د شنه مرچک ګټې

سره له دې چې مرچک ډېر ترخه دي، خو په بیلابیلو وختونو کې روغتیا پالانو ویلي چې د خپل تريخوالي سره سره ډیرې ګټې هم لري:

۱- شنه مرچ د بدن اوسپنه پوره کوي

روغتیاپالان وايي شین مرچک د درد کموالي او د اوسپنې ښه زیرمه ده. هغوی چې د اوسپنې له کمښت سره مخ دي، نو له مرچکو څخه دې په خپلو خوړو کې زیات کار واخلي.

۲- ویني کلسترول کموي

شین مرچک د ویني کلسترول کموي او د وینې فشار ټیټوي، د زړه د ناروغیو لرونکو کسانو ته ګټه کوي. همدانګه شین مرچک د ویني د پاکوالي سبب هم ګرځي.

۳- په هضم کې مرسته کوي

شين مرچک د خوړو له ژر هضم سره مرسته کوي او د وزن د کميدو سبب کیږي.

۴- د بدن دردونه کموي

د مرچک خوړل سره له دې چې د خولې د ترخیدو او سوځېدو سبب کیږي، خو قوي ارامه کوونکي ترکاري ده او په وجود کې دردونه کموي، هغوی چې له دردونو شکایت لري په خپلو خوړو کې دې د مرچو کارول زیات کړي.

۵- د بکتریاوو ضد دي

شین مرچک د بکتریاوو ضد خاصیت لري، د اسهال د ناروغۍ څخه مخنیوی کوي، همداراز اشتها راوړونکې ترکاري هم ده.

۶- د سرطان مخنیوی کوي

شین مرچ د سرطان ضد خاصیت لري د سرطان د ناروغۍ څخه د ژغورنې سبب کیږي.

۷- د ویټامین C منبع ده

شنه مرچک د ویټامین سي درلودونکي دي، خو په سیوري او سوړ ځای کې یې وساتئ، ځکه که ګرم ځاي کې وساتل شي خپل ویټامین سي له لاسه ورکوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب