ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د ماشومانو د جزاء ښکلې تګلاره

ډيره ښه تګلاره

(داسې تګلاره چې د جزاء اړونده جګړه د ماشوم او والدينو له منځه اخلي او د ماشوم او د هغه د خطا تر منځ يې پريږدي)
ته به وايې څنګه؟… ومنه چې ډيره عجيبه ده! هرومرو يې يوځل دا کړنلاره عملي کړه او دا متن تر پايه ولوله…

دا تګلاره د کورنيو د سلامشورې يو ستر پوه (ډاکټر جاسم) ليکلي او پلي کړي يې ده. دی وايې: يوه ښځينه مې دفتر ته راغله او خورا له خپلو زامنو ګيله منه ښکاريده ويل يې: دوه زامن لرم چې يو يې د (۶) او بل يې د (۹) کلونو دي زه يې په ډيرو جزا ګانو ستړې کړې يم خو له ربړونو او جزاګانو مې هيڅ ګټه نده پورته کړي، نه پوهيږم څه وکړم؟

ما ورته وويل: آيا تا تر اوسه (د جزاء د غوراوي تګلاره) پلي کړي ده؟
هغې وويل: زه له داسې يوې تګلارې سره اشنا نه یم. ستا موخه څه ده؟

ما ورته وويل: مخکې له دې چې دا تګلاره درته بيان کړم غواړم په دې پوهه شې چې د ماشومانو د تربيې لپاره يو ستر قانون شته چې په هغه بايد لمړی ځان پوه کړې. هغه دادی چې د ماشوم د ژوندانه په هر پړاو کې د هغه د تأديب او تربيې بيلابيلې تګلارې شته، ماشوم چې هرڅومره غټېږي نو والدين يې نورو تازه تګلارو ته اړتيا پيداکوي ترڅو يې د هغوي په وړاندې د تربيې لپاره وکاروي، خو (د جزاء د غوراوي تګلاره) يوه داسې تګلاره ده چې د هر عُمر ماشومانو ته مناسبه ګڼل شوې او پايلې يې مثبتې ختلي دي.

مخکي له دې چې په دې تګلارې عمل وکړو بايد لمړی په دې پوه شو چې آيا ماشوم دا خطاء د ناپوهۍ له مخې کړي او که يې په پوره پوهه د قصد او هوډ له مخي کړي؟! او دا پړاو ددي لپاره دی چې تربيه ګټمنه پريوځي.
که داسې وي چې ماشوم د ناپوهۍ له مخې يوه خطاء کړي وي او د غلط کار هيڅ هوډ يې هم پکې ترسترګو نشي نو تأديب او جزاء ته هيڅ اړتيا نشته، يواځي دغه بس ده چې په خپله کړي خطاء يې پوه کړو.

او که يوه خطاء څو ځلې تکرار شوه او يا په قصدي توګه تر سره شوه نو دداسې ماشوم د تأديب لپاره ډول ډول تګلارې شته چې له هغې جملي نه: ماشوم په لنډ مهاله توګه له ځينو امتيازاتو محرومه کول، په تروش تندي ورته کتل، پرته له دې چې جسم یې وزورول شي او يا ووهل شي…

ددي تګلاري چل داسې دی چې له ماشوم نه و غواړو ترڅو يواځي کښيني، سوچ وکړي او د خپلې کړي خطاء په بدله کې په (۳) یا څو جزاء ګانو کې د ځان لپاره يوه غوره کړي د بيلګي په توګه: اول: په دغه اونۍ کې د ملګري نه ليدنه، دویم: يوې ورځې لپاره د تلفن نه کارونه، دریم: د پلار په څنګ کې نه بدیدل څلورم: د جمعې په ورځ ماځیګر د پلار سره پارک ته نه تلل، پنځم: د کور وړه باغچه اوبه کول شپږم: سهار وختي له نانوايې نه ډوډۍ راوړل او يا نورې دغه رقم جزاء ګانې چې يو  کوچني ته ورپه ګوته کېږي ترڅو يوه پکې غوره کړي او مونږ يې پرې پلي کړو.

يوه بله خبره دلته شته هغه دا ده: کله چې د جزاء لپاره يوه کړنه غوره کېږي نو اړينه ده چې دومره ساده او اسانه نه وي لکه؛ يوه ګړۍ چپ پاتي کيدل، ويده کيدل، د خپلي کوټې پاکې او صفايي کول، یوه سلواغه اوبه راکښل، ځکه چې جزائي غوندې کړنه بايد لږ څه ستونځمنه وي.

زه ډيری داسي کورنۍ پيژنم چې دغه تګلاره يې پلي کړې او ګټه يې ترې پورته کړې او ستونزې يې پرې هوارې شوي دي. دا ځکه چې ماشوم د پوره سوچ او ژور فکر وروسته خپله جزاء پخپله ټاکي، نو په دغسې حالت کې ذهني جګړه د ماشوم او خطاء ترمنځ راپيښېږي نه د والدينو او ماشوم ترمنځ، ماشوم دغه جزاء د خپل کړې (خطاء) پایله ګڼي او په پايله کې د مينې هغه اړيکه چې د پلار او ماشوم ترمنځ او يا د مور او ماشوم ترمنځ ده هيڅکله نه خړه پړه کېږي. او له بلې خوا ددغې خطاء د بيا پيښيدلو سلنه د ناشونتيا تر بريده کښته کېږي. او په عين وقت کې د ماشوم د شخصيت درناوی هم کېږي او مونږ پرته له دې چې هغه ته سپکې او سپورې وکړو او يا يې د شخصيت توهين وکړو د هغه خطاء ته يې پام ور اړوو.

هغې په اعتراضي توګه وويل: خو کيدی شي کله داسې جزاګاني غوره کړي چې زما غوصه نه پري کښيني او زړه مې نه پري سړېږی؟

ما ورته وويل: موږ بايد د تأديب او تعذيب فرق وکړو، د تاديب موخه داده چې د يوه ماشوم کردار او سلوک سم شي، اخلاق يې و رغول شي چې دا چاري ژور زغم، پراخې سينې، اوږد مهاله پلان او پرلپسې هڅو ته اړتيا لري. خو که موږ د هرې خطاء په کولو سره پرې چيغې کړو او سخت يې ووهو نو دا خو (تأديب نشو تعذيب) شو.

په غمجنۍ ويلی شم چې نن سبا واړه ماشومان چې کله کومه خطاء کوي نو د هغوي د خطاء په اندازه نه وهل کېږي بلکه د پلار او يا مور د غوصې د کيښيناستو تر بريده وهل ټکول کېږي، ځکه پلار يا مور په دې وخت کې سخت غوصه دي او د خپلې غوصې ژور فشار پرې راځي او د خپل اعصابو کنټرول له لاسه ورکوي. نو همدغه لامل دی چې هره ورځ ماشوم ته له سختې شکنجې سمدلاسه وروسته په زړه کې سخت پښيمانه کېږو.

بيا مې ورته وويل:
يوه بله ډيره ارزښتناکه خبره دا چې کله خپل اولاد ته وايې ولاړشه او په يواځيتوب کې په دغه (۳) جزاګانو کې سوچ وکړه چې په تاباندي یوه پلي شي. دغه خپله د پيليدو وړاندې يو ډول تأديب دی، ځکه په دې وخت کې ماشوم د خپل ځان سره د خبرو موقع پيدا کوي چې ما نن يوه خطاء کړې او د هغې په وړاندي د جزاء وړګرځيدلی یم او اوس دا جزاء راکول کېږي.

نو په ښکاره توګه دغه اشتباه کړنه چې نن ترې شوې بار بار دده په ذهن کې راګرځي او ښه سوچ پرې کوي چې څنګه وشوه او له کومه ځايه پيل شوه او ولې وشوه؟ کله چې د خطاء ټول اړخونه وسنجوي او پوره سوچ پرې وکړي نور نو له دغسي خطاء نه بلکل ډډه کوي.

هغي وويل: والله چې ‌ډيره ښکلي تګلاره ده زه به يې خامخا پلي کوم او پايله به يې ګورم. ما ورته وويل: ما پخپله تجربه کړې خورا ګټوره پريوتې او نورو ډيرو کورنيو ته مې هم ښودلې او ټولو ښې ګټې ترې پورته کړي دي.

خطاکونکی ماشوم ته ترهغي په درناوي ګورئ ترڅو چې غواړئ تربيه او تاديب يې کړئ او که مو کله د تأديب هوډ نه درلود او يواځې مو د خپلې غوصې کښينول او د هغه تعذيب غوښت، نو بيا لارې يې تاسې ټولو ته ښې مالومې دي.

هغه ولاړه، او يوه مياشت وروسته بيا راغله او راته ويل يې‎: ډاکټر صاحب دا تګلاره زما پر بچو ښه ولګيده او اوس زه هم خورا ورسره هوسا يم، ځکه اوس هغوي خپله جزا غوره کوي او ماته د ګرم (ملامت) په سترګه نه ګوري. زه ستاسي د دې تګلاري په هکله ستاسي نه مننه کوم.

خو غواړم درنه وپوښتم چې تا څه رنګه دغه ښکلې تربيتي تګلاره وموندله؟؟
ما ورته وويل: ما د تاديب لپاره له قرآني تګلارې کار واخيست. هغه داسې چې لوي څښتن تعالی ﷻ چې کله غواړي کوم ګنهګار او يا خطاکار تأديب کړي نو پوره درې اختيارونه ورکوي. د بيلګي په توګه په کِفاره کې د قسم (لمړی بايد يوه مسلمان غلام آزاد کړي که نه وي بيا دي (۱۰) غريبانو ته ډوډي او يا جامي ورکړي او که نه وي نو دري روژې دې پرلپسې ونيسي. نو چې ما کله وليدل په اسلامي شريعت کې خطاکارانو ته دري اختيارونه ورکول کېږي نو ښکاره ده چې دغه ښه تګلاره ده ځکه چې الهي تګلاره ده.

هغې وويل: نو دا يوه پوره قرآني تربيتي تګلاره ده
ما ورته وويل: هو په قرآن او سنت کې د انسانانو (مشرانو کشرانو ښځو او نارينو) د ښه سلوک او غوره کړنلارو او نيکو اخلاقو د جوړولو لپاره خورا ډيرې په زړه پورې تربيتي تګلارې شته چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته خورا په اسانه توګه نيکه تربيه ورکوي. ځکه دلته د انسان تربيه کونکي د هغه پيدا کونکی دی، هغه ﷻ ښه پوهېږي چې کومه تګلاره د انسان د تربيې لپاره تر ټولو ښه ده نو ځکه ما دا قرآني بريالۍ تګلاره خپله کړه.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close