د ناک پیژندنه او دهغه صحي ګټې

ناک چې یوه خوندوره میوه ګڼل کیږي، مختلف ویټامن، اوسپنه او په زیاته پیمانه الیاف لري، کلسټرول په دقیق ډول کنټرولوي، په ځانګړي ډول د ویښتانو لپاره ډیره مؤثره ګټه لري، د مخ پوستکي ته ځلا ورکوي.

ناک چې جوس هم ترې جوړیږي، او همداسې هم خوړل کیږي، ډیره خوندوره میوه ده، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پیداکیږي، په ځانګړي ډول په سوریه کې په طبیعي ډول په غرونو کې پریمانه پیداکیږي.

لکه څنګه چې طب ثابته کړې ده چې پاخه ناک د معدې لپاره ډیر ګټور دی، د هاضمې سیستم پیاوړي کوي، د زړه مرض لپاره هم ګټور دی، د خولې خوند بدوالي لپاره یې استعمال هم ښه دی.

ناک پریمانه ویټامن بي لري، چې سترګو نظر لپاره ډیر ګټور دی، او په ګردو کې د تیږې میده کولو ځانګړې وړتیا لري، د بدن په پیاوړتیا او چوستیا کې ډیر مؤثر رول لري، په ځانګړي ډول اعصاب نورمال او تازه ساتي.

کله چې ناک وچ شي، نو بیا هم ډیرې صحي ګټې لري، ځکه چې پوره اندازه بوره لري، د ماشومانو لپاره ډیر مناسب دی، کله کله یې ورزشکاران هم استعمالوي، ترڅو چې وینه یې صافه وي، سربیره پردې د روماتیزم مرض، د سږي او زهرجنو غذائي موادو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیږي.

ناک د( Rosaceae ) له کورنی څخه دی اود درختی شکل لری چی جګوالی یی تر ۱۰-۲۰ مترو پوری رسیږی په سړو او نیمه ګرمو سیمو کی کرل کیږی. کابل دناک لپاره مناسبه سیمه ده باغوانان کولای سی چی د ناک باغونه جوړ کړی. دناک میوه مختلف رنګونه او شکلونه لری شین ،سور ژړ او داسی نور چی په لاندی تصویر کی لیدل کیږی ناک په سلوکی( ۷۰-۸۰)اوبه تشکیلوی او په سلوکی له۶-۱۲ قند لری. دبعضو معلوماتو پر اساس یو میانه ناک (۱۷۸)ګرام وزن ، (۱۰۱)کالوری ،(۲۷)ګرامه کاربوهایدرید((۱۷)ګرام شکره او (۶)ګرامه فایبرونه) ،(۱) ګرام پروټین لری.

دناک ګټی:

۱-ناک د فاسفرس، سدیم، کلسیم، منګنیز عناصر لری.

۲-ناک د A,B1,B2,Cویټامینونه لری چی دبدن لپاره کټوردی.

۳- د ناک خوړل دهغه چالپاره چی د شکری په ناروغی اخته وی ښه میوه ده.

۴-دناک خوړل دهغه چالپاره چی کم خونه وی ډیر کټور دی او دبدن وینه زیاتوی.

۵-د ناک خوړل د زړه ناروغی راکموی .

۶-د ناک خوړل د وینی فشار را کموی .

۷-دناک خوړل د بارداری ښځی لپاره ګټوردی .

۸-دناک خوړل په هضم کی رول لری.

۹-دناک خوړل د بدن پوست تازه ساتی.

باید ووایو چی ناک یوه مزه داره میوه ده خوړل یی ډیر کټور دی .

لیکوال : ویس “احسان”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب