د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

ملګروملتو یونسکو د ۱۹۹۹ میلادي کال د نوومبر په اوولسمه نېټه د فبرورۍ یوویشتمه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ اعلان کړه. لومړی پلا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د دوه زرم میلادي کال د فبرروۍ په ۲۱ مه ولمانځل شوه او له هغه راوروسته هر کال دا ورځ لمانځل کېږي

د بشري حقونو اسناد: د بشر حقوقو نړيوالې اعلاميې د  لومړۍ مادې، د ماشومانو د حقوقو تړون  CRC د ۱۷،۲۸، ۲۹، ۳۰، مادو او د يونيسکو د مديرانو جرګې د ۲۰۰۱ کال د اعلاميې او لاندې نورو نړیوالو تړونونو له مخې په مورنۍ ژبه زده کړه یو بشري حق دی او دولتونه مکلف دي چې خپلو خلکو ته دا حق ورکړي..

د مور ژبه یا مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او د خپلو خیالاتو اظهار پرې کوي.

د مورنۍ ژبې ورځ موږ ته دا موقع په لاس راکوي چې د مورنۍ ژبې پر اهمیت ځان، زموږ قام او نړۍ خبره کړو.

دا ډېره ښه خبره ده چې سړی باید مختلفې ژبې زده کړي ځکه چې دا د نورو هېوادونو او سېمو له خلکو سره د اړیکو ساتلو لپاره مرسته کوي، خو باید د خپلې پېژنګلوۍ مهم اړخ یانې مورنۍ ژبه هېره نکړو.

مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کولو لپاره بنسټ جوړوي.

کله چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه کیسې کوي، یا له هغو سره پرې خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخه شي.

هغه ماشومان تر نورو ډېر تیار وي چې د هغه هیواد ژبه زده کړي چې هغوی ور کډوال شوي وي.

د مورنۍ ژبې پوخوالی یوه کس ته دا استعداد ورکوي چې ښه فکر ولري او په اسانۍ سره وکولای شي په نورو ساینسې علومو پوه شي.

په نړۍ کې هره ژبه له خپل کلتور، احساساتو او د ژوند له بېلګو ډکه وي او دا شیان ترې بیلېدلای نشي.

له کومې ژبې سره چې کله موږ د مور په نس کې ساه اخلو او ور سره اشنا کېږو، هغه ژبه په غټوالي کې زموږ په فکر جوړولو او احساستو ډېر اغېز لري.

نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي. په دې ویلو سره نېلسن منډېلا له خپلې مورنۍ ژبې سره خپله مینه او احساسات وښودل.

په نړۍ کې قومونه په خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېږندل کېږي او یو ماشوم له خپل کلتور سره تړي، له هغې ټولنې څخه چې هغه وي او دا د هغه پېژندګلوي جوړوي.

یو ماشوم به ځان د هغه کلتور او ژبې وګڼي چې ښه پرې پوهېږي.

کله چې ماشوم په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، موږ ویلای شو چې هغه له خپل کلتور او د پېژندګلوۍ له ارزښته خبر نه دی.

ژبه او پېژندګولي له یو بل سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

مورنۍ ژبه تر ټولو غوره او مهمه اله ده چې یو کس خپل شناخت پرې وساتي او له خپل کلتور سره اشنا واوسې.یونېسکو هم هم په نړیوالو ژبو د زده کړو ټينګار کوي

په  ناروې کې ډېری میندې او پلرونه غواړې چې د هغوی ماشومان د نورو افغانانو تر مخ یوازې په ناروېژي ژبه خبرې وکړي او دوی په دې فخر کوي.

که اړینه وي نو هغوی پرېږدئ چې په ښوونځي کې په ناروېژي ژبه خبرې وکړي خو په کور کې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې ورسره وشي او هغوی باید مجبور کړای شي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

ډېر هېوادونه لکه اسپانیا، چین، جاپان، کوریا او فرانسه خپلو ژبو ته ډېر اهمیت ورکوي او په خپلو ژبو په ډېر ویاړ خبرې کوي.

که موږ هم غواړو چې خپل کلتور او مورنۍ ژبې ژوندۍ وساتو، نو باید په خپلو ماشومانو د ناروېژي تر څنګ خپلې مورنۍ ژبې هم زده کړو.

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/02/140220_st_mother_language_day

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب