په نبوي سيرت کې د تربوي تګلارې نښې نښانې ۲

څلورم: په تربيت کې د حوادثو استغلال:

د پيغمبر عليه السلام د تربوي منهج د ځانګړتياو څخه يوه ځانګړتيا دا وه چې هميشه به يې د تربوي توجيه لپاره د حوادثو څخه استفاده کوله، په دې معنی چې کله به کومه حادثه يا کومه پيښه رامنځته شوه، نو د هغې پيښې سره اړونده قضايا به يې په داسې توګه مطرح کولې چې د صحابه کرامو په ذهنونو کې په ښه توګه ځای ونيسي، بلکې همدا د قران کريم اسلوب هم دي، ددې معنی دا نه ده چې يواځې په داسې وخت کې به يې تربوی توجيهات صادرول، بلكې دداسې حوادثو څخه به يې ښه استفاده کوله تر څو داسې تربيتي توجيهات په ذهن کې ښه ترسيخ شي، د پيغمبر عليه السلام په ژوند کې ددې ډير زيات مثالونه شته، د بيلګې په توګه دا لاندې مثالونه د ملاحظې وړ دي:
د سورت الحجرات دا آيتونه: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ.) (الحجرات: ۶)
لکه څرنګه چې معلومه ده چې دا ايتونه د داسې يوې حادثې څخه وروسته نازل شوي دي چې په هغی کې د ډيرو خلکو د هلاکت او وينې تويدو امکانات برابر شوي وو، خو الله تعالی خير کړ او حادثه رامنځته نه شوه، ددې احتمالي حادثې اصلي لامل د تحقيق څخه پرته د يو خبر او معلوماتو نقل کول وو، ددې حادثې د پيښيدو څخه وروسته په قران کريم کې مسلمانانو ته دا لارښوونه وشوه چې د فاسق په خبر باندې اعتبار مه کوی ځکه ددې امکان شته چې ددې خبر له امله چا ته ډیر زيات نقصان ورسيږي، دا نقصان به تاسې په ناپوهۍ کې رسولی وي، بيا به يې نه ازاله کولی شی او د پښېمانۍ څخه پرته به بله کومه لار درسره نه وي، نو طبیعي خبره ده چې دداسې يو حادثې څخه وروسته داسې يوه لارښوونه هميش لپاره د اورېدونکو په ذهن کې نقش پاتې کېږی.
همدا راز ددې يو بله بېلګه او مثال د مخزومې ښځې قضيه ده، کله چېيو معتبرې ښځې غلا وکړه او پيغمبر عليه السلام پرې د غلا حد نافذول وغوښتل صحابو حضرت اسامه پيغمبر عليه السلام ته وليږه، چې د هغې ښځې څخه حد تخفيف کړي، نو پيغمبر عليه السلام ورته وويل: والله لو ان فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت يدها…أتشفع فی حد من حدود الله؟! ای اسامة ته د الله تعالی د حدودو څخه د يو حد د نه نافذولو لپاره سفارش کوي؟ نو دا په څو لحاظو د ټولو صحابو او پخپله د حضرت اسامه بن زيد لپاره هم داسې یو درس وه چې بيا يې هرېدل ګران دي، همدا راز دا د صحابو تر منځ د مساوات د فقيرانو او مالدارانو ترمنځ د الله د حدودو په وړاندې د يو شانتوالی په يو نه هېريدونکې درس وه، همدا راز يې صحابو او د امت ټولو افرادو ته يې دا درس ورکړ چې د الله تعالی په حدود کې شفاعت نه کېږي، او دا یواځې هغه وخت ممکن شو چې پيغمبر عليه السلام ددې حادثې څخه وروسته دا تربيتې موقف غوره کړ.
– همدا راز د عمرو بن ابی سلمه سره د پيغمبر عليه السلام دا موقف هم د همدی قبیل څخه دی، هغه وايی: ” كنت غلاماً في حجر رسول الله – عليه السلام – فكانت يدي تطيش في الصحفة ، فقال لي رسول الله ” يا غلام : سم الله تعالى و كل بيمينك ، و كل مما يليك . فما زالت تلك طعمتي بعدُ” زه وړوکې د پيغمبر عليه السلام په کفالت او تربيت کې وم، نو (د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې به) زما لاس په کاسه کې يو خوا بل خوا حرکت کاوه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: ای هلکه د الله نوم ياده کړه (بسم الله وايه) او په ښي لاس د خوراک کوه، او د هغه ځای څخه يې خوره چې تا ته نږدې دی، نو عمرو بن ابی سلمة وايی ددې ارشاد څخه وروسته زه په همدې ډول ډوډۍ خورم، يعنې د حادثې څخه وروسته تنبيه ورته دومره فايده ورسوله چې دا يې په زړه کې راسخ شوه او بيا يې د هغې مخالفت ونه کړ.

پنځم: ميدانې تربيت:

د پيغمبر عليه السلام ټول ژوند د ميدانې تربيې څخه عبارت دی، د مربيانو ترمنځ دوه ډوله اراء موجود دي يو دا چې انسان په مشکل کې وا نه اچول شې، او لومړی د هغې تربيه تکميل شي بيا به مسؤوليتونه په غاړه اخلي مګر د پيغمبر عليه السلام طريقه دا وه چې په خپل احداث د انسان روزنه کوي، هغه هميشه په صحابو مسؤوليتونه ور اچولي او د همدې مسؤوليتونو په نتيجه کې د هغوی روزنه شوی ده، لکه حضرت اسامة بن زيد چې يو کشر ځوان وه هغه يی شام د استول شوی لښکر قايد او مشر و ټاکه تر څو په دی توګه د هغوی تربيت وشي، خو ددې معنی دا نه ده چې مخکې له مخکې نه تربيت ته هيڅ ډول اړتيا نشته.

شپږم: د افرادو متميز اړخونه پيژندل او هغی ته وده ورکول:

your ads

پيغمبر عليه السلام په تربوي لحاظ په ټولو باندی اهتمام کاوه مګر ددې ترڅنګ يې په هر چا کې د هغی ځانګړتياوې معلومولی او هغی ته به يی وده ورکوله، د همدې امله يې ډير صحابه د هغوی د خاصو ځانګړتياو له امله په ځانګړو نومونو او القابو مسمی کړی وو، تر څو په هغوی کې دا صفات نور هم تقويه کړی، حضرت خالد بن الوليد ته يې سيف الله لقب ورکړی وه، ځکه په هغی کې د جنګي قيادت او رهبري ځانګړي اوصاف موجود وو، حضرت ابو عبيده بن الجراح ته يې امين هذه الامة لقب ورکړی و، تر څو د امانت دا وصف پکښی نور هم تقويه کړی، همدا راز معاذ بن جبل ته يې اعلم الصحابة بالحلال والحرام وايه او نورو ډيرو صحابو ته يې همداسې القاب ورکړی وو تر څو دا ځانګړي جوانب په هغوی کې تقويه شي.

اوم: چا به چې کوم ښه کار وکړ د هغې توصيف کول:

کله به چې هم پيغمبر علېه السلام څوک وليده چې کوم متميز کار کوي هغه به يې تشجيع کاوه، د هغه د کار توصيف به يې کاوه، په دې باب به يې هيڅکله د بخل څخه کار نه اخيسته، د پيغمبر عليه السلام ټول ژوند ددې ښه بيلګه ده، مګر د مثال په توګه هغه حديث دی چې په هغه کې پيغمبر عليه السلام د حضرت ابو موسی الاشعری صفت کوي، هغه پخپله روايت کوي وايی:
أن النبي صلى الله عليه وسلم قال له: «لو رأيتني وأنا أستمع لقراءتك البارحة، لقد أوتيت مزمارا من مزامير آل دواد» رواه مسلم
چې پيغمبر عليه السلام هغی ته وويل کاش کې تا زه ليدلی چې ما ستا تلاوت ته بيګا شپه غوږ ايښي وه! تاته الله تعالی د حضرت داود علېه السلام د اولاد د ښکلی غږ څخه يو څه برخه درکړی ده، يعنې ستا اواز هم ډير ښکلی دی چې کله د قران کريم تلاوت کوی، پيغمبر عليه السلام د حضرت ابی موسی اشعری صفت په خاطر وکړ چې د نيکې په دی کار کې د هغی نشاط لا زيات شي، مګر که چېرته کوم مربې په دی پوهيږی چې د صفت له امله څوک په غرور کې مبتلاء کېږی نو بېا بايد دا ونه کړی مګر د صفت نه کولو باعث يې بايد حسد او بخل نه وي.

أتم: د غلطی کونکې سره د شفقت معامله کول او هغه نه رټل:

د پيغمبر عليه السلام د تربيت اسلوب دا وه چې کله به چا غلطې وکړه هغه به يې نه رټه او نه به ېې ورته ستغې سپورې ويلي، بلکه هغی سره به يې د شفقت معامله کوله هغه به يې په خبره باندې پوه کاوه، د پيغمبر علیه السلام په ژوند کې ددې بې شماره مثالون شته چې د غلطې کونکې سره د هغه دا تربوی تعامل ترې څرګنديږي، مګر موږ د بيلګې په توګه دلته دا دوه حديثونه لولو: (عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : جَاءَ أَعْرَابِىٌّ إِلَى الْمَسْجِدِ ، فَبَالَ فِى الْمَسْجِدِ ، فَقَالَ أَصْحَابُ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- : مَهْ مَهْ. فَقَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- :« لاَ تُزْرِمُوهُ ». فَلَمَّا فَرَغَ دَعَا بِهِ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ :« إِنَّ هَذِهِ الْمَسَاجِدَ لَمْ تُتَّخَذْ لِهَذَا الْخَلاَءِ وَالْبَوْلِ وَالْقَذَرِ ، إِنَّمَا تُتَّخَذُ لِقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ وَلِذِكْرِ اللَّهِ تَعَالَى ». ثُمَّ أَمَرَ بَعْضَ أَصْحَابِهِ بِذَنُوبٍ أَوْ بِدَلْوٍ مِنْ مَاءٍ فَصَبَّهُ عَلَيْهِ. او په بل روايت کي راغلي دي « دَعُوهُ وَأَهْرِيقُوا عَلَى بَوْلِهِ سَجْلاً مِنْ مَاءٍ أَوْ ذَنُوبًا مِنْ مَاءٍ ، فَإِنَّمَا بُعِثْتُمْ مَيَسِّرِينَ وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ » رواه البيهقي.
انس بن مالک رضی الله عنه وايی: يو بدوی کوچې مسجد ته راغی نو مسجد کې يې واړه بول وکړل، نو صحابو ورته وويل: مه کوه مه کوه، نو پيغمبر عليه السلام ورته وفرمايل: په هغه بادې بولې مه قطع کوی، کله چې فارغ شو، نو پيغمبر عليه السلام راوغوښته، او ورته يې وفرمايل: دا مساجد د صحراء ګشت، بولو او ګندګی لپاره نه دی، بلکه دا قران کريم د تلاوت او د الله د ذکر لپاره جوړ شوی دد، بيا يې يو صحابي ته حکم وکړ چې د هغی په بولو يو ډولچه اوبه واړوي، نو هغه پری اوبه واړولې. په بل روايت کې راځي چې پريږدي يې، او په بولو باندې يې يو ډولچه اوبه واړوي، ځکه تاسې اسانی پيداکونکې ليږل شوی اوسی سختي پيدا کونکې نه اوسی ليږل شوي.
همدا راز د معاوية بن الحکم واقعه ددی ډير ښه دليل دی، هغه وايی: (وَبَيْنَا أَنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الصَّلَاةِ إِذْ عَطَسَ رَجُلٌ مِنْ الْقَوْمِ فَقُلْتُ يَرْحَمُكَ اللَّهُ فَحَدَّقَنِي الْقَوْمُ بِأَبْصَارِهِمْ فَقُلْتُ وَا ثُكْلَ أُمِّيَاهُ مَا لَكُمْ تَنْظُرُونَ إِلَيَّ قَالَ فَضَرَبَ الْقَوْمُ بِأَيْدِيهِمْ عَلَى أَفْخَاذِهِمْ فَلَمَّا رَأَيْتُهُمْ يُسَكِّتُونِي لَكِنِّي سَكَتُّ فَلَمَّا انْصَرَفَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَعَانِي بِأَبِي وَأُمِّي هُوَ مَا ضَرَبَنِي وَلَا كَهَرَنِي وَلَا سَبَّنِي مَا رَأَيْتُ مُعَلِّمًا قَبْلَهُ وَلَا بَعْدَهُ أَحْسَنَ تَعْلِيمًا مِنْهُ قَالَ إِنَّ صَلَاتَنَا هَذِهِ لَا يَصْلُحُ فِيهَا شَيْءٌ مِنْ كَلَامِ النَّاسِ إِنَّمَا هُوَ التَّسْبِيحُ وَالتَّكْبِيرُ وَتِلَاوَةُ الْقُرْآنِ…..) رواه النسائي زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په لمانځه کې وم، چې يو سړی وپرنجيده، نو ما ورته (په لمانځه کې وويل) يرحمک الله، نو خلکو ماته بد بد راوکتل، نو ما ووېل: څه خبره ده چې ما ته داسې راګوري، نو خلکو خپل لاسونه په زنګنونو ووهل، کله چې ما وليدل چې خلک مې چپ کوي، (اراده خو مې نه وه) مګر زه بيا هم چپ شوم، کله چې پغيمبر عليه السلام د لمانځه څخه راوګرځيد، زما مور او پلار دې ترې قربان وي زه يې راو غوښتلم، نه يې ووهلم نه يې و رټلم، او نه يې راته ستغې او سپورې وکړې، ما نه مخکې او نه وروسته داس کوم معلم نه دی ليدلی چې د هغه څخه ښه تعليم ورکونکې وي، نو راته يې وفرمايل: زموږ دا لمونځ د خلکو د خبرو لپاره نه دی جوړ، دا لمونځ خو د تسبيح، تکبير او دقران کريم د تلاوت څخه عبارت دی. دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم منهج او تګلاره وه، چې څومره مؤثره او اغيزمنه لاره وه.

نهم: كله به چې په کوم کار کې مذمت وه په هغه کې د تعريض څخه کار اخيستل:

کله به هم چې داسې کوم کار چې هغه به د مذمت وړ وه د چا څخه صادر شو، او پيغمبر عليه السلام به غوښتل چې د هغی مذمت وکړي، په دی مذمت کې به يې د تعريض څخه کار اخيسته، يعني په اشارو کنايو کې به يې هغه انسان په دې پوه کاوه چې دا کار بد او ناوړه دی، او صراحتا به يې هغه شخص ته دا نه ويل چې تا دداسې کړی دی، دا طريقه بې ځکه غوره کوله چې په دی کې د هغه انسان د مشاعرو خيال ساتل کېږي، همدا راز تربوي توجيه تعميم مومي، په دې معنی که چېرته د همدې انسان نوم اخيستل شوی وی څوک چې به چې په مشکل کې اخته وه، او د چا څخه به چې دا ناوړه کار شوی وه، نو ددې احتمال وه چې خلک دا تصور وکړی چې دا توجيه يواځی د همدی شخص لپاره ده، حال دا چې دا توجيه به عامه او د ټول امت لپاره وه، په دی باب ډير زيات واقعات شته مګر دا راتلونکې حديث په دی باب خورا څرګند دی:
عن أبي حُميد الساعدي رضي الله عنه قال: استعمل رسول الله صلى الله عليه وسلم رجلاً على صدقات بني سليم، يدعى ابن اللتبية، فلما جاء حاسبه، فقال: هذا مالكم، وهذا هدية. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «فهلا جلست في بيت أبيك وأمك حتى تأتيك هديتك إن كنت صادقا؟» ثم خطبنا، فحمد الله، وأثنى عليه، ثم قال: «أما بعد فإني أستعمل الرجل منكم على العمل مما ولاني الله فيأتي فيقول: هذا مالكم، وهذا هدية أهديت لي، أفلا جلس في بيت أبيه وأمه حتى تأتيه هديته؟ والله لا يأخذ أحد منكم شيئاً بغير حقه إلا لقي الله بحمله يوم القيامة، فلا أعرفن أحداً منكم لقي الله يحمل بعيراً له رُغاء أو بقرة لها خوار، أو شاة تيعر». ثم رفع يديه حتى رؤي بياض إبطيه يقول: «اللهم بلغت»رواه البخاري.
د ابو حميد سهل بن سعد الساعدی رضی الله عنه څخه روايت دی چې پيغمبر علیه السلام يو شخص چې ابن اللتبية نوميده د بنو سليم قبيلی د زکات په راټولولو وګماره، کله چې بيرته راغی نو پيغمبر عليه السلام ورسره حساب کتاب وکړ، نو هغی وويل: دا ستاسی مال دی، او دا (ماته) هديه ده، نو پيغمبر عليه السلام ورته وفرمايل: (که ريښتيا وايی نو ولی بيا د خپل پلار او مور په کور کې نه کښناستی چې ستا هديه تا ته راغلی وی؟) (يعنی دا که هديه هم وي نو تاته په شخصی حيثيت نه ده راغلی) بيايي موږ ته خطبه راکړه او ويی فرمايل: اما بعد! زه د هغه کارونو څخه په يو کار چې الله تعالی يی ماته مسؤوليت سپارلی دي ستاسې څخه یو شخص ګومارم، هغه بيا راځی او وايی چې دا ستاسی مال دی (د بيت المال مال دی) او دا هديه ده چې ماته راکړ شوی ده، نو دا شخص ولی د خپل مور او پلار په کور کې نه کښناسته چې هديه ورته راغلی و، په الله قسم چې تاسې څخه هيڅوک يو شی نا حقه نه اخلی مګر د الله تعالی سره به د قيامت په ورځ داسې حال کې مخ شي چې هغه به پری بار وي، ستاسې څخه زه بايد داسې څوک ونه پيژنم چې الله سره ( د قيامت په ورځ) په داسې حال کې مخامخ شی چې اوښ يې په شا کړی او هغه غوړيږي، او يا يې غوا په شا کړې او هغه رمباړې وهي، او يا يې ميږه په شاکړي وي چې هغه رمباړې وهي، بيا يی لاسونه اوچت کړل تردی چې تخرګونه يی ښکاره شول، او ويی ويل: ای الله ته ګواه اوسه چې ما دا پيغام ورساوه. په حديث کې ښه په څرګنده دا معلوميږی چې کله پيغمبر علیه السلام په منبر باندی ودريده نو هلته يې د ابن اللتبية نوم وا نه اخيست بلکه عام خبره يې وکړه چې هغه پوه شی او د نور ټولو لپاره درس وګرځی، او ددی لپاره هم چې د هغی احساسات مجروح نه شی، ځکه اصل مقصد خو د مشکل علاج کول دی نه چې د چا سپکول او توهين کول، او دا کار د نوم د اخيستلو څخه پرته هم کېدلی شی، او خصوصا کله چې د منبر په سر خبره کېږي نو بيا خو په دی باب ډير احتياط کولو ته اړتيا ده.

لسم: كوم دريځ به چې د قهرجن غصه کېدو غوښتنه کوله هلته به يی د همدی څخه کار اخيسته:

كله به چې پيغمبر عليه السلام داسی څه کار ولیده چې هغی به ددی غوښتنه کوله چې هلته پيغمبر عليه السلام د غصې او قهر د څرګندولو څخه کار واخلی هلته به يې د همدې څخه کار اخيسته، او په عامه توګه به دا به هغه وخت کېده چې کله به يی د خپلو متمیزو صحابو او قيادی شخصيتونو څخه داسی څه وليدل چې په شرعي لحاظ به خطا اوغلطي شميرل کېدل، او په ځانګړی توګه کله به چې غلطي د شخصي حيثيت څخه تجاوز وکړ او عمومي بڼه به يې غوره کړه، او یا به کومه غلطي د کومې فتنې او يا د منهج څخه د انحراف پيل ښکاره شو، نو هلته به يی د قهر او غصی څرګندونه کوله، مګر دا غصه او قهر به هم په خپلو حدودو کې پاتې کېده، د بيلګی په توګه:د قران پرځای د پخوانيو اسماني کتابونو لوستل او په هغو اعتماد کول او د پيغبمر علیه السلام قهر او غصه، د همدې جملې څخه شميرل کېږي، په دې باب د جابر بن عبد الله څخه روايت دی هغه وايي: أن عمر بن الخطاب رضي الله عنه أتى رسول الله صلى الله عليه وسلم بنسخة من التوراة فقال: يا رسول الله، هذه نسخة من التوراة، فسكت فجعل يقرأ ووجه رسول الله يتغير، فقال أبو بكر: ثكلتك الثواكل، ما ترى بوجه رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ فنظر عمر إلى وجه رسول الله صلى الله عليه وسلم: فقال: أعوذ بالله من غضب الله وغضب رسوله رضينا بالله ربًّا، وبالإسلام دينًا، وبمحمد نبياً، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «والذي نفس محمد بيده لو بدا لكم موسى فاتبعتموه وتركتموني لضللتم عن سواء السبيل، ولو كان حياَّ وأدرك نبوتي لاتبعني» رواه الهيثمي فی مجمع الزوائد.
حضرت عمر رضي الله عنه د پيغمبر علیه السلام حضور ته د تورات يوه نسخه راوړه، او ويې ويل: ای رسول الله دا د تورات يوه نسخه ده، نو پيغمبر عليه السلام (دا خبره واوريده ) خو چپ پاتی شو، نو حضرت عمر رضی الله عنه د هغی لوستل پيل کړل، او د پيغمبر علیه السلام مبارک مخ په تغير کېدو شو، نو حضرت ابوبکر رضی الله وويل: مور دی بوره شه، ته د پيغمبر عليه السلام په مبارک مخ کې هغه (قهر او غضب) ته متوجه نه يې؟ نو حضرت عمر رضي الله عنه د پیغمبر علیه السلام مخ مبارک ته وليدل، نو ويې ويل: زه د الله او د هغی د رسول د قهر او غضب څخه د الله پناه غواړم، موږ په الله تعالی باندې د رب په حيث، او په اسلام باندی د دين په حيث، او په حضرت محمد عليه السلام باندی د نبي په حيث راضی او خوشحاله يو، نو پيغمبر عليه السلام ورته وفرمايل: په هغه ذات مې قسم چې د محمد روح د هغ هپه قدرت کې دی که تاسې ته حضرت موسی عليه السلام را ښکاره شی او تاسې د هغوی اتباع وکړ او ما پريږدي نو تاسې به د سمې لارې څخه ګمراه شی، او که موسی علیه السلام ژوندی وی او زما د نبوت زمانه یې موندلی وی نو زما تابعداری به یی کړی وی. په دې حديث شريف کې ګورو چې کله د حضرت عمر په څير يو شخص څخه چې هغه د صحابو په منځ کې د قيادي شخصيت خاوند وه داسې څه څرګنديږي چې هغه د يوې فتنې او منهجي غلطۍ پيل جوړيدلی شی نو پيغمبر عليه السلام ددې غلطۍ سره د قهر او غصې په څرګندولو سره تعامل وکړ چې څوک بیا داسې غلطی تکرار نه کړي.
د تيسير په خلاف ورزی د پيغمبر عليه السلام قهر کېدل: پيغمبر عليه السلام په ټول ژوند کې خلک په اسانتيا روزلی، نو کله به يی چې ددی منهج کوم مخالف کار وليده په هغه به انتهايي زيات غصه کېده، په دی باب د حضرت ابو مسعود الأنصاري رضي الله عنه څخه روايت دی هغه وايې: قال رجل: يا رسول الله، لا أكاد أدرك الصلاة مما يطول بنا فلان، فما رأيت النبي صلى الله عليه وسلم في موعظة أشدَّ غضبًا من يومئذ فقال: «أيها الناس إنكم منفرون، فمن صلى بالناس فليخفف فإن فيهم المريض والضعيف وذا الحاجة»رواه البخاري. يو سړی وويل: ای د الله پيغمبر له دی امله چې فلانی ډېر اوږده لمونځونه موږ ته راکوی نو زه لمانځه ته نشم حاضرېدلی، هغه صحابی واېې: ما پيغمبر علېه السلام هېڅکله هم دومره په قهر نه وه لېدلی څومره چې په دی ورځ په وعظ کې قهر شو، او وېي فرمايل: ای خلکو! ايا تاسې خلک د دين څخه متنفر کوی؟ څوک هم چې د امام په حيث خلکو ته لمونځ کوی نو بايد مختصر يی وکړی، ځکه په خلکوکې مريض، ضعيف، او حاجتمند هم وي.
دا د حضرت د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د دعوتی منهج اوتګلاری بارز ټکې دی، مونږ ته پکار دی چې پيغمبر عليه السلام په دی لار کې هم خپل لارښوود او راهنما وګڼو، ځکه همدا د کاميابی لپاره بندي دروازې بېرته کوي، الله تعالی دي موږ ټولو ته پېغمبر عليه السلام پسې د اقتداء توفيق په نصيب کړی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قافله مجله

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب