تازه میوېروغتیايي ګټې

د مڼو روغتیایی وړتیا

د سږو دپاره د مڼو ګټی :

په ډنمارک کی احصایی ښئی چی هر ډنمارکی وګړۍ په منځنی توګه په کال کی نژدی ۱۵ کیلو ګرامه مڼی خوری او دا د ۱۷۰ ـ ۲۹- دانی کیږی چی هر دانه یی ۵۰ ـ ۷۰ کالوری تولیدوی . سیبان وینی ته ډیره کمه شکره ورکوی او د وزن په کمولو کی ډیره مرسته کوی . سیبان دیابت والا کسانو ( د شکری ناروغانو. ژباړ ) ته ډیر ګټور دی او په وینه کی دشکری اوږدمهاله کنترول ته ډیره ګته رسوی . مڼی همدارنګه سږی د خپلو دندو په چارو کی تقویه کوی او آسمه ( نفس تنګی. ژباړ ) باندی د مصاب کیدو خطر کموی . د نوموړو څیړونکو په اند ، سیبان د الژیمیر او۲) د پرمختیا په مخنیوی کی دبدن اړوندی حجری تقویه او دفاع کوی . د یادونی وړ ده چی تازه شکول شوی سیبان تر لوړی کچی ددغو ښیګڼو درلودونکی دی . هغه سیبان چی د ډیر وخت د پاره وساتل شی ، خپله ګټورتیا او خوند دلاسه ورکوی .

څیړونکی و دی پایلی ته رسیدلی چی د مڼو د اوبو یا جوس رانیولو ته زړه ښه کول پکار ندی ، داځکه چی په مڼو کی د ټولو ګټورو موادو دری پرڅلور برخی د هغه په پوست او پوست ته نژدی قشر کی ځای لری . دامهال چی د منی موسم دی ، د سیبانو تر ټولو ښه وخت دی . پر هغو سیبانو چی دوا پاشل شوی وی ، باید ښه پریمینځل شی او وروسته د یوه مخه یانی د پوست ، مرکزی هستی او ان د بند سره یوځای په خوند وخوړل شی .

داخبره هم پکارده په پام کی ونیول شی چی د سیبانو ټول ډولونه په برابر ډول لوړی ښیګڼی نلری . دسیبانو پخوانی سورتونه لکOrange, Graasten  د ویټامینونو له مخی ډیر بډای دی . نوی سورتونه یی لکه Granny Smith , Pink Lady د ګټورو موادو له کبله لږ بډای ګڼل شویدی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱ : اوکسیدانتونه هغه توکی دی چی په بدن کی خطرناک زهری مواد تولیدوی او انتی اوکسیدانت بیا ددغو توکو څخه مخنیوۍ کوی .

(۲-: الژایمر – دا هغه ناروغی ده چی دمغزی اختلالاتو له کبله د انسان ذهنی وړتیا کمیږی ، عقلی اختلال منځته راځی او په پای کی حافظه د لاسه وځی  د پاخه عمر لرونکی خلګ پدی ناروغی باندی د مصاب کیدو ډیر چانس لری او مصاب کسان د ۷ څخه تر ۱۰ کالو په موده کی خپل ژوند د لاسه ورکولای شی .

ژباړه: محبوب الله محبوب

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: