
د قریشو د سپکاوي په ځواب کې
د قریشو شاعرانو به چې په شعرونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوي کاوه نو هغه به یې په خپل نوم محمد (ستایل شوی) سره نه يادوه بلکي مذمم (بد پرې ویل شوی) به یې يادوه، د دوی د دې توهين په مقابل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خشونته لري، له حکمته ډکه او مثبت چلند غوره کړ، لکه په دې روایت کې راغلي:
ابوهريره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو تعجب نه کوئ چې الله جل جلاله له ما نه د قریشو ښکنځل او لعنتونه ویل پخپله منعه کوي، دوی د (مذمم) ښکنځي او په (مذمم) لعنتونه وایي او زه (محمد) یم.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وآله وسلم : أَلَا تَعْجَبُونَ كَيْفَ يَصْرِفُ اللهُ عَنِّي شَتْمَ قُرَيْشٍ وَلَعْنَهُمْ؛ يَشْتِمُونَ مُذَمَّمًا وَيَلْعَنُونَ مُذَمَّمًا وَأَنَا مُحَمَّدٌ. (رواه البخاري).