د لاچي (هیل) ۷ ګټې

لاچي یو طبیعتي بوټی دی، چې د یو شمېر ګټو ترڅنګ خوندور بوی او ښه خوند هم لري، د ګټو، خوند او بوی لپاره په خوراک او څښاک کې استعمالیږي، په ځانګړي ډول هغه خواړه چې خواږه وي، لکه کیر، فیریني او داسې نور….

د بې شمېره ګټو څخه یې یو څو ستاسې مخې ته ږدو:

۱- لاچي د زکام او ټوخي مخنیوي او ښه کولو کې مرسته کوي.

۲- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، لاچي په عام ډول همداسې نه خوړل کیږي، خو د هاضمې پیاوړلو لپاره یې یو دانه خولې ته اچول ښه دي، او همدا ډول په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

۳- د خولې او تنفس پر وخت راوتی بوي له منځه وړي، هغه کسان چې د خولې بدبویۍ ناروغي لري، د لاچي دانه دې خولې ته اچوي، په دې سره یې د خولې بدبویي له منځه ځي.

your ads

۴- لاچي په وزن کمولو او یا هم په وزن نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

۵- د ویني لوړ فشار کچه کموي. فشار دوه برخې لري، ټیټ او لوړ، د ټیټوالي په حالت کې لاچي استعمال کړئ فشار کچه مو نورمال کوي.

۶- د وینې ګردش او جریان ښه کوي. همدا ډول د لاچي له ګټو څخه یې د وینې جریان او ګردش ښه کوي دي، چې د وینې په پاکوالي کې هم مرسته کوي.

۷- د غاښ درد کموي، یوه دانه لاچي راواخلئ او کوم غاښ مو چې درد کوي په هاغه ځای کې یې کلک ونیسئ، درد به مو ارام شي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب