د قيامت ورځ كومې ورځې ته وايي؟ | قیامت؛ پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: د قيامت ورځ كومې ورځې ته وايي؟

ځواب: قيامت هغې ورځې ته وايي چې  ټول انسانان او حيوانات به پکې مري اوټوله نړۍ به خاوره کيږي ، غرونه به دپنبه وو دګلانو په څېر په هوا كې والوزي، ستوري به ټوټه ټوټه شي ؛ لاندې به راولوېږي، لنډه داچې هرشى به خاورې اوله منځه به ولاړشي .

پوښتنه: ټول انسانان اوحيوانان به څرنګه مري ؟

ځواب: حضرت اسرافيلu به شپيلۍ پوه كړي د شپيلۍ آواز به دومره ويروونكى اوزړه ايستونکى وي چې له وېرې به يې ټول خلك مړه اوهر شى به ټوټه ټوټه او له منځه ولاړ شي .

پـوښـتـنه: قيامت به کله وي؟

ځواب: قيامت راتلونكى دى خو ټاكلى وخت يې له الله پاک پرته بل چاته معلوم نه دى، هو ! دومره څرګنده ده چې دجمعې په ورځ د محرم په لسمه نېټه به وي اوزموږپيغمبر صلی الله عليه وسلم  يې ځينې نښانې ښودلې دي هغوته كه وكتل شي داسې ښکاري چې قيامت نږدې دى.

پـوښـتـنه: دقيامت نښانې كومې دي ؟

ځواب:پيغمبر صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي چې:1- كله چې په دنياكې ګناوې زياتې شي.2- خلك دخپل مور اوپلارسرغړونه اودهغوى بې ادبي پيل کړي.3- په امانت كې درغلي پيل شي.4- سندرې غږول، اتڼ اوساز به زيات شي.5-وروستي خلك به په پخوانيونېکوخلکوپسې سپکې سپورې پيل كړي.6- بې علمه اوكم عمله خلك به مشران شي 7- شپانه اودټيټې درجې خلك ددنګو ودانيوپه جوړولو پيل وكړي .8- ناپوه خلك  به غټو چوكيوته ورسيږي، کله دې چې داهرڅه سرپه سترګو ولېدل نوپوه شه چې قيامت نږدې دى.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب