د ماشوم لپاره تعويذ (فتوى)

پوښتنه:
د ا صلاح انلاین ټولو کارکوونکو ته:
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
وروسته له سلامه یوه پوښتنه ده هیله ده چې د اسلام په رڼا کې ېې ځواب ووايي.
آیا د نوي پیدا شوي ماشوم لپاره د تعویذ کول په دې نیت چې ونه ژاړي او یا نارامي ونه کړي، او یا دا چې ډېر ژاړي او مونږ ېې د تعویذ په واسطه غلي کړو، د  داسې تعویذ کول په اسلام کې جواز لري؟
ستاسو د ځواب په هیله  مننه

ځواب

قدرمنه وروره! وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته
د تعويذ په اړه اکثر علماء او فقهاء دا نظر لري چې جواز نلري. البته د دم په اړه هم اختلاف شته ځينې وايي چې يوازې د تبې او نظر لپاره دم کيږي او ځيني وايي چې يوازې په معوذتين (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب  الناس) سره دم کېدلاى شي خو جمهور علماء (څلور مذاهب) دا وايي چې د هر څه لپاره دم کول جواز لري که ماشوم دم کړاى شي او يا لوى، البته يو درې شرطونه پکې ږدي:
١-  دا دم به د الله تعالى په کلام (قرانکريم)، د الله تعالى په نومونو او صفاتو او په هر هغه ذکر چې معنى يې واضحه وي
٢- دويم دا چې په عربي ژبه به وي.
٣- دريم دا چې دواړه (دم کونکى او په چا چې دم کېږي) دا عقيده ولري چې دا دم پخپله تاثير نلري، بلکه د الله تعالى په اراده او قدرت سره تاثير پيدا کوي
والله اعلم

ځواب: مولوي مجيب الرحمن منصور

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب