علوم القرآن

د مکي او مدني سورتونو پېژندلو نښې

د مکي سورتونو د پيژندلو ضوابط :

۱- د قرآن هر سورت چې په حروف مقطعاتو (الم ، کهعيص) باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : سورة البقره او آل عمران .

۲- په هر سورت کې چې (کلا) وي مکي دی لکه : ﴿كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ﴿ [العلق: 19], ﴿كَلا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ﴾ [المطففين: 14],

۳- په هر سورت کې چې سجده تلاوت وي مکي دی .

۴- هر سورت چې په قسم باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : ﴿وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا﴾ [الذاريات: 1], ﴿وَالطُّورِ﴾ [الطور: 1], ﴿وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى﴾ [الليل: 1].

۵- د مکي په سورتونو کې د تأکيد لپاره نون ثقيله او نون خفيفه ډير ذکر شوی وي .

۶- هر سورت چې په حمد باندې پيل شوی وي مکي دی لکه : فاتحه ، الأنعام ، الکهف ، فاطر او سبأ .

۷- په هر صورت کې چې انبياؤ تفصيلي قصې وي مکي دی ، لکه : سوره الاعراف ، هود ، القصص .

د مدني سورتونو د پېژندلو ضوابط :

۱- په هر سورت کې چې ﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا﴾ وي او په هغه کې ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ﴾ نه وي مدني دی.

۲- په هر سورت کې چې منافقينو بيان راغلی وي مدني دی.

۳- په هر سورت کې چې د حدود ، فرائضو او احکامو بيان وي مدني دی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: