سیاست او دولت

د مرکزي حکومت ملاتړ ملي دنده ده!

 

افغاني ټولنې په ۹۰ یمو کلونو کې د مرکزي حکومت تشه لېدلې او ډیری هغه کسان چې په نوموړې لسیزه کې يي د واک په بېلا بېلو ټاپوګانو کې په اصطلاح مشري کوله، نن هم ژوندي او په یوه یا بله بڼه د مرکزي حکومت په وړاندې د واک د ټاپوګانو د ادامې لوبه جاري ساتي!

د مرکزي حکومت په پاشل کېدو سره، په نويیمه لسیزه کې افغانانو د هېواد پلازمېنه کابل او نور ولایاتونه ولېدل چې څنګه یو په بل پسې ورژېدل او ونړېدل. کابلښار څنګه د پیریانو په کور او کنډواله بدل شو او ۷۰ زره کابلیان څنګه د دښمنو تنظیمونو په جګړو کې له تیغه تېرشول. په دې لسیزه کې کابلیانو د خپلو بچیانو د نیمژواندو مړو نڅا او ګډاوې ننداره کړي. له ښځو او نجونو سینې غوڅې شوې او د خلکو عزت او ناموسونه برباد شول. د کابل په ګډون د هېواد ټول ښارونه، کلي، بانډې او درې له وګړو او ولسونو تشې شوې. په دې پير کې د افغاني کډوالو چوپې ګاونډیانو، اروپا او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورشېوه شوې او پر کډوالو یو داسې دردوونکی ناورین راغی چې شلمې او یوویشتمې پېړۍ يی بل چیری بېلګه نه وه لېدلې!
دا ناورین په پراخه کچه د نړیوالو رسنیو تر چتر لاندې هم راغی او د دنیا عرب او عجم ټول پرې خبر شول!
د مرکزي واک دا رامنځته شوې تشه، په نوي یمو کلونو سربېره، دوه لسیزې وروسته نن لا هم نه ده ډکه شوې او د هغه د ډکون لپاره په کور دننه د مرکزي حکومت پلویان او ساتندویان او بلخوا د انارشیزم، ګډوډۍ او د واک ټاپوګانو د ساتنې لارویان په شخړه او سخته بوخسه کې سره ښکېل دي.
همداشان بېخي طبیعي ده کله چې یو هېواد کې د واک تشه رامنځته شي او هلته مرکزي حکومت وپاشل شي، د ډکولو لپاره يي ګاونډیان او لیري پراته هېوادونه هم د خپلو ګټو په پار په سیالۍ سره ورکېوځي.

په داسې حالاتو کې د مرکزي حکومت پلوي ځواکونه اړ دي یوخوا په کور دننه د انارشیستانو، تجزیه غوښتونکو او د واک ټاپوګانو د پلویانو سره په شخړه بوخت پاتې شي او بلخوا د هغه ګاونډیانو سره چې د کورني تجزیه غوښتونکو په مرسته غواړی د ځان په ګټه د واک تشه ډکه کړي او د مرکزي حکومت د پیاوړتیا مخه ډب کړي، په وړاندې ودریږي.
له بده مرغه افغانستان چې څو لسیزې په داسې یوه ورته حالت کې ښکېل دی، طبیعي ده چې د ځان د بقا په موخه او د مرکزي حکومت د بیا احیا په مټ باید له دې بدې ورځې او شنې غدۍ راووځي، نو ځکه د مرکزي حکومت او نظام ملاتړ او بسیا د ملي ګټو او ملي دندو په سر کې ځای نیسي!

د هېواد ملي ګټې او ارزښتونه پراخ او بډای مفهوم دی چې له هغو څخه هېواد کې د مرکزي حکومت ټینګښت او غښتلتیا؛ د جګړې بندښت، امنیت او ثبات؛ د هېواد خپلواکي او ازادي؛ د افغانانو ترمنځ د یووالی او پیوستون د پیاوړتیا هڅې؛ یو موټي او متحد افغانستان؛ د افغانانو ملي حاکمیت، ولسواکي او د افغانانو سوکالي، د اساسي قانون پلیتوب ته ژمنتیا، ملي ژبه او داسې نور ملي ارزښتونه مهم شمېرل کیږي.
د ملي ګټو په ټولګه کې ځینې ګټې د حالاتو او مهال سره په تړاو، لومړیتوب مومي او ځینې نورې بل وخت د ارزښت له مخې له نورو لومړی کیږي.
نن، سبا مرکزي ملي حکومت او نظام، د نورو ملي ارزښتونو په سر سر کې راځي او که هغه بسیا شي د نورو ټولو ملي ګټو او ارزښتونو په ساتلو او خوندیتوب کې لویه مرسته کوي.
همدا لامل دی چې د افغانستان د بقا او پرمختیا مخالفین او دښمنان، تر هر څه مخکې مرکزي حکومت په نښه کوي او د هغه د جوړېدا او پياوړتیا مخ نیسي.

دا چې وايی، سیاست دایمي دوست او دښمن نه لري او هلته ملي ګټې تل په پام کې وي، له پورته یاد شویو دوه ډوله چلنده ښه څرګندیږي.
په کور دننه د تک قومي حکومت، قبیلوي حکومت، د ارګ په لاس د محاصره او انحصاري حکومت تبلیغ او ډنډوره هم د مرکزي حکومت د پیاوړتیا مخنیوي ته په پام ترسره کیږي. هغه کسان چې د اساسي قانون د منځپانګې خلاف ځانونه د پارلماني نظام، نا متمرکز نظام او یا داسې نورو بوللو تر چتر لاندې پټوي، غواړي له دې لارې هېواد کې روان بحران جاري وساتي او یا د بل داسې بحران لپاره تیاری نیسي چې پایله يي خپله او د هېواد د بربادۍ پرته، بل څه نه شي کېدای.

سرلوڅ مرادزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: