بېلابېل ناروغي او درملنېروغتیايي لارښوونې

د ماشومانو ختنه کول د ايډز احتمال کموي

د امريکا په متحده ایالاتو کې يوه روغتيايي مرکز د ماشومانو ختنه (سنتول) اړين بللي، او له خلکو يې غوښتي چې تر ۴۵ ورځو پورې په دې اړه خپل نظرونه وړاندې کړي، ترڅو یاد مرکز د نارينه ماشومانو د سنتولو په اړه خپله وروستۍ لارښوونه خپره کړي.

دغه امريکايي روغتيايي مرکز د د ختنې (سنتولو) په اړه د خپل ابتدايي لارښود په ترڅ کې په ځانګړي توګه زیاته کړې چې د ایچ آی وي ویروس د لېږد مخنیوي لپاره بايد د روزل شوو ډاکټرانو په لاس د نارينه ماشومانو ختنه کول ترسره شي.

د سنتولو په اړه ارزونو کې څرګنده شوې چې له دې پرته، چې د ایډز خطر کموي، د تناسلي ناروغۍ Herpes خطر هم په سلو کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کموي. او د سرطان نارغيو سره اړيکه لرونکو ویروسونو په مخنيوي کې ستره ونډه لري.

د یادونې وړ ده، چې که غربیان اوس د سنتولو په ګټه پوه شول، خو د اسلام مبارک دين ډیر پخوا ګټور بللی او د ماشوم د یو حق په توګه يې په مسلمانانو لازم ګرځولی.

په دې اړه په یو حدیث کې چې د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمايي: «الْفِطْرَةُ خَمْسٌ الْخِتَانُ وَالِاسْتِحْدَادُ وَقَصُّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ وَنَتْفُ الْآبَاطِ » یعنې پنځه شیان له فطرته دي، سنتول، له نامه لاندې ويښتان کمول، د بريتونو کمول، د نوکانو اخېستل، او د تخرګ ويښتان ويستل.

علماء کرام په دې حدیث کې د فطرت معنی سنت او دين کړې ده. او د سنتول یې واجب ګڼلي./اجمل مومند

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: