د ناروغ انسان د لمانځه مختلف حالتونه

د الله تعالی( جلت عظمته) د بې سیاله رحمتونو او پېرزوینو څخه چې په خپلو بندګانو باندی ېې لورولي دي، یوه هم د عذر لرونکو کسانو لپاره په لمانځه کې تخفیف راوستل دي او دا ځکه چې اسلام د سختۍ نه، بلکه د آسانۍ او سوکالۍ دین دی او الله تعالی (جلت عظمته ) دا دین د سختۍ لپاره نه، بلکې د هوسیاینې او خوشحالۍ لپاره رالیږلی دی، لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږ ته داسې لارښونه کوي او ارشاد فرمايي: (( وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ )). (الحج: 78) ترجمه: پر تاسې باندی ( الله تعالی جلت عظمته) په دین کې هیڅ حَرَج ( مشقت او سختي) نه ده ګرځولی ( او هغه ډول سختۍ چې په ځینو پخوانیو امتونو باندی وی، پر تاسې باندی نشته).

د لمانځه ارزښت:

د لمانځه ارزښت او لوړ منزلت ته که ځیر شو؛ نو جوته به شي چې لمونځ هغه یواځنیې عبادت دی چې هیڅکله هم، حتی د عذر له کبله هم پرېښودل کیدلی نشي او د یو بنده او د لوی څښتن تعالی(جل جلاله) تر منځ دا سپېڅلی رابطه تلپاتې او ټینګه پاتی کیږي، دا په دې معنا: که چیری د مریض انسان لپاره د لمانځه یو ډول تر سره کول ستونزمن وي؛ نو د یو لړ آسانتیاو په پام کې نیولو سره او د رنځور انسان د ظروفو او حالاتو سره سم باید په بل شکل سره تر سره شي. مخکې مو هم وویل چې لمونځ یوه داسې ستره فریضه ده چې تر څو پوری انساني عقل ثابت وي او کار کوي؛ نو هیڅکله هم تری ساقط کېدلی نشي، د بېلګې په ډول: که چیری یو رنځور انسان قُعوداً ( په ناستې سره) خپل فرضي لمونځ نشي تر سره کولی؛ نو اسلامي شریعت ورته ښودنه کړېده چې وُقوفاً (په ولاړې سره دې) تر سره کړی، حتی که په یوه څه باندی ېې تکیه هم کړی وي او یا ېې د ځان د تقویت او تکیه کولو په خاطر لکه د ستنې( پاېې په توګه ) ېې له یوه څه شي څخه استفاده هم کړی وي.

همداراز که چیری مریض انسان د پورتني حالت له معکوس حالت سره مخامخ شي، لکه د یو رنځور انسان حالت داسی وي چې په ولاړې سره د لمانځه د ترسره کولو څخه ناتوانه او عاجز وي او یا ودرېدل ورته سخت تمامیږي او د بیمارتیا د زیاتېدو وېره ورسره وي؛ نو په دې صورت کې اسلامي شریعت ورته اجازه ورکړېده چې په ناستې سره دې خپل لمونځ ترسره کړي. که چیری ېې حالت داسی وي چې حتی په ناستې سره هم د لمانځه د تر سره کولو څخه ناتوانه وي؛ نو بیا دې په ملاستې سره لمونځ آداء کړي او غوره به وي چې د دې کار لپاره خپل ښي اړخ (طرف) اختیار کړي او که چیرې د ناروغانو پر بستر پروت انسان په څملاستېدو سره( په داسې پرېوتلو سره چې شا ېې پر بستر پرته وي) چې پښې ېې د قبلې په لوري وي لمونځ تر سره کړي؛ نو اسلامي شریعت ېې په دې صورت کې هم لمونځ درست ګڼلی دی.

د بیمارتیا په حالت کې د لمانځه نور مختلف حالتونه:

په بیماریو کې یو لړ مرضونه داسی وي چې په واقعي توګه سره یو انسان له اخ و ټوخه وباسي، لکه که چیری دیو بیمار انسان صحي حالت داسې وي چې پکې د لمانځه لپاره کېناستلی هم نشي؛ نو دا مریض انسان کولی شي چې خپله رکوع او سجده په اشارې سره ترسره کړي، البته په داسې شکل سره چې په سجده کې به له رکوع څخه لږ څه زیات راټیټیږي او که چیرته بیمارتیا دومره ځپلی او زبېښلی وي چې د لاس یا د سر په اشارې سره ېې هم نشي تر سره کولی؛ نو بیا دې د سترګو په اشارې سره خپل لمونځ تر سره کړي او که چیری کېناستل ورته مشکله وي؛ نو په دې صورت کې دا ورته روا دي چې خپل لمونځ په ولاړې سره تر سره کړي، په داسې ډول چې رکوع دې په ولاړی سره خو دسجدې د تر سره کولو لپاره به کیني.
که چېری د ملا درد ولري؛نو….

همداراز د بیمارتیا بل حالت داسی دی چې: که چیری د یو انسان رنځ داسې حالت ته رسېدلی وي چې په ولاړېدو او کېناستلو سره ېې مرض نور هم زیاتېږي، لکه د ملا سخت درد ولري او یا ېې د سترګو عملیات تر سره کړي وي چې په رکوع او سجدې کولو سره ېې مرض ورسره پر مخ ځي او روغتیا ېې ورسره ځنډنۍ کیږي؛ نو بیا په دې صورت کې دې په داسې شکل سره دې خپل فرضي لمونځ ترسره کړي چې ورسره د رنځورتیا د زیاتېدو وېره ونلري. اما که چېری صحي حالت ېې داسې وي چې په ملاستې او څنګ وهلو سره هم خپل لمونځ نشي ترسره کولی؛ نو بیا په دې صورت کې کولی شي چې یوازې په زړه سره د لمانځه نیت وکړي. که چېری له دې پورته حالاتو څخه ېې هم حالت ډېر خطرناک وي، لکه د ورپېښې ناروغۍ له کبله له خورا ستړیا سره مخامخ شوی وي او ډېر ېې ځپلی او زبېښلی وي؛ نو له دې ډول خلکو څخه په مؤقتي ډول سره د لمانځه د فرضیت حکم ساقطیږي، تر څو پوری چې بېرته روغتیا ومومي او وجود کې ېې قوت راوټوکیږي، ځکه د مرض له کبله د وجود د ناتوانۍ خبره دده د وس او توان څخه بهر خبره ده او دې په دې صورت کې دا شخص پر لمانځه ترسره کولو باندی مکلف نه دی او اسلام هیڅکله هم خپلو پیروانو ته پر داسې یو څه باندی امر نه کوي چې دوي ېې نشي تر سره کولی، یعنې په داسې یوکار ېې نه مجبوروي چې د بشري وس او توان څخه بهر خبره وي، لکه په دې اړه لوی خالق تعالی په مونږ ته داسې لارښودنه کوي: ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)). (سورة البقرة: 286).

ترجمه: الله تعالی (جلت عظمته) هیڅ نفس نه ملکفوي( مسؤلیت ور په غاړه نه ورا چوي) مګر چې دده د وسې او توان سره (سم) وي. مؤمن مسلمان په پورتنیو او یادې ته ورته حالاتو کې چې ېې څومره تر وس پوره وي، باید له الله تعالی څخه ووېرېږي او د تقوی لاره غوره کړي، لکه چې قرآن همدا خبره مونږ ته په بشپړ صراحت سره کړیده چې فرمايي: ((فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ)) (سورة التغابن الآیة 16).
ترجمه: نو تاسې له الله تعالی (جلت عظمته) څخه ووېرېږئ چې تر څو مو توان رسیږي.

په اسلامي سپېڅلي شریعت کې د لمانځه پرته که چیری نورو غوره عبادتونو لکه جهاد او داسې نورو ته وګورو؛ نو راته جوته به شي چې له دې مقدسې فریضې څخه هم یو لړ خلک معذور ګڼل شويدي، دا په دې معنا چې پر اسلام کې پر ړانده، ګوډ او رنځور انسان باندی جهاد نه دی فرض شوی، مونږ مخکې هم وویل چې په اسلام کې دا عبادتونه د انسانانو په ژوند کې د سختیو راوستلو لپاره نه دي فرض کړلای شوي، بلکه دا د دوي د هوساینې او نېکمرغۍ لپاره فرض کړلای شوي دي تر څو دوي له هوسا ژوند څخه برخمن او تر څو د دوي په ستومانه ژوند کې آرامتیا رامنځ ته شي. د جهاد په اړه راځئ چې دا مبارک آیات ولولو چې لوی څښتن تعالی پکې مونږ ته داسې لارښودنه کوي او مهرباني فرمايي: ((لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا )).(الفتح: 17). ترجمه: پر ړانده، ګوډ او رنځور ( بیمار انسان) باندی هیڅ ګناه او تکلیف نشته ( ځکه چې جهاد پر دغو معذورانو باندی فرض نه دی) او څوک چې د الله تعالی او د هغه د رالیږل شوي استازي ( رسول) اطاعت وکړي؛ نو ( لورونکی او مهربان خدای تعالی به ېې) هغو جنتونو ته وردننه کړي چې د هغې لاندې به ( څلور ډوله) ویالې بهیږي او څوک چې (د الهي احکامو څخه خپلسري او سرغړونه وکړي)نو ( الله تعالی جلت عظمته) به ېې په ډېر دردناک عذاب سره په عذاب کړي.

د بیمارتیا پر مهال جمع الصلاتین تر سره کول:

[جمع الصلاتین په اصل کې د دوو لمونځونو په یوه وخت کې تر سره کولو ته وايي] او د امام احمد بن حنبل او امام مالک ( رحمهما الله) په نزد د بیمارتیا له کبله د دو لمونځونو په یو وخت کې تر سره کېدل جواز لري، البته دوي په دې اړه په بشپړ تفصیل سره خپل نظر داسې څرګندوي:

حنابله وايي: چې یو رنځور ( بیمار انسان) کولی شي چې د یو مسافر په څېر د ماسپښين او مازدیګر د لمانځه تر منځ جمع الصلاتین وکړي، خو د ماسپښین لمونځ به څلور رکعته او د عصر ( مازدیګر) لمونځ به هم څلور رکعته تر سره کوي [ قصر به پکې نه کوي] خو تقدیماً او تأخیراً ېې ترسره کولی شي(یعنې د ماسپښین پر وخت د مازدیګر لمونځ هم ورسره تر سره کولی شي، یا هم د مازدیګر پر مهال د ماسپښین لمونځ چې ځنډول شوی ؤ تر سره کولی شي)، البته بیمار انسان اختیار لري چې خپلو ظروفو او حالاتو ته په کتلو سره یو مناسب حالت غوره کړي، لکه داسې هم کولی شي چې د مغرب ( ماښام) درې رکعته او د ماخوستن څلور رکعته (تقدیماً او تأخیراً) آداء کړي او په دې اړه دوي د امام مسلم څخه روایت شوی حدیث د استدلال په توګه سره وړاندی کوي چې حضرت ابن عباس ( رضي الله عنهما) نبی کریم ( صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کړی دی او په دې حدیث کې داسې راغلی دي: ((جَمَعَ رَسُولُ اللهِ – (صلى الله عليه وسلم) – بينَ الظُهْرِ وَالْعَصْرِ, وَبَيْنَ الْمَغْرِبِ وَ الْعِشَاءِ، مِنْ غَيْرِ خَوْفٍ وَلَا مَطَرٍ)). وِفي رِواية: مِن غيرِ خوفٍ ولا سَفَرٍ, فقِيْل لِابنِ عباس(رضي الله عنه): لِمَ فعل ذلك؟ قال: أرادَ أنْ لّا يُحْرِج أمّتَهُ”.
ترجمه: حضرت رسول اکرم ( صلی الله علیه وسلم) د ماسپښین لمونځ (د) مازدیګر( له لمانځه سره) او(بیا) د ماښام لمونځ د ماخوستن ( د لمانځه سره) یو ځای کړل(جمع الصلاتین) ېې وکړ، دا په داسې حال کې چې نه کومه وېره وه او نه هم باران ؤ ــ په یو بل روایت کې راغلي دي چې: نه کومه وېره وه او نه هم د سفر حالت ؤ؛ نو ابن عباس (رضي الله عنه) ته وویل شول چې: ولی (نبی علیه الصلاة والسلام) داسې وکړل؟ هغه ورته وویل: ځکه هغه غوښتل تر څو خپل امت په اِحراج ( کومه ستونزه) کې واقع نکړي.

حنابله په دې اړه دا هم وايي چې:

کېدلی شي په پورتني مبارک حدیث باندی د یو لړ نورو خلکو حالت هم قیاس کړو، یعنې که څه هم په صراحت سره په دې مبارک حدیث شریف کې د یو لړ خلکو یادونه نه ده شوی، خو کېدلی شي چې: مریض ، د یو سپین ږیري ( بوډا) او شېدې ورکوونکي مور او هر څوک چې جلا جلا لمونځ تر سره کول ورته دروند او سخت تمامیږي، د پورتني حدیث په رڼا کې دوي هم پکې شامل شي.

د امام مالک (رحمه الله) پلویان بیا په دې نظر دي چې مریض او بیمار انسان کولی شي چې د ظهر او د عصر تر منځ جمع الصلاتین وکړي او یا د ماښام او د ماخوستن دوه لمونځونه سره یو ځا ی ترسره کړي، خو دوي یو شرط هم لري او هغه دا چې یواځې تقدیم ( لکه د ماخوستن لمونځ د ماښام له لمانځه سره یو ځای تر سره کولو ته تقدیم وايي ـ ښه مثال ېې د باران دی چې یو لړ خلک د ماخوستن لمونځ د ماښام د لمانځه سره یو ځای پکې تر سره کوي) او تأخیر نشي کولی.
د امام أبوحنیفه او امام شافعي ( رحمهما الله) په نزد:

د امام ابوحنیفه او د امام شافعي( رحمهما الله) په نزد مطلقاً د بیمارتیا او رنځورتیا لپاره د دوو لمونځونو تر منځ جمع کول صحیح نه ګڼل کیږي او له دې کار څخه دوي منع راوړی ده.

د مرض لپاره دجمع الصلاتین مباح (روا) حالت:

په دې اړه حنابله په دې نظر دي چې: هغه مرض چې له کبله ېې یو انسان کولی شي دوه لمونځونه سره یو ځای تر سره کړي، باید داسې مرض وي چې یو انسان ونشي کولی هر لمونځ په خپل ټاکل شوي وخت کې جلا جلا تر سره کړي او په تر سره کولو کې ېې ورته مشقت او سختي وي.

امام مالک ( رحمه الله) دا هم وايي چې:
هر کله که د یو بیمار انسان سره ددې وېره وي چې کېدلای شي تر بل وخت لمانځه پوری خپل هوش له لاسه ورکوي(مثلا وروسته پرې د ذوف حالت راشي) ؛ نو کولی شي چې جمع الصلاتین وکړي او وروستنی لمونځ د لومړني لمانځه سره یو ځای تر سره کړي.

پر دې اساس هر هغه څوک چې د ګوردو تکلیف ولري [کوم چې وینځل ېې ډېر وخت نیسي] ورته روا دي چې دوه لمونځونه په یو وخت کې ترسره کړي او همداراز هر هغه څوک چې د ساه تنګي (نفس تنګي) پر مرض اخته وي کوم چې د اودس ترسره کول او تازه کول ورته خورا ستوتزمن وي؛ نو کولی شي چې د ماسپښین لمونځ د مازدیګر د لمانځه سره په ځنډ سره تر سره کړي یا د ماخوستن لمونځ د ماښام د لمانځه سره په لومړي وخت کې تر سره کړي. د بیمار انسان دا پورته مختلف حالتونه مو وروسته له دې چې زمونږ د الملتقی الفقهي د وېب پاڼې د فیس بوک د مینه والو څخه یوې خور له مونږ څخه پوښتلي ؤ له تاسې درنو لوستونکو سره شریک کړل، البته د دغې خور پوښتنه داسې وه چې:

زما خاوند خورا سخته بیمارتیا لري اوپه راز راز مرضونو باندی مبتلا دی، تر دې پوری چې له هر کار څخه ېې راپرځولی دی او لمونځ هم په ناسته تر سره کوی او په ولاړه سره ېې نشي تر سره کولی او تل د بل چا مرستې ته اړتیا لري؛ نو په دې حالت کې باید څه وکړي؟

د دې خور د پوښتنې په اړه مو مختلفو فقهي کتابونو ته کتنه او مراجعخ وکړه او د ناروغ انسان د لمانځه مختلف حالتونه مو په پام کې ونیول چې په همدې مقاله کې مو له تاسې سره شریک کړل.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لازیاتو معلوماتو لپاره دې لاندې کتابونو ته مراجعه وشي:
1 : رسائل ومسائل في الفقه،للدكتور عبد الرحمن بن حسن النفيسة ج2 ص 152-153.
2: فقه العبادات للدكتور مصلح النجار والدكتور إياد أحمد إبراهيم ص 302-303.
3:مباحث في فقه العبادات للدكتور حسن عبد الغني أبوغدة ص 72.

لیکنه: فضل الله ممتاز

ژباړه:محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب