څنګه کولای سو چې د Mouse استفاده له Keyboard څخه وکړو؟

 ډېری وخت له داسې ستونږو سره مخ کیږو چې د کمپیوټر موس مو خراب او یاهم کار پریږدی،نو څنګه کولای سو چی د موس استفاده له کیبوړد څخه وکړو ددې کار د ترسره کولوولپاره لاندي کړنې ترسره کوو.

تر هر څه لمړی راځو StartMenue ته او پکښی Run انتخابو،په Run کي Control لیکو او د Enter ټڼي ته زور ورکوو،په دې سره به راته یو نوی کلکین دControl Panel په نامه راخلاص سي.
په همدې کلکین کي دAccessibilityOptions په نامه ایکون انتخابوو چی په دې سره به راته يو بل کوچنی کلکین راخلاص سي.
په همدې کلکین کي به په عادي حالت دKeyboardTab انتخاب وي خو موږ د MouseTab انتخابوو, وروسته Use Mouse keys چیک بوکس ټیک مارک کوو.
اوس کولای سو چي د Numeric Pad څخه په استفاده ماوس پوینټر(د موس اشاره کوونکی) ته حرکت ورکړو.
البته Numeric Pad دکیبوړد هغه برخه ده چي شمارې پر لیکل سوی او د کیبوړد راسته طرف ته موقیعت لري د همدې ټڼیو څخه معمولاً د حساب په چارو کي ګټه پورته کیږي.
یاده دي وی چي په ليپټاپ کمپیوټرونو کي دغه ټڼي د کيبوړد اصلی ټڼیو یا ABC سره ګډی راځی او په Num Lockټڼی فعال او غیر فعال کیږي.
او د 8 Numeric Pad ټني په کښیکاږولو سره به ماوس پوینټر(د موس اشاره کوونکی) پورته،په 2 کښته،په 6 راستې خوا اوپه 4 چپې خواته حرکت کوي

خلیل منتظر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب