روغتیايي لارښوونې

د ماشومانو خوارځواکۍ نړيواله او هيوادنۍ ستونزه او حل لارې

خوار ځواکي او کم ځواکي زموږ د بشري ټولنې او په ځانګړي ډول ګران هیواد ستره ستونزه ده چې د میرمنو او ماشومانو د روغتیا او هیوادو د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا لپاره د ډیرې پاملرنې وړده. خو متاسفانه چې تر وروستیو کلونولا هم یوه هیره شوې او له نظره غورځیدلې برخه وه، چې دغه غفلت په هیڅ ډول د قنات وړ نه دی. زیاتره کله چې د مور و ماشوم د بقا او روغتیا خبرې راولاړې شي؛ سمدلاسه د واکسین، او آر اس او انتاني ناروغیو کنټرول د حل لارو په توګه یادیږي چې د روغتیایي سیستم زیاتره برخې پر همدغو مسایلو تمرکز کوي، خو تغذیه زیاتره هیریږي او پوره پام نه ورته کیږي. د تغذیې د بد حالت په باب ځیني لاندې حقیقتونه لړزوونکي دي:

هر کال درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ددې لوی بار ۹۰٪ پر ۲۰ بیوزلو هیوادونو پروت دی چې له بده مرغه افغانستان هم پکې شامل دی.

په جنوبي اسیا کې په هرو لسو ماشومانو کې ۴ تنه کم وزنه دي (۴۲٪)،
د نړۍ ۱۹۵ میلیونه ماشومان (له درې څخه یو)په ځنډنۍ او ۱۰٪ یې په بیړنۍ خوارځواکۍ اخته دي، البته افغانستان بیا هم استثنا دی او په هرو درو کې یې نژدې دوه ماشومان په ځنډنۍ خوارځواکۍ اخته دي.
خوارځواکي د ماشومانو له هرو درې مړینو څخه د یوه مسوله ده،
خوارځواکي د نړۍ د ټولو ناروغیو د بار ۱۱٪ جوړوي،
دنړۍ له درو وګړو څخه یو تن د میکرو نیوټرینټ په کمښت اخته دی،

افغانستان د تغدیې له نظره یو له تر ټولو بدو حالاتو سره مخ دی: تر ۶۰٪ زیات ماشومان له stunting (ځنډنۍ خوارځواکۍ) څخه ځوریږي چې قد یې د عمر په نسبت ډیر ټیټ وي.، ۷۲٪ ماشومان او ۷٪ ښخې د ایودین له کمښت، ۵۰٪ د ۶ او ۲۴ میاشتو ماشومان له کمخونۍ، او ۹٪ ماشومان له بیړنۍ خوارځواکۍ سره لاس و ګریوان دي (البته د ۶ او ۲۴ میاشتو تر منځ ماشومانو کې د بیړنۍ خوارځواکۍ دا سلنه ۱۹ ده). ډیر خوراکي هم د نړۍ یوه لویه ستونزه ده خو تر اوسه به لا زموږ لپاره د عامې روغتیا ستونزه نه وي .
د تغذیې د پروګرامونو ښه کول د انسانانو پر بشري حقونو، انساني کرامت، د هیوادونو په ټولنیزه – اقتصادي پرمختیا او وده ښه اغیزه کوي. د ملګرو ملتونو د زریزي په اته هدفونو کې کم تر کمه شپږ د تغذیې له ښه کیدو پرته نشي تر لاسه کیدای. د تغذیې د حالت ښه والی د ملتونو د عمومي عاید کچه ۳٪ لوړوي او د ماشومانو د زده کړې او راتلونکي کار او حاصل له لوړوالي سره فوق العاده مرسته کوي.

د ۲۰۰۸ کال په جنوري کې مشهورې طبي مجلې (The Lancet) د مور او ماشوم کم ځواکۍ ته یوه ګڼه ځانګړې کړه چې پکې ددې سترې ننګونې (چلنج) ستروالي او اهمیت او پر وړاندې یې موجودې بې تفاوتۍ او غفلت ته اشارې کړې وې . دا غږ هم پر ټولو شوی و چې پر تغذیه پانګونه (سرمایه ګذاري) د انسانانو پر نیکمرغۍ، د هیوادونو پر پرمختیا او د نړۍ پر ثبات پانګونه ده . د دې ګڼې لیکنو پر شواهدو ولاړو دلیلونو سره دا وښودله چې ددې سترې ستونزې لپاره اغیزمنې، ارزانې او عملي لارې چارې شته او باید ډیر ژر ترې کار واخستل شي، خو څوک به دا کار وکړي او څومره ژر به یې وکړي؟ دا تل یوه پوښتنه وه او ده .

تر دې وروسته د تغذیې لور ته د نړۍ یو څه پام زیات شو: په ۲۰۰۸ کال کې په (Copenhagen Consensus)کې د نړۍ تر ټولو وتلو اقتصادپوهانو چې پکې د نوبل جایزې څو تنه ګټونکي هم وو، د نړۍ پر مخ پرتې تر ټولو سترې ستونزې وڅیړلې او تر ټولو ارزانې، اسانې، عملي او متداومې لارې یې ورته وړاندیز کړې، ډیره جالبه ده چې په ټولو ۱۰ لومړیتوبونو کې یې ۵ یوازې په تغذیه پورې تړلي وو.

بیا د تغذیې په لسګونو شریکانو چې د ملګرو ملتونو، ډونرانو (مرسته ورکوونکو ادارو)، نادولتي موسسو او علمي مرکزونو ادارې پکې شاملې وي د تغذیې د پراختیا (Scaling Up Nutrition – SUN)یو کاري چوکاټ جوړ کړ چې پالیسي جوړونکو او پریکړه کوونکو ته پکې عملي او علمي وړانیدیزونه شوي وو؛ دا چوکاټ پر دې اساسي ستنو ولاړ دی:

• کار لدې بنسټیز اصل نه پیلول چې هیوادنۍ هڅې هغه څه دي چې تر ټولو ډیر مثبت اغیز کولی شي ،
• هغه پرشواهدو ولاړې ارزانې لارې چارې دې پراخه شي چې چې د کم ځواکۍ مخنیوی او درملنه کولی شي. تر ټولو لوړ لومړیتوب دېد حاملګۍ له پیل نه د ماشوم تر ۲۴ میاشتني عمر پورېمودې ته ورکړل شي چې د فرصت لدې کړکۍ نه تر ټولو ښه نتیجه واخستل شي،
• څو سکتوري پلان یوه اړتیا ده چې په ټولو اړوندو برخو کې د تغذیې شاملول او د دغې برخې د عمومي پرمختیا د ټاکلو لپاره د تغذیې شاخصونه پکې په پام کې ونیول شي،
• د هیوادو نو د تغذیې د خپلو پروګرامونو لپاره داخلي او بهرنۍ مرسته او د ظرفیتونو لوړول دې په پراخه اندازه ښه شي،

پدغه سند کې ددې دلایل په نښه شوي دي چې چې ولې تغذیې ته ځانګړی پام پکار دی؟ څو سکتوري پروګرام په څه ډول وي؟ مستقیم تغذیوي پروګرامونه څنګه پراخیدای شي او څه ګټې لري؟ څنګه د عمل ساحې ته ورننوزو؟ او د ټولو برخو یوه ښه نتیجه را ایستل شوې ده .

د شواهدو پر بنسټ هغه مستقیم پروګرامونه چې د کم ځواکۍ مخنیوی او درملنه کولی شي دادي:
• د ښو تغذيوي کړنو پرمختيا
• د مور په شیدو د ماشوم تغذیه هڅول
• تر شپږ میاشتنۍ ورسته ماشوم ته بشپړونکي خواړه
• د لاس مینځلو په شمول د روغتیا ساتنې د کړنو ښه کول
• د ويټامينو او منرالونو د کارولو زياتول، او کوچنيو ماشومانو ته يې رسول
• کوچنيو ماشومانو ته د ميکرونيټرينټ رسول
• د ویټامین ای په دوراني ډول ورکول
• د نسناستي د ادارې لپاره درملیز زنک ورکول
• د څوګونو میکرونیوټرینټونو لرونکي پوډر
• د غذایي موادو د بایللو د مخنیوي لپاره د چنجیانو ضد درمل ورکوی
• د کمخونۍ د مخنیوي لپاره حامله او شیدې ورکوونکو ښځو ته د وسپنې او فولیک اسید ګولۍ ورکول
• د آیوډین لرونکې مالګې په نشتوالي کې د آیودین غوړ لرونکې کپسول
• د غذا د غني کولو له لارې د ميکرونيوټرينټونو د کمي مخنيوی

د مالګې آیوډیني کول

په وسپنه (او نورو میکرونیوټرینټونو) د اوړو او نورو خوړو غني کول
د ځانګړو خوړو په واسطه د خوارځواکه ماشوم درمليزه تغذيه
د منځنۍ خوارځواکۍ مخنیوی یا درملنه

د تیارو شوو خوړو (Ready To Use Therapeutic Food – RUTF) په واسطه د شدیدې خوارځواکۍ درملنه

افغانستان او په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو معیارونو په رڼا او کورنیو شرایطو په پام کې نیولو سره تغذیې ته پام رااړولی او کم تر کمه د پالیسۍ په کچه یې ډیر مثبت ګامونه اخستي دي. د تغذیې ملي پالیسي او ستراتیژي، د ماشوم او نوو ځوانانو د روغتیا ملي پالیسي او ستراتیژي، د میکرونیوټرینټونو د کنټرول او مخنیوي ملي ستراتیژي ، د نوو زیږیدلیو او کوچنیو ماشومانو د خوړو ملي لارښودونه او نور ډیر مهم سندونه بشپړ شوي او د عمل لپاره موجود دي. پر ډیرو یې کار هم روان دی . اوس نوی ددې لپاره کار روان دی چې د تغذیې څو سکتوري پلان جوړ، د ټولو وزارتونو او شریکانو مشخصې کاري برخې پکې په نښه شي ، د عمل لپاره یو واحد چوکاټ رامنځته شي. دا ټولې هڅې به په ګران افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي، کمولو او کنټرول له لارې د میندو او ماشومانو د ښې روغتیا، د هیوادوالو د نیکمرغۍ او د هیواد د ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا په برخه کې ښه والی راولي.

راځئ ټول ژمنه وکړو چې په دغه لوی بدلون کې په هره ممکنه لاره چې وي برخه واخلو!

ملپاڼې:

لومړی: د کوپنهاګن کنسنسس له مخې۱۰ تر ټولو مهمې او ارزانې لارې چاری ،
دویم: د نړۍ په کچه د بیړني، ځنډني خوارځواکي او ډير خوارکۍ پرتلنه
دریم: د تغذيې د ښه کولو لپاره د فرصت دريڅه
څلورم: د فرصت دريڅه ممکن لا ډيره کوچنۍ وي.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: