د مهاجرت د نړیوالی ورځې په مناسبت

مهاجر، د مهاجرت قوانین،د مهاجر منل او د مهاجرت ستونزې
(دلیندۍ ۲۷مه- د ډسمبر ۱۸مه د مهاجرت نړیواله ورځ)

مهاجر(Migrant) چاته وایی؟

مهاجر (Migrant) هغه څوک دی چې د یوه عامل له مخې له خپل اصلي ټاټوبي څخه بل ځای ته؛ یا په دایمی یا موقتی ډول، یا به د هیوا دننه له یوې سیمې بلې یا به بیخی له هیواد بهر تللی او بیځایه شوی وي.
دغه عاملونه هم کیدای شي لکه: جنګونه ، وچکالي، سیاسی فشار او نور وي، نوځکه د مهاجرت (Migration)بیلابیل ډولونه شته، لکه اقتصادی، سیاسی، داخلی او بهر ته مهاجر او داسې نور. نړیوالو ددغې ستونزې او ټولنیزې ښکارندې د ارزښت له امله د دسمبر ۱۸مه ورځ د مهاجرت د ورځې په نوم نومولې ده. څرنګه چې افغانستان په دې وروستیو کې د هغو هیوادو په لړ کې شمیرل کیږی، چې زیات شمیر مهاجر لري، نو ځکه په دې اړه په یو- څو ټکیو بحث کوو:
مهاجرت د ديموګرافي او د نفوسو د مطالعاتو له پلوه د وګړو يو ډول حرکت دی.
د نفوسو حرکات په درې برخو کې مطالعه کيږي: تولدات ، وفيات او مهاجرتونه .
مهاجرت له يوې سيمې يا هېواد څخه د وګړو وتل دې چې بلې سيمې يا هېواد ته کډه کوي او هلته ميشت کېږي.
که وګړې د خپل هېواد دننه له يوې سيمې بلې ته ولاړ شي ورته کورنۍ مهاجر او که له هېواد څخه بهر ووځي، ورته خارجي مهاجرت ويل کېږي، که مهاجر بهر ته ولاړ شي ورته ( emigration) او که بهر څخه هېواد ته راغلي وي ورته (immigration) وايي. د refuge/refugee اصطلاحات هم ورته کارول کيږي. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې له پرمختيايي هېوادو څخه پرمختللو هېوادو ته مهاجرتونو زيات شول. د بېلګې په توګه په اروپايي هېوادو کې په ١٩٩٨ م. کال کې په سلو کې پنځه نوى زېږېدلي ماشومان له بهر څخه د راغليو کورنيو وو او د امريکې متحده ايالاتو کې دغه رقم په سلو کې لس و.
دغه مهاجر که له يوې خوا پرمختللو هېوادو ته د کار ځواک برابر وي، له بلې خوا دوى ته څه ستونزې هم جوړولاى شي، خو پايله يې پرمختيایی هېوادو ته ځکه ښه نه ده چې دوی ممکن بهرنی هیواد څخه خپله د کار ګټه په یوه نه، په يوه بڼه خپل اصلي هېواد ته راواستوي، خو تر ګټې يې زيان زيات دى.

اقتصادي مهاجرين:

هغه مهاجر چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نورو هېوادو ته ځي، هغو ته اقتصادي مهاجرين وایی.

جبري مهاجر:

هغه چې د امنيتي ستونزو او جګړو له امله ځې،هغه جبري مهاجر دي.

سياسي مهاجر:

 هغه چې د سياسي عواملو له امله وځي سياسي مهاجر بلل کېږي.

اختياري مهاجر:

هغوى چې په خپله خوښه بهر ته مهاجر کېږي، اختياري مهاجر
له اوسنيو پرمختيايي هېوادو څخه تللي مهاجرين زياتره د دوو لومړيو کټګوريو څخه دي او دا د اوسني وخټ یوه بده ستونزه او مسئله ده، نو ځکه ملګرو ملتونو د دغه ډول مسایلو لپاره یو جلا اداره جوړه کړی چې د(UNHCR) یا د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري نوميږی، چې د مهاجرو د ساتنې او څارنې چارې پرمخ بيايي. دغه اداره ډېر واک نه لري، خو له حکومتونو سره د ګډ کار لپاره اړيکې ساتي، کله چې حکومتونه د مهاجرو په هکله کوم قانون ونه لري او پناه اخيستونکى ، بې کوره شوي خلک او مهاجرين مرستو ته اړتيا ولري، نو UNHCR د پنا غوښتونکي غوښتنې تر کتنې لاندې نيسي، کله چې ورانونکي جګړې پېل کېږي، او ډېر خلک له خپلو سيمو څخه تښتي، دغه سازمان ورته زياتره وختونه کمپونه جوړوي او هلته خلک ځاى پرځاى کوي(لکه په افغانستان کې د نویمې لمریزې لسیزې غمیزه). د غه سازمان ورته خيمې، روغتيايي چارې، خوراکي توکي برابروي، د مهاجرو او پناه غوښتونکو او بې کوره شويو خلکو په چارو کې د حکومتونو په تدابيرو څارنه کوي او د بې ځايه شويو خلکو څارنه هم کوي، خو نن ورځ له نیکه مرغه تقريباً ټول هېوادونه د مهاجرت په اړوند قوانين لري. دغه قوانين له يوه هېواد څخه تر بل پورې لږ توپير لري.
يو شمېر هېوادونه مهاجرو ته د دې اجازه نه ورکوي چې له يوه کار فرما سره تر کار کولو وروسته بل کار فرما ته ورشي او خپل شُغل او کار بدل کړي، يو شمېر هېوادونه آن مهاجرو ته د دې اجازه هم نه ورکوي چې له يوه ښار څخه بل ته ولاړ شي. ګڼ شمېر مهاجر کار ګران ، د دغو قوانينو په هکله پوهه نه لري او له هغو څخه تېرى کوي، دوی په معمول ډول کومې ستونزې سره نه مخامخ کېږي، خو که پوليس يې ونيسي، ممکن له کوربه هېواد څخه وايستل شي، ځينې وخت ممکن بندي یا ممکن جريمه شي اويا هم له بند څخه دخلاصېدو په خاطر ډېرې پيسې له لاسه ورکړي. دغه ډول وکړی ته پناغوښتونکی ویل کیږی.

پناه غوښتونکى(seeker Asylum)

seeker Asylum یا پناه غوښتونکى هغه څوک دی چې د یوه معقول دلیل له مخی له خپل اصلی ټاټوبی څخه د خپل هیواد دننه یا بهر بل هیواد ته په موقت یا دایمی ډول بیځایه شی. کله چې نوموړی نوی ځای ته د تلو او هلته د میشت کیدو غوښتنه وکړی، نو پنا غوښتونکی بلل کیږی. حکومتونه هغه مهال د پناه ورکولو پرېکړه کوي، چې مهاجر حقيقت ويلي وي چې په يوه بل هېواد کې واوسېږي او دغه ډول مهاجر د پناه اخيستونکي په توګه منل کېداى شي. کله چې يو مهاجر د پناه اخيستونکي په توګه منل کېږي، دغه مهاجر ته په پیل کې د کار اجازه نه ورکول کېږي، د مسافرت حق نه لري او د اتباعو ډېر لږ حقوق لري، خو کله چې قانوني مراحل بشپړ شي او حقایق روښانه شي، بيا نو له یو شمېر حقوقو څخه برخمن کېداى شي.

د پنا غوښتونکي دوسيه (Asylum case) :

کله چې يو مهاجر د پناه اخيستونکي غوښتنليک سپاري، بايد مربوطه مقاماتو ته قانع کوونکي دلايل ووايي، يعنې ثابته کړي چې ولې یې د پناه اخيستو غوښتنلک ورکړى دى، دوى بايد دا څرګنده کړي چې له چا او څه شي څخه ويرېږي، او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره بايد شواهد او سند وړاندې کړي. معمولاً مهاجرين داسې فکر کوي، چې که چېرې څه اسناد ولري او وايي چې ددغو اسنادو له مخې يې ژوند په خطر کې دى، نو منل کېږي، خو دا دومره ساده نه ده لکه چې دوى يې فکر کوي، کله چې دوى د کيس يا دوسيې خبره کوي، نو معنا يې داده ، چې لازم راپورونه او شواهد باید له ځان سره لري، نو بیا یې پنا اخیستلو باندې غور کیږی.

پنا اخیستل یا(Asylum ) یعنې څه؟

يو شمېر حکومتونه د ملاتړ کولو او حمايت پروګرامونه لري چې مهاجرو ته يې برابروي په تېره بيا هغو کسانو ته چې ځانونه يې په خطر کې وي يا په ډېرو بدوشرايطو کې ژوند کوي، يعنې حکومت د مهاجرو حقوق په رسميت پېژني او مهاجرو ته له پينځو څخه تر لسو کالو پورې د پاتې کېدو جوازورکوي( البته بېلابېل هېوادونه مختلف قوانين لري) ترڅو کوربه هېواد کې ژوند وکړي او دوى ته يو شمېر امتيازات او حقوق ورکوي، د هغه چا لپاره چې د پناه اخيستو هيله کوي، کومه ويزه نشته، دوى بايد د مهاجرو په کمپونو کې انتظار وکړي، ترڅو پرته له ويزې څخه مسافرت وکړي، يا دا چې په جعلي ویزه باندې ورځي او داسې ښيي چې د ګرځندوى يا محصل په توګه راغلى دى، څومره چې ژر اقدام وشي، هغومره ژر حکومت د پناه ورکولو درخواست مني.
پناه هغه چاته ورکول کېږي، چې خپل ټاټوبي کې یې ژوند ته ګواښ وي، که چېرې دا ثابته شي چې دوى له خپل هېواد څخه د ښه ژوند کولو په موخه وتلي دي، نو پناه نه ورکوي. مهاجر هماغه لومړني هېواد ته چې دوى وررسېږي، د پناه اخيستو غوښتنليک ورکوي. معمولاً مهاجر نشي کولاى چې خپله ځانته کوربه هېواد غوره کړي .که دوى په لومړي ځل داسې يوه هېواد ته ورشي چې امنيت ولري ( لکه ايتاليا يا فرانسه ) او بيا وروسته له هغه څخه کوم بل هېواد، لکه ناورې يا المان ته ورشي، نو دغه هېوادونه هڅه کوي چې دغه مهاجر بېرته خپل ټاټوبی ته راستون کړي، مهاجر بايد له شپږو څخه تر اتو مياشتو پورې بې له کومې مرستې په تمه پاتې شي، ترڅو د هغو پرېکړه معلومه شي.

داوطلبانه راستنېدل (Assisted Voluntary Return)

که چېرې مهاجر او بې کوره شوي وګړي ونشي کولاى چې يوه بهرني هېواد کې ژوند وکړي ( له دې امله چې کوربه هېواد غواړي دوى بېرته خپل هېواد ته ورستانه کړي يا دا چې مهاجر هلته ځانته ښه کار پيدا کړى نه وي)، نو غواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، دغه ډول داوطلبان کولاى شي چې له کوربه هېواد څخه يا د مهاجرت له نړيوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړي، ممکن دوى د ده د بېرته ستنېدو په خاطر نوموړى ته د ټکټ لګښت ورکړي، يا ممکن هيڅ لګښت ورنه کړي . ځينې وخت مهاجرينو ته د مهارتونو د زده کړې شپږ مياشتنى حرفوي کورسونه دايريږي، ترڅو خپل هېواد ته ترستنېدا وروسته ځانته يو کوچنى کاروبار پيل کړي.

ډیپورټ اخراج ، جبري راستنول(Deportation/ forced Return)

ډیپورټ له يوه هېواد څخه د مهاجر ايستل دي. دا وضعيت هغه مهال پېښېږي، چې يو څوک له کوربه هېواد څخه وتلو ته اړ شي، کله چې د کور به هېواد حکومت ډاډه نه وي او باور ونه کړي چې د مهاجر ژوند په خطر کې دى، نو داوسيدو اجازه نه ورکوي، يا هم که چېرې مهاجر هلته کوم جرم ترسره کړي او د تابعيت حالت يې هم لا معلوم نه وي ، نو په داسې حالت کې که مهاجر د راتلونکي لپاره خپل د پنا هنده ګۍ غوښتنليک ورکړى وي، هغه هم ايستل کېداى شي، آن دا چې که د غه ډول کسان له يوه هېواد څخه بل ته ځي هم ايستل کېداى شي.

نيول کېدل (Detention)

د قانونی اسنادو د نه لرونکو اشخاصو بالفعل ګرفتاری ته ویل کیږي، چې کټ مټ لکه د بندي کېدو په شان دي. هغه څوک نيول کېږي، چې غواړي پرته له اسنادو او بی له اجازې څخه يوه هېواد ته ننوځي، يا هغه څوک چې د اوسېدو لپاره یې غوښتنليک ورکړى وي، خو منل شوى نه وي، نو په دې ډول حالت کې پوليس دوی نیسی.

 د مهاجرو په هکله دوبلين کنوانسيون(Dublin convention)

د مهاجرو په هکله د غه کنوانسيون يوقانون جوړ کړ. دغه قانون ليکي: هر هغه څوک چې لومړني اروپايي هېواد ته ننوت، بايد دپناه اخيستو غوښتنليک ورکړي، که د اروپا بل غړي هېواد ته ننوت، لومړني هېواد ته به ولېږل شي.يو شمېر اروپايي هېوادونه د دغه ډول مهاجرو لپاره پوره ځاى نه لري، نو ځکه دغه ډول مهاجرين اړ کېږي، چې يا په پارکونو کې يا په سړکونو ويده شي.

کورنۍ سره يوځاى کېدل(Family reunion)

هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کېدو ويزه لري، يا مهاجر دي، د د دوى د کورنۍ غړي کولاى شي ورسره يو ځاى شي، که چېرې يو څوک د مهاجر په توګه وپېژندل شو، نودا حق لري چې خپله مېرمن او تر ١٨ کلنۍ پورې اولادونه ځانته وغواړي، په ځانګړو شرايطو کې پلار، مور، ورور، خور، وراره او خور يې هم راوستلاى شي، خو دوى هغه وخت کولا شي ، پرته له دغو خپلوانو کوم بل څوک هم راولي، چې خپل هېواد کې کوم بل خپلوان ونه لري، چې د دوى ساتنه وکړي، ډېر زاړه ياد ډېر ځوان خپلوان هم دې ډله کې راتلاى شي. د هغو مهاجرو د کورنۍ لپاره چې نوي راځي کوربه حکومت مرسته کوي، خو مهاجر بايد د ټکټ او نور لګښت په خپله ورکړي. که مهاجر نه وي، خو د اوږدې مودې لپاره د اوسېدلو اجازه لري، کولاى شي خپله مېرمن، کوژدنه يا هم خپل اولادونه ځان سره راولي، البته د ا هغه وخت کېداى شي چې لوى کور او پوره اندازه معاش ولري، بهرني حکومتونه هغو کډوالو ته چې پوره معاش نه لري اجازه نه ورکوي چې خپلې کورنۍ ځان سره راولي، که چېرې داسې کسان وي چې د لنډې مودې ويزه لري. مثلاً يو کلنه ويزه ولري يا د اوسېدو هيڅ اجازه ونه لري د وى نشي کولاى چې د خپلې کورنۍ غړي راوغواړي، که د چا په اروپايي هېوادو کې خپلوان وي او ده د پناه هنده ګۍ غوښتنلک ورکړى وي، نو هغه کولاى شي چې د اسې يوه هېواد ته ولاړ شي چې د کورنۍ غړي يې هلته وي، خو معمولاً اروپايي هېوادونه دغه ډول غوښتنليکونه نه مني .

کوربه کورنۍ(Foster Family)

په دې وروستيو کې ګڼ شمېر ستونزو ماشومان هم کډوالي او مهاجرت ته اړ کړي که يو ماشوم چې ١٦ کلنۍ څخه کم عُمر ولري او په يوازيتوب ځان اروپا يا استرليا ته ورسوي، ممکن هغه داسې يوه ځاى ته بوتلل شي، چې هلته د کوربه هېواد له کورنيو سره يوځاى ژوند وکړي، حکومت هغه کورنيو ته يوه اندازه پيسې ورکوي چې دغه ډول ماشومان ساتي، ځئنې وخت له ١٦ کلنۍ څخه د ټيټ عمر لرونکي ماشوم سر پرستي او ساتنه په تجارت بدلېږي، هغه کورنۍ چې ددغه ډول ماشومانو د ساتني مسؤليت په غاړه اخلي، له هغه سره ناوړه چلند کوي، خو له حکومت څخه پيسې اخلي. ځينې وخت هغه کورنۍ چې دغه ډول ماشومان د روزنې لپاره اخلي، دې ته (کوربه کورنۍ) ويل کېږي.

ناقانونه مهاجر(Irregular Migrant)

هغه کسان چې پرته له ويزې مهاجرت کوي، يا په ټول عمر پرته له ويزې او اجازې بل هېواد کې اوسېږي، سند او پاسپورت ونه لري غير قانوني مهاجر بلل کېږي، ځنې وخت دغه ډول مهاجرو ته پټ يا مستند شوي مهاجر هم وايي.

کارګر مهاجر (Labor migrant)

هغه کسان چې د کار لپاره نورو هېوادو ته ځي، يوشمېر هېوادونه چې کار ته اړتيا لري، کارګرو مهاجرو ته ويزه او د کار جواز ورکوي، د خليج يو شمېر هېوادونه هر ډول کارګرو مهاجرو ته اړتيا لري، خو اروپا او استرليا يوازې ، هغه مهاجرو او پنا غوښتونکو ته ويزه ورکوي، چې دکار لپاره ستندرد او لازم مهارتونه ولري، لکه داکتر، انجنير، د معلوماتي تکنالوژۍ مختصص او نور¸یعنې دوی غواړي چې صرف د لوړ کيفيت لرونکي بهرنيان قبول کړي.

پاسپورت(Passport)څه ته وايي؟

هغه سند دی چې د هغه په لرلو سره يوڅوک کولاى شي چې له يو هېواد څخه بل ته ولاړ شي، له بلې خوا د پاسپورت لرونکي شخص پېژندنه هم کوي اودا څرګندوي چې ايا د پاسپورت لرونکى د کوم هېواد تابيعت لري، هر سوداګر یا بل هر مسافر د دې حق لري چې هغه هېواد ته بېرته راستون شي چې د هغه پاسپورت لري، پاسپورت په ګڼ شمېر هېوادونو کې په رسميت پېژندل شوى دى، او داسې يوسند او مدرک دى، چې د پاسپورت لرونکى خپل مليت او د تابيعت لرونکى هېواد پورې تړي.

د بېرته منلو موافقه ليک (Readmission agr eement)

کله چې يو هېواد تصميم ونيسي چې مهاجر يوه بل هېواد ته واستوي ، نو دتصميم نيوونکي هېواد بايد له هغه بل هېواد سره چې د غه مهاجر ور استوي، يو تړون لاسليک کړي. د بېلګې په توګه که دوى افغانستان سره داسې يو تړون ونه لري، معمولاُ افغانستان نورو هېوادو ته دا اجازه ورکوي، چې مهاجر افغانان بېرته افغانستان ته راواستوي، ان ډا چې که يو افغان په دغه بل هېواد کې زېږېدلى هم وي او همالته ستر شوى وي، لکه په ايران او پاکستان کې، دوى افغانستان ته بېرته را استول کېداى شي. يو شمېر نور هېوادونه کولاى شي چې افغانان بېرته هغه هېواد ته ورستانه کړي چې له هغه څخه دوى دغه درېيم هېواد ته تللي دي، د بېلګې په توګه يو شمېر افغانان له يو نان او ايتاليا څخه بېرته ترکيې ته واستول شول.
Refugee یا بې کوره مهاجر هغه څوک دى چې په زور سره له خپل هېواد څخه ايستل شوى وي، يا هم د ځانګړو شرايطو له مخې اړ شوى وي، چې له خپل هېواد څخه ووځي، يوه نړيوال قانون له شپيتو کالو څخه را په دې خوا د بې کوره مهاجر ( اواره ) يو تعريف کى دى، چې دهغه په ترڅ کې يې اواره اوبې کوره مهاجر ښودلي دي، دغه قانون ته د جينوا له کنوانسيون وايي، د نړۍ ١٩٤ هېوادونو هغه لاسليک کړى دى. بی کوره هم بايد پوره اسناد او شواهد ولري چې په رښتيا هم ګواښ سره مخامخ دي، دا کافي نه ده چې ووايي ګواښ سره مخامخ دي يا تر تعقيب لاندې دي يا له داسې هېواد څخه راغلي چې جګړه پکې ده يا په دې هېواد کې وضعيت خطرناک دى.
يو شمېر هغو هېوادونو چې دغه تړون نه دى لاسليک کړى هم مهاجر مني، ايران، ماليزيا او ترکيې دغه قانون نه دى لاسليک کړى، که چېرې کوم هېواد د مهاجرينو لپاره کوم قانون ونه لري، نو دوى کولاى شي چې نړيوالو بنسټونو ته اجازه ورکړي.

بېرته مېشت کول (Resettlement):

کله چې د مهاجرت عامل رفع شي او مهاجر بیرته خپل اصلی ټاټوبي ته ستون شی او د یوه مرستندویه پروګرام له مخې ورسره مرسته هم وشي، دې ته بیرته میشت کول وايي.

د اوسېدلو جواز (Residence permit)

د اوسېدلو لپاره بېلابېل جوازونه شته ، مهاجر ځان سره داسې اسناد لري، چې د مهاجر منونکو هېوادونو له خوا دوى ته ورکړل شوي دي. کوربه هېواد د دغو اسنادو په ورکولو سره دوى ته اجازه ورکوي چې د دوى په هېواد کې واوسېږي، داوسېدو پاڼې ممکن د درېيو مياشتو لپاره وي يا هم ممکن دنا محدودو وخت لپاره وي، د دې معنا داده چې مهاجر هلته ارام نشي اوسېداى او بیرته ستنیدو ته بايد چمتو شي، دوی يوازې په يوه ښار کې اوسېدلاى شي، نورو ښاروونو ته د تګ لپاره بايد له پوليسو څخه اجازه ترلاسه کړي. که يو څوک د اوږدې مودې اجازه ليک لري( پنځه ، لس يا له هغه زيا کلونو ) نو دوى زيات شمېر حقوق او ازادي لري.

د انسان قاچاقچي ( Smuggler people )

 

د مهاجرتونو اوسني بهیر کې نوې پیدا شوې اضطلاح ده. دا هغه کسان دي چې د پيسو په اخيستلو سره هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي چې له يوه هېواد څخه نورو هېوادو ته ولاړ شي. دوى ډېرې پيسې غواړي، دا ځکه چې دوى قانون تر پښولاندې کوي. دوى وګړي پرته له قانوني اسنادو د هېوادونو له پولو تېروي، ځينې وخت جعلي پاسپورتونه ورته جوړوي، ځينې وخت سم او قانوني اسناد له سره جوړوي او لاس پکې وهي. زياتره هغه خلک چې له قاچاقبرانو مرسته غواړي هيله لري چې د مهاجرت اسناد پيدا او داسې ځايونو ته ولاړ شي چې ژونديې ښه شي. په دوى کې يو شمېر خپلو هيلو ته رسېږي، خو ممکن څو کاله وروسته بېرته راوشړل شي، يا هم ممکن کلونه کلونه پرته له اجازه ليک څخه ژوند وکړي. يو شمېر نور ممکن له ډېر لګښت سره سره بيا هم خپلو هيلو ته ونه رسېږي، او زياتره دوى د قاچاقبرو له يوه لاس څخه بل ته او له بل څخه بل ته په خطرناک ډول استول کېږي.

سړي تښتونکي (people Traffic ker)

دا اصطلاح هم د دغو وروسیتو کلونو زیږنده ده، دا هغه قاچاقبران دي چې خلک تښتوي . زياتره وختونه دوى خلک وهي ټکوي او له کورنيو سره يې اړيکې نيسي او پيسې ورڅخه غواړي، سړي تښتونکي زياتره نجونې، هلکان او ښځې په بدو خلکو پلوريی، په خلکو باندې په زور کار کوي، دا د نا مشروع عوايدو سرچينه پېژندل شوې چې نړيوال پوليس يې په کلکه تعقيبوي.

ويزه (Visa)څه ته وايي؟

هغه مُهر شوى کاغذ دى چې د پاسپورت په يوه پاڼه باندې لګول کېږي. دغه مهر او کاغذ معمولاً د يوه ټاکلي وخت لپاره اعتبار لري ( له څو ساعتونو څخه تر يوه کال پورې ) د بېلګې په توګه ممکن دغه مُهر يو چاته اجازه ورکړي چې يوه مياشت يوه هېواد کې ميشت شي، خو تر دريو مياشتو پورې يوه بل درېيم هېواد ته د رسېدو پورې استفاده کولاى شي. د بېلګې په توګه ممکن دغه مُهر يو چاته اجازه ورکړي چې يوه مياشت يوه هېواد کې ميشت شي، خو تر درېو مياشتو پورې يوه بل درېيم هېواد ته د رسېدو پورې استفاده ورڅخه کولاى شي، ممکن يوه ويزه د يو څو ساعتونو لپاره اعتبار ولري، ( مثلاً د هغه چا لپاره چې غواړي له يوه هېواد څخه بل ته ددغې مودې په ترڅ کې تېر شي) ځينې ويزې د يو ځل د خولي لپاره وي، يعنې کله چې يو څوک يو ځل په دغه ويزه يوه هېواد ته داخل شو اوبيا بېرته ووت، نو د بل ځل لپاره نشي کولاى چې بيا په همدغه ويزه ورشي، سره له دې که د ويزې د پوره کېدو لپاره څو ورځې پاتې هم وي، ځينې ويزې د څو څو ځله تګ راتګ لپاره وي، يعنې تر هغو چې ويزه اعتبار لري، د هغه لرونکى ورباندې مربوطه هېواد ته تګ راتګ کولاى شي.

د بېلګې په توګه د محصلانو او زده کوونکو لپاره ويزه چې د تحصيل د يوې ټاکلې دورې لپاره وي او په دغه موده کې دغه محصل ور څخه استفاده کوي،. که يو څوک تحصيلي ويزه واخلي کولاى شي ډېر وخت يوه هېواد کې پاتې شي او هلته کار هم کولاى شي، خوپه اونۍ کې يوازې شل ساعتونه د کار اجازه لري، نه اضافه . ځئنې هېوادو کې چې کله د محصل د درس دوره پاى ته رسېږي، نو د کار لپاره هم ويزه اخيستلاى شي. سياحتي ويزې له يوې مياشتي نيولې تر درې مياشتو پورې وي، د سياحتي ويزې د اخيستو لپاره بايد د اوسېدو لپاره پوره اندازه یسې موجودې وي اودا هم بايد ثابته شي چې وروسته له سياحت څخه له نوموړي هېواد څخه بېرته خپل هېواد ته ستنيږي، نو ځکه بايد د دې خبرې د ثبوت لپاره وښودل شي چې د نوموړي کور په خپل هېواد کې دى او هلته ښه کاروبار ا وکورنۍ لري، نو ځکه له سياحت څخه وروسته بېرته ور ګرځي او بل هېواد کې د پاتې کېدو لپاره کومه اړتيا نه لري. د تحصیلاتو لرونکىو او متخصصو او سوداګرو لپاره هم جلا ويزه شته ، ددغه ډول کسانو دکورنۍ غړي هم کولاى شي د ويزې غوښتنه وکړي، خو د ډېر لګښت غوښتنه کوي، دغه ډول خلک ممکن بېرته خپل هېواد ته راستانه نه شي. ويزه د پناه اخيستونکو لپاره نه ده ، هغه کسان چې غواړي چې دپناه اخيستونکو لپاره غوښتنليک ورکړي بايد د مهاجرو په کمپونو کې پاتې شي يا هم پرته له ويزې ، يا په جعلي ويزې د پام وړ هېواد ته ورشي يا به ځان د ګرځندوى او محصل په توګه دغه هېواد ته رسوي، که چېرې دغه هېواد ته له ورتګ سره سم د پناه اخيستو غوښتنليک ورکړل شى، نو ممکن ومنل شي. که ویزه کې لاسوهنه وشي اوپوليس ورته متوجه شي، نو له هوايي ډګر يا د هېواد له پولو څخه بېرته راستنول کېږي، يا ممکن زندان ته واستول شي.

د کار جواز (Work permit)

داسې يوه پاڼه ده چې يو چاته په يوه هېواد کې د کار کولو اجازه ورکوي، د کار د جواز په لرلو سره يو څوک د پوره حقوقو او امتيازاتو لرونکى پېژندل کېږي، په اسانه د يوه کار دترسره کولو قرارداد کولاى شي او حکومت یې له دغه کار اوعايد څخه ماليه اخلي، خو که دغه کار کوونکي ژوبل يا ناروغ شي، نو بيمه هم لري. پرمختللو هیوادو کې درسمي کار لرونکي دتقاعد پرمهال خپل د تقاعدي امتيازهم اخلي، که څوک پوره پيسې ونه لري حکومت له دغو مالياتو څخه د هغه لپاره دده د کور کرايه هم ورکوي او څه د اړتيا وړ مرستې هم ورسره کوي، خو په مجموع کې له خپل پلرنی او اصلی ټاټوبی څخه لرې کیدل لویه اجتماعی او روانی ستونزه ده. د پورته ټولو شرایطو برابرول او پردي وطن کې د مهاجر په توګه منل کیدل اوږده او له منتونو او محنتونو ډکه پروسه ده.
د ځینو ارقامو له مخې افغانستان همدا اوس د دونیم میلیونو شاوخوا خارجی او د دوه میلیونو شاوخوا کورنی مهاجر او بی کوره وګړي لري. دغه ارقام د عراق او سوریې وضعیت ته نږدې حالت بیانوي. له کورنیو جنګونو مخکې افغانانو مهاجرت ته زړه نه ښه کاو او نه یې د مهاجرت مجبوریت درلود. افغانستان هغه مهال خپلو اتباعو او دنړۍ ډیرو نورو خلکو ته ترټولو غوره هیواد و ، آن هغو متخصصو او د لوړو زده کړولرونکو ته هم خپل وطن کی کار او اوسیدل ډیر غوره بریښیدل چې بهر کی ورته دمنل کیدو چانس زښت زیات و، خو موږ داسې ډیر کم کسان پیژنو چې له کورنیو جګړو مخکې مهاجر شوی وي. اروپاییانو به کابل ته د آسیا پاریس ویل. هغه وخت د افغانستان بیرغ داسې هسک رپید چې نړیوالو ورته په تعظیم سر ټیټاو. افغانستان د هر افغان ګډ کور و. دُعا به کوو چې افغانستان له جاري ستونزو بریالی راووځي او هر افغان بیرته خپل کور ته راشی.
خپل وطن، ګل وطن
هرچا ته خپل وطن کشمیر دی.

‍پوهاند محمد بشیر دودیال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب