صحابه کرامو سیرت

د مومنانو مور بي بي زینب -رض-

 ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها لومړى د عبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبدالله رضى الله عنه د احد په غزاكې شهيد شو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه .

د جنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم ياديدله . رضي الله عنها وعنهن .

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: