زده کړه، ښوونکی او زده کوونکی

د مسلکي روزنپوهني بنسټ

مسلکي روزنپوهنه (vocational education ) په اروپا کي دنولسمي پېړۍ په پای کي او دشلمي پړۍ په سرکي په ډېر جنجال او نیوکوسره په ورو ورو د ټولنیز روزنپوهني ( general pedagogy)څخه راجلا او ځانګړې پوهنه سوه .
دځانګړي کېدوآري لامیلونه اوثبوتونه دنورو بنسټي شیانو تر څنګ داوه،چي مسلکي روزنپوهنه په طبعیت کي شتون لري . ثبوت ئې دهغه فلمونو له مخه کېده،چي ژوندپوهانو [ Biologec] له ډول ډول ژوو څخه اخستي وه . په دغه فلمونوکي ژوي ښوول کېده چي دخپل ورځني خوراک لپاره له «اوزار» نه کار اخلي . دبولګي په توګه : یوشاهین «مارغه» چي د یوه شترمرغ هګۍ پیداکړي؛خوهغه ډېره غټه او ډېره کلکه ده، چي دشاهین په موښکه او منګلو نه ماتیږي؛ نوشاهین څه کوي؟ دی خپل شعور(instinct) په کار اچوي . یوه غټه ډبره د «اوزار» په توګه په خپلو منګلو کي نیسي او پوتنشیل انرجۍ په کار وړي؛ یاني ډبره لومړی د «اوزار» په توګه دویم لوړواله دانرجي په توګه استعمالوي . شاهین په منګلو کي ډبره نیولې له پاسه پرهګۍ را غورځه وي چي په دغه ډول هګۍ ماته کي. یا ئې په بل پېداګوژیکي سستم دهګۍ دماتولو لپاره د«اوزار» نه کار اخلي . هګۍ په منګلو کي ونسي پر يوه کلکه ډ‌بره ئې رااېله کي هګۍ چي پر ډبره ومښته ماتیږي . یو ځلي ئې له ډبري نه د چکش کار واخست او بل وار ئې دسنګدان کار ځیني واخست . په دواړو وارو کې دلوړواله یاني دپوتنشیله انرجي (potential energy) څخه کارواخست . وړې چوغکي «چورنده کان» د«ونُو» له درزو څخه چینجیاڅرنګه راباسي؟ د«چورندک» موښکه ډېره لنډه ده له «درزه» نه په موښکه چینجی راایسته دغه «مارغه»ته یو ستونزمن کار دی . دی وړوکې نرې خاشه پیداکي په موښکه کې ونسي د«وُني»په «درز» کې چیخي او چینجی راباسي . «چورندک» خاشه د «اوزار» په ډول کاره و ي یاني دخاشې څخه دمېخ کار اخلي .
 

بیا دغسي بزوګیاني هم د «اوزار» څخه کار اخلي . دساري په توګه :کوپړه ماتول . په فلم کي ئې وښوول چي «بزوګیاني» په یوه دره کي کوپړې ( coconut)له ځنګله نه راوړي دغره پر یوه پاڼ باندي چي یوغټ کاڼی پروت دی پردغه کاڼي ئې ایږدي اویوبل کاڼی رااخلي پر دغه کوپړې ئې کلک وهي او کوپړه په ماته وي . لومړی ئې اوبه ځني چیښي بائې پوستک ایسته کوي مغز ئې خوري .

«ګوریلا» (gorilla) چي بیا «شی» ماته وي غټ پنډ لرګی د (اوزار) په توګه په کار وړي اودغسي نوري ډېري بولګي سته، چي ژوي دخپل آسانتیاله پاره د«اوزار» څخه کار اخلي .
دغه پخپله ښه ېي،چي په دطبعیت کي مسلکي زده کړه هم شتون لري . که څه هم مرغان دځالو په جوړولو کي لوړ مهارت لري او دخپل بچو په روزلو کي ډېر تکړه دي؛خو د«اوزار» نه کار اخستل دا په طبعیت کي دژوو او مرغانو یوبل فوق العاده فن دی .

دغه پورته لاملونه د «مسلکي پېداګوژی» لپاره د نورو دلایلو تر څنګ دپوهانو له خوا یو«لوی» ثبوت وو ،چي مسلکي پېداګوژي له عمومي پېداګوژۍ نه جلاسي او ځان ته یوه خپلواکه پوهنه سي . که څه هم ځیني پوهان لاهم په دي آند دي،چي دپېداګوژۍ پوهنه یوه پوهنه ده؛یاني بله پېداګوژي نسته، خودمسلکي پېداګوژۍ پوهان دا خبره نه ورسره مني .دوی مسلکي پېداګوژي ځان له جلا پوهنه بولي . مسلکي پېداګوژي په اوروپاکي وروسته تر لومړي جنګ یاني ورسته تر (۱۹۱۸م ک) منځ ته راغلې او په ورورو دپوهانو په اثبات اولیکنوسره مسلکي پېداګوژي ځانګړې او خپلواکه پوهنه سوه. مسلکي پېداګوژي تر ډېره برېده مرسته دسوشیولوجي (sociology) څخه اخلي او په خپل ورځنۍ ښوونه او روزنه کي ئې په کار وړي .

اخځونه: ۱ ویکيپيدیا ۲ Theorien und Modelle der Didaktik— H. Blankertz Internationale Berufspädagogik— H. Nölker . E. Schoenfeld ۳
Glossar

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: