلام تعبیر یا تفسیر کوي؛ ددی دپاره چې دغه پوهه  دهغه څه نمایندګی کوي  کوم چې  ده له خپل فکرې حرکت یا تنظیم نه لاس ته راوړی او غواړې چې په نورو باندې ېی هم ومني؛ نو په  دې کښې دبدګومانۍ لړۍ دښځې په دین ، عقل اوکړو وړو باندې  جارې پاتې کیږې ؛ او د دې په رڼا کې ېی په حق کې  پریکون او فیصله کیږي.

په هر حال  دا یو بشرې  کوښښ دی  او له غلطۍ او خطا څخه پاک نه دی ، او دخپل ځاي،  زمانی او استاذانو په  طرز فکر اوسوچ  باندی ولاړ او له هغه  څخه اغیزمن دی . نور نظرونه امکان لری چې ددغسی یو سوچ  مخالف وي؛ او دخپل نظر د پیاوړیتوب  لپاره  دقرآنکریم  له  صریحو آیاتونو،  او د حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم- له لارښوونو  او اصحابو کرامو له  کړنلارو څخه  دخپل نظر  دتایـید لپاره  ډیر څه  ولري .

غواړم چې دا په ډاګه کړم  چې  داختلاط کلمه  دنارینه او ښځینه تر منځ یوه نوی اصطلاح ده؛ او په اسلامی قاموس کې  لوي تاریخ نه لرې، او مفهوم  او معنی یی هم  د یو مسلمان په نظر  کښې دومره هوسا او محترمه نه ده ، که د دی پر ځاي د یو ځاي والي یا شرکت  الفاظ استعمال شي  نو غوره به  وګڼل شي .

په هر حال اسلام په داسی  قضیو کې عام حکم نه کوي؛ بلکه هدف او مقصد ته په کې ډیره زیاته پاملرنه او توجه کیږي؛ چې مصلحت په کې څه دی؟  څه  ضرر تری ټولنی ته متوجه دی؟  او دکومو شرائطو باید مراعات وشي او په نظر کې ونیول شي؟

نو غوره  تګلاره  په داسی شرائطو کې  دحضرت محمد – صلی الله علیه وسلم- او دهغه دخلفایی راشدینو او دنورو صحابه کرامو ده ؛ چې هغه مونږ خپله کړو او د هغوي په نقش قدم باندی پل په پل لاړ شو .

که چیرته دحضرت محمد – صلی الله علیه وسلم- سیرت ته ځیر شو نو دا به مونږ ته په پوره توګه  روښانه  شي  چې ښځه نه بندي وه، او نه  هم  د ټولنیز  ژوند څخه  ګوښه ګړای شوی وه؛لکه څه رنګه چې ورسره دتخلف او د په شاتګ  په  بعضو پیړیو کښې  دګوښه کیدلو معامله  وشوه .

بلکه  ښځی په پوره ډول سره دجماعت او جمعی په لمونځونو کې ګډون کوه؛ او پیغمبر- صلی الله علیه وسلم-  به ورته دا نصیحت او وینا کوله چی په آخری صفونو کې ودریږۍ دنارینو شاته؛ او څومره هم چې د زنانوو  صفونه شاته وي نو دا غوره ده؛ هغه ځکه چی د  سړو دعورت  ده ښکاره کیدلو له ویری؛ ددی دپاره چې اکثرو یی پرتوګونه په هغه  وخت کې نه پیژندل او لنګونه  به ېی تړلی وو؛ او په نبوی مسجد کې دسړیو او ښځو تر منځه کومه پرده ددیوال یا لرګیو اویا دلخو او مشکڼو نه وه؛او په اول وخت کې چی به نارینه او ښځینه په هره دروازه راپیښ شول نو په هماغه باندی به جومات ته راننوتل؛ او طبیعی ده چې یو قسم ګڼه ګوڼه به منځ ته راتلله؛ نو پیغمبر- صلی الله علیه وسلم- وفرمایل (چې دغه فلانۍ دروازه ښځینو ته  ځانګړې کړۍ) نو هماغسې وشول څرنګه چې حضور – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل؛ او تر  نن  تاریخه پوری نبوي مسجد کې په (باب النساء) یادیږي .
دجمعی د لمانځه  او خطبی د اوریدلو لپاره به زنانه  نبوی مسجد ته راتللی آن تر دی پوری چی د بعضو منظم  ورتګ ددی سبب شو چې  سورت (ق) په یادو حفظ کړي، هغه دا چې  درسول الله – صلی الله علیه وسلم- نه به یی د منبر له پاسه  هر وخت اوریدلو؛ او زنانوو به  د اختر په لمونځونو کې هم  پوره برخه اخیستله، او په دغه لویه اسلامې میله کې به يی ګډون کولو؛ په کومه کې به چې  وړو زړو، نارینه او زنانه په یوه لویه  دښته کې سره راټولیدل او د تکبیر او تهلیل اوازونه به ېی اوچتیدل؛ امام مسلم روایت کوي دحضرت ام عطیة – رضی الله عنها- نه چې هغې فرمایلی: (مونږ ته امر شوی چې د اختر لمونځو ته  ووځو؛ او پیغلې به  مو هم  له  ځان  سره  ویستلی)
او دا سنت په اکثر ه اسلامي هیوادونو کې مړ شوی دی؛ مګر هغه څه چې داسلامي پاڅون ځلمیانو په دغه اوسني وخت کې راژوندی کړل لکه: اعتکاف د رمضان په آخره لسیزه کې ، او د اختر د لمانځه سنت.
او بله دا چې ښځی به ددرس ځایونو ته  او د پیغمبر – صلی الله علیه وسلم- علمې حلقو ته د نارینو په څنګ کې حاضری وی، تر دی پوری چې بی بی عائشه – رضې الله عنها- له دی کبله د انصارو د ښځو ستاینه کړې ده او داسی یی فرمایلي دي (د الله رحمت دی وي د انصارو په میرمنو خپلی حیا له دی نه  منعې نه کړی چې په دین کې پوهه او علم حاصل کړي؛ او پیغمبر – صلی الله علیه وسلم- نه به ېی دجنابت، احتلام او اغتسال او دحیض او استحاضی او نفاس په باره کې پوره معلومات حاصلول .

او په علم او عرفان باندی دلا مړیدلو لپاره د حضور – صلی الله علیه وسلم- څخه یی په ډاګه غوښتنه وکړه چې یوه ورځ ورته وټاکي تر څو ورته راشي او زده کړه تری وکړي او داسی یی ورته وویل: چې ای د الله رسوله ټوله توجه او پاملرنه دی نارینو ته شوی او ډیر څه یی درنه حاصل کړل ، نو مونږ ته هم یوه ورځ وټاکه چې په کې درنه علم او زده کړه وکړو! نو هغه داوه چې حضور – صلی الله علیه وسلم- یوه ورځ ورته وټاکله او وعظ او نصیحت به یی ورته کولو .

او دا ونډه لا نوره هم زیاته شوه تر دی پوری چې ښځو د جنګ په میدان کې د خپلو مجاهدینو ورونو سره اوږه په اوږه  برخه واخیسته ، او دهغوي لپاره يی خوراک، طبي امداد، د مجاهدینود زخمیانو خدمت او اوبه راوړل او نور انسانې کارونه سرته رسول .
امام مسلم د حضرت انس – رضې الله عنه- نه روایت کوې  چې هغه فرمایلې : ( د احد په غزا کې  حضرت عائشه او ام سلیم – رضې الله عنهما-  به  مشکونه  په خپلو شاګانو راوړل ، او د مسلمانانو د لښکر  د مجاهدینو په خولو کې به يی تشول، او بیا به ورتلی او راډکول به یی)  اود ام المؤمنین حضرت عائشه – رضې الله عنها- موجودیت په دې جنګ چې د خپل عمر مبارک په دوهمه لسېزه کې وه، دا یو قاطع او صریح دلیل دی د رد لپاره په هغه خلکو باندی کوم چې په دی عقیده دي؛ چې ګډون په جنګ کې صرف د زړو ښځو لپاره وه، نو دا د منلو وړ خبره نه ده.

او بل دا چې زړی ښځی به په داسې یو حالت کې چې نفسي او بدني قوت ته ضرورت لري  څه وکړي؟
امام احمد بن حنبل روایت کوي چې : (شپږ  ښځی  دمسلمانانو له هغه لښکر سره  وی  چې خیبر یی محاصره کړی وو؛ چا به  غشی ورکول، او چا به  ستوان په مجاهدینو څښل، اوچا به هم  د زخمیانو د ټپونو درملنه کوله، او وړۍ به یی وریشلې، او د الله تعالی په لار کې به یی کومک کولو، او پیغمبر – صلی الله علیه وسلم –  ورته  په غنیمت کې  خپله  ونډه  ورکړه).
بلکه دا هم ثابته ده چې د اصحابو کرامو میرمنو په ځینی  جنګونو  کې په عملي توګه تورې ته لاس کړی  دی   اوپه معرکه کې یی  برخه اخیستې ده، کوم وخت  چې ورته  زمینه  همواره او په لاس  ورغلی ده .

اوپه  دی لړ کې  د ام عمارة نسیبه بنت کعب  قصه مشهوره ، کومه  میړانه چې هغی د احد په  جنګ کې ښودلې وه، آن تر دی پوری چې حضور – صلی الله علیه وسلم-  یی په  هکله وفرمایل (دام عماره  برخه اخیستنه له فلان او فلان نه ډیره غوره وه).
او د ام سلیم – رضی الله عنها- سره  د حنین په غزا کې خنجر وه او کوم  کافران  به چې ورته رانزدی کیدل نو دهغوۍ خیټې به یی پری سورۍ کولی .
د یوی مسلمانی میرمن سرښندنه په جنګ او جګړه کې صرف  دعربو تر ټاټوبی پوری محدوده پاتی نه ده بلکه په نړۍ واله سطحه باندی هم داسلام له خپرولو لپاره یی  ډیر څه کړي دي چې تاریخ  پری وياړي؛  او زمونږ لپاره  د لاری  مشال دی .

په بخاري او مسلم شریف کې روایت دی چې : (حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم –  د ماسپښین څخه مخکې  دحضرت ام حرام بنت ملحان (چې د حضرت انس خاله ده) په کور کې  یوه ورځ ویده شو ؛ او چې راویښ شو نو خندل يی ، ام حرام تری پوښتنه وکړه چې یا رسول الله  ولی خاندۍ؟ حضور – صلی الله علیه وسلم- وفرمایل : (یوه ډله زما له امتیانو څخه الله تعالی راوښودله ، چې په مخ ددغه سمندر(په قبرص کې دی) په بیړیو کښې  دپاچاهانو غوندی ناست اوله کفارو سره جنګیږي ، ام حرام  وویل یا رسول الله؛ له الله تعالی څخه غوښتنه وکړه چې زه هم  په دغه غازیانو کښې وشمیرل شم، پیغمبر – صلی الله علیه وسلم –  ورته دعا وکړه، او ام حرام د حضرت عثمان  – رضې الله عنه – په خلافت کې  دخپل خاوند سره چې عباده بن الصامت وه یو ځاي د دغو مجاهدینو په ډله کې ګډون  وکړ، اوپه بیړیو که د حضرت معاویة – رضې الله عنه – په قومندانۍ  او قیادت کې  له  رومیانو سره وجنګیدل  او یاده شوی منطقه یی فتحه کړه او ام حرام له خپلی سورلۍ څخه لاندی  وغورځیده او شهیده شوه او هماغه ځاي کې دفن شوه، لکه څرنګه چې يی یادونه  سیرت او تاریخ پوهانو کړې ده .

په ټولنیز ژوند کې هم  ښځو پوره ونډه  اخیسته ده ، او خیر ته  یو فعال رابلونکی عنصر وه ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر به یی کوه،  لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایی : (والمؤمنون والمؤمنات بعضهم  اولیاء بعض یامرون بالمعروف وینهون عن المنکر)
ترجمه : (او مؤمنان (ښځې او نارینه) یو دبل دوستان او خواخوږي دي ، په ښو کارونو باندی یو بل ته توصیه کوي، او له بدو څخه یو بل منعه کوي)

په دغه ډول یوه له مشهورو قصو څخه  د یوی مسلمانی میرمن  رد په  امیر المؤمنین حضرت عمر  الفاروق  – رضې الله عنه – باندی  د مهر یا ولور په باره کې ده ، او هغه  هم په مسجد کې دننه ، او هغه دا چې عمر – رضې الله عنه – وغوښتل چې مهر ته یو معین مقدار کیږدي اوټول مسلمانان باید چې پری عمل وکړي ، دا اندازه  هغه وه کومه چې پیغمبر – صلی الله علیه وسلم – خپلو بیبیانو او لورګانو ته غوره کړې وه ، دیوې بی بی  (500) درهمه ، اود یوی لور یی (400) درهمه ولور وه ، نو حضرت عمر – رضې الله عنه – غوښتل چې دغه مقدار باید په  ولور اخیستلو کی مراعات شي ، مګر په مسجد کې د ننه یوه میرمنه ورته پاڅیده او داسی يی وویل : ای عمره! الله تعالی يی مونږ ته راکوي او ته يی له مونږه اخلی ، حضرت عمر وویل هغه څنګه؟ ښځې وویل هغه داچې الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : (وآتیتم احداهن قنطارا فلا تاخذو منه شیئا)
ترجمه : ( او چې ورکړی مو وي یوی  ښځې ته ډیر زیات مال  او دولت ، بیا يی بیرته تری مه اخلۍ) دا قصه ابن کثیر په خپل تفسیر کې د سورت النساء د دی آیت لاندی ذکر کړی ده  او وویلی یی دي چی اسناد ېی جید دی .
حضرت عمر – رضې الله عنه – د خپل خلافت په دوران کې  الشفاء بنت عبدالله العدویة  دبازار د چارو دسمولو لپاره  څارونکی ټاکلی وه یعنی (محتسبه).

که په غور سره  قرآنکریم ته ځیر شو چې  له ښځی  څخه په مختلفو پیړیو کې  بحث  او بیان کوي ، او د پیغمبرانو او رسولانو ژوند او کارنامو ته چې وګورو ، نو هیڅ کله هم  د احساس تری نه کیږي  چې  ښځه  په  یوه  اوسپنه ایز ه پرده کې ساتلی شوی وه ، کومه  پرده چې اوس بعضې  خلکو دسړې او ښځې تر منځه پیدا کړې ده .
که د موسی  علیه السلام د ژوند واقعاتو ته  وګورو – او حال دا چې د ځوانۍ په  جوش او جذبه کې وو –  چې  دهغو دوه  انجونو سره یی روغبړ  وکړ  چې پلار یی  سپین ږیری  وو ؛ او دوي دواړو خپله  رمه څروله ؛ او موسی علیه السلام  په  ډیر شهامت  اوصداقت او امانت  کومک ورسره  وکړ؛ او له کوهي څخه یی اوبه  ورته راویستی  او رمه یی خړوب (سیراب) کړه ؛ او ورسته له  دی  څخه  یوه خور یی پلار راولیږله  چې موسی علیه السلام  خپل کورته راولي ؛ اوبیا یی یوه دا غوښتنه هم کوي  چې په کار باندی وګمارل شي ؛ او سبب  یی بیان کړ چې  دی  قوي او امین دی .
راځۍ چې قرآنکریم ته غوږ شو چې پورتنی حقیقت په کومه توګه بیانوي :
(ولما ورد مآء مدین وجد علیه أمةً من الناس  یسقون ووجد من دونهم امرأتین  تذودان قال ما خطبکما قالتا لا نسقي  حتى يصدر الرعآء  وأبونا شيخ كبير   فسقى لهما ثم  تولى إلى الظل فقال  رب إني لما أنزلت إلي من خير فقير. فجآءته إحداهما تمشي على استحياء قالت إن أبي يدعوك ليجزيك أجر ما سقيت لنا فلما جآءه وقص عليه القصص قال لا تخف نجوت من القوم الظالمين *.
قالت إحداهما يا أبت استأجره إن خير من استأجرت القوي الأمين) . سوورت القصص .

او دا دی څوک نه وایی  چې دا خو زمونږ نه  د مخکو خلکو شریعت  دی او پر مونږ  یی پیروی کول واجب نه دی ؛ قرآنکریم ددی قصی ذکر ځکه مونږ ته کړی دی چې زمونږ دپاره یادونه او هدایت شي .
نو راجح قول په دی مسأله کې دا دی چې  دمخکینیو خلکو شریعت زمونږ لپاره هم  شریعت دی  که چیرته قرآن او سنتو منسوخ نه وي ګڼلی ځکه الله تعالی خپل رسول ته داسې فرماېی : (أولئك الذين هداهم الله فبهداهم اقتده) الآية .
ترجمه : (او دا هغه کسان دي چې د الله تعالی  هدایت ورته شوی دی ؛ نو د دوي  په نقش قدم باندې پل واخله)
د ښځې  ساتل د کور په  څلور دیوالونو کې  د شریعت  په تدریجي  پیرو کې  یوه پیره وه چې  مخکې  د زنا دحدد نازلیدو مرحله شمیرل کیدله ؛ چې دا یوه ډیره غټه او وزنمینه  جزا وه ؛ د هغو ښځو په حق چې  بد لمني به یی کوله ؛ لکه څه رنګه چې الله تعالی فرمايی : (واللاتي يأتين الفاحشة من نسائكم فاستشهدوا عليهن  أربعة منكم فإن شهدوا فأمسكوهن في البيوت حتى يتوفاهن الموت أويجعل الله لهن سبيلا) الآية .
ترجمه : (او هغه  ښځی چې بد لمني  کوي ؛ څلور ګواهان  باید چې  ددی کار ګواهي ورکړي ؛ که ګواهي یی ورکړه ! نو بندی  یی کړۍ په کورونو کې  تر څو پوری  چې مرګ ورته راشي  او یا الله تعالی ورته  کړنلاره  بیان کړي .)
وروسته له دی څخه الله تعالی ورته لاره بیان کړه ؛ او هغه دا وه چې  دزنا حد یی نازل کړو ؛ او حد یو معین  مقدار عذاب  دی  دالله تعالی دپاره ؛ او هغه داچې سنګسارول دي د واده شوی (ښځی اوسړي) چې په سنت کې ثابت دي ، او په دورو وهل دځوان چې واده یی نه وی کړی (هلک او یا جلۍ) چې په قرآنکریم کې ثابت دي .

نو د قرآن او اسلام په منطق کې به د ا څرنګه شوني وي چې د یوی با پردی او با آبرو ښځې بندی کول په کور کې یو همیشه  صفت وګرځول شي ؛ لکه په داسی کړو مونږ ورته سزا ورکوو ؛ او حال دا چې هغه بی ګناه ده .

خلاصه دا چی : اختلاط په خپل ذات کې یو ممنوع او حرام  کار  نه دی ؛ بلکه جائز او مطلوب  هم دی که چیرته  موخه  ورڅخه  د ښیګڼی  کار او یا علم او زده کړه ؛ اویا د خیر کومه بله پروژه ؛ او یا واجب  جهاد وي ، په کوم کې  چې  د دواړو خواوو ګډون او شتون ضرور  ګڼل کیږي ؛ او پلان او سرته  رسونی ته ېی  یو مشترک کوښښ  ته  ضرورت وي .

او دا په دی معنی نه چې  حدود او قیود اوشروط  له پامه وغورځول شي ؛ لکه څنګه چې ځینی په دی نظر دي چې دواړه خواوي فرشتی دي او هیڅ ویره په دی اړخ کې نه شته؛ غواړي  چې دغربي نړۍ ټولنه  راته  رانقل کړي .

بلکه لازمه خبره په دی لار کې دا ده چې  ګډون په خیر او دښیګڼې په چارو کې وي ، او هغه قیود او شروط په  نظر کې ونیول شي کوم چې اسلام  روښانه کړي دي ،او هغه دادي :
۱: خپل د نظر ساتنه د دواړو خواوو څخه ؛ چې یو بل ته دشهوت په نظر ونه ګوري؛ او کتل هم  اوږده نه وي او دحاجت په مقدار باندی وي، الله تعالی فرمايی : (قل للمؤمنین یغضوا من  أبصارهم و يحفظوا فروجهم  ذلك أزكى لهم إنّ الله خبير بما تعملون) (وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهنّ ويحفظن فروجهنّ)
ترجمه : (او ووایه اې محمده! – صلی الله علیه وسلم – مؤمنانوته  چې خپلی سترګی لاندی  ښکته کړۍ او خپل عورت وساتۍ له حرامو څخه؛ دا کار کول د دوې دپاره غوره او ښه کار دی، او الله تعالی په هغه څه خبر دې چې تاسو يی کوۍ ).
۲: شرعي لباس مراعات کول د ښځی له خوا، چې داسی لباس يی په تن وي چې هغه دبدن  ښکارندوېه نه وي . الله تعالی فرمايی : (ولا يبدين زينتهنّ إلا ما ظهر منها وليضربن بخمرهنّ على جيوبهنّ).
ترجمه : (او خپل ښائست او ګاڼه دی نه ښکار ه کوي مګر هغه څه چې ښکاري  او حجاب دی په خپل ځان راخور کړي).
او د اصحابو کرامو څخه دا ثابته شوی ده چې  کوم ښکاره ښائست په پورتنې آیت کښې ذکر شوې هغه مخ او ورغوي دي .
او د حجاب سبب چې الله تعالی بیان کړی دې هغه د دي دپاره  (ذلك أدنى أن يعرفن فلا يؤذين)، ترجمه : (ددی دپاره چې وپیژندل شي او څوک ورته تکلیف ونه رسوي)
او هغه دا چې  پورتنی  ذکر شوی  لباس د یوی  آزادی او پاک لمنی او عفیفی ښځې نښه او بیلګه ده؛ چې  یوه پریکنده علامه ګڼل کیږي دښو او بدو ښځو تر منځ؛ نو هر څوک يی چې ویني  احترام او خیال به يی ساتي .
۳: د یوی مسلمانی ښځې  ټول آداب او اخلاق مراعات کول او هغه په نظر کې نیول  او په خصوصې توګه چې راکړه او ورکړه  دنارینوو سره وي ، له هغو آدابو او اخلاقو څخه باید چې لاندې  ټکو ته خاصه پاملرنه وشي :
•    په خبرو کولو کې  باید چې هغه داسی  آواز ونکړي ، چې  راپارونکی  وي او یا د چا طمعه ورته پیدا شي .
ځکه چې الله تعالی فرماېی : (فلا تخضعن بالقول فيطمع الذي في قلبه مرض وقلن قولا معروفا).
ترجمه : (او داسی  نرمي په خپلو خبرو کښې مه راولۍ چې ځینی هغه کسان  چې په زړونو کې  یی دګناه کولو اراده وې نو د هغوي طمعه پید اشي ، بلکه  کوم  چې مروجه ګفتګو ده له هغې څخه کار واخلۍ)
•    په تګ او راتګ کې  داسی وي لکه څه رنګ چې الله تعالی فرمايی : (ولا یضربن بأرجلهن لیعلم ما یخفین من زینتهن)
ترجمه : (او د خپلو پښو څخه دی  آواز نه باسي؛ چې دخلکو يی هغه زینت او خائست ته پام شي کوم چې پټ دی)
باید چې تګ او راتګ داسي وي لکه څه رنګ چې الله تعالی بیان کړی دی (فجاءته احداهما تمشي علی استحیاء)
ترجمه : (او دهغو دوه و څخه یوه راغله د حیاء او شرافت په تګ باندی)
•    په حرکت باید چې ماته  او کږه وږه لاړه نه شي  لکه څه رنګ چې د دوزخیانو ښځو رفتار او تګ  په حدیث شریف کې  راغلی دی (الممیلات المائلات) یعنې : کږې وږې .
او هغه څه هم  ونکړې چې داولی زمانی یا د اوسنۍ زمانی د جاهلیت ښځې  یی کوي .
۴: او د هغو ټولو عطرونو او خوشبوي لګولو څخه  لریتوب اختیار کړي ؛ کوم  چې دکور او خاوند لپاره دي ، نه  د سرک او د سړو سره یو ځایکیدلو لپاره .
۵: او باید چې  دخلوت څخه مخ نیوی وشي ؛ په کوم خلوت کې چې زنانه سره خپل محرم  نه وي؛ ددی دپاره چې په صحیح احادیثو کې منع راغلی ده لکه ( ان ثالثهما الشیطان) نو دا د منلو وړ خبره نه ده چې  دا اور او لرګیو تر منځ دی هیڅ حجاب نه وي  او بالخصوص  چې دا خلوت د میړه له خپلو او خپلوانو سره وي ؛ او په حدیث کښې راځي : (ایاکم والدخول علی النساء ، قالوا: یا رسول الله – صلی الله علیه وسلم- أرأیت الحمو؟! قال : الحمو الموت)
ترجمه : (حضور – صلی الله علیه وسلم- فرمایلي : او مه  ورځۍ د ښځو څنګ ته ! نو چا پوښتنه وکړه چې یارسول الله : دلیور څه حکم دی؟ (حمو : د ښځې د میړه رشته داران)  پیغمبر –  صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی: حمو بعینه مرګ دی دښځې لپاره؛ هغه ددې دپاره چې دخپل قرابت په واسطه  باندی  ناسته او ولاړه يی ډیره وي ؛ نو په دی کې ډیر لوي خطر دی .
۶:  باید چې  یو ځای کیدل د ضرورت او حاجت تر حده پوری وي او له دی څخه زیات نه وي په کوم کې چې ښځه د خلکو دقیل او قال ښکار ګرځي ؛ او یا يی له خپل کوم  نورو شرعې واجباتو ، او یا ېی  دکور  له پالنې څخه معطله کړي .

لیک : د/ یوسف قرضاوي

ژباړه : عصامي (ابراهیم خېل)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: