د لـمـانـځـه صفـتـونـه بیان

اول د لـمـانـځـه په ننه كښى دغه شپږ عملونه فرض دى:

(١) لومړى الله اكبرويل چه دتكبير اولى، تكبير تحريمه او دتكبيرافتتاح په نومونو سره هم ياديږى
(٢) قيامه (ولاړه)
(٣)په ولاړه كښى قرائت ويل
(۴) ورو سته له ولاړى نه ركوع كول
(۵) سجده كول
(۶) آخره ناسته كول،
كه يو له دغو شپږو فرضونه په قصد يا په هيره سره پاتى شى لمونځ په فاسديږى لمونځ كونكۍ به بير ته لمونځ راګرځوى .

دوهم د لمانځـه په دننه كښى دغـه يوولس عمـلونه واجب دى

لمانځه واجبات
لمانځه واجبات

(١) د الحمدلله سورت (سورة الفاتحه ) ترآخره پورى ويل
(٢) د فرضو په لومړى دوو ركعتو، د سنت په ټولو ركعتو، دوتراو نفلو په ټولو ركعتو كښى دالحمدلله د سورت دقرائت ورو سته متصل د قرآنكريم درى آيتونه يااضافه لو ستل
(٣) په څلور ركعتيز يادرى ركعتيزلمانځه كښى اوله ناسته
(۴) دڅلور ركعتيزلمانځه په اوله ناسته كښى التحيات ترتشهد پورى ويل
(۵) د سهار، ماښام، ما خستن، جمعى او اخترونو په لمونځو كښى د امام په لوړ آوازسره قرا ئت ويل
(۶)د ماسپښين او مازديګر په لمونځونو كښى په خفيه (قراره) سره قرائت ويل
(٧) د وترو په آخر ركعت كښى له الحمد لله او سورت نه ورو سته دعاى قنوت ويل
(٨) داخترونو په لمونځو كښى تكبيرونه ويل
(٩) دالسلام عليكم ورحمة الله په ويلو سره سلام ګرځول
(١٠) د لمانځه ټول احكام په آرا مى سره اداكول
(١١) دالبحرالرائق شرح كنزالدقائق په حواله دركوع نه ورو سته مستقيم دريدل او د دوو سجدو په منځ كښى لږترلږه ديوه تسبيح ويلو په اندازه آرا م كول چه دغه ته طمانيه وايى، كه يوله دغو واجباتونه په سهوه سره پاتى شى نود سهوى سجده واجب شوه او كه په قصد سره پريښودل شى لمونځ نقصانى شوبير ته به لمونځ له سره كوى كه ئې ونه كړى نو ګنهګا ر شو.

دريم د لمانځه په دننه كښى دغـه اوه لس عمـلونه سنـت دى

لمانځه سنتونه
لمانځه سنتونه
(١) د صف برابرول په بشپړه برابرى سره چه نه د اړخ له ملګرى نه مخكى ولاړوى او نه شاته.
(٢) د لومړى تكبير سره د دواړو لاسو پورته كول چه نارينه به د بټو ګوتو سرونه دغوږودنرمۍ سره برابروى اوښځه بـه دبټوګـوتو سرونه داوږو سـره برابروى.
(٣) مقتدئ به متصل په امام پسى نيت كوى اولومړى الله اكبربه وايى.
(۴) امام به تكبيرونه په لوړ آوازسره وايى چه ورپسى ولاړقوم ئې واورى.
(۵) دتكبير تحريمه په وخت كښى بيله سر كږولو مستقيم دريدل.
(۶) د نارينه د پاره په قيامه كښى ښى لاس پرچپ لاس باندى ترنامه لاندى نيول، دښځى د پاره ښى لاس پرچپ لاس باندى پرځګر(سينه) باندى نيول.
(٧) په اول ركعت كښى له تكبير تحريمه ورو سته سبحانك اللهم ترآخره پورى ويل.
(٨) په اول ركعت كښى اعوذباالله ترآخره پورى ويل.
(٩) بسم الله تر آخره پورى ويل.
(١٠) په آخركښى دالحمدلله آمين ويل.
(١١) په لوړآوازسره به امام سمع الله لمن حمده وايى او مقتدئ به ربناولك الحمد په قراره سره وايى، مګر په ځانى لمانځه كښى سمع الله لمن حمده او ربنالك الحمد دواړه په قراره سره ويل..
(١٢) په ركوع او سجده په دواړو كښى درى ځله ياپنځه ځله يااوه ځله تسبيح ويل.
(١٣) مستقيم دريدل پسله ركوع څه او نيغ كښينستل د دوو سجدوترمابين.
(١۴) په خلاصو ګوتو سره د دواړو لاسو ايښودل پر ورنو باندى په مابين كښى د دوو سجدو لكه د التحيات په حالت كښى سره د غوړولو د چپه پښى او جګه درول د راسته پښى د نارينه د پاره، پراد مو(كناټو) كښينستل د ښځى د پاره.
(١۵) د فرضو په آخر دوو ركعاتو كښى يوازى الحمدلله تر آخره پورى ويل يعنى بل سورت د قرآنكريم به نه ورسره وايى.
(١۶) ټوله تكبيرونه د لمانځه ويل بيله تكبير تحريمه نه، ځكه چه تكبير تحريمه فرض عين دى.
(١٧) درودونه د اللهم صل اواللهم بارك ترآخره پورى او دعاداللهم ربنا تر آخره پورى ويل، كه يوله دغو سنتو څخه پاته شى كوم څه نه لازميږى بلكه سنت ئې پريښودل چه د سنتو پريښونكۍ ګنهګار دى .
امام اعظم ابوحنيفه (رح) له لمانځه نه وتل په فعل سره د لمونځ كونكى فرض ګڼى مګر ياران (رح) ئې فرض نه ګڼی . مصنف (رح) ذكر كړيدى چه بيله شپږ فرضونو د لمانځه نورټول عملونه په لمانځه كښى سنت دى يعنى واجب عملونه ئې هم پكښى شميرلى دى چه په واقعيت كښى ثبوت د واجباتو او سنتو ټول په سنت (حديث) نبوى (ص) سره شويدى .
كله چه څو ك اراده د لمانځه و كړى ورو سته له نيت نه دى لاسونه پورته كړى د لاسو ورغوى دى له اوږو سره برابركړى او د لاسو بټى ګوتى دى دغوږو د نرميو سره برابرى كړى تكبير تحريمه (الله اكبر) دى و وايى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) اوامام محمد (رح) وايى كه څو ك په تكبير تحريمه كښى د الله اكبر په عوض كښى الله جل، اعظم، الرحمن اكبر ووايى روادى يعنى لمونځ كونكۍ دى ذكر د خپل خداى دنوم و كړى بيادى لمونځ و كړى، مګرا مام ابى يو سف (رح) وايى بيله الله اكبر يا الله كبير يا الله الكبير په بل نوم سره تكبير تحريمه روانه دى، ځكه چه (الله) هم اسم ذات دى او هم اسم خاص دى بل څو ك په دغه نوم سره نه شى بلل كيدلاى او اكبر او كبير دواړه صفتونه دالله (ج) دى، بيادى نارينه دراسته لاس خپړه او د مابين درى ګوتى دچپ لاس پرمړوندباندى كښيږ دى او دراسته لاس بټه ګوته اوخمچه ګوته دى دچپ لاس پرمړوند راوګرځوى او دواړه لاسونه دی ترنامه لاندى ونيسى.
ښځه دى هم په عين ترتيب سره راسته لاس پرچپ لاس كښيږدى او دواړه لاسونه دى پرځګر (سينه) باندى ونيسى ﴿سبحانك اللهم وبحمدك وتبا رك اسمك وتعالىجدك ولا اله غـيرك﴾ دى ووايى بيادى ﴿اعوذ بالله من الشيطن الرجيم او بسم الله الرحمن الرحيم﴾ يو په بل پسى په خفيه سره ووائى، بيادى سورت د الحمدالله اوو رپسى دخپل خوښى د قرآنكريم يو سورت يا د سورت درى آيتونه يا د سورت يواوږد آيت چه د درو(٣) وړوآيتو په اندازه وى ووايى ځكه چه ويل دالحمدلله او د سورت واجب دى، امام شافعى (رح) دالحمدلله ويل فرض ګڼى اوامام مالك (رح) دواړه فرض ګڼى، زموږ دليل دقرآن كريم په (٢٩) جزدالمزمل د سورت شلم (٢٠) آيت مبارك دى ﴿فـاقـرءو ماتيسر من القـرآن﴾ يعنى تاسوله قرآن نه هغه څه وواياست چه تاسوته آسان وى ددغه آيت په حكم قرائت فرض دى اوالحمدلله اوضم د الحمدلله بل سورت په احاديثو سره ثابت دى نوځكه واجب دى.
كله چه امام لفظ د ولاالضالين ووايى ورپسى دى آمين په خفيه سره ووايى همدارنګه مقتدى دى هم آمين په خفيه سره ووايى، د ماسپښين او مازديګرلمونځونه چه په خفيه سره دى نومقتدى ته د امين ويلودرك نه معلو ميږى سكون دى و كړى اوامام ياځانګړى لمونځ كونكۍ دى په ټولو لمونځو كښى له الحمدلله نه ورو سته آمين وايى، بيادى تكبير ووايى ركوع دى و كړى اولاسونه دى په خلاصو ګوتو سره پر زنګونو تكيه كړى ملادى وغوړوى او سردى تر ملانه لوړوى او نه دى كښته كوى، په ركوع كښى دى سبحان ربى العظيم چه كم شميرئې درى ځلى دى ووايى، بيادى سر او ملاراپورته كړى فقط سمع الله لمن حمده دى ووايى مقتدى دى ربنالك الحمد ووايى په ځانګړى لمانځه كښى به دواړه وايى، كله چه امام د سمع الله لمن حمده په ويلو سره او مقتدئ د ربنالك الحمد په ويلو سره سم سيده ودريږى نوتكبيردى ووايى او سجده دى و كړى، كه عذرونلرى اول دى دواړه زنګنونه پرځمكه كښيږدى بيادى دواړه لاسونه چه ګوتى ئې سره مښتى وى پرځمكه كښيږ دى، بيادى مخ دغوږو په برابرى د دواړو لاسودخپړو په مابين كښى كښيږدى سجده دى پر پوزه او پرتندى و كړى.
امام ابوحنيفه (رح) وايى چه يوازى پرپوزه يا يوازى پرتندى سجده روا ده مګر ياران (رح) وايى كه عذرنه وى يوازى پرپوزه سجده روانه ده، نارينه دى په سجده كښى ګيډه له ورونو پورته څنګلى له ځمكى پورته او مټى له بغلو (تخرګو) څه ليرى ونيسى، ښځه دى ګيډه دورنو سره څنګلى دځمكى سره او مټى له تخرګو سره ومښلوى دواړه نراو ښځه دى د پښوګوتى وقبلى ته مخامخ كړى، په سجده كښى دى سبحان ربى الاعلى چه كم شميرئې درى ځلى دى ووايى بيادى سر راپورته كړى او تكبيردى ووايى، د تشهد كولو په توګه دى كښينى كله چه ئې په دغه ناسته (جلسه) كښى ديوه تسبيح ويلو په اندازه آرا م و كړ بيادى تكبيرووايى او دوهمه سجده دى و كړى سبحان ربى الاعلى دى درى ځله ووايى او بل تكبيردى ووايى د پښو پرسينودى ددوهم ركعت وولاړى (قيامى) ته راپورته شى.
د دوهمى سجدى نه و ولاړى ته د راپورته كيدو په وخت كښى دى پرځمكه نه كښينى او نه دى لاس په ځمكه تكيه كوى، دوهم ركعت دى هم د اول ركعت پشان اداكړى، تكبير تحريمه سبحانك اللهم اواعوذبالله دى په دوهم ركعت كښى نه وايى، كله چه د دوهم ركعت له دوهمى سجدى نه راپورته شى نارينه دى چپه پښه وغوړوى او پردغه پښه دى كښينى اوراسته پښه دى جګه ودروى د پښوګوتى دى وقبلى ته برابرى كړى (حضرت بی بى عائشى (رض) د رسول (ص) د لمانځه دغه روايت كړيدى)، ښځه دى دواړى پښى راسته لورى ته وباسى لاسونه دى په خلاصو ګوتو سره پر ورنو كښيږدى نودى ووايى :
﴿التحيات لله والصلوات والطيبات السلام عليك ايهاالنبى ورحمة الله وبركاته السلام عليناوعلى عبادالله الصالحين اشهدان لااله الا الله واشهد ان محمد عبده ورسوله﴾ په اوله ناسته كښى دى له دغه الفاظونه زيادت نه كوى.
كه دومره زيادت و كړى چه اللهم صل على محمد د سهوى سجده پر لازمه شوه، په آخرو دوو(٢) ركعتو كښى دى (الحمدلله) ووايى بل سورت دى نه ورسره وايى، كه په قدردالحمدلله پټه خوله ودريږى لمونځ ئې روادى خوويل د الحمدلله ډير فضيلت لرى همدارنګه كه د فرضو په آخرو ركعتو كښى له الحمدلله نه ورو سته بل سورت ووايى نو د سهوى سجده نشته لمونځ ئې صحيح دی . كله چه په آخركښى د لمانځه جلسه (ناسته) و كړى داناسته هم د اولى ناستى په ترتيب ده يعنى التحيات دى ترعبده ورسوله پورى ووايى بيادى درود﴿اللهم صل على محمد وعلى ال محمدكماصليت على ابراهيم وعلى ال ابـراهيم انـك حميد مجيد﴾ او بل درود ﴿اللهم بارك على محمد و على ال محـمـد كما باركت على ابراهيم وعلى ال ابراهيم انك حميد مجيد﴾ او ورپسی دى دغه دعا ﴿اللهم ربنااتنافى الدنيا حسنة وفى الاخرة حسنة وقناعذابنار﴾ ووايى يادى په مثال ددغه په قرآنى الفاظو بله دعاووايى بيادى اول ښى خواته بيا كيڼ خواته په دغه كلماتو سره سلام وګرځوى ﴿السلام عليكم ورحمة الله﴾، په سلام ګرځو لو سره دهغه طرف دباړخو سپينوالى بايد ووينى، كه دعاداللهم ربنا ونه وايى لمونځ ئې صحيح دى .
كه څو ك دقميص پرلمن، دلنګوټئ پرول، شمله، د پوړنى پرپلو او داسى نورچه د لمونځ كونكى جامه وى سجده و كړى رواده، پسله ركوع څخه په ولاړه (قومه) كښى بيله كوږوالى مستقيم دريدل، د دوو سجدو په مابين كښى ناسته كول او په ركوع او سجده كښى آرام كول د امام اعظم ابو حنيفه (رح) او امام محمد (رح) په مذهب سره فرض نه دى بلكه مؤكد سنت دى، امام ابى يو سف (رح) او امام محمد بن ادريس الشافعى (رح) ئې فرض ګڼى .
امام دى د سهار په لمانځه، د ماښام د لمانځه په اول دوو ركعاتو او د ماخستن د لمانځه په اول دوو ركعتو كښى قرآئت په لوړ آواز وايى او د ماښام د لمانځه په آخر ركعت او د ماخستن د لمانځه په آخردوو ركعتو كښى دى په قراره (خفيه) سره قرآئت وايى، كه لمونځ ځانته وو نولمونځ كونكۍ اختيارلرى چه دخپل قرائت داوريدلود پاره قرائت په لوړآوازوايى كه ئې په خفيه سره وايى، همدارنګه امام دى د ماسپښين او مازديګر په لمونځو كښى قرائت خفيه وايى خو تصحيح دحروفوحتمى ده يعنىكه څو ك پټه خوله ولاړوى او قرائت په زړه كښى وايى لمونځ ئى صحيح نه دى .
وتر لمونځ په مذهب د امام اعظم ابو حنيفه (رح) درى ركعته په يوه نيت او په يوه سـلام ګرځولو سره واجب دى چه په دريم ركعت كښى ورو سته له سورت فاتحى او سورت څخه او مخكى له ركوع څخه به دعاى قنوت وايى:
﴿اللهم انانستعينك ونستغفرك ونؤمن بك ونتو كل عليك ونثنى عليك الخيرونشكرك ولا نكفرك ونخلع ونترك من يفجرك اللهم اياك نعبدولك نصلى ونسجد واليك نسعى و نحفد ونرجو رحمتك ونخشى عذابك ان عذابك باالكفار ملحق﴾، امام شافعى (رح) وتريوركعت، درى ركعته، پنځه ركعته اواوه ركعته روابولى ليكن درى ركعته افضل ګڼى، زموږ دليل د حضرت عباس (رض) نه روايت دى چه رسول (ص) د وتر په اول ركعت كښى د سبح اسم ربك الاعلى سورت ووايه په دوم ركعت كښى ئې قل ياايهاالكفرون او په دريم ركعت كښى ئې دقل هوالله احد سورت ووايه، وتر ديارانو(رح) په نيز سنت دى كه پاته شى قضاء ئې په اتفاق د ټولو امامانو شته.
د وتر په درو واړو ركعتونو كښى دى سورت فاتحه اويوبل سورت ووايى كله چه ددريم ركعت په آخركښى د دعاى قنوت اراده و كړى الله اكبردى ووايى او لاسونه دى ترغوږو پورى پورته كړى بير ته دى لاسونه ترنامه لاندى ونيسى دعاى قنوت دى شروع كړى، په نورو لمونځو كښى دى دعاى قنوت نه وايى . امام اعظم ابو حنيفه (رح) وايىچه په لمانځه كښى تعين دقرائت نشته چه حتمى دى د سهارد لمانځه په اول ركعت كښى دغه سورت او په دوهم ركعت كښى دغه سورت ياد ماسپښين د لمانځه په اول ركعت كښى دغه سورت او په دوهم ركعت كښى دغه سورت وويل شى كه قرائت تعين كړى لمونځ ئې مكروه دى.
د قرآنكريم سورتونه ياد سورتونوآيتونه لكه څنګه چه په قرآن كښى ليكل شيويدى په هغه ترتيب سره به ئې وايى يعنى كه په اول ركعت كښى يو سورت ووايى او په دوهم ركعت كښى بيا په سهوه يا په عذرسره هغه سورت ووايى څه حرج نشته كه ئې په قصد سره ئې ووايى لمونځ مكروه شو، همدارنګه كه په اول ركعت كښى دقرآن يو سورت ووايى او په دوهم ركعت كښى له هغه نه مخكنى سورت ووايى هم لمونځ مكروه شو، كمه اندازه دقرائت هغه ده چه له قرآنكريم نه شميرل كيږى مګر ياران (رح) وايى قرائت به تر درى كوچنى آيتو يايواوږدآيت چه د درى كوچنى آيتو په اندازه وى كم نه وى لكه آيت د مدائنة اوآيت كرسى .
څو ك چه اراده و كړى چه په بل چاپسى په جماعت لمونځ و كړى و دوه نيتوته احتياج لرى يعنى يو نيت د لمانځه او بل نيت د متابعت د امام چه وايى به اقتدامى ده پدغه حاضرا مام پسى، مقتدئ چه په امام پسى لمونځ كوى هيڅ قرائت دى نه وايى مګر امام شافعى (رح) وايى كه خفيه لمونځ وى كه جهرى لمونځ وى الحمد لله به حتمى وايى، زموږ دليل دغه حديث مبارك دى ﴿من كان له امام فقرائة الامام قرائة﴾ يعنىكه چالره امام وى د امام قرائت دده قرائت دى .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب