کارمند باید څنګه وی؟ خصوصیات یې

اسلامی دولت نه يوازې داسلام ، حاکمیت ، بقاء او تطبیق يوازينۍ وسیله ده، بلکې د هر مسلمان  فرد د اعزاز ، قوت ، امن ، سوکالي، شتمنۍ، خویندتوب او ویاړ یو باوري او مستحکم  ضامن هم دی.

د دې خبرې اثبات د اسلامي حکومت په اسلامي تاریخ پاڼه کې بینا خو څه نابینا  هم موندلای شئ، که څوک په اسلامي تاریخ کې د اسلامي حکومتونو د بریا ، امپراطورۍ، حاکمیت او قوت د راز په اړه د فکر زانګو ته ټال ورکړي، نو حتما به دې پایلې ته ورسېږي چې هغه زمان نه یوازې د اسلامي حکومتونو د اقتدار په راس کې حکماء انصاف کوونکي، رښتیا ویونکي، رحم کوونکي او د فضل او پوهې خاوندان وه، بلکې د دې علاوه  د هغوی ټیټ رتبه مامورین، ریسان، قومندانان، والیان او بلاخره ملازمین هم کاملا  له خپل حکومت، راعیت ، دندې او مشرانو سره  په صدق ، خلوص او وفا کې وه ، دولت هر چا خپل کور ګاڼه ، د امیر اطاعت یې اخروي پانګه ګڼله، راعیت یې د خپل ځان اعضاء ګڼله ، ملي شتمني یې د ځان او نورو نه خلاصیدونکې او ځاني سرمایه ګڼله، نو ځکه خو هغه وخت حکومتي شخص د عامه وګړو په زړو او منځو کې د ځانکړي شرف مقام  خاوند و، او عامه وګړو به د حکومتي شخص په احترام نیکي او ثواب مرتب ګاڼه او د هغه احترام به یې د ځان دپاره ویاړ باله، نو ځکه خو به له کومې تمې پرته دولتي اعضاو ته په کامل احترام قایل و.

چې هغه وخت داسلامي دولت قوت او ځواک له همدغه احترام څخه منشاء اخیسته او په همدغه ځواک یې په ټوله نړۍ حاکمیت او غلبه لرله، که نن هم زموږ دولتي مامورین د دغه خویونو او اخلاقو زیور باندې ځان سینګار کړي نو زېری درکوم چې هغه وخت بیا زموږ په دولت کې فساد او په عامه وګړو کې جنایت یو ځل بیا صفر ته قریب شي، راشئ د دې خصوصیاتو څو بېلګې دلته ولولو:

 لومړی: دالله ﷻ  په وړاندې ځان مسول ګڼل.

دوهم: د دولتي وسایلو له شخصي استعمال څخه ډده.

your ads

دریم: له رشوت څخه ډده

څلورم: له عامه وګړو سره نرمی او صمییت

پنځم: دواک څخه خصوصی استفاده نه کول

شپږم: دامیر احترام او اطاعت

اوم: دندی ته په معین وخت حاضریدل او رخصیتدل

اتم: دتحفی نه قبلول

لیکوال: عبد الوحيد رسولي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب