د مڼې پوست د سرطان ضد خاصیت لري
هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نور د سرطان ضد خاصیت لري. د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګ لرونکي خالونه په بدن کې د سرطان مخه نیسي.
دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګ لرونکي خالونه لري؛ لکه ګازرې، لبلبو، سره بانجان او نور دا ټول د سرطان ضد ځانګړنې لري. دغه راز هغه مېوې یا نور سابه چې د شنه رنګ لرونکي خالونه لري او د کلروفیل شتون په کې له ورایه څرګندېږي، هم د سرطان مخنیوی کوي.
دوی د مڼې د پوست د ګټو په اړه وایي، د مڼې پوست په وینه کې د کلسټرول کچه کنټرولوې چې تر ډېره د وزن د زیاتوالي مخه هم نیسي. دوی همدا راز وایي مڼه کولی شي د ماشوم وده ګړندۍ کړي. د لویانو لپاره یې بله ګټه دا ده چې که مڼه له پوستکي سره وخوړل شي د غاښونو له پاکوالي سره هم مرسته کوي.
مڼه د مغذي مېوو په ډله کې راځي چې په رګونو کې په اسانۍ سره د وینې تلو او راتلو ته لاره هواروي. که مڼه په دوامدار ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښکلا سره مرسته کوي. مڼه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.
همدا راز که غواړئ ښکلي وېښتان ولرئ، په ورځني ډول د مڼې خوړل له یاده مه باسئ. د ورځې د یوې دانې مڼې خوړل انسان ته د خوښۍ احساس وربښي او خوشاله یې ساتي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي