انبیاء ع

د ملایکو پېښه چې د لوط علیه السلام مېلمانه وه

ملایکې د لوط علیه السلام مېلمانه دي:

کله چي الله جل جلاله  دلوط علیه السلام  دقوم دهلاکت اوبربادۍ اراده وکړه نو يوه ډله ملائکي يې دده قوم ته دمځکي دلاري څخه ورولېږلې . دغه خلګو په پنځو کلو کي ګوزاره کول ، دنفسو شمېر يې دمؤرخينو له آنده ٤٠٠٠٠ زرو تنو ته رسېدئ.
دغه ملائکو دلاري په اوږدو کي دابراهيم علیه السلام  سره ملاقات وکړ، ابراهيم علیه السلام  ته يې په زوى باندي زېرى ورکړى او بيا يې ورته وويل چي موږ دلوط علیه السلام  دقوم چي په عاموره اوسدوم کي اوسيږي ــ دهلاکت لپاره راغلي يو ، الله جل جلاله  ددې لپاره رالېږلي يو چي دلوط علیه السلام  قوم چي ناوړه او ناروا کارونه ترسره کوي ټول هلاک کړو ، ابراهيم  علیه السلام  دخپل وراره په اړه وبېرېدى چي داسي نه چي زما وراره يعني لوط علیه السلام  په دې عذاب کي هلاک سي نو ځکه يې دملائکو سره مناقشه پيل کړه او دوى ته يې وويل چي په هغه سيمه کي خو لوط علیه السلام  ژوند کوي ملائکو ده ته اطمينان او ډاډ ورکړ، چي الله جل جلاله  به لوط علیه السلام  او دده پيروانو ته نجات ورکړي . الله جل جلاله  په دغه اړه داسي فرمايي :
) وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ (۳۱) قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۲) وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ (۳۳).سورة عنکبوت الايات ٣١ الي ٣٣
ژباړه :کله چي زموږ استازو ابراهيم علیه السلام  ته په زېري باندي راتلل وکړه ، ورته وې ويل : موږ ددغه کلي خلګ هلاکوو ، بېشکه ددغه کلي خلګ ظالمان دي ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : په دې کلي کي لوط علیه السلام  سته ، ملائکو ورته وويل : موږ خبر يو چي دلته لوط علیه السلام  سته ، موږ به خامخا ده او دده اهل ته نجات ورکړو ماسوا دده دښځي څخه چي پاته به وي. (يعني هلاکيږي به ځکه هغه کافره وه)
دغه ملائکي چي کله دابراهيم علیه السلام  څخه رارواني سوې نو دلوط علیه السلام  ولوري ته راغلې په داسي حال کي چي دډېره ښايښته هلکوان په شکلونو باندي يې ځانونه اړولي وه ، دډېري تازګۍ ، ښايست اوښکلا څخه پرېښېدلې . البته دغه ملائکو خپل هويت لوط علیه السلام  ته څرګند نه کړ، چي دوى ملائکي دي نو ځکه لوط علیه السلام  پردوى باندي دمېلمنو ګومان وکړى او دوى ته يې ښه راغلاست ووايه ، خو دوى په راتګ سره ډېر غمجن له دې امله سو چي داسي نه چي دده قوم دې مېلمنو ته څه تاوان ونه رسوي په ځانګړي ډول داسي مېلمانه چي ډېر ښايسته دي ، ډېر فکرمن  وو چي که دده قوم په دغه مېلمنو خبر سي نو ددې مېلمنو پر عزت باندي به تېرى وکړي ، دا فکر يې کاوه چي که دده قوم راغلى او خبر سوه نو دى به يې څه چاره کوي دى مبارک په داغه بېره کي  وو چي دده قوم خبر سو  او هغه څه پېښ سوه چى دى ځني بېرېدئ په داسي ډول چي دده دقوم څخه څو تنه راغلل قصد يې وکړ، چي پر دغه مېلمنو باندي تېرى وکړي لوط علیه السلام  لومړى ددوى سره مجادله حسنه پيل کړه دوى ته يې دعوت وکړى ، په نېکۍ او نرمۍ سره يې خبري ورسره وکړې او دوى ته يې وويل چي زه به تاسو ته خپلي لوڼي په نکاح درکړم تاسو ناروا او بدلاره پرېږدئ ما خپلو مېلمنو ته مه شرموئ او هغوى ته مي مه خړ مخي کوئ ، ډېر دلائل او ډېري نرمي خبري يې ورته وکړې ددې لپاره چي دوى ددې ناروا کار څخه پرشا کړي . هغوى  بدبختانو دده خبرو ته هيڅ پاملرنه نه وکړه او ده ته يې خپل شوم هدف څرګند کړ، چي موږ ددغه ښايسته مېلمنو پرته بل هيڅ شي نه دئ په کار  ، لوط علیه السلام  ډېر غمګينه او پرېشانه سو بله هيڅ لاره يې نه وليده پرته له دې چي مېلمنو ته يې ددوى دشوم او ناروا فکر څرګندونه وکړه ، مېلمنو ده ته په جواب کي وويل : چي موږ ملائکو يو الله جل جلاله   ددې لپاره راستولي يو چي دا قوم هلاک او برباد کړو ، دا قوم ظالمان ، ګمراهان او کافران دي. الله جل جلاله  ددغه پيښي په اړه داسي فرمايي :
وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ (۷۷) وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ (۷۸) قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ (۷۹) قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ (۸۰) قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ . سورة هود الايات ٧٧ الي ٨١
ژباړه : کله چي زموږ استازي لوط علیه السلام  ته راغلل ، دى غمګينه اوزړه تنګى سو او وې ويل : دا ورځ ډېره سخته ده ، دده قوم په ډېره چابکۍ سره راغلى دده لوري ته او تردې وړاندي دوى بد کارونه کول ، لوط علیه السلام  ورته وويل : اې زماقومه ! دا زما لوڼي دي ستاسو لپاره ډېري پاکيزه دي ، تاسو دالله جل جلاله  څخه وبېريږئ تاسو ما مه شرموئ خپلو مېلمنو ته ايا په تاسو کي يو هوښيار کس نسته؟ دوى ورته وويل : ته پوهېږې چي زموږ ستالوڼو ته هيڅ حاجت نسته او ته په دې پوهېږې په هغه څه باندي چي موږ يې اراده لرو ، لوط علیه السلام  وويل : کاشکي مالره يو طاقت واى  او يا مي پنا يو زورور قوم ته وړې واى . ملائکو ورته  وويل : اې لوطه! موږ ستا درب استازي يو دوى به تاته نه ورسيږي نو ته خپل خلګ يعني مؤمنان دشپې په يوه برخه کي وباسه او بايد ددوى څخه هيڅوک تر شا ونه ګوري ماسوا ستا دښځي څخه چي دې ته به هم هغه عذاب رسيږي کوم چي ستا قوم ته رسيږي ، بېشکه ددوى دعذاب وخت سهار دئ ايا سهار ډېر نژدې نه دئ؟
ملائکو لوط علیه السلام  پوه کړ، چي دوى دالله جل جلاله  استازي دي ددې لپاره الله جل جلاله  را لېږلي دي چي ستا قوم هلاک او برباد کړي ، دوى به تاته هيڅ تاوان ونه رسوي ، بيا لوط علیه السلام  ته دنده ورکړه چي دشپې په يوه برخه کي ، تر سپېدو مخکي ته ، ستا کورنۍ او مسلمانان ددې مځکي څخه ځانونه وباسئ ځکه هغه وخت رارسېدلى دئ چي دا قوم به هلاکيږي او ډېر ژر به هلاک او برباد سي. (أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ).
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: