ادبي فنون

د قافيې علم

قافیې تعریف:

قافيه په لغت كي وروسته او د غاړي پاى ته وايي، مثلاً په عربى كي وايي “قفوت فلاناً” يعني په پلانكى پسي ولاړم.(1) او ځكه چي په شعر كي تر ټولو آخر او وروسته راځي او بيت په تماميږي نو اصطلاحاً هغه علم وباله شو چي د نظم له اواخرو څخه بحث كوي، او قافيه د بيت د وروستنۍ كلمې آخر ته وايي مګر په دې شرط چي هغه كلمه عيناً په يوه معنى د نورو بيتونو په آخر كي تكرار نه شي لكه عبدالقادر چي وايي:
كه خبر مي شى له خوږ زړګـــــــــــــــــــگگيه ته
شپه او ورځ به په نارو شي لــــــــــــــــــكه زه
څو تاونه باندي تېر شي چــــــــــــــي پخېږي
د پخو په حال خبر نه دي اومـــــــــــــــــــــــــــه
كه دي سوى چيري زړه د عشق په اور وي
ستا په هاله زړه په سويو بانـــــــــــــــدي سه
عام عالم له حقيقته خبر نه شــــــــــــــــــــول
د تقليد خندا كوي لـــــــــــــــــــــــــــــكه كاڼه
ګوره بيا د كوم كم بخت سړي په خوله شو
سل ښكنځل راته كـــــوي چي غواړم خوله
په پورته بيتو كي ( ته، زه، مه، سه،ڼه) د قافيې توري دي، كه څه هم (هـ) تكرار راغلې مګر دا (هـ) ملفوظي نه ده بلكي د (زور) بدل اوعوض باله كيږي او په ټولو بيتو كي قافيه يوحرف او حركت دى مګر كه وروستۍ كلمه تكرار راغلې وه هغه نو بيا رديف بولي او قافيه تر رديف دمخه تورى دى، لكه يونس چي وايي :
څو ونه ښانده په مينه باندي سر چا
كله بيا موند شرين وصل د دلبر چا
د “چا” كلمه تكرار راغلې نو رديف باله كيږي، او قافيه د “سر” او “دلبر” په كلمو كي د “ر” تورى دى او څنګه چي تر “ر” دمخه حرف متحرك دى نو په دې بيت كي هم قافيه يو حرف او يو حركت دى او كله د قافيې تر وروستى توري دمخه تورى ساكن وي لكه رحمان بابا په دې بيت كي :
زغره واغونده ملا وتړه د جنګ
هله پسه مركه كـــــــــــــوه د ننګ
د “ګ” تورى قافيه ده، تر ګاف د مخه “ن” ساكن دى، نو دلته قافيه دوه توري او يو حركت دى او كله د قافيې تر وروستي توري دمخه دوه توري ساكن وي چي په دې صورت كي نو قافيه دوه توري او يو حركت دى، لكه د مېرمن حليمې د خوشحال خان د لور دا بيت:
د آشناى په فكر خوښه هسي شان شوم
نه پوهـېږم چي ممتاز كه نورجهان شوم
د “شوم” كلمه رديف دى، نون او الف ساكن دي شين متحرك دى نو قافيه دوه توري او يو حركت دى همدارنګه كه د قافيې د كلمې وروستى تورى د قافيې د اصلي كلمې څخه نه وي او د كوم علت په واسطه پوري نښتى وي نو هغه اضافه كلمه هم قافيه بلل كيږي لكه د مېرمن زينبي د ميرويس خان نيكه د لور د هغې مرثيې په يوه بند كي چي دخپل ورور شاه محمود په مرګ ئې ويلې ده د “نا” تورى چي د ترنم دپاره دى :

ځوان وْ، مېړه د تورى جنګ ونا
ولاړ د كام په نام وننګ ونا

دښمن له ده په وينو رنګ ونا
پر ميدان شير وْ يا پلنګ ونا

افسوس چي مرګ دده په خوا سونا
قندهار واړه په ژړا سونا

شاعر بايد د قافيې كم شيان وپېژني ؟

هر ناظم ته د قافيې پنځه شيان پېژندل په كار دي، د قافيې توري، حركات، انواع، حدود او عيبونه.

(1) د قافيې توري او د هغو نومونه :

د قافيې توري (9) دي او نومونه ئې دا دي : روى، ردف، قيد، تاسيس، دخيل، وصل، خروج، مزيد، نائر :
 د روى تورى :
د قافيې د كلمې آخر تورى روى بولي، اود قافيې بنسټ پر ولاړ دى خو چي دا تورى د نفس كلمې څخه وي، رحمان بابا وايي :
ته چي ماته وايي پر څه كــــــــــوې ژړا
نه در معلوميږي دغه خپل جوروجفا
په “ژړا” او “جفا” كي الف د كلمې اصلي تورى دى، نوځكه ددې بيت روي “الف” دى او كه د نفسي كلمې څخه نه وي هغه د روي تورى نه شي كېدلاي لكه د پښتو په اشعارو كي د ترنم نون چي اكثگره د بيت په آخر كي راځي لكه : “كوينه” يا “ځينه” . روى د روا څخه اخيسته شويدى او روا هغه رسۍ ده چي داوښ بار په تړي نو ځكه چي په روي ټول بيتونه سره تړل كيږي مجازاً دلته راوړه شو. (2)
د قافيې نور اته توري څلور تر روى د مخه راځي اوڅلور وروسته هغه چي دمخه راځي دادي :

 د ردف تورى :

هر “الف، واو، يا” چي د روى تر توري دمخه راشي هغه ته ردف وايي او هغه قافيه نو مردفه قافيه بولي خو په شرط ددې چي دالف دمخه تورى زورناك او تر واو دمخه تورى پېښ ناك او تر “يا” دمخه تورى زېرناك وي. دا درې واړه مثالونه د رحمان بابا په دې بيتو كي وګورئ :

 د “الف” مثال :

هسي مست يم ستا د شونډو په شراب
چي به نه وي بال دا هسي مست خراب

 د “واو” مثال :
ورقونه لټوم د هر مـــــــــــــــــــــــــــــــكتوب
پكښي غواړم خط وخال د خپل محبوب

 د “يا” مثال :
دنيا دار د دنيا كـــــــــــار كا زه ددين
خوانين زما په ملك دي خوشه چين
په لومړى بيت كي “ب” روى او “الف” ردف او په دوهم بيت كي “واو” ردف دى او په دريم بيت كي “نون” روي او “يا” ردف دى.
او كه تر ردف وروسته دوه ساكنه راشي لكه دوست، پوست، جوړ، كور يا نوري داسي كلمې نو ځينو پوهانو د ردف وروسته تورى هم په ردف كي داخل بللى دى او دا نو زايد ردف بولي، خواجه نصيرالدين طوسي پخپله رساله “معيار الاشعار” كي دا توري په روى كي داخل ګڼي او دا روى نو مضاعف روى بولي. په پښتو كي د ردف “واو” پر دوه ډوله راځي : معروف او مجهول.

قيد :

د قافيې بل تورى چي تر روى د مخه راځي قيد بولي او قيد هر هغه ساكن تورى دى چي بېله فاصلې تر روى د مخه راشي مګر دا ساكن بايد “واو، يا او الف” نه وي لكه : جنګ ، ننګ، درد، غبرګ، چرګ او نور … او كه “الف” او “واو” او “يا” هم وي بايد تر الف دمخه زور او تر “يا” دمخه زېر او تر “واو” دمخه پېښ وي، د قيد تورى اختلاف روا دى لكه بحر او شهر چي سره راوړه شي (3) سعدي وايي :
چي مصر وچه شام و چه بر و چه بحر
همه روستايند شيراز شـــــــــــــــــــــــهر
خو د مخرج قيد هم شرط دى او يوه بله خبره هم سته چي دا اختلاف تحسين نه دى بلكي په غزل كي خو قبيح دى او په مثنوي او نورو كي روا دى مګر تحسين نه ګڼل كيږي.
تاسيس :
تاسيس هغه ساكن الف ته وايي چي تر روى دمخه راشي مګر دده او دروى د توري تر منځ بل متحرك تورى واسطه وي لكه ځناور، دلاور، حاصل، ساتل، او نوري كلمې … او تاسيس په قافيه كي د لزوم مالايلزم حكم لري، يعني كه ئې التزام ونيسي قاقيې ته نقص نه رسوي.

دخيل :
دخيل هغه تورى دى چي د “روى” او “تاسيس” په منځ كي واسطه وي لكه د ځناور د كلمې واو.

وصل :
د وصل توري بېله فاصلې تر “روى” وروسته راځي نو كه د اضافت تورى وي او كه د نسبت او كه د جمع او كه د تصغير يا ربط تورى وي مثلاً د عبدالقادر په بيت كي د جمع واو د وصل تورى دى، دى وايي :
تر قربان شه سل ښادۍ د ښادمنو
ربه مه وړه خپل غمونه د غمجنو

خروج :
خروج هغه تورى دى چي تر وصل وروسته بېله فاصلې راځي، خوشحال وايي :
اې ! چي مخ دي ښايسته دى په خالونه
په دا خپل ښايست ډېر مه كوه خيالونه
مزيد :
مزيد هغه تورى دى چي تر خروج وروسته راشي لكه په پورته بيت كي د (هـ) تورى.

نائر :
نائگر هغه تورى دى چي بې فاصلې تر مزيد وروسته راشي لكه په پارسي كي د پرداختنيستيش _ درسا ختنيستيش (4) دا تورى په پښتو شعر كي ډېر لږ راځي.

(2) د قافيې د تورو حركات او د هغونومونه :

دا شپږ دي : رس، اشباع، حذو، توجيه، مجري، نفاذ :

 رس :
د تاسيس دالف دمخه حركت ته “رس” وايي او رس په لغت كي په يو شي په پټه او ورو ورو پيل كول دي او دا حركت به خامخا فتحه وي، لكه په “ځناور” كي د “نون” حركت.

 اشباع :
د دخيل حركت ته اشباع وايي لكه په “دلاور” كي د “واو” تورى.
 حذو :
حذو د ردف د توري دمخه حركت ته وايي، لكه د “ت” حركت په “تور” كي او حذو برابر “واو” ته وايي.
 توجيه :
د ساكن روى دمخه حركت توجيه بولي او ساكن روى ته مقيد روى وايي لكه په “سفر” كي د “ف” حركت.
 مجرى :
د روى حركت مجري بولي، لكه : ځمه، كومه.
 نفاذ :
نفاذ د وصل حركت دى، مګر په پښتو او پارسي كي دا لازمه نه ده چي وصل به حركت لري. كه “خروج” راغلى وْ، البته حركت لري او كه نه وْ راغلى نه ئې لري.

(3) د قافيې قسمونه :

قافيه پر دوه ډوله ده : يوه مطلقه او بله مقيده، مطلقه هغه ده چي روى متحرك وي لكه : كومه،تلمه او نورو كي او مقيده هغه ده چي روى ساكن وي، نوپه دې دواړو قسموكي كه د روى تورى يوازي راغلى وْ، او دقافيې نور تورى ورسره نه وْ، دا قافيه مجرده بولي، او كه كوم بل تورى ورسره راغلى وْ نوقافيه هغه تورى ته منسوبيږي، مثلاً: كه روى مقيد تنها وى مجرده ئگې بولي او كه د ردف د تورى سره راغلى وي مقيد ردف ئې بولي همدارنګه نور …

د قافيو حدود :

قافيه د وزن او حدود په اعتبار پر پنځه ډوله ده :

 مترادفه قافيه :
چي دوه ساكن بېله فصله سره راغلي وي لكه د “ډېر” په توري كي.

 متواتره قافيه :
چي و متحرك د دوو ساكنو په منځ كي واسطه وي، لكه محكم او محرم چي قافيه راوړه شي.

 متدارك قافيه :
چي د دوو ساكنوپه منځ كي دوه متحرك راشي، لكه د “ځپلانه” تورى چي قافيه شي.

 متراكبه :
چي درې متحرك د دوو ساكنو په مينځ كي راشي، تراكب يو پر بل كښېناستل دي.

 متكاوس :
چي څلور متحركه د دوو ساكنو تر مينځ راوړه شي، دا قسم مخصوص په عربى پوري دى، په پښتو كي ئې ما مثال ونه ليد، متكاوس د ګڼ او انبوه په معنى دى.

د قافيې عيبونه :

دا څو رازه دي چي مشهور ئې دادي : افوا، اكفا، سناد، ايطا، تضمين، اجازه، غلو، عدول :

 افوا :
د مجرى يعني روى د حركت اختلاف ته قلندر وايي :
هوسيه وخورې د سترګـــــــــو تورى
پر لوړ ولاړه ښكاريان په ګورې
ښكاريان لا كله د ګور بنديان شوه
خيزې ولاړي دي تشي تــــــــــــــوري
” تورى” او د “يا” په حركت كي اختلاف سره لري.

 اكفا :
د روى د توري اختلاف ته اكفا وايي، چي دا ډېر بد عيب دى، لكه : رقاص اوخناس يا روح او پوه يا ټك اوټګ ، لحاظ او ابراز چي سره راوړه شي.

 سناد :
سناد د ردف اختلاف دى لكه كار اوكور چي سره راوړه شي، دا عيب په پښتو او پارسي كي ډېر بد دى، اوهيڅ روا نه دى، مګر په عربى كي جواز لري مثلاً په عربى كي جميل او نزول په قافيه كي سره راتلاى شي.

 ايطا :
د قافيې د آخر توري تكرار دى په يوه معنى دا دوه قسمه دى : جلي، خفي . جلي هغه دى چي تكرار ئې ښكاره وي لكه ستمګر او خواستمګر. خفي هغه دى چي تكرار ئې نه وي ښكاره لكه : دانا، بينا. جلي ايطا په قافيه كي عيب دى.

 تضمين :
دادى چي قافيه په وروستني بيت پوري معلقه شي، يعني لومړى بيت بېله دوهم بيته خپله معنى پوره نكړي لكه عبدالقادر خان چي وايي:
لاړم وباغ ته په نيت دګــــــــــــــلو
د پرېكولو آواز د بلبلــــــــــــــــــــــو
وكړ دستي مي له لاســـــه پرېوتې
هس رنګ مست شوم لكه په ملو
او دا ځكه عيب دى چي دادب پوهان وايي چي د نظم هر بيت بايد دومره مستقل وي چي معنا تمامه كړي البته دكلام د سباق د معنى په ترتيب كي به د نورو سره شريك وي.
 اجازه :
دا عيب داسي دى چي دوه مختلف روى سره راوړه شي لكه : كاسب او فاضل.

 غلو :
چي د روى تورى يو ځاى ساكن او بل ځاى متحرك راوړى.

 عدول :
عدول څو ډوله دى : يو دا چي شاعر د وزن دصحت دپاره په لغت كي تصرف وركړي بل دا چي په قصيده كي له يوې قافيې څخه وبلي قافيې ته ولاړ شي، دا عيب دى مګر كه د قصيدې په مگينځ پخپله شاعر دې تغير ته اشاره وكړي عيب نه دى، د ځانه څخه د شعر په پاى كي لغت جوړول يا پر اصلي لغت څه شى اضافه كول يا د كوم لغت معنى اړول يا بېځايه استعمالول هم عدول دي.

لمن ليكونه 

1. المعجم فى معائير اشعار العجم 153 مخ
2. المعجم فى معائير اشعار العجم 153 مخ
3. حدائق البلاغه 121 مخ
4. المعجم فى معائير اشعار العجم 212 مخ

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: