د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوند وروستۍ شیبې
أم المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها روایت کوي چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند وروستۍ شیبې را نیژدې شوې، نوموړی زما په کوټه کې و چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ګرانه لور فاطمه رضی الله عنها راننوته، دا چې فاطمه پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم ډیره ګرانه وه نو هر وخت به ورته جګ شو او ښکل به یې کړه.
مګر دا ځل نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته جګ نشو، ځکه چې نوموړي ډیر تکلیف و او د جګیدو توان یې نه درلود.
بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم فاطمې رضی الله عنها ته وفرمایل چې را نیژدې شه، کله چې ور نیژدې شوه نو په غوږ کې یې پټه خبره ورته وکړه چې فاطمه رضی الله عنها په ژړا شوه، بیا یې ورته وفرمایل چې رانیژدې شه یو ځل بیا یې غوږ کې پټه خبره ورته وکړه، چې فاطمه رضی الله عنها په خندا شوه او تندي کې یې د خوښۍ نښې له ورایه ښکاریدې.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته مې فاطمې رضی الله عنها څخه د ژړا او خندا پوښتنه وکړه، نوموړې راته وویل چې لومړی یی راته وویل چې زه نن شپه له فاني دنیاګۍ څخه رخصت اخلم او د خپل رب لوري ته تشریف وړم، نو زه د خپل پلارجان فراق وژړولم، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما ژړا ولیده نو بیا یې راته وویل چې زما د کورنۍ نه به لومړی ته ما پسې راشې، نو په دغه خبره ډیره خوښه شوم، ځکه مې وخندل.
عائشه رضی الله عنها فرمائي بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې دلته ما سره دي هغه وباسئ! کله چې فاطمه رضی الله عنها ووتله نو بیا یې ما ته وویل را نیژدې شه اې عائشې!
بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما غیږ کې خپل مبارک سر کیښود او د آسمان په لوري یې لاسونه جګ کړل او وفرمایل: بل الرفیق الأعلی، بل الرفیق الأعلی! نو زه پوه شوم چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته اختیار وکړل شوی دی.
بیا جبرائیل علیه السلام را ننوت او وفرمایل اې د الله رسوله! ملک الموت بیرون ولاړ دی ستا نه اجازه غواړي، او تراوسه یې بل هیچا نه اجازه نه ده غوښتې، ته یوازینی شخصیت یې چې ملک الموت اجازه درنه غواړي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې جبریله اجازه ورکړه!
بیا ملک الموت راننوت او وفرمایل السلام علیک یا رسول الله! الله تعالی رالیږلی یم چې تا خوښمن کړم: په دنیا کې پاتې کیدل غواړې او که د الله تعالی لوري ته تشریف وړې؟
نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: بل الرفیق الأعلی، بل الرفیق الأعلی، یعنی د الله تعالی لوري ته تشریف وړم.
بیا ملک الموت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سر مبارک ته ودرید او وفرمایل: اې پاک روحه! اې د محمد بن عبدالله روحه! د الله په امر او رضا سره د جسم نه ووځه او د الله تعالی لوري ته تشریف یوسه، هغه رب چې تا نه راضي دی او هیڅکله تا باندې غوسه شوی نه دی.
عائشه رضی الله عنها فرمایي: بیا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لاسونه ځمکه باندې را ولویدل او سر مبارک یې دروند شو، زه پوه شوم چې له دنیا څخه یې رحلت وکړ، بیا نه پوهیدم چې څه وکړم؟!
بالآخره مسجد ته د خپلې کوټې له دروازې څخه ووتلم او ټول صحابه کرام رضی الله عنهم مسجد کې منتظر وو، ورته ومې ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو!
بیا ټول مسجد په ژړا شو، علي کرم الله وجهه بیهوشه شو، عثمان رضی الله عنه د ماشوم په څېر ځان یو خوا او بل خوا غورځاوه، عمر رضی الله عنه توره له تیکي راوویسته او وویل که چا وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو نو سر به ترې غوڅ کړم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رب ملاقات ته د موسی علیه السلام په څېر تللی دی او بیرته به را وګرځي.
یوازینی صحابي ابوبکر صدیق رضی الله عنه و چې دا دروند غم ته یې اوږه ورکړه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې غیږ کې ونیوه او بیا یې ورته وویل: اې د الله ملګریه! اې د الله دوسته! اې د الله نبي! بیشکه چې پاک پیدا شوې او پاک وفات شوې!
بیا مسجد ته ورغئ او وفرمایل: چا چې د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کاوه نو محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو، او چا چې د الله عبادت کاوه نو بیشکه الله تعالی ژوندی دی هیحکله نه وفات کیږي.
عمر رضی الله عنه چې دا خبرې واوریدې نو توره یې له لاسه ولویده، او بیا یې وفرمایل زه اوس پوه شوم چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات شوی دی.
بیا عمر رضی الله عنه وفرمایل چې زه له دوی نه ووتلم چې یوازې چیرته کینم او ښه ډیر وژاړم، بالآخره نبي کریم صلی الله علیه وسلم دفن شو او صحابه کرام رضی الله عنهم یې په فراق باندې سخت غمجن شول. صلی الله علیه وسلم.
ژباړه: فضل الهي