ایا موسیقي پر ماشومانو څه اغیزه کوی ؟

د ماشومانو نړیوال تکړه ډاکټر پاول کینګ (Paul King) د موسیقي په اړه وایی:

موسیقې په مجموع کی ځوان نسل تشدد او جنسی بې لارۍ ته کشوی، چې په نتیجه کی ځان وژنی، او نورو ناوړو افعالوته مخه کوی، چې دا پخپله ناورین ته ښه راغلاست او تباهۍ ته ځان غورځول دی۔
(Postgraduate Medicine vol:83, pp295-304)
پاته دی نه وی چې کله موسیقې اورېدل کیږی، او جنسی هارمونونه په حرکت راځی ددی سره اوږد مهاله حافظه اغیزمنه کیږی، په فعالیت اوکارکی ئې بدلون راځی، په طبعی جوړښت اوفعالیت کی ئی انقلاب راځی او بالاخره حافظه کډه کوی او کارپرېږدی۔

د یونان مشهوره فلیسوف افلاطون (Plato) وایی:

د موسیقۍ اواز، سروز او رقص دا ټوله په اصل کی د انسان روح وحشی او درنده طبعه کوي، چې بیادهیڅ شی پروانلری۔(Alan Bloom (1987) the closing of American Mind New York)
افلاطون پخپل کتاب جمهوریت (Republic) کی وایی:
عوام خلک بایدپه جدی ډول سره د موسیقۍ څخه وژغورل شی داځکه چې دوی ګمراه کوی، ددوی اخلاق بربادوی او فاسدوی ئې، او ناوړو کارونو ته ئې هڅوی۔

مشهور ولی الله شیخ فضیل بن عیاض رحمة الله علیه وایی:

الغناء رقیة الزنا۔
ژباړه: موسیقې د زنا پیل دی

موسیقي
(عوارف المعارف، شیخ شهاب الدین سهروردی، 1966، بیروت)
لکه څرنګه چې د موسیقۍ اورېدل په ځانګړی ډول سره د ټولنې ځوان نسل خوښوی، نوله همدې کبله دا ځوان نسل د موسیقۍ څخه پوره رنګ اخلی، هغه عملی کوي، او په پایله کی بې لارې کیږی؛ الزبت براون او ډاکټر ولیم هینډی په دې یقینی دی چې نوی ځوانان چې کله موسیقې اوری نو دوی د خپل ژوند ټول الهام د موسیقۍ څخه اخلی، او د ژوند په هره برخه کی ئې عملي کوي، او دا اغیزې تر ډېره مهاله پوری پاتې کیږی
(Adolescents and their music insights into the health of Adolescents, 1989)
علامه ابن قیم رحمة الله علیه وایی چې د انسان ناروغیانې پر دوه ډوله دی:
1: د شبهاتو ناروغېانې۔
2: د شهوت ناروغېانې۔
په زړۀ کی د شبهاتو ناروغیانې هغه وخت پیدا کیږی او وده کوی چې د موسیقۍ له کبله په زړۀ کی منافقت پیدا شی چې په دغه وخت کی د انسان او خدای ترمینځ پوره واټن پیداکیږی؛ او د شهوت پرستۍ په جال کی انسان هغه وخت راګیر شی چې کله دی خپل اصلي مقصد پرېږدی، او د معیاری موخو پرځای وکښتو، پوچو او بې معناو څیزونو ته مخه کړی۔ چې په دغه وخت کی انسان د انسانیت د دایرې څخه وځی او د حیوانیت وکر غېړن چوکاټ ته داخلیږی چې په دغه وخت کی د انسان دنیا او اخرت له مینځه ځی دا ځکه چې په بڼه سره انسان دي، مسئولیت ئې د انسان دی او بل لور ته باطني ژوند ئې د یوه حیوان څخه لاهم بدتر دی دا ځکه چې تر معنو یا توئې و خواهشاتو ته ترجیح ورکړې ده۔

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب