ای ځوانه! غربپاله مه اوسه!!

اوسنی وخت دپخوا څخه ډېرې ځانګړنې لري ، اوس ددوه مخو اوازونه په ټوله اسلامي نړۍکې پورته دي، ګورو چې دهغو دپاره ویبپاڼې ، دتلویزون چاينلونه، داف ام چاینلونه ، خبرپاڼې،مجلې او نور مختلف اعلامي وسایل ځانګړي شوي دي ، میډیا اوس دفساد دخپرولو اساسي سرچينه ګرځېدلې، ددې څخه چې کوم دزیان ډار داسلام دين او ځوانانوته مخامخ دی ګومان نه کوم چې نورڅه به دومره زیامنوي. بلکې داویلی شو اوس میډیا دځوانانو فکر اوسوچ داسلامي کلچر (فرهنګ) څخه وراړولی او په غربي فکر او سوچ يې برابر کړي.

دغه دوه مخي غربي سټي څه اوسنی پیداوار نه دی، هغوی درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دوخت څخه راپدېخوا ددېدين سرسخته دښمنان دي ، دغه دوه مخي درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې هم موجود وو؛ هغو به تل په اسلام ملنډې وهلي اوصحابه وو ته به يې په زړونو کې مختلف شکونه اچول او ددې لارې به يې داسلام ددین مخه نیوله، دارنګه دوه مخي اوس زموږ په ټولنه کې په پراخه کچه موجود دي ، که ددغو غربي سټو خپرونې وګورې نو تل یې دا کوښښ وي چې ځوان نسل څنګه غربپاله کړي ، او څنګه ورڅخه داسلام مفکوره او ثقافت آخوا کړي. ددوه مخو ذکر الله تعالی دقرانکریم په اوه دېرش (۳۷) مختلفو ځايو کې کړی حتی چې ددوه مخو په باره کې يې پوره دالمنافقون سورت آستولی. همداراز رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په جلاجلا احادیثو کې ددوی یادښت کړی اوددوې باطلې لارې يې په نښه کړي.
نن زموږ ځوان نسل غربي مفکوره اوکلچر خپل کړی، که داوسني نسل څخه ددین په اړه څه پوښتنه وکړې نو په ځواب کې به درته ډېر پاتې راشي ، اما که دتولسي، خنده بازار او کرکټ پوښتنه ورڅخه وکړې نو بیابه درته دچينچړې په څېر ماغزه خوري..

نو پکارده ددغه غربي سټو زهریله پلانونو ته هوښیار اوسو، دهغو مقابله په پوره ایماندارۍ وکړو، په ټولنه کې داصلاحاتو ګام پورته کړو، دغه داصلاحاتو لړۍ باید دخپلې کورنۍ او خپلوانو څخه پېل کړو ، راځئ چې په ټولنه کې اسلامي فرهنګ اوثقافت دود کړو، خپلو بچو ته دکوچنیتوب څخه داسلامي ثقافت ښودنې وکړو.. همدارنګه په ښوونځیو او پوهنتونو کې اصلاحات راولو، دهغه مفسدینو مخه ونیسو چې ځوانان داصلاح په نامه فساد او بربادۍ خواته کاږي، (هغوی ځوانانو ته داسې اسلام ډالۍ کوي چې غربي نړۍ يې غواړي، داسې داصلاح ترنامه لاندې مفسدینوته مو خورا ډېر پاموي) الله تعالی دداسې رنګه خلکو په حق کې فرمايي : ( وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ،أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ ،وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ)
نو راځئ ټول په ګډه ددغې غربې سټو پلانونه شنډ او دفساد مخه یې ونیسو ترڅو زموږ ځوان نسل یو بااحساسه باوجدانه او په اسلام مثقف نسل جوړشي.
عمر الخراساني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب