اسلامي ثقافت

د غير اسلامي کلتور رواجوونکي تر ټولو ستر مجرمان

امام ابوالاعلی مودودي.

په دې څيز كه څوك په ښه ډول پوه شي نو هغه به دا محسوسه كړي چې كوم خلك چې زموږ په درس ځآيونو كې زموږ له ځوانانو څخه عياشان جوړي، په هغو كې د طاووس او  رباب مينه پېدا كوي، غير اسلامي كلتور په هغو كې رواجوي او د اسلامي اخلاقو د ايسارولو د ماتولو ناروغي پكې پېدا كوي داسې كسان د څومره لوى جرم مرتكب كيږي او د دې ملك سره څومره بد خواهي كوي.

زموږ ځوان زده كوونكي په خپله بايد دا نقصانونه محسوس كړي، كه د ملك نظام چلوونكي واكمنان په خپلې ناپوهي، سره دا غلطي كوي نو دا د زده كونكو كار دى چې په خپله ځان له دې څخه بچ وساتي، او تر كومه حده چې كيدلى شي په خپله خپل ځان ورڅخه محفوظ وساتي، هغوى بايد په خپلو درس ځايونو كې داسې عامه رايه راپيدا كړي چې زده كونكي داغلط تهذيب نه په خپله اختيار كړي او نه يې په خپله ټولنه او خپلو درس ځآيونو كې رواج موندلو ته پريږدي.

سوال دا دى چې كه چيرته په خپله په زده كونكو كې داسې عامه راييه پيدا شي چې په خپله د دې څېر مخالف شي نو هغه كوم قدرت دى چې په دې درس ځآيونو كې دې لكترو ته رواج وركړل شي، ښكاره خبره ده چې د پوليس په زور سره تاسې دي كارته راټيټولى نه شي، د كوم قانون په جوړولو سره تاسې د غير اسلامي كلتور په منلو او خپلولو مجبور ولى نه شي، يوازې يو شيطانې ترغيب دى چې په هغې سره خلك په لومه كې نښلولى كيږي او د هغوى دعادتونو د خرابولو كوښښ كيږي.

زده كونكي كه دا محسوس كړي چې دا يوه نارغي ده چې دوى ته ور ننويستلى كيږي نو هغوى په خپله د دې څخه د بچ كېدلو كوښښ كولى شي او په خپلو درس ځاونو كې د دې ډول خرابيو رواجولو په مقابل كې مقاومت كولى شي، زه غواړم چې په دې زده كونكو كې د دې عامه رايې د را پېدا كولو كوښښ وكړل شي.

دا دوه خو هغه خبرې دې چې د هغه په هكله خو داسې ګڼم چې زده كونكي يې بايد په خپله وكړي، او كه هغوى په دي عمل وكړي نو تر ډېره حده پورې دا خرابي چې دا وخت زموږ په درس ځايونو كې خپريږي لري كولى شي.

د دې تر څنګه زموږ ځوان زده كونكي د دې خبرې لوري ته هم بايد پاملرنه وكړي چې د اسلامي تعليماتو څخه د خبرولو په معامله كې چې زموږ په تعليمي نظام كې كومه نيمګړتيا شوي ده هغه بايد په خپلو كوښښونو سره پوره او تلافي كړي، زه به دا وروسته عرض كړم چې په دي هكله حكومت بايد څه وكړي، ليكن داسې فرض كړئ چې حكومت دې خواته پاملرنه نه كوي نو په مشخص ډول سره د اسلام د دين د پيژندلو او ځان پوهولو چې کوم مسوليت په تاسې باندې پريوزې هغه خو په دې سره نه ساقط كيږئ.

هر بالغ مسلمان چې په هغه كې شعور پيدا شوى وي او په خپل واك د كار كولو  وړ وي د هغه دا مسوليت دى چې د كوم اسلام چې هغه قائل دى او كوم اسلام ته په نسبت كولو سره  ځان ته مسلمان وايي په هغه اسلام د ځآن پوه كولو او د هغه د پيژندلو كوښش دى په خپله وكړي.

د دې علم د لاس ته راوړلو لپاره څه ډېر زيات ديني علم ته اړتيا نه شته، كم تر كمه د دين خلاصه خو په اساني سره سړي ته په لږ كوښش سره حاصليدلى شي، ستاسي په خپله ژبه كې چې كوم اسلامي مسايل موجود دي د هغې مطالعه وكړئ، او كمه تر كمه دا خو و پيژنئ چې د كافر او مسلمان تر منځ څه فرق دى، هغه كوم اساسي څيزونه دي چې په هغو سره يو سړى د كافر څخه مسلمان كيدلى شي،  يو مسلمان په كومو څيزونو بايد ايمان راوړي، د هغه مسوليتونه څه دي، د هغه لپاره كوم كوم څيزونه منع دي، د هغه لپاره داخلاقو اصول څه دي چې بايد پابندي يې وكړل شي، د هغه لپاره د ژوند تيرولو كومې طريقي اسلام مقرري كړي دي چې بايد پيروي يي وكړي.

دا  څيزونه نه دي چې د دې لپاره كمې ديني مدرسې ته تلل او كلونه كلونه ديني علوم لوستل اړين وي، په لږ شانته توجه او څه ناڅه زيار سره زموږ هر زلمى كم تر كمه د اسلام دومره علم حاصولى شي او د دې علم لپاره په هره ژبه كې كافي مواد شته دي.

زه غواړم چې زموږ ځوانان په خپله د دې علم اړتيا محسوسه كړي او د هغه د حاصلولو فكر وكړي دا علم تاسې ته د كاميابيدلو او شهادت نامې د اخيستلو لپاره نه بلكې د مسلمانيدلو لپاره په كار دى.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: