اسلام له نظره

د موسېقي په هکله د اسلام درېځ

هغه څوک چي د اسلام د مقدس دین پیروان  او رېښتیني مسلمانان دي هغوی ددې دین په سیوري کي د شرافت او عزت ژوند تېروي  ،  د ایمان  په خوند پوه وي ، له ډاډمني عقیدې ځخه برخه من وي ، د الله تعالی له طاعت او عبادت سره بې کچه مینه لري او ددې دین لارښوني د هغه لپاره اوسپنیز دیوالونه وي چي د هغه او انحراف په مېنځ کي  واقع وي او هغه د ګمراهانو له اتباع ځخه راګرزوي ،  هم داراز دا دین  د خپلو اتباعو ستونځي او پرېشانیوي ختموي په دې اساس تر هغه چا بل څوک بډای او شتمن نشته چي له دې دین سره یې مینه وي ولو که په مادي لحاظ مسکین او محتاج وي ،  او تر هغه چا به بل څوک مفلس نه وي چي له دې دین سره یې دښمني وي ولوکه په مالي لحاظ ډېر شتمن  او بډای وي  .
هغه څه چي یو غیرت من مسلمان ځوروي هغه داده چي ځیني مسلمانان  خپله نېکمرغي او خوشالي له دې دین ځخه ماسوا په بل څه کي لټوي هغوی په خپلو پرهارونو د درم ل په ځای د زهرو پټۍ لګوي، په نفساني خواهشاتو او حیواني شهواتو کي روغتیا او درملنه غواړي  چي د هغوی له جملې ځخه یو هم  مو سیقي او د موسیقي په آلاتو غږول شي سندري  دي چي زیات خلګ ور باندي لګیا دي  حتی چی هغه یې خپل عادت  او ورځنی معمول ګرزولی دی  او مخکي له دې چي د اسلامي شریعت د هغې حکم ځان ته معلوم کړي د هغې دلورېدلو او استعمال جوازیې خپلو ځانونو ته ورکړی دی .
زمونږ ځیني په اصطلاح روشنفکران او یا لیکوالان په دې اساس چي موسیقي د روح غذا ده او یا زړونه نرموي  او عاطفې ته وده ورکوي  هغې ته جواز ورکوي ځیني بیا وایې چي د متصوفینو په مسلک کي موسیقي  جایز څه چي زیات ارزښت لري خو حقیقت داده که موسیقي زړونه نرم کولای نو د م وسیقارانو ( سندرغاړو) زړونه به تر هرچا نرم وای اود هغوی اخلاق به یې مهذب کړي وای خو تر کومه ځایه چي ټولو ته معلومه ده زیات تره هنر مندان منحرف ،  بېدینه او بد اخلاقه وي . 
مونږ به د اسلامي شریعت له نظره د سندرو ویل او غږول ، موسیقي او په موسېقي د غږول شویو سندرو کم او کیف په راتلونکي بحث کي وڅېړو هیله ده ستاسو د استفادې وړ واقع شي  د مسلمان لپاره چي له قرآنکریم او یا نبوي احادیثو ځخه  یو دلیل ذکر شي هم کفایت کوي  خو کله چي دلایل زیات او نصوص ډېر شي باید فوراً یې ومني الله تعالی فرمایې : 
وما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمرا أن يكون لهم الخيرة من أمرهم ومن يعص الله ورسوله فقد ضل ضلالا مبينا ٭
هیڅ مسلمان نارینه او مسلماني ښځي ته چي کله الله تعالی او د هغه رسول (ص)  د یو کار په هکله یوه پرېکړه وکړي  ددې اجازت نشته چي هغوی دیې په منلوکي خوښ رضا وي او چاچي د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) له فیصلې ځخه سر وغړولو نو رېښتیاهم په څرګنده ګمراهي کي بې لاري شولو .

په تېرووختونوکي به یووخت چېرته یومحفل یا مجلس جوړېدلواو هلته به سندرغاړو سندري ویلې خو د وخت په تېرېدلواودعصري تکنالوژي له پرمختللو سره اوس موسېقي د رادیو ، تلویزیون، کمپیوتر او انټرنټ او نورو خپرندویه وسایلوپه وسېله هر کور او هر محفل ته که یې څوک غواړي او که یې نه غواړي ننوتلي او ننوځي په تېره بیا زمونږ ګران هېواد او هېواد وال او په عمومي شکل ټول پښتانه وروڼه چي اوس د تکنالوژي له پلوه د پرمختللي نړۍ په کاروان تازه ورګډ شوي دي او له زیاتو چېلنجونو، ګواښونو او آزم وینوسره مخامخ دي مونږ  دا لازمه وبلله اوومو پتېیله چي له قرآن کریم او نبوي احادیثوځخه د سندرو وی وداباحت او یا تحریم دلایل او د اسلامي امت د علماوو نظر او دریځ په دې هکله په خپله مورنۍ پښتو ژبه کي دلته وړاندي کړو زمونږ موخه له دې بحث ځخه اسلام او زمونږ مسلمانو پښتنو وروڼو ته یو وړوکی خدمت دی هیله ده چي زم ونږ مسلمان وروڼه به له دې بحث ځخه خوند او ګټه واخلي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه زمونږ دا هڅي ګټوري او د خپلي رضا موجب  وګرځوي  .
په اسلام کي د سندرو ویلو او موسیقي څه حکم دی ؟
دا هغه پوښتنه ده چي ډېر ځله او په بېلابېلو ډګرونو کي د یوه اوبل په ژبه څرخېږي او زیات تره مسلمانان د هغې په ځواب کي بېل بېل نظرونه اوځوابونه لري چي د هغو ځوابونود توپېر په اساس له سندرو او موسېقي سره د هغوی تعامل هم بېله بېله بڼه لري .
ځیني خو داسي دي چي هرډول سندرو او موسېقي ته یې خپل غوږونه په دې اساس پرانستي دي چي دا دشوق او ذوق هغه شیان دي چي د هغوی په ګمان الله تعالی خپلو بندګانو ته روا او مباح ګرزولي دي .
ځیني بیا داسي دي چي کله یې هم درادیو او سندري غږ تر غوږ شي سمدلاسه یا خو رادیو بندوي او یا په خپلو غوږونو کي ګوتي نیسي په دې دلیل چي ګواکي دا دشیطان مزمار(شپېلۍ) دی چي خلګ له لمانځه اوداسه او د الله تعالی له یاد ځخه غافل کوي ، په تېره بیا چي سندرغاړي هم ښځېنه وي ځکه چي داحنافو په نزد د پردۍ ښځي غږ عورت دی چي آورېدل یې حرام دی  او د خپلو ادعاګانو لپاره هر لوری له قرآنکریم او سنت نبوي ځخه بېل بېل استدلالونه وړاندي کوي  ځیني خو تر دې اندازې ټینګار کوي چي د موسېقي هغه ټوټه هم نه آوري چي د خبرونو په پیل کي غږول کېږي .
درېیم فریق هغه څوک دي چي په مینځ کي متردد ولاړ دي او له علماوو ځخه انتظار باسي چي له هغوی ځخه د هغه څه په هکله شافي او کافي پرېکړه تر لاسه کړي کوم چي د هغوی له روزمره ژوند او عواطفو سره تړاو لري په تېره بیا په اوسني وخت کي چي سمعي او بصري  د موسېقي او سندرو خپروني د خلګو کورونو ته که هغوی یې غواړي او که یې نه غواړي ور ننوتلي ده او  د هغوی سترګي او غوږونه یې د ځان لورته اړولي دي .
سندري ویل له موسېقي سره او بې له موسېقي هغه مسأله ده چي له تېرو وختونو را هېسي د تاریخ په اوږدو کي د علماوو په مینځ کي د بحث موضوع ګرځېدلي وه او ده ،  په ځېنو ځایونو کي یوه خوله دي او په ځینو نورو ځایونو کي د رایو اختلاف لري .   
هغه سندري چي په هغې کي ښکنځلي او فحش ویل وي او یا آورېدونکی او ویونکی په ګناه فسق او فحاشي ګماري که له موسیقي سره وي او که یواځی وي د علماوو په اتفاق حرامي او ناروا دي ځکه چي سندري خبري دي ښې یې ښې دي او بدي یې بدي دي او هغه خبري چي حرام په کي نغښتي وي حرامي دي په تېره بیا چي کله وزن نغمې او موسېقي هم ورسره شي . 
او هغه سندري چي دا شیان پکي نه وي او موسیقي نه وي ورسره او د نامحرمو په وړاندي سندرغاړي ښځینه نه وي د خوشالي په مشروعو ورځو کي د علماوو په اتفاق مباح او روا دي  لکه کوژدې او ودونه د م سافرینو د راتللو په وخت کي اود اخترونو په ورځو کي .
او په دې هکله صرېح نصوص راغلي دي چي مونږ به یې وروسته وړاندي کړو .
د موضوع د اهمیت په بنیاد مو دا و پتېیله چي موضوع ښه روښانه کړو او په بېلابېلو اړخونو یې رڼا واچوو تر څو زمونږ مسلمانو پښتنو وروڼوته د موضوع په هکله د دلایلو په بنیاد د حلال او حرام فرق او توپېر څرګند شي نه داچي فلان داسي وایې او فلان داسي  ، او ددین په رڼا کي مود موضوع په هکله  بصیرت پیدا شي والله ولي التوفیق .
له قرآنکریم ځخه د سندرو ویلو د تحریم دلایل :
الله تعالی فرمایې :
ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم ويتخذها هزوا أولئك لهم عذاب مهين (سورة � �قمان ۲)
له خلګو ځخه ځیني کسان دي چي په بیه آخلي ( لهوالحدیث ) تر څو په ناخبري سره د الله تعالی له لاري ځخه نور بې لاري کړي او هغه ساتېری ګرځوي د همدغو کسانو لپاره سپک ګرځوونکی عذاب  دی .

د امت ستر عالم عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنهما د لهوالحدیث تفسیر په سندرو ویلو (غناء) سره کړی دی او بل مفسر عالم مجاهد د هغه تفسیر په دریا (الطبل) سره کړی دی (تفسير الطبري) حسن بصري رحمة الله تعالی علیه د لهوالحدیث تفسیر په موسیقي او د موسیقي په آلاتو سره کړی دی (تفسیر ابن کثیر) 
ابن القیم رحمه الله فرمایې : چي د لهو الحدیث لپاره د صح ابه کرامو او تابعینو همدغه په موسیقي سره تفسیر کفایت کوی او له ابن عباس او ابن مسعود رضي الله تعالی عنهم صحیح روایتونه همدغه را نقل شوي دي .ابو الصهباء وایې چي ما له ابن مسعود ځخه د الله تعالی د قول (ومن الناس من يشتري لهو الحديث)  د تفسیرپه هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي راته وویل : وا� �له الذي لا إله غيره هو الغناء – يرددها ثلاث مرات . ځما د قسم په هغه ذات وي چي له هغه ځخه ماسوا بل معبود نشته همدغه په موسیقي غږول شوي سندري دي او درې ځلي یې دا خبره غبرګه کړه ، له عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما ځخه صحیح روایت شوی دی چي لهو الحدیث په موسیقي غږول شوي سندري دي (اغاثة اللهفان لابن القیم)
همداراز  جابر اوعكرمة اوسعيد بن جبير اومكحول اوميمون بن مهران اوعمرو بن شعيب اوعلي بن بديمة او نورو سلف صالحينو ددې آیت تفسیر په موسیقي سره کړي ده او واحدي رحمه الله وایې چي د ذکرشویو تفسیرونو په اساس موسیقي حرامه او نارواده  ( إغاثة اللهفان) .
الامام الألوسي (رح) د روح المعاني د تفسیر مولف  وایې چي غوره تفسېر د لهو الحدیث هغه دی کوم چي له حسن ځخه یې روایت شوی دی :
کل ما شغلک عن عبادة الله تعالی و ذکره من السمر و الأضاحیک و الخرافات و الغناء ونحوها (ص ۹۱\ج۲۴)
هر هغه څه چي انسان د الله تعالی له عبادت او له یاد ځخه مشغول او غافل ساتي که ټوکي وي او که نکلونه وي  او که سندري ویل وي او که داسي نور شیان وي هغه لهو الح دیث دي .

په بل ځای کي الله تعالی فرمایې :
واستفزز من استطعت منهم بصوتك (   سورة الإسراء 64)
تفسير جلالین د دې آیت په تفسیر کي لیکي چي مفهوم یې دی : الله تعالی شیطان ته مخاطب دی فرمایې : له هغوی (مسلمانانو) ځخه چي په چا د لاس رسي هغوی په خپل آواز سره سپک او ذلیل کړه.

مجاهدوایې چي دشیطان آوازخوشي خبري اولوبي دي ،قرطبي وایې چي دشیطان آواز په موسېقي غږول شوي سندري او د موسېقي آلات او بې فایدې خبري دي . عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې چي د شیطان آواز هر هغه آواز دی چي انسان معصیت ته ور بولي .  قرطبي په خپل تفسیر کي لیکي چي په دې آیت کي چي څه دي هغه په موسېقي د غږول شویو سندرو او د موسېقي د آلاتو په تحریم دلالت کوي  چي د ځان ساتل ځیني واجب دی  .
د قرآنکریم په بل ځای کي الله تعالی فرمایې :
والذين لايقهدون الزور وإذا مروا باللغو مروا كراما ( الفرقان ۷۲)
او هغه مومنان کامیابه دي چي موسېقي ته نه حاضرېږي او کله چي په باطلو محفلونو تېرېږي نو د عزتمنو انسانانو غوندي ور باندي تېرېږي  چي نه یې ګوري او نه یې آوري .

په نبوي احادیثو کي د موسیقي د تحریم دلایل :
جابر رضي الله عنه فرمایې : (خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم مع عبد الرحمن بن عوف إلى النخيل، فإذا ابنه إبراهيم يجود بنفسه، فوضعه في حجره ففاضت عيناه، فقال عبد الرحمن: أتبكي وأنت تنهى عن البكاء؟ قال: إني لم أنه عن البكاء، وإنما نهيت عن صوتين أح مقين فاجرين: صوت عند نغمة لهو ولعب ومزامير شيطان، وصوت عند مصيبة: خمش وجوه وشق جيوب ورنة) رواه الترمذي
رسول الله  صلی الله علیه وسلم یوه ورځ له عبدالرحمن بن عوف سره نخیل ته (چي په مدېنه منوره کي د یوځای نوم دی) راووت چي د هغه (ص) زوی ابراهېم د وفات د ناروغي په حالت کي وو (ص) هغه ابراهیم په خپله غېږ مبارکه کي څمرولو او له سترګومبارکویې اوښکي راتویې شولې، عبدالرحمن ورته وویل : ته هم ژاړې یا رسول الله ؛ په داسي حال چي تا مونږ له ژړا ځخه منع کولو  ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ما تاسو له ژړا ځخه نه یاست منع کړي بلکه ما تاسو له دوو احمقو غږونو ځخه منع کړي یاست یو له هغو آوازونو ځخه چي د نغمو او د موسیقي له آلاتو سره وي او بل غږونه چي د ماتم په وخت کي ور سره د مخ ګیرول او د جامو څېرل او په سر د خاورو شېندل وي .  

په بل حدیث کي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمایې : 
( صوتان ملعونان، صوت مزمار عند نعمة، و صوت ويل عند م صيبة .
     دوه غږونه دالله تعالی له رحمت ځخه لېري دي یو په نعمت باندي دموسېقي دآلاتوغږ اوبل د مصیبت په وخت کي لوړ غږ  (چیغي) .

       او دا خو نن ورځ د مسلمانانو معمول ګرزېدلی دی چي په دعوتونو او مېلمستیاوو کي سرودونه او د سرود آلات او هنرمندان راغواړي او د خواشیني ځای خو داده چي په هغه مېلمستیا کي داسي کسان هم لېدل کېږي چي په ظاهري شکل متدین او نېکان لیدل کېږي .
له نافع رضی الله تعالی عنه ځخه نقل شوی دی چي هغه فرمایې :
سمع ابن عمر مزمارا، قال: فوضع أصبعيه على أذنيه، ونأى عن الطريق، وقال لي: يا نافع هل تسمع شيئا؟ قال: فقلت: لا ! قال: فرفع أصبعيه من أذنيه، وقال: كنت مع النبي صلى الله عليه وسلم، فسمع مثل هذا! فصنع مثل هذا( رواه أبوداوود)
عبد الله بن عمر رضي الله تعالی عنهما دشپون د شپېلۍ (دروی) آواز واورېدلو او ګوتي یې په غوږونو کي ونېولې او له لاري ځخه لېري ولاړ او ماته یې وویل چي : نافع ته څه آورې ، م اورته وویل چي نه زه څه نه آورم ، او بیا یې ګوتي له غوږونو لېري کړلې او ویې  فرمایل : چي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری وم هغه هم دا غږ واورېدلو او په همدغه  شان یې ګوتي په غوږونو کي ونېولې .

يقول ابن عباس رضي الله عنه: الغناء ينبت النفاق في القلب كما ينبت الماء الزرع  .
عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې چي سندري ویل په زړه داسي نفاق ته وده ورکوي لکه اوبه چي کرهڼي ته وده ورکوي .

أخرج ابن أبی الدنیا و البیهقي في شعبه عن بن مسعود قال : اذا رکب الرجل الدابة و لم یسم ردفه شیطان فقال : تغنه فان کان لایحسن قال : تمنه . (روح المعاني)
ابن مسعود رضي الله تعالی عنه فرمایې : کله چي یو سړی په خپله سوارلي سپور شي او د الله تعالی نوم یاد نکړي شیطان ور په څنګ شي او ورته ووایې : سندري وبوله که یې سندري ویل نه وو زده ورته ووایې : آرزو یې وساته . 

امام قرطبي رحمه الله تعالی فرمایې : چي زمونږ د امت د سلف صالحینو دا حالت وو چي د شپېلۍ له آواز ځخه یې هم غوږونه بندول چي معتدله موسېقي ده نو ددې عصر موسېقي به څه حکم ولري (الجامع لأحكام القرآن للقرطبي) .
امام قرطبي (رح) خوډېرمخکي تېر شوی دی زمونږ سلف صالحینو رضوان الله تعالی عنهم اجمعین  که ددې شلم قرن د موسېقي حالت لېدلي وای چي په هرکور کي سېنماګاني لګېدلي دي او نه یواځي اوازونه او نه یواځي موسیقي بلکه فلمونه او هغه هم هندي او غربي له اخلاقي معیارونو لوېدلي ډانسونه چي هر مذهب او تهذیب ورځخه کرکه کوي  تاسو قضاوت وکړۍ چي څه حکم به یې پرې کړی وای ؟  
د موسیقي د تحریم په هکله نور هم مستند او صحیح احادیث رانقل شوي دي چي مونږ دلته په همدغو ذکرشویو حدیثونو ورځخه اکتفاء وکړه علماء کرامو رحمهم الله د مو سېقي او سندري ویلو په تحریم بشپړ کتابونه لیکلي دي چي پوره دلایل هلته ذکرشوي دي چي د هغوی له جملې ځخه یو هم د ابن القیم (رح) د ((السماع)) په نوم یوه رساله ده چي په کتابتونونو کي یې موندلی شۍ .
له موسېقي سره د سندرو ویلو په هکله د علماوو نظر :
د مسلمانانو ستر خلیفه امېرالمومنین  عمر بن عبد العزيز رضى الله تعالى عنه فرمایې : د موسېقي پیل له شیطان ځخه دی او د الله تعالی په غضب پای ته رسېږي (غذاء الألباب) د امت د علماوو اجماع په دې رانقل شويده چي موسیقي او په موسېقي غږول شویو سندرو  او شعرونو ته غوږ نیول حرام دی چي د هغوی له جملې ځخه امام قرطبي او ابن الصلاح او ابن رجب الحنبلي رحمهم الله تعالی دي .
امام ألوسي (رح) چي یو معتمد حنفي مفسر دی په خپل کتاب روح المعاني کي د سندرو ویلو په هکله مختلف اقوال او احادیث څېړلي دي چي که وژباړل شي یوه مستقله رساله جوړوي خوزه د هغې له مطالعي وروسته دې نتیجې ته ورسېدلم چي سندري ویل له ځینو موا قعو ځخه علاوه( لکه ودونه ، اخترونه . کوژدې او د مسافرینو د راتګ وخت )  مکروه تحریمي ده او د آورېدلو یې هم دا حکم دی چي مکروه تحریمي دی مسلمان باید خپل قیمتي وخت ور باندي ضایع نکړي او چاچي جواز ورکړی لکه ځیني د تصوف مدعیان د هغوی دلایل چي کله وکتل شول ددې وړ نه وو چي دلته یاد کړل شي ځکه چي کمزوري او بې بنیاده دلایل وو او پرته له دې چي لوستونکی په پرېشاني او تردید کي واچوي څه قناعت نه ور باندي حاصل کیدلو ځکه یې مونږ له راوړلو ځخه ډډه وکړه او ددې تحریم ددلایلو په ذکر کولو مو اکتفاء وکړه . 
امام قرطبي رحمة الله تعالی علیه فرمایې : موسېقي په کتاب الله او سنت نبوي سره منع  کړل شوي ده ، شپېلکۍ . رباب ، طنبور ، ډولکي ، دریا او نورو د موسېقي آلاتو ته چي په دې عصر کي نوي ایجاد شوي دي غوږ اېښودل حرام دی چي هیڅوک په کي اختلاف نلري او هیچا هم جواز نه دی ورکړی حرام خو ځکه دی چي د شراب څښونکیو ، بد فعلو او مفسدو انسانانو شعار دی  او هغه څ وک چي موسېقي غږوي او یا یې آوري  او یا موسېقي پېشه او هنروي په فاسق توب کي یې هیڅ شک نشته (الزواجر عن اقتراف الكبائر لابن حجر الهيثمي) .
امام حسن البصري رحمة الله تعالی علیه فرمایې : که په ولېمه کي موسیقي او ساتېری وو د هغې ولیمې دعوت نشته یعني که مو دعوت کړي هم مه ورته حاضرېږۍ . (الجامع للقيرواني)
نحاس رحمة الله تعالى عليه فرمایې :موسیقي په کتاب الله او سنت نبوی ممنوع ګرځولي شوي ده، امام طبري رحمة الله تعالی علیه فرمایې : علماء ټول په دې متفق دي چي موسیقي مکروه تحریمي ده او له هغې یې منع کړي ده ، امام أوزاعي رحمة الله تعالی علیه فرمایې :  چي هغي مېلمستیا ته مه ورځه چي په هغې کي ډول او د موسېقي آلات  غږول کېږي .
امام ابن القیم رحمة الله تعالی علیه د سندرو ویلو په هکله د أحنافو مذهب داسي بیانوي : د امام أبوحنیقه ملګرو په دې صراحت کړی دی چي ډول سورڼي او شپېلکۍ ته غوږ نیول حرام دی او معصیت دی چي  مرتکب یې فاسق دی او شهادت یې مردود دی  ، حتی چي ځینو خو یې آورېدل فسق ګڼلی دی او خوند ورباندي اخېستل یې کفر بللی دی ، له امام أبوحنیفه رحمة الله تعالی علیه ځخه نقل شوی دی چي هغه فرمایې : چي سرود له سترو ګناهونو ځخه ده چي پرېښودل یې فوراً واجب دی  ، له امام او قاضي أبویوسف رحمة الله تعالی علیه ځخه پوښتنه وشوه که یو څوک په یوه کور کي دننه سندري واوري څه به کوي ؟ هغه په جواب کي ورته وویل : چي بې له اجازې غوښتلو د وردننوځي او سندري د منع کړي  ځکه چي له منکر کار ځخه منع کول فرض دی .
امام مالک رحمة الله تعالی علیه فرمایې : چي د سندرو ویلو په حرمت کي شک نشته او فاسقان خلګ سندري غږوي او د فاسق حکم دادی چي ګواهي یې نه قبلېږي اود مسلمانانو خواص به یې جنازې ته نه ورځي بلکه عام خلګ به د جنازې لمونځ ورکوي ( تفسیر القرطبي) . 
د شوافعو په مذهب کي له موسېقي سره سندري ویل حرام کار دی او له امام شافعي رحمة الله تعالی علیه ځخه یو چا د سندرو ویلو په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي ورته وویل : له موسېقي سره سندري ویل په عراق کي ړومبی هغه چا پیل کړې چي (زنادق) یعني له اسلام ځخه اوښتي وو تر څو خلګ د الله تعالی له یاد او له لمانځه ځخه مشغول او غافل وساتي .   (الزواجر عن اقتراف الكبائر)
د امام أحمد بن حنبل رحمة الله تعالی علیه د مذهب په هکله ابن القیم (رح) وایې چي عبد الله د امام أحمد بن حنبل (رح) ځوی وایې چي ما له خپله پلاره د سندرو ویلو په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي راته وویل چي موسېقي په زړه کي نفاق ته وده ورکوي او ماته خوند نه راکوي  او بیایې د امام مالک قول بیان کړ چي له موسېقي سره سندري ویل د فاسقانو خوی دی  ، امام أحمد (رح) په دې صراحت کړی دی چي که د موسیقي آلات لوڅ او ښکاره وي او امکان ولري ضرور یې مات کړۍ (اغاثة اللهفان) .
شیخ الاسلام ابن تیمیة (رح) فرمایې : چي د اهل السنة والجماعة څلور مذهبونه په دې متفق دي چي له موسېقي سره سندري ویل  حرام کار دی او تر شرابو زیات انسانان خرابوي (مجموعة الفتاوی)
خو ځیني ځایونه ور ځخه مستثنی دي:
په اخترونو او په ودونو کي د ښځو لپاره بې شرنګوونو ، بې ډوله او بې دریابه جواز لري  چي فسق په کي نه وي او حجاب په کي مراعات شي شیخ الاسلام ابن تیمیة (رح) فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې اجازه ورکړي ده چي ښځي د په ودونو او خوشالیو کي دریا ووهي خو د نارینه وو په هکله هیڅ ډول نقل نه دی شوی هغه دد لیل په توګه دا حدیث نقل کوي :
عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت :  دخل علي أبو بكر وعندي جاريتان من جواري الأنصار تغنيان بما تقاولت به الأنصار في يوم بعاث قالت وليستا بمغنيتين فقال أبو بكر أبمزمور الشيطان في بيت النبي صلى الله عليه وسلم وذلك في يوم عيد الفطر فقال النبي صلى الله عليه وسلم يا أبا بكر إن لكل قوم عيدا وهذا عيدنا (صحيح ابن ماجه)
عایشة رضي الله تعالی عنها فرمایې : چي د هغې پلار أبوبکر (رض) راننووت او له ماسره دوه نجوني وې چي هغوی هغه سندري یې ویلې چي انصارو به د بعاث په ورځ ویلې خو سندرغاړي نه وې ابوبکر (رض) ورته وویل چي  :  تاسود الله تعالی د رسول په کور کي او هغه هم بیا د وړوکي اختر په ورځ د شیطان غاړي غږ وۍ؟   رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي اې ابابکره ؛ د هر قوم یوه د خوشالي ورځ وي او دانن زمونږ (مسلمانانو) د خوشالي ورځ ده ( مقصد داچي مه یې ترټه) . 

خودادموسېقي دجوازلپاره دلیل نه شي ګرزېدلای ځکه چي خبره سپېنه اوفرق ښکاره دی،  همدغو نجونو چي کومي سندري ویلې هماغه سندري وې چي د عربو غیرت ، شجاعت او په جګړو کي د هغوی مېړانه په کي یاده شوي او دوی وړې نابالغي نجوني وې  او ابن الجوزي (رح) وایې چي عائشه رضي الله تعالى عنها هم په دې وخت کي لا وړه وه  او چي کله ستره شوه بیا دداسي کومي واقعې نقل نه دی ځیني شوی  او دادی د هغې وراره القاسم بن محمد (رض) د سندرو ویلو بد بیانوي او هغه ښه نه ګڼي او علم یې له هغې ځخه لاس ته راوړی وو(م دارج السالکین) .
د هغو اسلامي ترانو حکم  چي موسیقي نه وي ورسره غږول شوي :
 له رسول الله صلي الله عليه وسلم او د هغه له اصحاب كرامو رضوان الله عليهم ځخه صحیح نقل شوی دی چي هغوی هم په خپله شعرونه ویلي دي او هم یې آورېدلي دي او هم یې شاعرانو ته د شعر دجوړولو امر کړی دی هغوی په اقامت او په سفر کي په خپلو محفلونو او د کار په ځایونو کي شعرونه وییلي دي   په انفرادي شکل لکه حسان بن ثابت او عامر بن الأکوع او انجشة رضي الله تعالی عنهم  او اجتماعي شکل لکه أنس رضي الله تعالی عنه چي روایت کوي چي خندق په غزوه کي چي کله د مسلم انانو ستوماني او لوږه تر حد واوښتله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : 
اللهم لا عيش إلا عيش الآخرة    ٭٭٭٭٭    فاغفر للأنصار والمهاجرة
اې الله  پاکه د آخرت له ژوند ځخه پرته بل ژوند نشته أنصارو او مهاجرینو ته بښنه وکړې . صحابه کرامو چي د خندق په کینلوبوخت وو په اجتماعي شکل دا لاندي شعر په ځواب کي ور غبرګ کړ:

نحن الذين بايعوا محمدا   ٭٭٭٭٭    على الجهاد ما بقينا أبدا
مونږ هغه څوک یو چي له محمد (ص) سره مو په جهاد کولو بیعت کړی دی او کله هم نه پاته او شاته کېږ و . (البخاري)

ابن ابي شیبة (رح) په خپل مصنف کي لیکي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو کله ناکله په خپلو محفلونو او مجالسو کي بیت بازي او شعري مقابلې کولي  او سندري به یې ویلې چي په هغوکي به یې اسلام ستایلو او د جاهلیت غیندنه به یې کوله .
دا ذکرشوي روایتونه دا جوته کوي چي  هغه ترانې ، سندري او شعرونه  چي په کي فسق ، فحش ویل او شهوت انګېزه خبري او غاړي نه وي په ښه صوت او لوړ آواز سره ویل روادي که په انفرادي شکل وي او که په اجنماعي شکل وي  خو څه ضوابط لري چي علماوو ټاکلي دي اوهغه باید مراعات کړل شي او هغه د ترانو او شعرونو ویلو په وخت د موسېقي د آلاتو نه استعمالول او دومره زیات هم نه ورباندي مشغول کېدل چي هغه د مسلمان عادت وګرځي او خپل قیمتي وخت ورباندي ضایع کړي او فرایض او واجبات  د شعر او سندرو ویلو په وجه ورځخه پاته شي ، او بل دا چي د ښځو په آواز سره نه وي ، او بل دا چي په حرامو او نالایقو کلماتو او مفاهیمو باندي مشتمل نه وي او بل دا چي د ډمانو (هنرمندانو) سندروته ورته نه وي او بل دا چي غږ اړوونکي وسایلو ځخه پکي کار ونه اخېستل شي چي آواز ته د موسیقي بڼه ورکړي او په داسي غږ سره هم باید نه وي چي د سندرو په شان آورېدونکی مست کړي .
موسېقي ځیني اثرات لرې چي آورېدونکی یې ور باندي متأثر کېږي  ، یو داچي د مسلمان په زړه کي نفاق ته داسي وده ورکوي لکه اوبه چي کروندې ته وده ورکوي  ، زړه مصروف ساتي او د قرآنکریم له فهم او تدبر او په هغه باندي له عمل کولوځخه یې راګرځوي  ،  او قرآنکریم او موسېقي په یوه زړه کي نه سره یوځاي کېږي دا ځکه چي قرآنکریم انسان د نفساني غوښتنو له اتباع ځخه راګرځوي ، په عفت او حیاء امر کوي او انسان له حیواني شهواتو ، او ګمراهي او د شیطان له پیلوي ځخه منع کوي او موسېقي ددې سرچپه انسان ګمراهي ته د نفس او شیطان اتباع او شهواتواو هر بد عمل  ته ور بولي موسیقي او شراب دواړه یو د بل انډول دي او مشترک خواص لري . 
ځیني قیودات چي باید د سندرو په غږولو کي باید مراعات کړل شي :
تر هر څه د مخه باید خپل قیمتي وخت په سندرو غږولو تلف نکړو او که بیا کله د تطییب نفس لپاره مو د سندرو غږولو ته ضرورت شونو باید لاندي ټکي په پام کي ونېسو
۱- سندري باید اسلامي مح تویات ولري لکه نعتونه ، اسلامي ترانې ، د پښتنو تاریخي کارنامې، د اسلامي شخصیتونو او شهېدانو خاطرې او داسي نور که موسېقي نه وي ورسره غوره کار دی او که موسیقي ورسره وي باید د سندرو په شکل موسیقي نه وي .
 ۲-هغه سندري چي مونږ یې آورو باید د هغه محتوا د اسلام له آدابو سره په اخلاقي لحاظ سمه وي  بنګړي ، سپېني مټي پکي نه وي .
۳- هره هغه سندره چي محتویات یې غیر اسلامي وي زیات نقصانونه لري د وخت نقصان د مال نقصان او د بدن او زړه نقصان چي اسلام د انسان لپاره ضرر نه خوښوي .
۴-هغه سندري چي ظالمان ، فاسقان د وخت واکمان او حاکمان په کي ستایل کېږي هم د اسلامي تعلیماتو خلاف دي ځکه اسلام په ظالمانو او د هغوی په مرستیالانو لعنت وییلی دی .
۵- سندري باید ښځینه سندرغاړي نه وي ویلي ځکه چي هغه فساد خپروي او د احنافو په نزد خو د ښځي صوت او غږ عورت دی چي ستر یې د هغې د بدن په شان واجب دی .
۶-سندره په داسي شکل ویلي شوي چي په آواز او حرکاتو کي د فساد لورته تمایل نه وي کومي سندري چي د لب ولهجې او یا موسیقي له پلوه  حیوانیت پاروونکي او شهوت انګېزه وي په حرمت کي یې هیڅ شک نشته ولو که یې محتویات اخلاقي وي .
۷-بل داچي د سندرو محفل داسي نه وي چي شرعي محظورات په کي وجود ولري لکه د نارینه وو او ښځو اختلاط او بې پردګي او یا د هلکانو ناچ او یا د شرابو څښل .
۸-یوه خبره  دلته د علامه یوسف القرضاوي له فتوا ځخه ژباړم هغه وایې : چي په تېرو وختونو کي سندرو ته غوږ نیول د موسیقي محفلونو ته ورتګ غوښتلو چي هغه محفلونه به ډېر لږ له شرعي منکراتو ځخه خالي وو او ضرور به په هغه محفل یو داسي منکر وجود درلودلو چي شریعت ور باندي ګوت نیونه کړي وای خو نن انسان کولای شي له خپلو خپلوانو او له محافلو ځخه لري سندري واوري چي دا د سندرو ویلو په هکله څه تخفیف افاده کوي خو هم ذکر شوي ضوابط باید په پام کي تل  ونیول شي . 
۹- په اخیر کي له هغو وروڼو ځخه چي الله تعالې ښکلی صوت او غږ ورکړی هیله کېږي چي د موجوده حرامو سندرو او فیلمي ډانسونو خلاء  په پاکو اسلامي ترانو داسي ډکه کړي چي هم د مسلمان آورېدونکي تنده ماته کړي او هم یې اسلامي روحیه ژوندۍ وساتي ددې لپاره زمونږ مسلمان اهل استطاعت طبقې ته په کار دی چي اسلامي ستودیوګاني جوړي کړي او ښکلي غږونه په کي میلمانه کړي او د موجوده سندرو نعم البدل ټولني ته  وړاندي کړي تر څو دا مورچه هم تشه او بې دفاع پاته نشي او اسلامي تراني صحابه کرامو هم په انفرادي او اجتماعي شکل وییلي دي روایات موجود دی او په موجوده عصر کي دا یو ستر خدمت دی چي باید ورته توجه وشي .
په پای کي له ټولو مسلمانانو وروڼو ځخه هیله کېږي چي خپل قیمتي ژوند د م وسېقي په آورېدلو او غږولو ضایع نکړي دا ژوند ډېر لږ او محدود وخت دی له هغه ځخه په کار ده ستره ګټه واخېستله شي چي هغه مونږ بایدپه دنیاکي زمونږ مسلمانو وروڼو او اسلام ته د خدمت مصدر وګرځو او هم د آخرت د ابدي او دایمي ژوند لپاره په کي څوری برابر کړو،  الله تعالی د مونږ ټولوته د نېکو کارونو توفیق راپه برخه کړي . (آمېن) و صلی الله تعالی علی سیدنا محمد وآله وصحبه وسلم و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین . 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: