د قرآن وړاندوېنې

د قرآن بل اعجاز د هغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوی دی چې بېلګې یی دادی:

1 خلایی څېړنې:

د انسانانو له خوا خلایی څېړنو هغه وخت پراختیا وموندله چې دلومړی ځل لپاره روسی پیلوټ یوری ګاګارین دسپوتنیک مصنوعی سپوږمګی له لاری د۱۹۵۷ کال د اکتوبر په څلورمه نېټه د ځمکې له فضا نه ووت . ورپسې  ” امریکایی نيل آرمسترانگ لومړی انسان وو چې د۱۹۶۹ز کال دجولای شلمه نېټه یی د سپوږمۍ په کره قدم کېښود. په داسې حال کې چې الله (ج) دغه پرمختګ له وړاندی په قرآن کریم کې یاد کړی وو.
ای پیریانو او انسانانو که کولای شی د آسمانونو او ځمکې چاپیریال ته نفوذ وکړی ، نفوذ نه شی کولای مګر په یوه ښکاره صلاحیت سره (الرحمن 33).
د سلطان کلمه چې په ښکاره صلاحیت ژباړل شوی د قوې، ځواک، قانون، تګلوری، بهروتلو، استدلال، ثابتولو، حاکمیت اوسلطنت په ماناهم دی.
په دقیقی مطالعې سره پردې پوهېږو چې په دې آیت کې د ځمکې اوآسمانونو په لور پرمختګ ته اشاره شوې خو په هغه صورت کې چې ښه ځواک به لری. او دغه ځواک همدغه ننی ټکنالوژی ده چې پوهان یی توانولی چې د ځمکې په مینځ اوخلاکې نفوذ وکړی.

2 د سپوږمۍ سفر:

قسم په سپوږمۍ، کله چې تمامه شی.پړاو په پړاو به پورته شی  (الانشقاق 18-19).
د سپوږمۍ له یادښت نه وروسته د پړاو په پړاو پورته تلو یادونه شوې  د “ترکبن” کلمه له مراکبې نه د پورته کیدو، ګام پورته کولو، تعقیب، سورېدو، یوځای کیدو اوحاکمیت په مانا ده، د دې ماناو په رڼا کې امکان لری چې د دې آیت موخه د سوریدو او لېږد واسطه وی.

سپوږمۍ ته سفر فضا ستورمزلي نړۍ پرمختګ تکنالوژي روبات
د خلا وهلو واسطه هم پړاو په پړاو د ځمکې دچاپیریال له پوړونو نه تیره شوه او د سپوږمی دجاذبې ساحې ته ورسېده. اوبیا د څو پوړونو په وهلو سره سپوږمۍ ته ورسېده.
او په سپوږمۍ قسم یادول پردې ټکی ټینګار کوی یعنې چې دا آیتونه کیدای شی د سپوږمۍ  پرلورسفر ته اشاره وکړی.
پروفيسر آرمسترانگ  لومړنۍ امیریکانی خلا وهونکی چې پرسپوږمۍ یی پل کېښود وایی: په یقین سره دا موضوع دساینس له اړخه ډیره ستونزمنه ده چې بیان شی ، هغه څه چې موږ ولیدل له هغه څه نه ډیر اوچت دی چې یو عادی سړی وکولای پرهغه پوه شی اوڅه پرې ولیکی.

3 د تصویر لېږد:

او هغه څوک چې په علم او کتاب باندې پوه ؤ ویی ویل چې زه هغه ( دسبا د ملکې تخت) مخکې له هغه چې ستا سترګې راوګرځی راوړم  (النمل 40).
څوک چې پوه ؤ  سليمان (ع) ته یی وویل چې دسبا ملکې تخت ډیر ژر دسترګو په رپ کې راوړم . دغه موضوع کیدای شی د تصویر لېږد ته اشاره وکړی چې پرنننیو وسایلو یی کولای شو ترسره کړو.
نن هرلیک ، تصویراوفلم کولای شو د انترنت تلویزیون اوفاکس له لارې د څو ثانیو په موده کې ولېږدوو او د دری بعدی تصویر لېږد هم د انترنت له لارې شونی دی.
پوهان په دی اند دی چې په راتلونکې کې به د اتومونو ، مالیکولونو اوجسمونو لېږد هم ممکن شی . دا کیداشی داسې وشی چې دجسم ځانګړنې له یو ځای نه بل ځای ته واخستل شی اوبل ځای ته ولېږدول شی او هلته به بیاوورغول شی . د دغې ټکنالوژی په بری سره به دلېږد لپاره زمان اومکان کومه مانع نه وی او هرڅه به د څو شېبو په موده کې هرځای ته ولېږدول شی.

په کال ۱۹۹۸ کې اروپایی پوهان او د کالفورنیا د ټکنالوژی انستیتوت په دې وتوانېدل چې یو فوتون ولېږدوی . پوهان د اتومی جوړښت په مطالعې سره د یو فوتون کاپی جوړه کړه او یو متری واټن ته یی ولېږدوله . دغه راز  پنگ کوی لام  د استرالیا د پوهنتون غړی وکولای شول چې دلایزر وړانګۍ ځای ته بدلون ورکړی. او د څو مترو په واټن کې یی تجزیه او بیایی جوړه کړی. پنگ کوی لام وایی: “تراوسه نه دی توانیدلی چې جسمونه پر اتومونو تجزیه کړی او بل ځای ته یی ولېږدوی خو دغه کار به په راتلونکې کې شونی شی.”
موږ خپلې نښې په افاق او نفس کې د دنیا ښکاره کوو څو چې خلکو ته ښکاره شی چې ټول پرحقه دی (فصلت 53).
دغه ټکنالوژی دهغو شیانو یوه برخه ده چې قرآن بیان کړې او دغه ټول د قرآن اعجاز دی.

4 د بوی لېږد:

ځکه چې کاروان له (مصرنه ) بهر راغی پلار یی  يعقوب (ع) وویل:  زه د یوسف بوی مومم او تاسو زما عقل کمزوری ګنی (يوسف 94).
پوهان په دې باوردی چې د تصویر په څېر د بوی لېږد هم لرو ځایونو ته ممکن دی .
د يوسف (ع)  پلار وایی چې د یوسف بوی له بل ښار نه ماته رارسېږی ، پوهان وایی لکه دری بعدی تصویر په شان د بوی لېږدول هم امکان لری په همدې خاطر دغه آیت د پرمختللی تکنالوژۍ وړاندوینه کوی

لکه زموږ نور حواس بوی هم په دماغ کې جوړېږی او همدلته یی تشخیص کېږی . د بېلګې په ډول د لیمو د پوستکی مالیکولونه پوزې ته رسېږی او د پوزې آخذه تحریکوی . دغه آخذې معلومات په الکترونیک ډول دماغ ته لېږدوی خو خپله د لیمو مالیکول دماغ ته نه ننوځی .بنا پردې پوهان عقیده لری چې دغه ډول الکترونیکی معلومات په مصنوعی ډول هم جوړیدلای شی . یعنی د الکترونیکی پوزې د جوړیدو امکان په نږدې راتلونکې کې شونی دی.

د مسلکی کسانو پوزې تر لسو زرو ډولونو پورې بویونه احساسوی . مسلکی عطر جوړونکې د یوې کیمیاوی مادې په بویولو سل ډوله جزونه یی پېژندلای شی ، د انسان په پوزه کې دغه ډول خارق العاده جوړښت پوهان دې ته هڅولی دی چې له هغه سره یوه مشابه آله جوړه کړی.

1 66679
د انسان د پوزې آخذې له پروتینو نه جوړې شوی. الکترونیکه پوزه د کیمیاوی آخذې درولودونکی وی، هره آخذه یواځې یو ډول بوی اخستلای شی ، نو هرڅومره چې د دغې پوزې تشخیصیه قوه ډیره مصنوعی شی ، ډیرو آخذوته اړتیا لری او بیه یی هم ګرانېږی. آخذو ته رسیدونکې علامې په الکترونیکی کود بدلېږی او کمپیوتر ته لېږدول کېږی .

د عصبی تارونو معادل الکترونيک سيستم د پوزې او دماغ ترمنځ وی او کمپیوتر د دماغ دنده ترسره کوی . کمپیوتر داسې تنظیم شوی چې معلومات اخلی او اخستل شوی کودونه تعبیروی. الکترونیکه پوزه د درمل جوړولو، خوراکی توکو، عصرونو، او کیمیاوی صنایعو دجوړولو لپاره په کارېږی.

5 له برېښنا نه ګټه:

او د ده لپاره مو د ویلې شوو مسو چینه جاری کړه (سبا 12).
دالله (ج) یو ستر نعمت د سلیمان (ع) لپاره دویلې شوو مسو چینه وه ، او دا په څو مانا ګانو تعبیریدلای شی . له ویلې شوو مسونه منظور چې روان وی کیدای شی د برېښنا ټکنالوژی وی ، مس د برېښنا او تودوخې ډیر ښه لېږدونکی دی بنا پردې د بريښنایی صنایعو بنسټ جوړوی او د جاری کولو اشاره کیدای شی د برېښنا په مزو کې د برېښنا بهیر ته  اشاره وی. (والله اعلم).

د ارتزين څاه:

6 الله تعالی په قرآن کې فرمايي:

او  موسی (ع) ته مووحی وکړه چې په خپله لکړه ډبره ووهه بیا دولس چېنې ترې وبهېدې  (الاعراف 160).

د موسی (ع) قوم له ده نه اوبه وغوښتلې او په دې توګه دوی ته د څښاک اوبه تیارې شولې او دا هغه خلک وو چې د اوبو له کمښت سره مخامخ ول.

د اوبو قحطى اوس هم شته یو میلیارده خلک روغتیایی اوبو ته لاس رسی نه لری. او دوه نیم میلیارده خلک پرته له مناسب تشنابه   ژوند تیروی ، داسې اټکل کېږی چې په دوه زره پنځه ویشتم زیږدیز کال کې به پنځه میلیارده خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ شی. هرکال دولس میلیونه خلک د اوبو د کمښت له کبله مړه کېږی د هغو له ډلې نه دری میلیونه یی هغه ماشومان دی چې د ککړو اوبو د کارونې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی.

د ځمکې لاندې اوبه د لویو ذخیرو په توګه ۹۰ په سلوکې د اوبو زېرمې جوړوی له دې کبله ډېرې مهمی دی او د نړۍ د دوومیلیاردو انسانانو اړتیاوې پوره کوی . په منځنۍ توګه په امریکا کې پنځوس په سلوکې په ښارونو او  پنځه نوی په سلوکې په کلیو کې د څښاک اوبه د ځمکې لاندې سرچینو څخه لاسته راځی ، برسېره پردې د دې اوبو له طبیعی حرارت نه ګټه اخستنه د تودوخې د انرژۍ لګښت راکموی.

کله چې اوبه خاورته جذبېږی داسې ځای ته رسېږی چې نور ښکته نه شی تلای هلته سره ټولېږی او د اوبو زیرمې جوړوی . دغه اوبه د ارتزین Artesian  څاه له لارې د ځمکې سرته  رسېږی ، د ارتزین چینې درسوبې ډبرو له لارې چې د ځمکې لاندې اوبه زېرمه کوی جوړېږی.

د قرآن وړاندوېنې-

دا حقیقت چې د ارتزین څاه ګانې له ډبرینو سمیو نه لاسته راځی د قرآن آیت په دې اړوند  ورته مطلب بیانوی . کله چې الله (ج) موسى(ع) ته امر وکړ چې خپله لکړه په ډبره ووهه د اوبو دلاسته راوړلو دې طریقې ته اشاره ده (و الله اعلم). د اضرب کلمه دوهلو ، پورته کولو اوخلاصولو په ماناده. نو د دې آیت مانا داهم کیدای شی چې اوبه کولای شی دلکړې له لارې دډبرې په اوچتولو سره جاری شوې. او اوبه په فشار سره د باندې راووتې ( د انجست کلمه ) د انجست د توییدو، بهیدو، جاری کیدو په مانا ده  چې د ارتزین څاه کې هم همدا ډول بهیرسرته رسېږی. کله چې پوره فشاروی اوبه پرته د اوبو له پمپه بهیږی.
مهم ټکی دادی چې په اوسنی عصر کې د اوبو د کمښت د مخنیوی لپاره د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخستل کېږی اوګټوره لاره یی همدا د ارتزین څاه ده یعنی موږ په داسې حال کې چې نه پوهېږو د موسی (ع) په طریقه روان یو. د اعراف د سورې ۱۶۰ آیت د ارتزین څاه ته اشاره لری چې په کال ۱۱۲۶ زېږدیز کې لومړی ځل په فرانسه کې له هغه نه ګټه واخستل شوه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب