د مېږي او شاتو لنډه عبرتناکه کيسه

يوه ورځ په ځمکه لږ شات وغورځېدل، نو يو مېږی راغی او ويې څټل.

بيا يې غوښتل چې لاړ شي، خو څرنګه چې شاتو ډېر خوند ورکړی و، لږ نور يې هم ترې وخوړل.

د تللو اراده يې چې وکړه، بيا يې هم زړه ونه شو چې له شاتو لاړ شي، دومره خوند يې ورکړی و، چې د شاتو له څنډو يې په خوړولو بسنه ونه کړه، او اراده يې وکړه چې دا ځل يې منځ ته ورننوزي ترڅو پرې ځان ښه موړ کړي.

مېږی شاتو ته پوره ورننوت، او مزې اخستل يې ترې پیل کړل.

خو چې د وتلو اراده يې وکړه، ويې نه شو کړی چې ترې ووزي، لاسونه او پښې يې پکې نښتي وو. هلې ځلې يې کولې خو نتيجه يې نه ورکوله، په همدې حالت کې و چې اخر مړ شو.

نو د ميږي د مړينې لامل د شاتو يو څاڅکی شو. په لږو يې قناعت ونه کړ، له ترخې پايلې سره مخ شو.

که حلال رزق لږ هم وي، بايد په همغو لږو قناعت وکړو، د دنيا له نعمتونو څخه په شرعي چوکاټ کې ګټه واخلو، افراط ونه کړو او د دنيا او اخرت کاميابي پرې ونه بایلو.

ژباړه: سليم حسن خيل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب