اخلاقټولنه

د ملګرتیا قولونه او مفهوم -په اسلام کې د ملګرتيا حقوق، اصول او آداب ۱

ملګرتیا د نسبت له پلوه څو ډولونه لري  که یې نسبت الله تعالی ته وکړې نوله الله تعالى سره د ملګرتيا مفهوم دا دی چي هغه هميشه د خپل قول وفعل نګران وګڼې د هغه خوف او وېره د تل او په هرحالت کي په زړه كي وي د هغه هيبت د مراقب وي  د هغه اوامر د منلي وي او له كوموكارونو چي ئي منع كړی ئي له هغو ځخه د ځان ساتلی وي او هغه نيك كارونه چي هغه د الله تعالى د رضا موجبات وي هميشه د هغه په تكل او تلاش كي ئي او ژبه د هميشه د الله تعالى په شكراوذكر لنده وي  دا دالله تعالى د ملګرتيا او ميني معنا دي .

عن عبد الله بن سلام قال قال موسى عليه السلام يا رب ما الشكر الذي نبغي لك قال لا يزال لسانك رطبا من ذكري  (الدرالمنثور)

عبد الله بن سلام فرمائي چي موسى عليه السلام الله تعالى ته وْويل : اې زماربه زه ستا شكر په كوم شكل ادا كړم ؟ الله تعالى ْورته وْويل چي خپله ژبه تل زما په يادلنده ساته .

او كه څوك د الله تعالى د اوامرو پابند نه وي د هغه حكمونو ته غاړه نه ږدي او له محرماتو او منكراتو ځخه لاس نه آخلي نو بيا كه هغه د الله تعالى د صحبت او محبت دعوا كوي او دهغه د رحمت تمنا كوي نو دا ادعا او تمنا ئي بېځايه ده .

په رابعه بصري رحمةالله تعالى عليها چي به كله دالله تعالى د ميني حالت غالب شو دابه ئي ويل :

تعصي الاله وأنت تظهر حبه ……………………………………   هذا محال في الفعال بديع

لو كان حبك صادقا لاطعته …………………………………….  ان المحب لمن أحب مطيع

ته دالله تعالى د ميني اظهاركوې او اوامرو ته ئي غاړه نه ږدي دا امكان نلري او دا د نويه طريقه خپله كړي ده كه ستا مينه په ريښتياوای تا به د هغه اطاعت كولو ځكه چي مين د خپل معشوق فرمانبردار وي .

      د ملګرتیا نسبت چي کله  رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وشي د هغه د صحبت او ملګرتيا مفهوم په هغه ايمان راوړل او د هغه د قولي او فعلي سنتونو اتباع او په ځان ، کورنۍ ، ټولنه او چاپېریال کي عملي كول دی الله تعالى فرمائي :

 (و ماآتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا)

 هغه څه چي تاسوته ستاسو پيغمبر(ص) دركړي دي هغه درنيسۍ او له كوم شي ځخه چي ئي تاسي منع كړي ياست له هغه ځخه خپل ځانونه وژغورۍ .

بل ډول ملګرتیاله علماوو مسلمانو پوهانواودالله تعالى له دوستانو (اولياءالله تعالى) سره ده د هغوی ددوستي معناله هغوي سره مينه اومحبت کول ، د هغوی د اړتیا په صورت کي د هغوي خدمت کول ، اود شريعت په چوکاټ كي د هغوي قدر او احترام كول او د هغوي له علم پوهني او فيوضاتو ځخه متبرك كيدل او دهغوي د ارشاداتو مطابق چي له شريعت سره موافق وي خپل ژوند سمبالول دی .

بل ډول ملګرتیا له حقدارانو او مشرانو سره ده له مشرانو سره دملګرتیا مفهوم د هغوی احترام کول ، د هغوی خبري منل د هغوی په هدایاتو چي له دین سره تضاد ونلري او معصیت په کي نه وي عمل کول ، له هغوی سره په حیاء او ادب سره چال چلند کول او په د هغوی په حضور او غیاب کي د هغوی عزت کول او له توهېن ځخه یې ځان ساتل دی دا هر څه په شریعت سره ثابت دي چي پخپل ځای به د هرڅه بشپړ تفصیل وشي انشاء الله تعالی .

بل ډول ملګرتیا له کشرانو اوماشومانو سره ده له کشرانو سره د ملګرتیا مفهوم هغوی په خپله مینه خړوبول ، د هغوی پاملرنه کول ، په مینه او محبت د هغوی د اخلاقو او کړو وړواو تعلقاتو نګراني کول د دین په چوکاټ کي د هغوی زده کړي ، روزني او پوهني ته پاملرنه کول   اود یو مشفق پلار په څېر په هغوی باندي شفقت کول دی

بل ډول ملګرتیا له خپلو مېرمنو سره ده له خپلي مېرمني سره د ملګرتیا مفهوم تر هر څه د مخه د هغې  په دین خبرول ، په ښو اخلاقو او نرمي سره هغه د اسلام د احکامو لکه لمونځ ، روژه ، نوافل ، د تهجد او اشراق د لمونځونو لورته تشویق کول ، د هغې زړه په لاس کي نېول ، هر وخت د هغې دښځینه جسمي او ذهني کمزورتیا خیال ساتل ، د هغې د خدمتونو چي ستا او ستا د مېلمنو او خپلو خپلوانواو ستاد اولاد یې په سر اخېستي دي قدر داني کول ، د کور په کارونو اودرنو خدمتونو کي په تېره بیا د هغې د ناروغي په صورت کي له هغې سره شریک کېدل ، د قدرت مطابق د هغې د ناروغتیاوو په صورت کي په متخصصو ډاکټرانو د هغې علاج او معالجه کول اوهروخت د هغې په حضور کي د ترغیب لپاره او په غیاب کي او وروسته له مرګه دعا کول دي .

بل ډول ملګرتیا له عامو بېسوادو مسلمانانوسره ده له هغوی سره د صحبت مفهوم دا دی چي هغوي ته د همدردي په سترګه كتل ، په هعوي زړسوی كول چي الله تعالى د علم او پوهني له نعمت ځخه محروم كړي دي او د الله تعالى ددي ستر نعمت شكر ادا كول دي چي ته ئي د هغوی په شان نه ئي ګرزولی او تل هغوي ته ددین تبلیغ کول او هغوی د اسلام په مزایاوو خبرول او هغوی ته دا دعاكول دي چي الله تعالى هغوي ته د جهالت له مصيبته نجات ورکړي .

اوس به د ملګرتیا اصول ، د ملګرتیاآداب او دملګرو حقوق تر بحث لاندي ونېسو :

(۱)   دیانت دار او هوښیار کسان په ملګرتیا نیسه
یو هم د ملګرتيا له آدابو ځخه د ښه ملګري انتخاب كول دي چي بايد هوښيار، په دين خبر، ب� �دباره  او دتقوا څښتن وي .
يقول ذا النون ما خلع الله على عبد من عبيده خلعة أحسن من العقل ولا � �لده الله قلادة أجمل من العلم ولا زينه بزينة أفضل من الحلم وكمال ذلك التقوى. (اداب الصحبة)
ذالنون ا� �مصري رحمة الله تعالی علیه چي یو ستر ولي الله تېر شوی دی فرمایې : الله تعالى خپل بنده ته تر عقل بله ښائسته جامه نه ده وراغوستلي اونه ئي تر علم ښکلی هار ور په غاړه كړی دی  او نه ئي تربردباري په بله ښه ګېڼه ښائسته كړی دی او داهرڅه په تقواسره بشپړ كېږي .
عن عبد الله الحسن عن أبيه عن جده قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم من سعادة المرء أن يكون إخوانه صالحين. (المغني عن حمل الأسفار)
له عبدالله الح سن رضي الله تعالى عنهم ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د انسان يوه نيكمرغي داهم دي چي وروڼه ئي نيكان وي .
(۲)له رفقاء السوء (بدانو ملګرو)ځخه ځان ساته
كوم عادتونه او خويونه لكه غيبت ،  نميمت او خبررساني، وعده خلافي ، دروغ ، خيانت ، بغض او حسد ، نفاق ، دوكه او فريب ،  بخل ،  حرص، تكبراو غرور، غلا، بي حيائي ، بدګوئي ، بدفعلي او بيديني ،  بي نمازي حرام خوري له بېدینه کسانو سره تعلقات او داسي نوركوم عادتونه چي اسلام حرام بللي دي خواه  كه هغه  قولي وي او كه فعلي كه  په یوچا كي موجود وي نو هغوی ته رفقاء السوء (بدان ملګري) يعني بد او ناصالح ملګري ويل كېږي د ذکرشویو رنځونو له لرونکیو انسانانو سره رفاقت او ملګرتیا کول نه ده روا البته که یو څوک ډاډمن  وي چي د هغوی اعمال دده په کریکټر څه اغېزه نشي کولای نوله داسي کسانو سره د په دې خاطر ښه تعلقات وساتي چي هغوی نېکي لاري دعوت او ترغېب کړي که هغوی په همدې خط پرېښودل شي کېدای شي د ټولني نور افراد هم بې لاري کړي او که زمونږ او ستاسي یو ملګری منحرف شي او مونږ پوه شو چي هغه بد اخلاقه شوی دی باید د هغه د اصلاح لپاره سمدلاسه مټي را ونغاړو او په هره ممکنه وسیله چي وي هغه روغي لاري ته تشویق کړو او که د هغوی د اصلاح امید بالکل ختم او منقطع شي بیا یې باید له ملګرتیا ځخه لاس واخلو ځکه چي زمونږ خپلوي او دښمني هرڅه باید د الله تعالی لپاره وي مسلمان ته  په كار ده چي هميشه نيكان او تقواداره ملګـري ځان ته غوره كړي اود نېکانو او صالحینوتلاش د وكړي .
عن عمر بن الخطاب قال من تعرض للتهمة فلا يلومن من أساء به الظن ومن كتم سره كان الخيار إليه ومن أفشاه كان الخيار عليه وضع أمر أخيك على أحسنه حتى يأتيك منه ما يغلبك ولا تظنن بكلمة خرجت من أخيك سوءا وأنت تجد لها في الخير محملا وكن في اكتساب الإخوان فإنهم جنة عند الرخاء وعدة عند البلاء وآخ الإخوان على قدر التقوى وشاور في أمرك الذين يخافون الله (الدرالمنثور)
له عمربن الخطاب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي  فرمائي:  چاچي دتهمت ځاي ته ځان وړاندي كړ بيا د هغه څوك نه ملامت كوي چي ورباندي  بدګـمانه شي او چاچي خپل راز وساتلو بيا د هغه د ساتلوواك له ده سره دی اوكه چا خپل راز لوڅ كړ بيا ئي واك له بل سره دی او د خپل ورور خبري ته ښه جامه وراغونده ترڅو چي د هغه له خواداسي څه نه وي شوي چي هغه ستا په خبره غالب شي او تر هغه وخته د ورور په خبره مه بد ګـمانه كېږه تر څو چي ته ْورته د خير اح تمال پيدا كولای شې او د وروڼو تلاش كوه ځكه چي هغوي په خوشالي كي لكه جنت داسي دي او په  سخته كي د وسله او درسته ده او له وروڼو سره ورورولي د هغوي د تقوا په اندازه كوه  او په خپل كار كي له هغه چا سره مصلحت كوه چي له الله تعالی ځخه وېرېږي .
عن سعيد بن المسيب قال وضع عمر بن الخطاب للناس ثماني عشرة كلمة حكم كلها قال ما عاقبت من عصى الله فيك بمثل أن تطيع الله فيه وضع أمر أخيك على أحسنه حتى يجيئك منه ما يغلبك ولا تظنن بكلمة خ� �جت من مسلم شرا وأنت تجد لها في الخير محملا ومن عرض نفسه للتهم فلا يلومن من أساء به الظن ومن كتم سره كانت الخيرة في يده وعليك باخوان الصدق تعش في أكنافهم فإنهم زينة في الرخاء وعدة في البلاء وعليك بالصدق وإن قتلك ولا تعرض فيما لا يعنى ولا تسأل عما لم يكن فإن فيما كان شغلا عما لم يكن ولا تطلبن حاجتك إلى من لا يحب نجاحها لك ولا تهاون بالحلف الكاذب فيهلكك الله ولا تصحب الفجار لتتعلم من فجورهم واعتزل عدوك واحذر صديقك إلا الأمين ولا أمين إلا من خشى الله وتخشع عند القبور وذل عند الطاعة واستعصم عند المعصية واستشر في أمرك الذين يخشون الله فإن الله تعالى يقول إنما يخشى الله من عباده العلماء. (الدر المنثور)
له سعيد بن المسيب رحمة الله تعالى عليه ځخه روايت دی چي عمربن الخطاب اتلس (18) نقاط ذكر كړي دي چي تول حكمتونه دي  هغه فرمائي :  چاچي ستا په متعلق د الله تعالى نافرماني كړي ده تر دي ئي لويه سزا نشته  چي ته دهغه په هكله د الله تعالى حكم عملي كړې او د خپل مسلمان ورور خبري ته تر هغه وخته ښه جامه ْور اغونده تر څو چي دهغه خبره  په تا غالبه شوي نه وي او د مسلمان په يوه خبره  تر هغه وخته مه بد ګـمانه كېږه  ترڅو چي ته د خير احتمال ورته موندلی شې  اوچاچي ځان د تهم ت ځاي ته وړاندي كړ بيا د هغه څوك نه ملامت كوي چي پرې بد ګـمانه شي او چاچي خپل راز وساتلو اختيار ئي له ده سره دي  او ريښتوني او صادقان  وروڼه ځان ته غواړه چي په څنګ كي ئي واوسېږي ځكه چي هغوي ستا په خوشالي كي ستا لپاره ښائست دي او په بده ورځ كي د وسله ده  او ريښتيا وئيل د ځان عادت جوړ كړه كه څه هم ستا د مرګ خطره وي او له كوم كارياخبري سره چي ستا څه غرض او ګټـه  نه وي يعني ستادنيوي يا اخروي ګټه په كي نه وي له هغه لېري ګـرزه  ، اوڅه چي پېښ شوي نه وي د هغه پوښتنه مه كوه چي ور سره مخامخ یې په هغه مشغول اوسه او خپل ضرورت هغه چا ته مه وړاندي كوه چي ستا د ضرورت پوره كيدل  ئي نه درباندي لورېږي اوپه درواغو سپك قسمونه مه آخله الله تعالى د هلاكوي او � �ه بدكارو انسانانو سره ملګرتيا او اشنائي مه كوه بد كاري او بدخوئي به ځيني زده كړې له دښمن ځخه كناره ګېري كوه او ملګری كه د امين نه وو ځان ځيني ساته  او چي له الله تعالى نه وېرېږي هغه امين نه دی  او په قبرستانونو كي زاړه او په عبادت كي عاجزي كوه او له ګناهونو ځخه ځان پاك ساته اوپه خپلو كارونو كي له هغه چا سره مشوره كوه چي له الله تعالى ځخه وېرېږي او له الله تعالى ځخه صرف هغه څوك وېرېږي چي هغوی په دین کي پوهنه او خبرتیا ولري .
ولا يصحب الإنسان إلا نظيره …………………….  وإن لم يكونا من قبيل ولا بلد
هرڅوك له خپل همسنګ سره ملګری كېږي  و لوكه د يوه ښار اويوه قوم نه وي .
(۳)  د ملګري تعریف کوه او اخلاص یې ستایه
که ستا ملګری په ملګرتیا کي مخلص وي په تایې خیر پېرزو کېږي او ستا په خفګان او مصېبت خفه کېږي نو داسي یې وګڼه چي ښه ملګری د دی او د هرقسم تعریف او ستایني حقدار دی كه د هغوي صرف نيت روغ وي او عملا ئي څه خير نه وي درته رسيدلی نو هم  تعريف یې کوه اوستاینه یې کوه ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي :
نية المؤمن خير من عمله. (مسند الربيع عن بن عباس)
أقول يحتمل أن يقال أن المراد منه أن النية خير من عمل بلا نية (عمدة القاري)
د مْومن نيت د هغه تر عمل غوره دی .
او په بل روایت علي کرم الله وجهه فرمایې :
من لم يحمد أخاه على صدق النية لم يحمده على حسن الصنيعة. (اداب الصحبة)
که یوڅوك خپل ورور په رېښتوني نيت ونه ستائي هغه بیاپه ښه كار  هم نه ستائي . یوشاعر د ملګري ستایل داسي ارزیابي کوي وائي :
إذا جئته للحمد أشرق وجهه  ……………….  إليك وأعطاك الكرامة بالحمد
چي کله د ملګري ښه تعريف وكړې او ورته راشې  مخ ئي ْوبرېښي او ستا عزت هم بيا په ښه تعريف سره كوي . بل شاعر وائي:
من يحمد ا� �ناس يحمدوه  ………………………    والناس مَن عابهمْ يُعابُ
څوك چي د نوروخلګـو تعريف كوي نور خلګ به هم دده تعريف كوي او چي د نورو عيبونه بيانوي خلګ به  هم ضروردده عيبونه ښكاره كوي .
(۴)  دملګري په نه موجودیت کي هم د هغه تعریف کوه
خو صرف مخامخ تعريف په كار نه دي بلكه د ملګري په غياب كي هم بايد دهغه تعريف وكړل شي داسي نه چي مخامخ ئي صفتونه كوي او له شا سپکي سپوري او ښکنځلي  پسي كوي شاعر وائي :
إنَّ شرَّ الناس من يمدحني    ……………………….   حين يلقاني وإن غبتُ شتمْ
بد ترين د خلګو هغه څوك دي چي كله ورسره مخامخ شم صفت مي كوي او چي کله ځيني ګوښه شم ښکنځـلي راپسي كوي او دا خوی د نن سبا په ملګریو کي لیدل کېږي چي دکامل  مسلمان ملګري خصلت نه دی دا ځکه چي که له یوې خوا دا غېبت دی چي په خپله یو اخلاقي جرم دی خو له بله پلوه د ملګري غیبت چي هغه کله هم له تا ځخه داسي توقع نه کوي چي ته به د هغه په غیاب کي د هغه لمن په سر وراړوې او د عیب ځایونه به یې نورو ته لوڅوې .
(۵)   په خدای ورکړیو نعمتونو له ملګري سره حسد مه کوه
د ملګرتيا او ورورولي له اّدابو ځخه يو دا هم دي چي يو مسلمان ملګری دله خپل مسلمان ملګري سره  حسد او كينه نه كوي او چي كله په خپل مسلمان ورور د الله تعالى د ْوركړيو نعمتونو څه نښي او نښانې وويني په هغه د خوشاله كېږي او د الله تعالى حمد وثنا د وائي لكه په خپل ښه حالت چي شكرباسي داسي د هغه د خپل مسلمان ورور په خوشالي او ښه حالت هم شكركاږي الله تعالى فرمائي :
(أم يحسدون الناس على ما آتاهم الله من فضله)
اّيا دوي به خلګو باندي هغه نعمتونه نه پـيرزو كوي كوم چي الله تعالى هغوي ته په خپله مهرباني سره ْو� �كړي دي، د حسد منفي اړخونه اسباب او عوامل او معالجه یې پخپل بحث کي وګوري هلته به بشپړ تفصیل موجود وی  .
(۶)   له ملګري سره په ښکلي څېره مخامخ کېږه
بل هم د ملګرتيا له اّدابو ځخه دا دي چي هر ملګری دله خپله ملګري او دوست سره په ښکلي لباس خو شاله ټنډه اوصفا او سوتره څېره مخامخ كېږي او په داسي شكل د نه ور سره م خامخ كېږي چي د هغه كركه ځيني وشي او یا یې په لېدلو زهېر شي کېدای شي هلته نور  کسان هم موجود وي چي ستا ملګری به د هغوی په وړاندي ستا په ښه کیفیت ویاړلو ته اړتیا لري که ستا څېره خېرنه او چټله وي د هغه لپاره ستر خجالت دی .
عن أنس أن النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم كان لا يواجه أحدا في وجهه بشيء يكرهه . (أبوداوود)
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله  صلى الله عليه به  كله هم له چاسره په داسي حالت كي نه مخامخ كيدلو چي د ده به نه  وو خوښ چي  دا سړی په دې شكل او ياپه دې حالت ووينم او یا هغه (ص) وویني .
عن عائشة رضي الله عنها قالت إن النبي قال اطلبوا الخير عند حسان الوجوه . ( مسند � �بي يعلى )
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د چاچي څ ېري ښائسته وي دخير تلاش هم هلته دهغه په خواکي كوۍ .
(۷)   ملګري ته هم هغه څّه خوښوه چي ځان ته ئي خوښوي
د ملګرتيا او اسلامي ورورولي له حقوقو ځخه يو داهم دي چي كوم خير د ځان لپاره خو ښوي هغه د خپل مس� �مان ورور لپاره هم خوښوه او دادكامل مسلمان صفت وي دا حق ډېر وسيع بنياد لري په دې كي اخلاقيات او معاملات دواړه راځي دا احساس بايد د مسلمان روزمره معمول وي او په خپلو ټولو كړو وړو كي بايددا احساس ورسره وي د دي اح ساس ډېري لوړي درجې دي او ددې احساس لرونكی انسان د الله تعالى او د هغه د بندګانو په وړاندي د عزت  وچت مقام دی .
عن أنس قال قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم لا يؤمن عبد حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه من الخير . (مسندالامام أحمد)
انس رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :  يوبنده تر هغه وخته كامل مْومن نشي جوړېدلای تر څو چي د خپل ورور لپاره هم هغه خير خوښ نه كړي کوم چي د ځان � �پاره ئي خوښ كړی  وي .
دا هم ددي احساس يوه بله كړۍ ده چي د بل مسلمان ورور او يا ملګري سره هغه كړنلاره خپله كړې كومه چي ستا دا آرزو وي چي هغه ئي له تاسره په عمل کي خپله کړي  يعني په هغه شان سلوك او تعامل ْور سره وكړې چي ستا له هغه ځخه عين توقع او اميد وي .
(۸)  ملګری د عزت په ښه نامه یادوه
عن عثمان بن طلحة أنه سمع رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول ثلاث يصفين لك ود أخيك تسلم عليه إذا لقيته وتوسع له في المجلس وتدعوه بأحب أسمائه إليه (المستدرك)
عثمان بن طلحه رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي ماله � �سول الله صلى الله  عليه وسلم ځخه واوريدل چي هغه فرمائي :  دري شيان ستا د ورور مينه له تاسره زياتوي چي كله ورسره مخامخ شوې سلام وراچوه په مجلس كي ځاي ور ته پراخوه او په هغه نوم ئي بوله او يادوه چي هغه ته خوند وركوي او خوښ ئي وي .
(۹)  د ملګري خبره روغوه او سمه یې تحلیل کوه
بل دا چي د هغه خبره په ښكلي شكل بيانوه او ښه جامه ْوراغونده كه د هغه په خبره كي څه خامي يا كجي وي سموه ئي .
عن سعيد بن المسيب � �ال كتب إلى بعض إخواني من أصحاب رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم أن ضع أمر أخيك على أحسنه ما لم يظهر منه ما يغلبك  (اداب الصحبة)
سعيد بن المسيب رحمة الله تعالى عليه فرمائي چي ماته د رسول الله صلى الله عليه و سلم ځينو اصحابو په خط كي ْوليكل چي تر څو ستا د ورور له خوا د هغه دخبري دغلبي اظهار نه وي شوي د هغه خبره او يا كار به ښکلي شكل وړاندي كوه.يعني كه  هغه بار بار ټينګار كوي چي زما مقصد دغه نه دي چي دا ته ئي وائي او خپله خبره په خپله ورانوي بيا ئي پرېږده .
(۱۰)   د ملګري د کور او خپلوانو پوښتنه کوه
بل دا چي كله د له چا سره ورورولي او ملګرتيا شوه د هغه د وروڼـو، قریبانو او د كور پوښتنه ورځخه كوه او آدرس ئي مكمل آخله او خپل معلومات (Contact Details) هم بشپړ ورکوه كيداي شي د اجتماعي مجبوریتونو په اساس یې كله  ستامرستي او كومك ته ضرورت شي اويا ستا د هغه مرستي ته ضرورت شي .
عن ابن عمر قال ر� �ني رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم التفت فقال إلى ما تلتفت قلت أخ لى أنا في طلبه فقال يا عبد الله إن � �حببت رجلا فسأله عن إسمه واسم أبيه واسم جده وعشيرته ومنزله فإن مرض عدته وإن استعان بك في حاجة أعنته. (اداب الصحبة)
له عبد الله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي زه رسول الله صلى الله عليه و سل ْو� �يدلم چي د یوې لاري په سر ولاړ وم اويو طرف ته مي كتل هغه راځخه پوښتنه ْوكړه چي څه ګورې ما ورته ووئيل چي زما يو ورور دي د هغه تلاش او انتظار كوم ده (ص)  وفرمايل : اې عبد الله چي كله د له يو چا سره آشنائي او ملګرتیاشوه دده  او دده د پلار او دده د نيكه د نامه او د قوم او د كوركلي پوښتنه ځيني كوه كه بيمارشي پوښتنه به ئي وكړې او كه ئي ستا مرستي ته ضرورت شي مرسته به ورسره وكړې .
شاعر وائي :
ساعد صديقك في أمر يحاولهُ …………………………..   فالحرُّ للحرّ معوانٌ على الزَّمنِ
په سخته شېبه كي د ملګري مرسته كوه ځكه چي اصيل انسان له خپل ملګري سره د وخت په ټکرونواوپه ستونزو كي هر وخت مرستندوی وي .
(۱۱) ملګری کله هم په اوږد خفګان کي مه پرېږده
بل هم د ملګرتيا او اسلامي ورورولي له حقوقو او آدابو ځخه دادی چي ښه خو به داوي چي خپل ملګری کله هم خفه نکړې او که بیا هم کله نا کله د اجتماعي مجبوریتونو په اساس لکه څرنګه چي انساني فطرت دی ملګری درځخه خفه شي نو بیا یې د زیات وخت لپاره مرور مه پرېږده او خواته یې ورشه،  موضوع ورته تحلیل کړه ، ګې� �ه یې رفع کړه او شکوک او شبهات یې لېري کړه ځکه چي دخپل مسلمان  ورور تر دريو ورځو زيات مرور  پرېښوول شرعاً نه دی روا .
عن أبي أيوب الأنصاري أن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال لا يحل لرجل أن يهجر أخاه فوق ثلاث ليال يلتقيان فيعرض هذا ويعرض هذا وخيرهما الذي يبدأ بالسلام . (صحيح البخاري)
ابوايوب الانصا� �ي رضي الله تعالى عنه راوي دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هيڅ انسان ته نه دی روا چي خپل مسلمان ورور تر دريو شپو زيات خفه پرېږدي او چي كله یو له بل سره مخامخ شي يو يوي خواته او بل بلي خوا ته مخ واړوي او په دوي دواړو كي غوره هغه څوك دی چي ړومبی سلام پیل کړي .
كله خو یو څوک د هجراو فراق تمنا کوي او سبب یې دا هم وي چي دا موجوده خپلوي مو ختمه نشي او دا په ظاهري حالت كي د خفګان بڼه لري خو په حقيقت كي د ضرورت په وخت كي دا كار د خپلوي د بقا په خاطر كېږي یو شاعر ددې خبري په تایید وائي :
وتـمنـيت أن يـكون بع� �يدا  ………………………………….   والذي بيننا من الود بــــاق
رب هجريكون من خوف هجر ……………………………..   وفراق يكون خوف الفراق
زما دا آرمان دی چي ځما ملګری ښه ډېر راځخه لېري وای او كومه خپلوي چي زمونږ په مېنځ كى ده هغه هميشه وای ، ډېرځله يو څوك د دې له وېري ځان لېري نيسي چي زيات خفه نشي اوډېر ځله يو څوك ځان بېلوي ددي له ويري چي لوی او اوږد بيلتون رانشي .
یوبل شاعر بېل نظر لري او وایې :
لما عفوت ولم أحقد على أح د………………………………………..   أرحت نفسي من هم العداوات
إني أحيي عدوى عند رؤيته  ………………………………………………  لأدفع الشر عنى بالتحيات
وأظهر البشر للإنسان أبغضه   …………………………………………….  كأنه قد ملأ قلبي محبات
چي كله مي له خلګو سره كينه پريښودله او عفو مي � �روع كړه ځان مي د عداوت او دښمنیو له رنځ ځخه آرام او هوساکړ،  زه خو چي اوس دښمن ووينم هم سلام ورته كوم ددې په خاطر چي شر ئي له ځان ځخه په سلام دفع كړم او كه مي څوك په زړه كي بد هم ايسي خو په ظاهره څېره داسي خوشاله او پ� �اخه  ورته نيسم لكه زړه چي مي د هغه له ميني ځخه ډك وي .
یوبل شاعربیا بل څه  وائي :
ومن لم يغمض عينه عن صديقه  ………………………………….    وعن بعض ما فيه يمت وهو عاتب
ومن يتبع جاهدا كل عثرة ………………………………………………   يجدها ولا يسلم له الدهر صاحب
څوك چي د خپل آشنا له عيبونو او خطاګانوځخه سترګي نه پټـوي ترټلی او شړلی به مري او چا چي چيرته عيب وموندلو او څـراغ ئي پسي واخيستلو په ټول ژوند به چيرته آشنا ونه مومي ،  داځكه چي يو الله تعالى له عيبه خلاص دی په بندګانو كي خو بي او بدي کمي اوبېشي دواړه وي .
(۱۲)  په ملګرتیا پالنه دوام كوه
بل داچي مسلمان ته په كار ده چي له خپل مسلمان ورور سره د خپلوي او آشنائي  هميشه پالي او دوام د ورباندي كوي او له خفګان او رنجش ځخه د ځان ساتي .
عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: أحب الأعمال إلى الله أدومها وإن قل . (بخاري و مسلم)
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرم ايل : غوره نيك عمل الله تعالى ته هغه دی چي هميشنی وي كه څه هم وړوکی وي .
عن محمد بن واسع قال ليس لملول صديق ولا لحسود غنى والنظر في العواقب تلقيح للعقول . (اداب الصحبة)
محمد بن واسع رحمة الله تعالى عليه فرمائي چي تل خفه سړی دوست نلري او د كيني په مرض اخته شخص نه بډاي كېږي او د كارونو په عواقبو كي فكرْوهل د عقلونو پړسول او زياتول دی .
یو شاعر د خپلي پراخي سینې ستاینه کوي او وایې :
أغمض عيني عن صدي� �ي متعمدا   ………………………………..   كأني بما يأتي من الأمر جاهل
وما بي جهل غير أن خليقتي   ……………………………………….   تطيق احتمال الكره فيما يحاول
زه خو په قصد سره د خپل ملګري له غلطي داسي سترګي پټوم لكه زه چي بيخي د هغه په كړووړو هيڅ خبر نه يم او داسي نه ده چي زه نه پوهېږم بلكه د ملګري د اذيت ب� �داشت زما فطري خوی دی .
(۱۳)    ملګري ته دتوهین او سپکي په سترګه مه ګوره
بل دا چي د الله تعالى په مخلوق كي هيڅوك هم سپك مه ګڼه او په ټیټه سترګه مه ورته ګوره او په بد نامه او په بد لقب یې مه يادوه او د هر چا  قدرد هغه د استعداد مطابق كوه په تېره بیا چي مقابل لوری ستا ملګری هم وي بیا خو په هېڅ صورت یې توهین نه دی روا او دا ډول حرکات د ملګرتیا وړ نه وي .
الله تعالى فرمائي :
يأيها الذين آمنوا لا يسخر قوم من قوم عسى أن يكونوا خيرا منهم ولا نسآء من نسآء عسى أن يكن خيرا منهن ولا تلمزوا أنفسكم ولا تنابزوا بالألقاب بئس الاسم الفسوق بعد الإيمان ومن لم يتب فأولئك هم الظالمون
اې د ايمان خاوندانو په تاسي كي د څوك په چا پسي نه خاندي كيدای شي چي هغوي تر دوي ښه وي او نه د ښځي‎ په نوروښځو پوري خاندي كيداي شي چي هغوی تر دوی ښې وي او يو د بل عيبونه مه په ګوته کوۍ او يوبل په بدو نومونو او اوصافو مه يادوۍ او له ايمان � �اوړلو ځخه وروسته په بدو نومونو او القابو يادول ډېر بد كار دی او څوك چي له دې كارونو ځخه توبه نه باسي هغوي ظالمان دي .
په حديث شريف كي را نقل شوي دي
بحسب امرْى من الشر أن يحقر أخاه المسلم (مسلم عن أبي هريرة)
دانسان  لپاره همدا ګناه كافي ده چي خپل مسلمان ورور سپك وګڼي .
عن ابن المبارك قال من استخف بالعلماء ذهبت آخرته ومن استخف بالأمراء ذهبت دنياه ومن استخف بالإخوان ذهبت مروءته (اداب الصحبة)
عبد الله ابن مبارك فرمائي : چاچي علماْوو ته په سپكه وكتل اّّخرت ئي ضائع شو اوچاچي حاكمانو او آمري طبقي ته  په سپكه وكتل دنيا ئي ضائع شوه او چاچي دوستانو او وروڼو ته په سپكه وكتل سړيتوب او مېړانه ئي ضائع � �وه .
لا تحقرنَّ صغيراً في مخاصمة ………………………………….  إن البعوضة تدمى مقلة الأسد
وفي ال� �رارة ضعف وهي مؤلمة …………………………………… وربما أضرمت ناراً على بلد
په دښمني كي وړوكی او كمزوری دښمن سپك مه ګڼه ځكه چي كمزوری غوماشی د زمري سترګه ړندوي سكروټه كه وړه  هم وي خو له پا مه یې مه غورځوه ځكه چي غالباً وړې سكروټي بشپړ ښار سوځولی دی .
(۱۴)     ملګری يو ځل آزمايه
له هرچا سره چي ملګرتيا شروع كوې اول هغه آزمايه او له آزمېيلو ځخه وروسته چي دله چا سره ملګرتيا او دوستي خښته ولګوله بيا ئي مه بيلوه او چي يو ځلي د ومنلو بيا ئي مه شړه، مشران وائي په ګرانه اخيستل او په ارزانه خرڅول د مېړنو كار نه دی .

 پوهان وائي .
لا تواصلن صديقا إلا بعد تجربة وإذا صادقته فلا تقاطعه فمؤمن بلا صديق خير من مؤمن كثير ا� �أعداء. (اداب الصحبة)
ملګری تجربه كوه او بيا آشنائي ورسره كوه اوچي كله د آشنا او دوست شولو بيا  په وړه او  معمولي خفګان دوستي مه ورسره پرې كوه ځكه چي بي آشنايه مسلمان تر هغه مسلمان ښه دی چي دښمنان ئي ډېر وي .
وائي چي يو فيلسوف بل فيلسوف ته خط وليكلو او په خط كي ئي ورته وليكل چي دا سي څه راته وليكه چي ماته ګټه و� �سوي هغه په ځواب کي ورته ولېكل چي :
بسم الله الرحمن الرحيم.
افسوس د هغه چا په حال دی چي و� �وڼه او دوستان نلري او مقصر دی هغه څوك چي د وروڼو تلاش نه كوي او زيات مقصر هغه څوك دی چي يو ورور او يا دوست ئي وموندلو او هغه ئي بېرته وبايللو  او زما پوره پنځوس كاله كېږي چي د ورور په تلاش كي يم خو چيرته مي ونه م وندلو صرف نيم ورور مي وموند هغه هم راسره مخالف شو او په دي هم پوه شه چي خلګ درې طبقې دي (1) شناخته ګان (پ� �يژندوي) (2) اّشنايان (3) وروڼه ، شناخته ګان خو ډېر دي او آشنايان ډېر قيمتي او ګران دي  او وروڼه بالکل کم  پي� �دا كېږي .
يو شاعر وائي :
ستذكرني إذا جرَّبتَ غيري  ………………………………………….   وتعلم أنني نعم الصديق
زه به  هغه وخت در په ياد شم چي  كله له ما ځخه بغير نور ملګري وآزمایې او بيا به د په دې یقین � �ي چي زه د ښه ملګری  وم .
يو بل شاعر وائي :
لا تمدحن امرءا حتى تجربه    ………………………………………..     ولا تذمنه من غير تجريب
فرب خدن وإن أبدى بشاشته  …………………………..    يضحي على خدنه أعدى من الذيب
وإن مدحك من لم تبله صلف  ……………………………………..  وإن ذمك بعد المدح تك� �يب
ترڅو چي د يوڅوك ازمېيلي نه وي مه ئي ستايه او مه ئي بد وايه ،  ډېرځله ستايو دوست  وي چي په ويړه ټنډه درسره خاندي خو په حقيقت كي له ليوه ځخه زيات دښمن ثابت شي د نا آزمېيلي تعريف پالتو كارده  او له تعريف كولو ځخه وروسته د يوچا بدويل د خپل ځان د درواغ ویونکي ګڼلو اعتراف دی .
(۱۵)     له ملګریو او دوستانو سره تواضع او خاکساري كوه
له خپلو ملګرو او آشنايانو او وروڼو سره تواضع او انكسار كول د كامل مومن صفت دی ،  تكبر ،  غرور او په خپلو ملګرو او دوستانو او عموم مسلمانانو غټه ویل او هغوی کم ګڼل  دا نه شرعاً ښه كار دي او هم اخلاقي بدخوئي ده .
الله تعالى فرمائي:
واخفض جناحك للمؤمنين*
او مومنانو ته خپل وزر ټېټـوه يعني تواضع ورسره كوه .
بل ځای الله تعالى فرمائي :
وَعِبَادُ الرَّحْمَانِ الَّ� �ِينَ يَمْشُونَ عَلَى الاٌّ رْضِ هَوْناً وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الجَاهِلُونَ قَالُواْ سَلاَماً*
او د ال� �ه تعالى نيك او کامیابه بندګان هغه څوك دي چي په زمكه باندي په آساني سره روان وي او چي كله ناپوهان او جاه� �ان خبري ورسره اړوي دسلام كلمه ورته وائي .
بل ځای الله تعالى فرمائي :
تِلْكَ الدَّارُ الاٌّ خِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِى الاٌّ رْضِ وَلاَ فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّ� �ِينَ*
هغه د آخرت كور مونږ د هغه چا لپاره سازوو چي په زمكه كي لوئي او فساد نه غواړي او ښه انجام خاص د پ� �هيزګارانو لپاره دی .
عن عياض بن حمار أنه قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  إن الله أوحى إلي أن تواضعوا حتى لا يبغي أحد على أحد ولا يفخر أحد على أحد .   (صحيح مسلم وسنن أبي داود)
رسول الله ص� �ى الله عليه وسلم فرمائي چي ماته الله تعالى وحي ْوكړه چي تردې حده تواضع او كېميني كوۍ ددې لپاره چي  يو په بل تيری ونكړۍ او يو په بل فخر او لوئي ْونكړۍ .
قال عمر بن الخطاب رضي الله عنه وهو على المنبر يا � �يها الناس تواضعوا فإني سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول من تواضع لله رفعه الله فهو في نفسه صغير وفي أعين الناس عظيم ومن تكبر وضعه الله عز وجل فهو في أعين الناس صغير وفي نفسه كبير وحتى لهو أهون عليهم من كلب أو خنزير(مسند الشهاب)
عمر بن الخطاب رضي الله تعالى عنه په منبر باندي خطبه ورکوله او ویې فرمايل : اې خلګو خاكساري او تواضع كوۍ ځكه چي ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه واورېدل چي هغه فرمائي : چاچي د الله تعالى لپاره كېميني او تواضع غوره كړه الله تعالى ئي مقام پورته كوي بيابه هغه ته ځان وړوكی ښكاري او د خلګو په نظر كي به ستر وي او چاچي لوئي ْوكړه الله تعالى ئي مقام راټېټوي او ځان به ستر ورته ښكاري خو د خلګو په نظر كي به ئي مقام تر سپي او خوګ سپك او ټېټ  وي .
په تفاسيرو كي راغلي دي چي كوه طور تواضع وكړه ځكه الله تعالى له موسى عليه السلام سره د خپل مناجات منزلت وركړ او شیخ سعدي رحمة الله تعالی علیه په دې هکله وائي:
أقل جبال الارض طور وانه ……………………………………. لأعظم عند الله قدرا و منزلا
د زمكي په غرونوكي طور وړوكی غردی خو د هغه قدر او مقام د الله تعالى په نزد ډېر وچت دی .
عن ركب المصري قال رسول الله  صلى ال� �ه عليه وسلم  طوبى لمن تواضع من غير منقصة وذل في نفسه من غير مسكنة وأنفق مالا جمعه في غير معصية ورحم أهل ال� �لة والمسكنة وخالط أهل العفة والحكمة طوبى لمن ذل في نفسه وطاب كسبه وصلحت سريرته وكرمت علانيته وعزل عن ا� �ناس شره وأنفق الفضل من ماله وأمسك الفضل من قوله (سنن البيهقي الكبرى)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایلي دي : ډېره خوشالي ده د هغه چا په حال چي څه نقص په كي نه وه  او تواضع ئي وكړه او بي مسكنته ځان كم ْورته ښكارېدلو او د الله تعالى په لار كي ئي خپل مال خرڅ كولو خو په ګـناه ئي نه وو را يوځای كړی او په غريب او مسكين ئي زړسوی وو اوله پاك نفسو انسانانو او د پوهني او حكمت له خاوندانو سره ئي ناستي ولاړه وه ،  زياته خوشالي ده د هغه چا لپاره چي خپل ځان ئي كم ګڼلو او پاك كسب ئي كولوپټ حالت ئي هم روغ وو او ښكاره حالت ئي هم د عزت وو او � �ه خلګو ئي خپل شر ګوښه كړی وو زيات مال ئي د الله تعالى په لار كي لګولو او زياتي خبري ئي كنترول كړي وې .
� �اعرتواضع داسي تمثيلوي او وائي :
تواضع تكن كالبدر تبصر وجهه ………………………………………..   على صفحات الماءوهو رفيع
ولا تك كالدخان يعلو بنفسه  …………………………………………..   إلى صفحات ا� �جووهووضيع
داسي تواضع كوه  لكه د څوارلسم سپوږمۍ چي خپله ځلانده څېره ئي د اوبو په مخ درته كيښودله او م قام ئي ْوچت دی او ددوګي په شان نيغ مه ځه چي لوړ هوا ته خيژي او مقام ئي ټېټ دی او ورک شي .
قال سفيان رحمه الله السفل إذا تمولوا استطالوا وإذا افتقروا تواضعوا والكرام إذا تمولوا تواضعوا وإذا افتقروا استطالوا.
سفيان ثوري (رح) فرمائي : كم اصل خلګ چي مالدار شي په نورو تجاوز  او تېری پيل كړي او چي كله مح تاج شي خاكسارشي او اصيل خلګ چي مالدار شي خاكساري پيل كړي او چي محتاج شي مستغني شي .
(۱۶)     په خپلو ملګروتكبر مه كوه
کبریاء او لویې د الله تعالی صفت دی چي د ټولو کایناتو خالق او مالک دی ، لویې او تکبر که په انسانانو کي یو څوک ځانته خپل کړي اخلاقي رنځ ګڼل کېږي مسلمان ته دا صفت نه دی خپلول په کار ، په تېره له خپلو وروڼو ، دوستانو او ملګریو سره خو بالکل نه ښایې ، مسلمان تل متواضع ، خاکساره ، منکسر المزاج او د حق په مقابل کي د تسلیمي سر ټېټوونکی وي  تكبر يو مذموم خوی دی او معنا یې محدثينو داسي كړي ده .
(بطرالحق و غمط الناس)
يعني حق ته غاړه نه ايښودل او د الله تعالى بندګانو ته په سپكه سترګه كتل دی .
دا د تكبر معنا ده پښتانه وائي : د كبركاسي نسكوري دي او لومړی تكبر شيطان كړی وو چي کله  الله تعالی مک� �ف کړچي أبوالبشر آدم علیه السلام ته سجده وکړي هغه د تکبر او غرور په اساس انکار وکړ اوالله تعالی ته یې وویل :
(خلقتني من نار و خلقته من طين)
زه د له اور ځخه پيدا كړی يم او هغه (آدم) د له خټي ځخه  پيدا كړي زه به څرنګه هغه ته سجده کوم .
بل ځاى قرآنکریم له شيطان ځخه داسي نقل قول كوي چي هغه الله تعالی ته وویل :
أأسجد لمن خلقت طينا.
ايازه  هغه چا ته سجده وکړم چي هغه د له خټي ځخه پيدا كړی دی؟.
ددي جرم په سبب هغه دالله تعالی د نژدې بندګانو له ډلي ملائكو ځخه ْوايستل شو اود الله تعالى له رحمت ځخه ْو� �ټل شو او له جنت ځخه د ابد لپاره محروم شولو ، تکبر او لویې  د شيطان خوی دی او په مو من كي بايد دا خوي نه وي .
عن عبد الله بن سلام قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لا يدخل الجنة من كان في قلبه مث� �ال حبة من خردل من كبر(سنن أبي داود)
رسول الله صلى الله  عليه وسلم فرمائي:  د چاچي د سپېلني د يوي وړې دانې په اندازه تكبر او لوئي  په زړه كي وه هغه به جنت ته نه  ننوْوزي .

شاعر وایې :
قولا لأحمق يلوي التيه أخدعه  ……………………………………  لو كنت تعلم ما في التيه لم تته
التيه مفسدة للدين منقصة ……………………………………………..   للعقل مهلكة للعرض فانتبه
هغه ناپوه ته وْوايه چي لوئي كوي او غټه ئي وائي چي ته لوئي غولولی یې كه تاته د تكبر نقصانونه اوضررونه معلوم واي تابه كله هم  لوئي نه وای كړي لوئي ستا دين خرابوي او ستاد عقل لپاره نقصان دي ستا عزت ختموي ويښ شه او ځان خبركړه .

بل شاعر وایې :
الكبر ي� �سٌ والتَّواضع رفعةٌ   …………………………………………..   والمزح والضَّحك الكثير سقوط
والحرص فقرٌ والقناعة نعمةٌ  ……………………………………………………..  واليأس من روح الإله قنوط
لوئي نااميدي ده او خاكساري د عزت مقام ته انسان رسوي او ډېري ټوكي او په لوړ آواز سره خندا انسان د خلګو له نظره غورځوي او زيات حرص كول دنيستي مقدمه ده او قناعت يو لوی نعمت دی او د الله تعالى له رحمت ځخه نا اميده كيدل د مايوسي د انتهاء نقطه ده .

 یوبل شاعر وایې چي له کبرجن ملګري سره تکبر کوه دا دهغه خپل نظر دی وایې :
إذا تاه الصديق عليك كبراً  …………………………………………………    فتِه كبراً على ذاك الصديق
فإيجابُ الحقوقِ لغيرِ راعٍ    ……………………………………………….  حقوقَك رأسُ تضييعِ الحُقُوْقِ
چي كله ستا يو ملګری د تكبر له وجهي په تا غټه وائي نو ته هم په هغه ملګري غټه وايه ځكه چي د تكبر جواب تكبر دي دهغه چا حقوق پالل چي ستا حقوق نه پالي د خپل ځان د حق تلفي پیل دی .

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close