د ملت جوړونې سمه لار

د اصلاح (سمون) او انقلاب (بدلون) اساسي موخه د کوم ناوړه حالت بدلول وي، خو د دواړو په سبب او طريقه کې بنسټيز فرق شتون لري، د اصلاح پيل د ژور فکر او سوچ څخه کېږي، په سړو دماغو په فکر کولو سره انسان د حالاتو د معلومولو هڅه کوي، د ناوړه حالاتو په اسبابو باندې فکر کوي، ددغه حالاتو حدود او پولې معلوموي، د هغې د سمولو لارې چارې لټوي او ددغو حالاتو د بدلولو لپاره په هغه اندازه طاقت کاروي، څومره ته چې اړتيا ليدل کېږي او بس.

خو د دې په مقابل کې انقلاب د قهر، غوسې او بدلې اخیستلو د خواهش څخه پيل کېږي، د يو ناوړه حالت په مقابل کې بل ناوړه حالت رامنځ ته کېږي، د کومې بې انصافۍ څخه چې ناوړه حالت رامنځ ته شوی وي، د هغې په مقابل کې بله بې انصافي ترسره کېږي چې له امله يې د ټولنې د بديو سره ښېګڼې هم له منځه ځي.

پرته له شکه کله کله يو مصلح هغه کار تر سره کوي چې يو انقلابي يې ترسره کوي، دواړه د جسم هغه حصه له منځه وړل غواړي چې خرابه شوي وي او د روغيدو تمه يې نه شي کيدای، خو د دواړو تر منځ فرق دا دی چې اصلاح خوښوونکی اول دا معلوموي چې خرابه برخه چېرې او څومره ده؟ بيا په هغه اندازه يې د له منځه وړلو هڅه کوي څومره ته چې اړتيا ليدل کېږي او د له منځه وړلو سره د هغې د زخم د روغيدو لپاره د ځان سره مرهم هم ساتي، خو انقلابي په پټو سترګو د خرابې برخې د له منځه وړلو لپاره پتری کاروي، د روغې او ناروغې برخې د توپير پر ځای خپل کار سرته رسوي او د علاج لپاره د مرهم د استعمالولو فکر هغه وخت ورځي چې په پټو سترګو يې په جسم کې ډېره خرابی پيدا کړې وي او بيا ورته د خپلې غلطۍ احساس وشي.

د انقلاب لاملونه:
په عامه توګه چېرې چې ناوړه حالت د حد څخه واوړي، نو د ملت صبر او برداشت له منځه ځي او ددغو حالاتو له امله چې هغوی د کومو ستونزو او تکلیف سره مخ وي، هغه ورته دومره وخت نه ورکوي چې په سړه سينه د اصلاح د هڅو لپاره سوچ او فکر وکړي، ځکه خو په داسې حالاتو کې عموما د اصلاحي حرکتونو پر ځای انقلابي حرکتونه رامنځ ته کېږي چې له امله يې د پخواني حالت ساتوونکو او انقلابي ډلو تر منځ اخ وډب پيل کېږي او دغه اخ وډب د قهر او بدلې اخیستلو اور نور هم تازه کوي، دواړه ډلې د ضد، کينې او دښمنۍ اخیري حد ته رسي، دواړه حق او صداقت د پښو لاندې کوي، يو اړخ د حق پر ځای د باطل په دفاع کې خپل ټول توان کاروي نو بل اړخ د حق او باطل د توپير کولو پرته په هر شي باندې په پټو سترګو حملې کوي، کله چې په دغه اخ وډب کې انقلابيان بريالي شي، بيا هر هغه شی له منځه وړي چې مقابل اړخ ته منسوب وي، هغه حق وي که باطل، صحيح وي که غلط، بس انقلاب د سيلاب په څېر مخکې ځي او هر شی د ځان سره له منځه وړي، خو کله چې د ډیرې ورانۍ وروسته د انقلابيانو عقل ځای ته راشي بيا ورسره د جوړونې فکر پیدا شي، د يوې اوږدې مودې پورې هڅه کوي چې د ژوند ټول ساختمان په خپلو انقلابي اصولو آباد کړي، خو چې کله د نوو تجربو او پرلپسې ناکاميو له امله انقلابي دماغ ستړی شي نو بيا د اعتدال هغې نقشې ته راګرځي کومه نقشه چې د لومړۍ ورځې څخه د اصلاح خوښونکو په نظر کې وي.
آنچه دانا کند، کند نادان لیکن بعد از خرابی بسيار

د انقلاب مثالونه:

د پورته خبرو ښه مثال په روسيه کې د شاهي نظام پر ضد اشتراکي انقلاب، په فرانس کې د پاپايت پر ضد لاديني انقلاب او په ترکيه کې د عثمانيانو پر ضد اتاترکي انقلاب کيدای شي، چې هر انقلاب هڅه وکړه د مخکينیو نظامونو ټول ښه او بد له منځه يوسي او د خپلو انقلابي اصولو مطابق د خلکو د ژوند ټولې چارې سمبال کړي، خو د وخت په تېرېدو سره په خپلو هڅو کې ناکام شول او ورته معلومه شوه چې هر پخوانی شی خراب او هر نوی شی ښه نه وي، ځکه خو د ډېرې ورانۍ څخه وروسته دغو انقلابونو د اعتدال خواته حرکت پيل کړ.

په مسلمانو ټولنو کې د انقلاب لامل:

په مسلمانو ټولنو کې په عامه توګه انقلابي مفکوره هغه وخت پيدا کېږي کله چې په مذهبي رهبرۍ کې جمود پيدا شي او د اجتهاد، پرمختګ او د زمانې سره د تګ څخه عاجز شي، پخواني نظريات او افکار تکراروي او د نوې زمانې د نظرياتو، افکارو، فلسفې او منطق څخه ځان ناخبره ساتي، د زمانې د پرمختګ سره دوی پرمخ ځي او نه نوي بدلونونه په دوی کومه اغېزه کوي، د ژوند د نوو مسائلو په هکله فکر نه کوي او هڅه کوي چې ملتونه هم د زمانې سره د تګ څخه منعه کړي، دغه هڅې که د يو وخت لپاره بريالۍ شي، خو د تل لپاره يې برياليتوب شونی نه دی، ځکه کوم ملتونه چې د نړۍ سره تګ راتګ او اړيکې لري، تر څو به يې د افکارو او د ژوند د نوو مسائلو څخه بې اغېزې پاتې کېږي، که ديني قيادتونه د ملت مخې ته روان په نوو عقلي، علمي او عملي لارو چارو د هغوی لارښوونه ونه کړي، نو ښکاره ده چې دغه ملتونه به يوه ورځ هغوی د خپلو اوږو څخه ګوزارلو ته چمتو شي.

د خرابۍ اصلي لامل:

ددغې خرابۍ اصلي جرړه (ریښه) يوه کيدای شي او هغه دا چې زمونږ ديني مشران د دين په فروعي مسائلو کې دومره اخته شي چې اصول ترې هېر شي، بيا فروع د اصولو ځای ونیسي او بيا له دغو فروعو څخه نور فروع جوړ شي چې هغه اصل اسلام ونومول شي سره لدې چې په اسلام کې د هغې هېڅ اهميت نه وي، په اصل کې د اسلامي امت عمارت پدې توګه ترتيب شوی دی چې په هغه کې اول قرآن کريم، بيا د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سنت او بيا د علم او پوهې د خاوندانو اجتهاد ځای لري، خو له بده مرغه په ځينو مسلمانو ټولنو کې دغه ترتيب کله بيخې سرچپه شي او لومړيتوب د يوې ځانګړې زمانې د علماوو اجتهاد، بيا د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سنتو او په اخير کې قرآن ته ځای ورکړل شي چې له امله يې د اسلام څخه جامد او پر ځای ولاړ شی جوړ شي.

د فقهې د امامانو، د اسلامي متکلمينو، مفسرينو او حديث پوهانو د علم، فضيلت او د هغوی د لوړ شان څخه څوک انکار کولی شي؟، خو ددې هر څه سره هغوی هم انسانان وو، د علم د لاسته راوړلو هغه وسائل ورسره وو، کوم چې د عامو انسانانو په لاس کې دي، هغوی ته وحې نه راتله، بلکې د خپل عقل او پوهې په وسيله يې د الله تعالی په کتاب او د هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو کې فکر او سوچ کولو او ددغه فکر په پايله کې به چې هغوی کوم اصول او بسټونه ترلاسه کړل، د هغې په رڼا کې به يې نوي قوانين او فروع راويستل.

د هغوی اجتهاد زمونږ لپاره مرستندوی او لارښود جوړيدلی شی، خو اصل او سرچينه نه شي جوړيدلی، کوم انسان که له سره نوی اجتهاد وکړي او يا د کوم آسماني کتاب څخه په ګټې پورته کولو د يوې مسئلې په اړه اجتهاد وکړي، په دواړه صورتونو کې د هغه اجتهاد د دنيا لپاره تل پاتې قانون نه شي جوړيدی، ځکه چې د انسان عقل او علم د تل لپاره د زمانې د اغېزې لاندې وي.

د پرمختګ لار:

د زمان او مکان د ټولو قيدونو څخه آزاد يواځې د الله متعال ذات دی چې د حقيقي علم څښتن دی، د زمانې د بدلون له امله د هغه په علم کې د ذرې په اندازه بدلون نه راځي، د الله تعالی د علم فیضان د هغه د کتاب په آیاتونو او د هغه د کتاب د راوړونکي په سينه باندې شوی ؤ، ځکه خو د الله تعالی کتاب او د هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سنت يواځينۍ هغه سرچينه ده چې د هرې زمانې خلک ترې د خپلو ځانګړو حالاتو او اړتياوو په نظر کې نيولو سره، علوم، افکار او قوانين ترلاسه کولی شي، تر کومه چې د مسلمانو ټولنو ديني قيادت، علما‌ء کرام د قرآن او سنت څخه علم ترلاسه کوي او د درست فکر او سوچ په وسيله د خپل اجتهاد په پايله کې د خلکو علمي او عملي ستونزې حل کوي نو اسلام به د زمانې سره يو شان حرکت کوي، خو کله چې په قرآن کې فکر کول پرېښودل شي، د احاديثو څخه ګټه پورته کول بند شي او په پټو سترګو د امامانو، مفسرينو او محدثينو پيروي پيل شي، د مخکينیو مجتهدينو او متکلمينو اجتهاد دائمي وګڼل شي، د قرآن او حديثو څخه نيغ په نيغه ګټه پورته کول ودرول شي، د قرآن او سنت د اصولو پر ځای د امامانو اجتهادات او فروع اصل وګرځول شي، نو د اسلام پرمختګ ودرېږي، د مخکې تګ پر ځای شا ته تګ پيل کوي، اسلامي علماء په نویو ميدانونو کې د ملت د لارښوونې پر ځای د پخوانیو مسئلو او علومو په تفسیر او تشریح کې اخته کېږي، په جزئیاتو او فروعو باندې جنګونه شروع کېږي، نوي مذهبونه او د بې ځایه بحثونو له امله نوې ډلې او مسلکونه رامنځ ته کېږي او په مسلمانانو کې د کفر او فسق فتواګانې په داسې پراخه سينه سره تقسيميږي چې د {يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا} [النصر : 2] پر ځای باندې (یخرجون عن دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا) تماشه خلکو ته ښکاره کوي، د {أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ } [الفتح : 29] پر ځای باندې د (رُحَمَاءُ عَلَى الْكُفَّارِ أَشِدَّاءُ بَيْنَهُمْ) نمونه جوړيږي او قرآن کریم چې د {تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى} [الحشر : 14] کوم حالت د کافرو او منافقينو بيان کړی دی، هغه د مسلمانانو حالت ګرځي.

د مسلمانو ټولنو اوسنی حالت:

همدا حالت نن مونږ په مسلمانو ټولنو کې په خپلو سترګو ګورو، چې په پايله کې يې ډارونکی انقلابي حالت تر سترګو کېږي، کله چې مسلمان ملت ګوري چې ديني قيادت يې لارښوونه نه شي کولی، بلکې د پرمختګ پر ځای يې شا ته بوځي، نو ملت د علماوو د قيادت څخه سرغړونې ته آماده کېږي او د بې سره لښکر په څېر خواره واره کېږي، بيا يوه ډله د ديني علماوو د غلطیو او نيمګړتياوو ټوله پړه په دين باندې وراچوي او دين د پرمختګ په مخکې خنډ بولي او وايي چې دين پرېږدئ او د پرمختللو ملتونو پيروي وکړئ، بله ډله علماوو او ديني طبقې ته ښکنځلې خپل شعار ګرځوي، لکه چې دوی ته بدرد ويل او ښکنځلې کول د پرمختګ وسيله ده، بله ډله په دين کې د سمون او اصلاح غږ پورته کوي، څوک د امامانو او فقهاوو په خلاف خولې خلاصوي، څوک د فقهې سره حديث هم شا ته غورځوي، تر دې چې د قرآن په احکامو کې ترمیم او بدلون ته اړتيا ګوري، څوک به وايي چې دين او دنيا له يو بل څخه جلا کړئ، د دين اړيکه بايد يواځې د عقيدې او عباداتو سره وي او په دنيوي کارونو کې بايد دین مداخله ونه کړي.

په دې توګه بېلا بېلې ډلې به د دې حالت د بدلولو لپاره راپورته کېږي، خو دوی به د اصلاح پر ځای د انقلاب لاره غوره کوي، ځکه چې دوی دا فکر نه کوي چې اصلي ستونزه څه، چېرې، څومره ده او د سمون سمه لاره يې څه ده؟ بس همدا ويل کېږي چې ستونزه شتون لري او بايد له منځه ويوړل شي، که د ستونزې د ختمولو سره ټولنه هم له منځه ځي نو لاړه دې شي.

اصلاحي حرکت ته اړتيا:

د مسلمانو ټولو او په ځانګړې توګه زمونږ د هېواد اوسني حالت ته په کتلو سره د ټولنې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره انقلابي نه، بلکې اصلاحي خوځښت ته اړتيا ده، ځکه چې په ټولنه کې د کوم پياوړي مخالفت وېره نه شته چې ميانه رو اصلاحي حرکت دې برياليتوب ته پرينږدي، بله دا چې که دلته انقلابي حرکت په لاره واچول شي او بريالی هم شي، نو تر ډېر وخت پورې د اعتدال لارې ته د هغې د راتلو هيله نه شي کيدای، ځکه چې داسې کوم لوری شتون نه لري چې بیا دغه انقلابي خوځښت د اعتدال لارې ته راولي، بلکې د ډېرو لوريو څخه به دغه حرکت نور هم بربادۍ او هلاکت ته هڅول کېږي، (د داوود خان په خلاف د مجاهدينو انقلاب د دې ډېر ښه مثال دی).

په مسلمانو ټولنو کې د انقلابي حرکتونو د شتون پايله پرته لدې بله نه شي کيدای چې دغه ټولنه چې په کومو بنسټونو ولاړه ده هغه ونړيږي او د هغې پر ځای نور داسې بنسټونه رامنځ ته نه شي چې دغه ټولنه پرې تعمير شي، کومه ټولنه چې د مخکې څخه په وروسته پاتې او کمزوري حالت کې وي، که د هغې ټولنيز نظام په انقلابونو له منځه ويوړل شي، نو هغه به د اخلاقي زوال ژورو کندو ته وغورزيږي.

له همدې امله کله کله په پخواني حالت باندې د خوښيدونکو په مقابله کې د انقلابيانو مخالفت ته انسان اړتيا پيدا کوي، سره لدې چې د ټولنې د شته حالت د بدلون په اړتيا کې انقلابيان او اصلاحګرايان اتفاق لري، مونږ هم غواړو چې په مسلمانو ټولنو کې شته جمود او وروسته والی په حرکت او پرمختګ بدل شي، خو ددې سمه لار دا نه بولو چې د اسلام پر ځای دې غربګرايي اختيار کړل شي، د علم، څېړنې، فکر او عقل په نوم دې د دين ښاخونه پرېکړ شي، د دين امامانو، مجتهدينو، علماوو او محققينو چې په خپلو هڅو د فقهې کوم ستر تعميرونه ودرولي دي، هغه دې رانسکور کړل شي، د حديثو ټولې ذخیرې ته دې اور واچول شي او په قرآن کريم کې دې انسان د خپل عقل مطابق ترميم او تبديلي راولي.

دا ټول کارونه د اصلاح پر ځای د مخکې څخه هم د زيات فساد وسيله جوړيږي، د دې هر څه د اصلاح سمه لاره هغه ده کومه چې مخکې وه چې اړول شوی ترتيب بايد بېرته خپل اصلي حالت ته راشي، قرآن کریم ته د رهبرۍ اصلي مقام ورکړل شي، حديثو ته هغه درجه ورکړل شي، کومه چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په زمانه کې اصحابو (رضي الله عنهم) د هغه (علیه السلام) ويناوو او اعمالو ته ورکړې وه، د فقهاوو، متکلمينو، مفسرينو او محدثينو کړنو او ويناوو ته هغه مرتبه ورکړل شي، کومه چې په خپله هغوی ورکړې وه، د هغوی په ويناوو کې چې د کوم شي بدلولو ته اړتيا نه وي، هغه بايد په خپل حالت پرېښودل شي خو داسې فکر ونه شي چې د هغوی ليکنې لکه د قرآن او سنت نه بدليدونکی قانون دی، یا د هغوی د کتابونو لوستل مونږ په قرآن او سنت کې د غور او فکر کولو څخه بې پروا کړي او يا د هغوی وروسته د قرآن او سنت څخه د مستقیم علم د ترلاسه کولو دروازه په ځان بنده کړو.

که دا ترتیب ترسره شي نو د اسلام ولاړ موټر بيا په حرکت راځي، ځکه چې د جمود او وروسته پاتې کيدو اصلي لامل دا دی چې ماشین د موټر څخه لیرې شوی او شاته ودرول شوی دی، چلونکی هم د انجن پر ځای د موټر په وروسته برخه کې کينول شوی دی او د موټر وروستۍ برخه چې تر ټولو مخکې ودرول شوې، په هغې دا اعتماد کېږي چې په خپله دې حرکت وکړي او نور موټر دې د ځان سره وچلوي.

پدې کار کې احساساتو او قهر ته اړتيا نشته، قهر هغه وخت رامنځ ته کېږي چېرې چې کوم کار په قصدي توګه ترسره شي، په مسلمانو ټولنو کې ديني طبقې دا کار قصدا عمدا نه دی ترسره کړی، هېڅوک دا نه شي ویلی چې ديني علماوو د کوم کانفرانس په پايله کې دا فيصله کړي ده چې نور به اسلام او مسلمانې ټولنې پرمختګ ته نه پرېږدي او همداسې ولاړې به يې ساتي، بلکې دا د هغه زوال پايله ده چې د سوونو کلونو راهيسې د مسلمانانو د سياسي، نظامي، اقتصادي او تمدني پياوړتياوو تر څنګ په علمي، عقلي او فکري پياوړتياوو کې په پرلپسې توګه رامنځ ته شوې ده، دغه زوال چې په کومه توګه د مسلمانانو د جهاد روح کمزوری کړی دی، د اجتهاد روح يې هم له منځه وړی دی، څه رنګ يې چې د ژوند د نورو مسائلو په اړه د مسلمانانو مفکوره بدله کړې ده، په دغه توګه يې د ديني او علمي مسائلو په اړه هم د دوی مفکوره بدله کړې ده، چې په کرار کرار په نامحسوسه توګه يې د دوی ذهني پياوړتياوې له منځه وړي دي.

د دې زوال، کمزورۍ او وروسته والي تور نه په علماوو لګيدلی شي او نه د هغوی په پيروانو، نه د تهمت او تور لګولو څخه څه جوړيږي او نه د قهر او ويجاوړونکي فکر څخه، د سمون يواځينۍ لار دا ده چې په يخو دماغو په دې ټولو ستونزو، د هغې په اسبابو او حدودو فکر وشي او په حکمت، هوښيارۍ او پوهې سره دغه ستونزې هوارې او پر ځای يې پرمختګ ته لاره برابره شي.

دوکتور رحمت الله زاهد

Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب