په اسلام کې د ښځوحقوق

اسلام ښځو ته د زينت (ځان سينګارولو) حق، د عفت دساتلو حق، د احترام او کرامت حق، د تعلیم حق، د ښه کردار او رفتار او ښه معاملې حق، د کوروالې د رازونو د ساتنې او د جماع (کوروالې) حق، د عدالت حق، په کورني کارونو کې د مرستې حق، د ښځې د خپلوانو احترام کول، د مشورې حق ورکول، د ناروغۍ په حالت کی د ښځې د علاج حق، د انتقاد حق، د ميراث حق، د کار او ملکيت حق،  د خلع حق، د سلام حق، د لباس (جامه) حق، د مسکن (د اوسيدو ځاې کور) حق، د مهر حق، د نفقې حق دا د ښځو حقوق دي اوس داسې کوم قانون او کوم دین دی چې له اسلام څخه یې ښه او ډېر حقوق ورکړي وي؟ ځواب نه دی…

الله تعالی د قرآنکريم په زياتو آياتونو کې د ښځو او چت مقام او عظمت بيان کړيدی چې د هغې جملې څخه د يو څو آياتونو په بيانولو سره زه اکتفا کوم چې په لاندې ډول دي:

لکه څرنګه چې ښځه يوه عزتمند مخلوق دی او د نارينه و لپاره د سکون او آرامي وسيله ده همدارنګه ښځه هغه قيمتي او اوچت نعمت دی چې د ځامنو او لمسيانو وسيله ده الله تعالی فرمایي: ((والله جعل لکم من انفسکم ازواجا وجعل لکم من ازواجکم بنين وحفده))   (سورة النحل آيت ٧٢)

ژباړه: الله تاسې ته ستاسې د جنس څخه ښځې پيدا کړي او ستاسو د ښځو نه یې  تاسې ته ځامن او لمسيان پيدا کړي. انساني ټولنه الله تعالی د ښځو او نارينه و څخه جوړه کړيده او د ځمکې په سر د انسان پاتې کيدل او له منځه تلل د ښځو او نارينه و دواړو پورې تړلي دي که يو جنس نه وي نو بشريت جنس له منځه ځي.

الله تعالی فرمائي: ((يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی)) (سورة الحجرات آيت ١٣)

ژباړه: ای خلکو موږ تاسې د يو نر (آدم) او يوې ښځې (حوا) نه پيدا کړي ياستئ ښځه د انسانانو ترمنځ د نږدې والي او دوستي يوه مهمه وسيله ده الله تعالی فرمایي: ((وهوالذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا وصهرا)).  (سورة الفرقان آيت ٥٤)  ژباړه: او الله تعالی هغه ذات دی چې بشر  یې د اوبو نه پيدا کړيدی او بيا یې ګرځولی دی خاوند د نسب او سخرګنۍ. او دا معلومه خبره ده چې د سخرګنۍ او زومولي قرابت  د ښځو په واسطه منځ ته راځي .

امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله د انس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: ((حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة)). (مشكوة صفحه ٤٤٩). ژباړه: د دنيا څخه ماته ښځې او خوشبويی محبوب شويدي او ځما د سترګو يخوالی په لمانځه کې ګرځول شوی دی.

امام مسلم رحمه الله د عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة. (مشكوة صفحه ٢٦٧)  ژباړه: دنيا يوه شتمني ده او غوره شتمني د دنيا صالحه ښځه ده.

اوس راځو دېته چې اسلام ولې له یوې څخه د ډیرو ودونو یا ښځو کولو خبره کوی:

د نړۍ په سطحه د ښځو تعداد تر سړیو ډیر دی او وجه یې داده چې سړي یا نارینه په جګړو، د موټر، سوارلي یا سفر پر وخت ډیر مري او ورځ تر بلې د ښځو تعداد تر سړیو  مخته حرکت کوي. همدا وجه ده چې سړی له یوې څخه ډیرې ښځې کولی شي او په دغه کار کې د الله تعالی ستر حکمت نغښتی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب