د قمری یا سپوږميز کال محاسبه/قرآن علمي اعجاز

هغه دی چې لمر یی ځلیدونکی اوسپوږمۍ یی نورانی وګرځوله اودهغو لپاره یی منزلونه وټاکل څوچې ددغو شمېرو له لاری په کلونو اووخت باندی پوه شی.  (يونس ۱۰).
په دغه آیت کی  الله (ج) روښانه کړی ده چې دسپوږمۍ خوځښت دکلونو دشمېرلو لپاره یو وسیله ده دغه راز دا جوتوی چې دوخت شمېرنه دسپوږمۍ دخپل ټاکلی موقیعت په لوری په تګلوری کې   صورت نیسی . اوداځکه چې دسپوږمۍ اوځمکې اوسپوږمۍ اولمر په مینځ کې زاویه تل په بدلون کی ده ، سپوږمۍ په بیلابیلو وختونو کې په ډول ډول څېرې سره ګورو کله کوچنۍ اوکله هم غټه . برسیره پردې موږ سپوږمۍ ځکه لیدلای شوچې دلمر روښنایی ته انعکاس ورکوی. په هغه کچه نور چې له سپوږمۍ نه موږ ته رارسی هرشپه بدلون مومی دهمدی بدلونونو له مخې موږ کولای شو په ښه توګه دمیاشتو ورځو اوکلونو حساب وکړای شو.

دقمری اوشمسی کلونو په مینځ کی توپیر تقریباً یوولس ورځی دی چې دغه توپیر ته دقرآن په یوه آیت کې اشاره  شوی ده.
اوهغوی په سوری کی دری سوه کاله اونهه کاله نور ورزیات شوی پاتی شول. (الکهف ۲۵).

·             یوه قمری میاشت په منځنۍ توګه 29.55039 ورځې وی.
·             یو قمری کال  354.603948 ورځی وی .
·              یو شمسی کال365.2411 ورځی وی.
·             365.2411×300= 109572= 354.603948× 309
·             نو دری سوه شمسی کلونه برابردی له دری سوه نهو قمری کلونو سره .
·             څه ډول چې وینو قرآن په غار کی داصحاب کهف پاتې کیدل په دواړو شمی اوقمری کلونو شمېرلی اوروښانه کړی اود(۹) کلونو توپیر یی هم شمیرلی دی (والله اعلم).  له شک پرته قرآن چی داسې دقیق اوعلمی معلومات چی ان داوسنی پیړۍ دمعلوماتوتو نه هم اوچت دی  ستره معجزه ده.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب