اخلاقاسلامي نړۍ او امت

د مسلمانانو ترمنځ ورورګلوي او خواخوږي

په رښتیا سره د خلکو ترمنځ تر ټولو ډېره ځواکمنه اړیکه د اسلامي ورورګلوٍۍ اړیکه ده ځکه چې دا مسلمانان له یو بل سره یوځای کوي که څه هم د یو ځای څخه نه وي، یا د بېلو دولتونو څخه وي، یا د مختلفو قومونو څخه وي.

الله جل جلاله پدې هکله فرمايي: ﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ﴾ الحجرات: 10
ژباړه: بېشکه چې مؤمنان یو له بل سره وروڼه دي او دغه راز حضرت محمد مصطفي علیه السلام فرمايي “أَلَا لَا فَضلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسوَدَ، وَلَا أَسوَدَ عَلَى أَحمَرَ إِلَّا بِالتَّقوَى”رواه احمد.

ژباړه:خبردار! چې عربي په عجمي او عجمي په عربي، سور په تور او تور په سور کوم غوره والی نلري مګر یواځې په تقوی سره “ امام احمد روایت کړی دی.
اسلامي ورورګلوۍ حقوق او واجبات لري چې ځينې يې دادي:

لومړی- مسلمان باید بل مسلمان ورور ته مرستندوی وي:
الله تعالی فرمایي: قال تعالى: ﴿ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ﴾ [المائدة: 2]. وقال تعالى: ﴿ وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴾ [التوبة: 71]. وقال تعالى: ﴿ وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ ﴾ [الأنفال: 72].

ژباړه: تاسو له یو بل سره د نېکۍ او تقوی په کارونو کې مرسته وکړئ او د ګناه په کارونو او تېري کې يو له بل سره مرسته مه کوئ)

(مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځینې د ځینو نورو دوستان دي چې امر کوي په نېکۍ سره او منع کوي یو بل له بدۍ څخه ،لمونځونه قایموي، زکاتونه ورکوي او د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله عیله و سلم اطاعت کوي نو دغو کسانو باندې به الله تعالی ډېر ژر رحم وکړي بېشکه چې الله تعالی غالب او د حکمت لرونکی ذات دی .همداراز الله تعالی فرمايي (که چېر ته مؤمنان له تاسوڅخه ددین په کار کې مرسته وغواړي نو پرتاسو لازم ده چې مرسته يې وکړئ)

دغه راز امام بخاري په خپل صحیح کتاب کې له انس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د خپل ورور مرسته وکړه که هغه ظالم او که مظلوم وي.

دوهم: بل حق يې دادی چې مسلمان ورور به په بل مسلمان ورور په هېڅ ډول ظلم نه کوي که څه هم هغه ظلم ډېر‌ کوچنی وي:

امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کتاب کې له ابو هریرة رضی الله عنه حدیث نقل کړی دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي ,, یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی ظلم پري نه کوي، نه به یې ذلیلوي، نه به یې سپکوي او ویل به یې چې تقوی دلته ده او خپلې مبارکې سینې ته يې درې کرته اشاره وکړله، د یو شخص همدومره شر بس دی چې خپل یو بل مسلمان ورور سپک کړي، هر مسلمان په بل مسلمان د هغه وینه، مال عزت او ابرو حرامه ده.

درېیم حق: د ورورګلوۍ له لازمو حقوقو څخه یو داده چې یو بل باندې رحم وکړو او یو بل سره مینه او محبت وکړو او پدې لړ کې نبی کریم علیه السلام ډېر‌ه غوره بیلګه ښودلې ده نو لدې امله دا یوه مثالي خبره ده چې دنیا کې د اسلامي ورورګلوۍ لپاره د خلکو ترمنځ یو بل سره په اړیکو کې ورته هېڅ سیال او جوړه نه لیدل کېږي، په صحیحینو کې د نعمان بن بشیر حدیث داسې روایت شوی دی چې حضرت نبی اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مؤمنانو مثال په دوستۍ کې، یو بل سره په مهربانۍ، پیرزوینې کې داسې دی لکه یو جسد کله چې یو غړی یا اندام په درد اخته وي ټول بدن يې په بې خوبۍ او تبې اخته کړی وي.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم د بخاري او مسلم شریف په روایت کې ابو موسی الاشعري په روایت کې فرمایي:(مؤمن د بل مؤمن لپاره د پوخ دېوال حیثیت لري چې یو بل سره ټینګوي)

څلورم: خیرخواهي او نصیحت: مؤمن به بل مسلمان ورور ته د دنیا او آخرت کارونو کې خیرخواهي کوي او لدې څخه مراد دادی چې ناپوه ته ښوونه کوي او نېکه مشوره به ورکوي او پدې کې به ورته خیرخواهي کوي، په نېکۍ به ورته امر کوي او له بدو چارو به يې منع کوي او ترټولو لویو لارو څخه داده چې د الله تعالی وحدانیت او یووالي ته به يې دعوت کوي او د شرک څخه به يې منع کوي.

امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله په خپلو صحیحینو کې راوړي دي چې د جریر رضی الله عنه څخه يې روایت نقل کړی دی چې فرمایلي دي: ما له رسول الله علیه السلام سره د لمانځه په قایمولو، د زکات په ورکړې او هر مسلمان ته په نصیحت باندې بیعت وکړ او دا نصیحت په حق باندې وصیت کولو ته وایي هغه چې سورت عصر کې راغلي دي په کوم کې چې الله جل جلاله فرمایي: (قسم په وخت باندې چې انسان په تاوان کې دی مګر غیر له هغه چا چې په حق او صبر باندې وصیت کوي)

پنځم: د سلام ځوابول، د بلنې قبلول، د پرنجي په وخت کې ورته دعاء د ناروغۍ په وخت کې يې پوښتنه او که مړ شو نو د جنازې پسی به یې ځي:

امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې د ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې حضرت رسول اکرم صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د یو مسلمان پر بل مسلمان شپږ حقوق دي ورته وویل شو چې یا رسول الله دا حقوق کوم دي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې:کله ورسره مخ شي نو سلام به پرې اچوي او چې بلنه يې درکړه نو قبلوي به يې او کله چې در څخه د نصیحت غوښتنه وکړي نو نصیحت به ورته کوي او کله چې پرنجي وکړي او الحمد لله ووايي نو ځواب به ورکوي او کله چې ناروغ شي نو پوښتنه به يې کوي او کله چې وفات شي نو جنازې ته به يې ځي
شپږم: مسلمان باید بل مسلمان لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د ځان لپاره خوښوي:

امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله په خپلو صحیحینو کې د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې نبي اکرم علیه السلام وفرمایل: یو له تاسو تر هغه کامل مؤمن نشي کیدی ترڅو چې بل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره يې خوښوي)

دغه راز په قرآن کریم او نبوي سنتو کې داسې ډېر کارونه راغلي دي چې د مسلمانانو ترمنځ خپل منځي اړیکې ځواکمنوي، مینه جلبوي، کرکې له منځه وړي، د نفسونو خیري صفا کوي امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې د ابوهریرة رضی الله عنه روایت کړی دی چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې تاسو به جنت ته داخل نشئ ترڅو چې مؤمنان نشئ او تاسو به مؤمنان نشئ ترڅو چې یو بل سره مینه او محبت ونکړئ او آیا زه تاسو ته د یو شي لارښوونه ونکړم کله چې تاسو هغه کار وکړئ نو یو بل سره به مو مینه زیاته شي؟ په خپلو کې سلام اچول زیات کړئ او یو بل ته سلام اچوئ.او دغه راز امام ترمذي رحمه الله په خپل سنن کتاب کې د مقدام بن معدی کرب رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې نبي کریم علیه السلام فرمایلي دي:(کله چې یو د تاسو د کوم مسلمان ورور سره محبت ا ومینه لري نو هغه دې پدې خپل ورور پوه کړي چې دی ورسره مینه لري)

او امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کتاب کې د صفوان بن عبدالله څخه روایت کړی دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چې یو مسلمان ورور دعاء د هغه په غیاب کې قبوله ده دده په سر یوه ملائکه مقرره ده کله چې مسلمان ورور ته د خیر دعاء کوي نو مقرره ملائکه پرې امین کوي او ورته وايې تاته دې هم همدغسې اجر وي.

او په قرآن عظیم الشان کې رب العزت فرمایي: ﴿ وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴾ [الحشر: 10].

ژباړه:(او هغه کسان چې لدوی څخه وروسته راغلل وایي چې ای زمونږه ربه! مونږ او زمونږه هغو ټولو وروڼو ته بښنه وکړه چې له زمونږ نه يې مخکې ایمان راوړی دی او زمونږ په زړونو کې د مؤمنانو لپاره کینه او حسد مه ګرځوه ای ربه!په مونږ ډېر‌ مهربان او رحم کوونکی يې) د حشر سورت ۱۰ نمبر آیت

او امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی په خپلو صحیحینو کې د ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت کړی دی چې نبي اکرم علیه السلام وفرمايل څوک چې د خپل مسلمان ورور د اړتیا په پوره کولو کې وي الله تعالی د هغه اړتیا پوره کوي او څوک چې د یو مسلمان څخه کومه ستونزه لري کړي نو الله تعالی به يې له هغه څخه د قیامت په ورځ ستونزې لرې کړي او چاچې د مسلمان پرده وکړه (یعنې عیب یې پټ کړ) الله به يې د قیامت په روځ پرده وکړي.

ابن قیم رحمه الله فرمايلي دي: له مؤمنانو سره خواخوږي او همدردي څو ډوله ده :
مالي همدردي، د جاه او عزت خواخوږي، بدني مرسته او خدمت، د نصیحت او لارښوونې همدردي، د دعاء همدردي، د الله تعالی څخه ورته د بښنې غوښتلو خواخوږي، په دردمن حالت کې د هغو د پوښتنې کولو همدردي، خو دا ټول د ایمان تراندازې دا مرستې او د مسلمانانو سره همدردي وي نو کله چې د چا ایمان څومره کمزوری وي هغومره مسلمانانو سره يې د همدردۍکچه هم کمزورې وي او څومره چې يې ایمان قوي وي هومره يې د مسلمانانو سره د خواخوږۍ او مرستې اړیکې پیاوړې وي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو کرامو سره په مرستو او همدردیو کې ترټولو لوی انسان ؤ نو هغه لارویو لپاره د مواساتو او خواخوږۍ په لړکې یواځې د هغه علیه السلام لار چې تعقیب کړي همدا بسنه کوي او د ابراهیم علیه السلام حنیف مهربانه ملت او د محمد رسول الله علیه السلام زموږ د خوږ پیغمبر اساس په دوو بنسټونو ولاړ دی:

لومړی يې اخلاص او دوهم یې پدې لار کې دوستي او دښمني:
نو یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی که هغه د دنیا له لرې برخې څخه وي او کافر یې دښمن دی که څه هم د مور او پلار بچی يې وي الله پدې اړه داسې فرمايي :﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴾ [المائدة: 54

ژباړه : ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی دی که په تاسو کې څوک د خپل دین څخه اوړي نو وادې وړي الله تعالی به نور داسې خلک پیداکړي چې هغوی به د خدای پاک خوښ وي او الله به د هغوی خوښ وي په مؤمنانو به نرم وي او په کافرانو به سخت وي، د الله په لار کې به کوښښ کوي او د هېڅ یو ملامته کوونکي د ملامتیا څخه به نه وېرېږي دا د الله فضل دی چې چاته یې خوښه شي نو هغه ته یې ورکوي او الله د پراخه ذریعو مالک دی او په هرڅه پوه او عالم دی.

او د محمد رسول الله علیه السلام او د هغه د اصحابو په شان کې الله تعالی داسې توصیف کړی دی:
﴿ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ﴾ [الفتح: 29
ژباړه: محمد رسو الله علیه السلام او هغه کسان چې د هغه سره ملګري دي سخت دي په کافرانو باندې او په خپل منځ کې رحم کوونکي دي: ( الفتح سورت ۲۹ نمبر آیت شریف )
واخردعونا ان الحمد لله رب العلمین

ژباړه: نعمت رسول نعمتیار

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: