واده کول عمر زیاتوي

 

نوې څېړنې ښيي، چې په ځوانۍ کې واده کول د اوږد عمر سبب کېږي او انسان د ناروغیو څخه ژغوري.

دا خبره په امریکا کې په یوې نوې تازه ترسره شوې څېړنه کې شوې ده.

د امریکا د «نارټ کیرو لانټا» پوهنتون لخوا په یوه تازه ترسره شوې څېړنه کې څرګنده شوې ، هغه کسان چې واده يې نه وي کړی یا يې نه کوي هغوی تر واده شوو کسانو ژر مري او د ډول ډول نارغیو په اسانه ښکار کېږي.

څېړنه کاږي په ځوانۍ کې واده کول تر بل هر وخت ډېره ګټه لري او هغه کسان چې تر ۴۰ کلنۍ وروسته واده کوي هغوی هم د ورته ستونزې سره مخ کېږي یانې تر واده شوو کسانو يې عمر لنډ وي.

د څېړنې له مخې د مجردانو یا ناواده شوو کسانو په پرتله که چېرته واده شوي کسان د ځينو نشه يي توکو روږدي هم وي تر ناواده شوو يې د عمر د اوږدېدو چانس ۲ فیصده زیات وي.

د څېړنیزې ډلې مشر ډاکټر (ایلینا سیګلر) وايي واده یا د ژوند ملګرې درلودل د انسان په روح ژور او مثبت اغېز لري او انسان په ځان باوري کوي.

په وینا يې د ملګرې له لاسه ورکول یا واده نه درلودل انسان ته رواني او نورې ګڼې ستونزې او نارغۍ پیدا کوي، چې له امله يې ډېر ژر د مرګ ښکار کېږي.

هغه وايي د دوی څېړنيزې ډلې د څو کلونو په اوږدو کې په ځوانۍ کې د مرګ ګواښونو او د واده ترمنځ په اړیکه یوه اوږده څېړنه ترسره کړې ده او یادې پایلې ته رسیدلي دي.

د څېړنې له مخې په یوازېتوب کې ژوند تېرول له انسانه د نورمال ژوند لاره او طريقه خرابوي او د بدو عادتونو ښکار کېږي چې همدا لاملونه بیا د ګڼو نارغیو لامل ګرځي.

خو واده شوي کسان بیا د نا واده شویو په پرتله په خپل ورځني ژوند کې ډېر محطاط وي او د زندګۍ طرز او تګلاره يې منظمه وي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب