د محمد الرسول الله (ص) لنډ مکمل ژوندلیک (سیرت)

د نبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .

د رسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه

ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

د رسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .
نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې .

نبوي ځانګړتياوي :

داځانګړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي
ذاتي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي .

الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې :
نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي .
عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې .
عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانګړتيا يو قيد وو .
رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو .
درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای .
دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو .
دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو .
رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديګر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديګر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي .
دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوګه پرته له ماتولو روژه نيوله .
درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي .

ب ــ درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې

له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي :

رعب او نصرت :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .

دسجدې عام ځای :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .

دپيروانو ډيرښت :
ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې .

عامه بلنه :
پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه .

جوامع الكلم :
پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي .

ددين پوره والى :
الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو .

دنبوت پای ته رسيدل :
درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتګ له انتظار څخه خلاص شول .

تلپاتې معجزه :
دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .

دشفاعت كولو مقام محمود :
په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .

درسول الله صلى الله عليه وسلم پاكي بيبياني

١– ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها) 
٢ ـ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها)
٣ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها 
٤ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها 
٥ ــ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها 
٦ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها) 
٧ ــ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها 
٨ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها 
٩ ــ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها 
١٠ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها 
١١ ــ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها 
١٢ ــ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

د رسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه

قاسم حضرت زينب رضي الله عنها 
حضرت رقيه رضى الله عنها
حضرت ام كلثوم رضى الله عنها 
دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها
ابراهيم

١- ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها)
دپلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې كورنۍ دقصې په پشت كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي.
بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاك لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مباركه بي بي په لومړي سركي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوك وو چې دقريشوپه لاس په حرم كې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې كله په رسول الله صلى الله عليه وسلم ګوزارونه كيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو ګوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وكړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره كې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو.
هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډګركې ښه نوم درلود . داحاديثوپه كتابونوكې درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نكاح كې وه .
له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاكه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نكاح كې راغله .
دغې مباركې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت كاله تيركړل .
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مباركي شپږ اولادونه وشول .
دوه هلكان چې آن په كوچنيوالي كې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي :
فاطمه, زينب , رقيه, اُم كلثوم .
ددغې مباركې بي بي په ژوندكې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نكاح ونكړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم كال وفات اوپه حجون نومې ځای كې خاوروته وسپارل شوه.

٢ ـ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها)
دبي بي سودې رضي الله عنها شمارله لومړنيو مسلمانانو كيږي . دې هغه مهال له خپل ميړه سكران بن عمرو سره حبشې ته هجرت وكړ. يو روايت دادى چې سكران په حبشه كې مرتد شو اوعيسويت ته واوښت . بي بي سودې ورنه طلاق واخيست اومكې ته بيرته راغله سكران هماغلته په حبشه كې مړ شو .
بل روايت دادی چې سوده رضي الله عنها دسكران په ملتيا مكې ته راغله اوڅو ورځې وروسته سكران وفات شو. له سكران څخه دسودې رضي الله عنها يو زوى وو چې عبدالرحمان نوميده او دجلولاء په وتلې جګړه كې په شهادت ورسيد.
داُم المؤمنين بي بي خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته دسودې رضي الله عنها دپلارزمعه په خوښه اوشته والي كې ددې نكاح له حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم سره وشوه .
دغه مباركه بي بي دلوړې ونې او خورا ښې تنې ميرمن وه . لوى خدای جل جلاله ورسره ددغو اوصافو ترڅنګ فياضي , سخاوت , اطاعت اوفرمانبرداري هم ورپه برخه كړې وه .
داُم المؤمنين سوده رضي الله عنها دوفات په كره نيټه كې اختلاف دى خو داخبره باوري ده چې دحضرت عُمر رضي الله عنه دخلافت پرمهال لاژوندۍ وه .

٣ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها

حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دمسلمانانو دلومړني خليفه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دغار دملګري حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه لور وه . دمور نوم يې زينب وو او داُم رومان په نامه ياديدله . حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دبعثت په څلورم كال زيږيدلې اوپه شپږكلنۍ كې يې له رسول الله صلى الله عليه سره نكاح شويده .
يو روايت دادى چې ددې دنكاح غوښتنه پخپله پيغمبرصلى الله عليه وسلم كړې وه . خوديوه بل روايت له مخې ويل شوي چې كله دخدای جل جلاله نازولې استازې صلى الله عليه وسلم حضرت بي بي سوده په نكاح كړه نوحضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته عرض وكړچې عايشه لومړنۍ انجلۍ ده چې له مسلمان پلاره زيږيدلې نوكه تاسې يې په خپله نكاح مشرفه كړئ!!!
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې عايشه لاوړه انجلۍده خو حضرت ابوبكرصديق رضى الله عنه ورته وويل چې خيردى دواده لپاره به يې زه صبروكړم ترڅو لويه شي .
آنحضرت صلى الله عليه وسلم داخبره ومنله . دغه بي بي ترنبوي هجرت وروسته دنهو كلونو په عُمر واده كړى شوه .
له عايشې رضي الله عنه نه ډيرى نبوي احاديث روايت كړل شويدي . دحديثو ځيني څيړونكي پدې باوردي چې په شرعي احكامو كې له دې څخه څلورمه برخه روايتونه شويدي . نوموړې بي بي ته خدای پاك بيسارى ذكاوت ورپه برخه كړى وو. هغې دتفسير , حديثو , دشريعت په اسرارو , خطابت , ادب او دنسبونو په فن كې لوى لاس درلود .
دحضرت ابوبكر ,حضرت عُمر اوحضرت عثمان رضي الله عنهم دخلافت په پيرونوكې يې فتواګانې وركولې . حضرت عايشې رضي الله عنها نهه كاله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تيركړل , دپاك رسول صلى اللله عليه وسلم دوفات پرمهال دهغې عُمراتلس كاله وو.
په اوه پنځوسم هجري كال كې نژدې دشپږشپيته كلونو په عُمر وفات شوه اود دې له وصيت سره سم په جنت البقيع كي دشپې خاوروته وسپارل شوه .
قاسم بن مُحمد, عبدالله بن عبدالرحمن , عبدالله بن عتيق ,عبدالله بن زبير اوعُروه بن زبير رضي الله عنهم قبرته ورښكته كړه .دجنازې لمونځ يې دحضرت ابوهُريرة رضي الله عنه په امامت كې ترسره شو. دغه مهال نوموړى دمروان بن حاكم له لوري دمدينې منورې والي وو.

٤ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها 
دغه بي بي داسلام د دوهم خليفه حضرت عُمر رضي الله عنه لور وه . په لومړي سركې دحضرت خنيس بن خذافة رضى الله عنه په نكاح كې وه . خو هغه دبدرپه غزاكې شهيد شو او بي بي مباركه كونډه شوه . حضرت عُمر رضي الله عنه له حضرت عُثمان رضي الله عنه نه وغوښتل چې له هغې سره نكاح وكړي خو هغه ونه منله . حضرت عُمر رضي الله عنه خورا غمجن شو او رسول الله مبارك ته يې ګيله وكړه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې هغه خوشاله ساتلې وي دځان له لورې يې ورته له بي بي حفصې رضى الله عنها سره دنكاح ست وكړ . هماغه وو چې له پاك رسول سره يې نكاح وشوه .
بي بي حفصه رضي الله عنها په نبوي حرم كې يوازينۍ لوستې ميرمن وه او درسول الله په ژوندكې يې دځان لپاره پخپل لاس قرآنكريم ليكلى وو.
دغه بي بي دحضرت اميرمعاويه رضي الله عنه دخلافت په پيركې د95 كلونو په عُمروفات شوه . دجنازې دلمانځه امامت يې دمدينې منورې دهغه وخت حاكم مروان بن حكم وكړ . دغې مباركې بي بي خپل ټول مال جايداد دخدای په لاره كې خيرات كړى وو .
٥ ــ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنهاحضرت زينب رضي الله عنها لومړى دعبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبداللهرضى الله عنه د احد په غزاكې شهيدشو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه .
دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم ياديدله . رضي الله عنها وعنهن .
٦ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها) ددغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو.
نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه . نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې .
رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود .
رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه .
نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ.
٧ ــ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم دترور لور وه , دا بي بي لومړى حضرت زيد رضي الله عنه ته واده شوې وه ,خوداچې حضرت زيد رضي الله عنه يو آزاد شوى مريی وو نو ځكه ورسره ددې وخت نه تيريده ,حضرت زيد درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوښه دې ته طلاق وركړ,وروسته ورسره رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وكړه .
دنكاح په مهال يې عمر 35 كاله وو ,دا دومره پرهيزګاره ميرمن وه چې كله ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورواستاوه نودې په ځواب كې ورته وويل چې زه به استخاره وكړم ,همداراز كله چې په ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې پسي بهتان وويل شو نو حضرت زينب رضى الله عنهاسره له دې چې دحضرت عايشې رضي الله عنها بَن وه دحضرت عايشې په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې : زه دعايشې له ښو اخلاقو پرته په بل هيڅ شي نه يم خبره .حضرت عايشې رضي الله عنها هم دزينب په فياضي داسې اقرار كړى چې : زينب رضي الله عنها ډيره قانعه او دفياض طبيعت ميرمن وه .
رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكو بيبيانو ته ويلي وو چې له تاسي څخه به ډير ژر هغه څوك له ما سره يوځاي شي (تر ما وروسته به ژر وفات شي ) چې دهغې لاسونه اوږده وي ,پاكو بيبيانو به خپل لاسونه سره كچل ,خو پدې استعاره كي دحضرت زينب رضى الله عنها فياضي او سخا ته اشاره وه , دې به پخپل لاس پيسې بياموندلې او هغه به يې دخداي جل جلاله په لاره كې خرڅ كولې . همدا نبوي وړاندوينه دحضرت زينب رضي الله عنها په اړه ريښتيا شوه او درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفاته وروسته په بيبيانو كې حضرت زينب رضي الله عنها ترټولو لومړۍدهجرت په شلم كال دخپل عمر په 53 كلنۍكي وفات شوه .
حضرت زينب رضي الله عنها پخپل لاس كفن او نور لوازمات برابر كړي وو ,خو ورسره يې دا وصيت هم كړى وو چې يوكفن دي حضرت عمررضى الله عنه هم راكړي او بيا دي له دې دوو نه يو خيرات كړل شي هماغسي وشو ,دجنازې لمونځ يې حضرت عمررضي الله عنه ادا كړ,حضرت اسامه رضي الله عنه,محمدبن عبدالله بن جحش عبدالله بن ابي او احمد بن جحش قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .
٨ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها حضرت جويريه رضي الله عنها دحارث بن ضرار لور وه ,حارث دبنو مصطلق دكورنۍ مشر وو ,حضرت جويريه لومړى دمسافع په نكاح كې وه ,هغه دبنو مصطلق يا مريسيع په غزا كې مړشو ,په نوموړې جګړه كې مسلمانانو ته ډيرى مرييان او مينځې په لاس ورغلل ,جويريه رضي الله عنها دثابت بن قيس په برخه شوه ,خو جويريي دنهو اوقيو سرو زرو په بدل كې دمكاتبت تړون وكړ ,هغه هم راضي شو ,جويريه رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راغله او دمرستې غوښتنه يې ورڅخه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې كه زه دابيه پرې كړم او تا په نكاح كړم نو ښه به نه وي ؟ جويريي داخبره خوښه كړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې اندازه سره زر وركړل او دايي ازاده بيا يې په نكاح كړه .
دهمدې نكاح له بركته دجويريي رضي الله عنها دكورنۍ ټول غړي مرييونه او مينځي ازادي شوې ,ځكه چې صحابۀ كرامو وويل چې دا كورنۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خسرګنۍ شوه ځكه يې نو ټول ازاد كړل .
حضرت جويريه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال د65 كلونو په عمر وفات او په جنة البقيع كي خاورو ته وسپارل شوه . انا لله وانا اليه رجعون .

٩ ــ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها
ددې بي بي نوم رمله او كنيت يې ام حبيبه وو ,دابو سفيان لوروه ,تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ.
دهجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنګړي او دوه ګوتمنۍ(انګشتري) وركړې .
نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په ګډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه .
ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنګړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم .
په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل .
ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه .
انا لله وانا اليه راجعون .
١٠ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه .
پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنګيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وګرځيدله .
حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه .
حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه .
انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .
١١ ــ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنهادنوموړې نوم زينب ,دپلار نوم يې حيي بن اخطب ,او دمور نوم يې ضره وو . كله چې په عربو كي دامام يا پاچا په نوم له ولجې څخه كومه ښه برخه بيله شوه هغه به دصفيي په نوم ياديدله ,حضرت زينب رضي الله عنها په همدې توګه دخيبر په وتلي غزا كي درسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كي راغله ,ځكه خو هم دصفيي په نامه ياديدله .
دحضرت صفيي رضي الله عنها پلار دبنو نضير ديهودانو رئيس ,او مور يې دبنو قريضه ديهودانو دمشر لوروه ,صفيه لومړى سلام بن مشكم ته واده شوه هغه طلاقه كړه بيا كنانه بن ابي الحقيق په نكا ح كړه ,كنانه دخيبر په غزا كي ووژل شو او صفيه بندي شوه ,كله چې دخيبر دجنګ بنديان راټول كړاي شول نو حضرت دحيۀ كلبي رضي الله عنه حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې يوه مينځه وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل ورشه يوه خوښه كړه ,دحيۀ كلبي رضي الله عنه صفيه خوښه كړه چې پدې كې يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او عرض يې وكړ چې تاسي دبنو نضير او بنو قريضه يهودو رئيسه حضرت دحيۀ كلبي ته وركړه ؟ هغه يواځي له تاسو سره ښايي .
رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت دحيه رضي الله عنه ته يوه بله مينځه وركړه او صفيه يې ازاده او بيا يې نكاح ورسره وكړه ,چې دخيبر په لاره په صهبا نومي ځاي كي يې دواده مراسم تر سره شول .
رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت صفيي سره خورا مينه درلوده ,يوه ورځ يې وليده چې صفيه ژاړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل ولي ژاړې ؟ صفيي ورته وويل چې عايشه او زينب رضي الله عنهما وايي چې مونږ په ټولو بيبيانوكي غوره يو مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په نكاح سر بيره دهغه دتره لوڼې هم يو .
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې :تاهغوي ته ولي ونه ويل چې حضرت هارون عليه السلام زما پلار ,حضرت موسى عليه السلام زما تره او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زما خاونددى ,نو په څه شي تاسي له ماڅخه ښې كيدلای شي ؟
حضرت صفيه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال وفات شوې او دجنت البقيع په هديره كې خاورو ته سپارل شوي ده . انا لله وانان اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .
١٢ ــ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها
 درسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دادواړه دقبطيانو وتلې انجونې دي .
هغوی درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنګه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنهاوه . رضى الله عنها وعنهن .

ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه
درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

قاسم 

درسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو .

حضرت زينب رضي الله عنها

درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو .
دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله .
ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه .
حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه ,
حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه .
انا لله وانا اليه راجعون .

حضرت رقيه رضى الله عنها

حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول .
حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي .
دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا .

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه .
انا لله وانا اليه راجعون .

دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها

حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه .
دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل .
دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو .
دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون .

ابراهيم

درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله .
په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود .
دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې .
ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .
اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا

د رسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي

دچهار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه ,د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه , او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دګرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله ,او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي .

بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه ,غسل يې وكړ ,د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ ,هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنګ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ ,وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله ,دادرسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل :
(خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري.
حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملګرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى .)

همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل : (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم ,عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالګه ,انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي ,هرڅوك چې ستاسو دګټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني ,او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي . )
رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جګړې ته لاړشي ,خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل : (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى , هغه په ما ډير ګران دى ,او تر دې وروسته به هم په ما ګران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل : (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي ,ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي ,او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي).

رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ , دناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟ محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد ګمانه وي , لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . )

ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه .

د وفات كال :

رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده .
دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . )
دحج دفريضې داداكولو ترراتګ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې ګواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنګ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ .

وفات:

څومره چې ورځ پخيدله په رسول الله صلى الله عليه وسلم بې هوښي ډيريدله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړې حضرت بي بي فاطمې رضى الله عنها چې دا ناكراري وليدله نوپه ژړا يې وويل های زما دپلارنا كراري .رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : (ستا پلار به تر دې ورسته نا كراره نه شي . )
دناروغۍ په نا كرارۍ كې به هم درسول الله صلى الله عليه وسلم له مباركې خولې نه داتور ي اوريدل كيدل : (مع الذين انعم الله عليهم ) او يا دا (اللهم بالرفيق الاعلى ) , تر غرمې وروسته درسول لله صلى الله عليه وسلم په مباركه سينه كې غږ پيداشو ,او پدې مهال يې شونډې ښوريدلې او داتوري ورڅخه اوريدل كيدل (الصلاة وما ملكت ايمانكم ) يعنې دلمانځه او مرييونو خيال ساتئ ,په وروستنۍ شيبه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس پورته كړ ,په ګوته يې اشاره وكړه او درې ځلې يې وويل : (بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ) په همدې وينا كې يې لاسونه ځوړند شول ,سترګې يې دبام په لورې نيمكښه پاتې شوې او سپيڅلی روح يې قدسي عالم ته والوته .
انا لله وانا اليه راجعون .

تجهيز او تكفين:

دسې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې .

تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟ حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل :انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو , داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه ,دقبر په سرهم خبره راپورته شوه ,ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل ,او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل ,نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟

حضرت عمر رضى الله وويل : په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي ,په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول ,حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو ,حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ , څنګه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو .

كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول ,خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول ,دالمونځونه پرته دچا له امامت نه ترسره شول ,لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه ,حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ,او حضرت عبدالرحمن

جاويدخان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب