احکام او مسایل

د علماوو د اختلاف په هکله ژوره مطالعه (قرضاوي)

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوی
ژباړه:خلیل الرحمن حنیف

یادونه:
دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې لسمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

دعوتګرو ته دا هم ډیره لازمي ده چې د علماوو د اختلاف په هکله ژوره مطالعه ولري، ترڅو د مذاهبو تعداد ورته څرګند شي او په دې توګه د هغوی د دلایلو سرچینه او مرجع وپیژنی، دا به د دوی سره مرسته وکړي ترڅو هر عالم او د مذهب څښتن په خپل قول او نظر کې معذور وګڼي، دوی به په دې پوه شي چې هر د قول څښتن خپل ځانته اصل او دلیل لري چې په خپلو خبرو کې تکیه او استناد پرې کوي او تل یې په نظر کې ساتي، دوی به په دې پوه شي چې هر عالم د شریعت د سمندر څخه خپله لپه را اخیستې او ورته ښکاره به شي چې دا سمندر څومره پراخه او هر اړخیز دی.

د موضوع د اهمیت له مخې علماوو په ډیر تاکید سره دا خبره کړې چې د فقهاوو په اختلاف علم حاصلول وجوبي خبره ده، ترڅو د علم څښتنان په هغو مواردو پوه شي چې په اړه یې فقهاوو اجماع کړې، او هغه موارد ورته ښکاره چې فقهاوو یې په هکله اختلاف کړی، ځکه د فقهاوو اختلاف رحمت او اتفاق یې حجت دی.

علماوو ویلي: څوک چې د علماوو په اختلاف نه پوهیږي، عالم نه دی.
څوک چې د فقهاوو د اختلاف په هکله نه پوهیږي د فقهې علم بوی هم نه دی ورته رسیدلی!
د ډیرو علم ته منسوبو کسانو لوی کړاو او غټه ستونزه داده چې پرته له یوې رایې او نظر څخه په بل څه نه پوهیږي، یوازې د یوه ملا نه یې زده کړه کړې او یوازې د یوه مذهب او مسلک په اړه معلومات لري، دوی ځانو ته د دې اجازه نه ورکړې ترڅو بل علمي نظر هم واوري، دوی په دې اړه کله هم فکر نه دی کړی ترڅو د مخالف لوري دلیل تحلیل او تر فکري څیړنې لاندې راولي، د دوی عقل دا نه مني ترڅو د نورو مذاهبو او مسالکو نظریات او دلایل واوري…

د دوی په هکله خو انسان په تعجب کې پاتې کیږي، ځینې د دوی تقلید نه مني حال دا چې دوی عملا مقلدین دي، دوی د پخوانیو علماوو تقلید ته شا اړولې خو د ځینو معاصرو علماوو تقلید په زړه پورې بولي.
دوی په ښکاره دا دعوا لري چې موږ مذاهب نه منو، خو په عمل کې یې د ځان لپاره پنځم مذهب ایجاد کړی او په وړاندې یې تل سرونه ماتوي، ټول هغه خلک بد ګڼي چې د دوی د مذهب سره مخالفت لري!
دا رنګه خلک د علم کلام پخوانۍ بڼه ډیره بده ګڼي، د هغه علم مجادلې او اوږده بحثونه د وخت ضایعه مني خو د ځان لپاره یې د علم کلام نوې بڼه اختیار کړې، دوی په زړونو کې د یقین د پخوالي په اړه دومره فکرمن نه دي لکه څومره چې په عقلونو کې د عقیدوي مسایلو په تړاو د مجادلې د ایجادولو غم اخیستي.

د دغه خلکو حالت داسې دی لکه د فیل په وړاندې د ړانده حالت، یوازې هغه څیزونه پیژني چې لاس یې پرې لګیږي.
که دوی لږ وړاندې وروسته وګوري نو پوه به شي چې علمي ډګر یوازې په یوه رایه نه دی ولاړ د دې مجال شته چې تر یوه زیات نظریات په علمي ګاونډ کې سره شپې تیرې کړي اګر که یو د بل سره مخالف او یو د بل په وړاندې ټکر هم ولري، ضروري خبره داده چې انصاف ته غاړه کیږدو او له ړانده تعصب نه ځان وژغورو، د نورو خبرې هم بې ګټې نه دي راځی ورته غوږ شو، کیدای شي د نورو خبره سمه وي، کیدای شي نور زموږ په پرتله د لوړ فکر خاوندان وي.

ډیرو انصاف لرونکو استاذان د خپل تعصب او افراط نه بیرته را ګرځیدلي او دا یې منلي چې په مسایلو کې له یوه زیات نظریات شامل دي، دوی عبرت اخیستۍ.
د بیلګې په توګه په حج کې د جمرو ویشتلو موضوع را اخلو، ځینې وايي چې مخکې له زواله د جمرو ویشتل حج باطلوي! ځکه دا کار د سنتو خلاف دی.
جابر وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر په ورځ مخکې له زواله جمرې وویشتې، او وروسته تردې یې وروسته له زواله .
د وبره نه روایت دی چې وايي: ما د ابن عمر رضی الله عنه نه پوښتنه وکړه: څه وخت جمرې وولم؟ هغه په ځواب کې راته وویل: کله چې د حج امام جمرې ویشتې نو ته یې هم ووله، ما خپل سوال بیا تکرار کړ هغه په ځواب کې راته وویل: موږ به وخت ته کتل کله به چې لمر زوال وموند نو موږ به جمرې ویشتلې .
په (الفتح) کې وايي (همدا د دې دلیل دی چې پرته د اختر له ورځې د جمرو ویشتل وروسته د زواله سنت دي، او همدا د جمهورو علماوو قول دی.
خو عطاء او طاوس د دې قول مخالفت کړی او وايي: د جمرو ویشتل مخکې له زواله په اطلاق سره جواز لري، احنافو بیا د نحر په ورځ د جمرو ویشتلو ته مخکې له زواله اجازه ورکړې، دا د منا څخه د راکوزیدو ورځ ده او همداسې د اسحاق نه هم روایت شوی) .
په دې مساله کې شیخ عبدالله بن زید المحمود د ریاض د علماوو سره کابو دیرش کاله اختلاف لري، تردې چې هغه په دې موضوع کې کتاب ولیکه چې نوم یې دی (یسر الاسلام)، نورو علماوو بیا په سختو ټکو د هغه څرګندونې رد کړې، دا په داسې حال کې چې د ابن عمر ځواب هم مخکې یاد شو چې دا کار یې ډیر ساده نیولی وو سره د دې چې ابن عمر په متابعت کې ډیر مشهور دی، هغه په لنډو ځواب ویلی وو چې هر مسلمان باید د حج د امیر متابعت وکړي که چیرې یې د زواله مخکې جمرې وویشتې یا یې وروسته کړې د همغه لاره دې ونیسي.
پخپله د جمرو د ویشتلو په حکم کې هم فقهاوو اختلاف کړی، لکه څرنګه چې په (الفتح) کې راځي.
جمهور علماء وايي چې ویشتل یې واجب دي او په ترک سره یې وینې لازمیږي.
مالکیان وايي: چې د جمرو ویشتل مؤکد سنت دي.
یو بل روایت داسې دی چې وايي: د جمرو ویشتل د حج له ارکانو څخه شمیرل کیږي او په ترک یې حج باطلیږي.
د دې قول په مقابل کې بل قول داسې دی چې وايي: د جمرو ویشتل د تکبیر د ویلو لپاره دي ترڅو په دې کار سره وساتل شي، که څوک جمرې ونه ولي بلکې یوازې تکبیر ووایي هم سهي دي، دا قول ابن جریر د عایشې رضی الله عنها او نورو څخه روایت کړی.

ځینې وروڼه وايي هغه مسایل چې د یوه عالم یا د دوه عالمانو نظر یې په هکله راغلۍ وي او د جمهورو علماوو سره مخالفت ولري، باید په داسې منفردو نظریاتو حساب ونشي.
خو نور بیا وايي: کوم نظریات چې د څلورګونو قبول شوو مذاهبو سره ټکر لري باید له اعتباره ولویږي او هیڅکله هم ونه منل شي.
خو صحيح او حق خبره داده چې دا ټولې خبرې بې دلیله دي، نه په قرآن او نه هم په سنتو کې داسې څه راغلي چې ووايي د چا د لیل دې ومنل شي او د چا دې پریښودل شي.
کومه اجماع چې حجت شمیرل کیږي هغه ده چې ټولو مجتهدینو په یوه شرعي حکم اتفاق کړی وي، هیچا هم داسې نه دي ویلي چې اجماع د اکثریت قول دی، نو له دې څخه څرګندیږي چې خبره د ډیروالي نه ده.

دا سمه ده چې د جمهورو علماوو خبره پوره وزن لري، او انسان دېته چمتو کوي ترڅو په اړه یې فکر وکړي او د مخالف لوري دلیل مطالعه کړي، او موږ هیڅکله د جمهورو علماوو خبره نه پریږدو مګر هغه وخت چې د مخالف لوري دلیل د دوی په پرتله قوي او پياوړی وي، خو یاده دې وي چې په هیڅ صورت د جمهورو خبره آسماني او معصومه نه ده.
ډیر داسې ګورو چې د ځینو مسایلو په هکله یوازې د یوه صحابي قول وارد شوی، او نور ټول اصحاب کرام ورسره موافق نه دي خو بیا هم دې کار د یوه صحابي خبرې ته کوم زیان نه دی اړولی.

د تابعینو فقهاوو ډیر داسې نظریات ګورو چې په اړه یې یو فقیه ځانګړی دی او نور ټول ورسره مخالف دي، خو بیا هم هغه یو فقیه د خپلې خبرې نه تیریږي، نو په دې حساب ویلی شو چې خبره د ډیروالي نه ده بلکې خبره د حجت او دلیل ده.
په څلورګونو مشهورو مذاهبو کې هم دا خبره ډیره تر سترګو کیږي چې یو مذهب د دریو نورو سره خلاف بل نظر وايي، او په همدې سره یې اتباع عمل کوي تاییدوي یې او کره نظر یې بولي.

د احمد بن حنبل مذهب چې د سنتو په متابعت سره زیات شهرت لري، تر ډیره په مفردو اقوالو سره پیژندل شوی، چې په دې هکله کتابونه هم لیکل شوي، د دغه مذهب په تړاو څیړونکۍ به ډیر داسې اقوال د مطالعې په لړی کې ګوري چې وايي: دا د مذهب له مفرداتو څخه دي، یعنې دا قول د دغه مذهب ځانګړی قول دی او نور ورسره شریک نه دي.
څلورګوني مذاهب چې د اسلامي امت ویاړ او افتخار بلل کیږي، متابعت یې کیږي په ریښتینې توګه د الله د دین حجت نه شمیرل کیږي، بلکې حجت هغه شرعي دلایل دي چې دغه مذاهب تکیه پرې لري او استناد پرې کوي، برابره خبره ده که دغه دلایل نقلي وي یا عقلي.

د اسلامي فقهې په مطالعه کې به تاسې ډیر داسې نظریات ګورﺉ چې په هکله یې ویل کیږي دا نظر شاذ دی، دا پریښودل شوی نظر دی، دا کمزوری او ضعیف دی، د دې په اطلاق او عموم عمل کیږي، خو ډیر ترک شوي نظریات او آراء بیا په بل عصر کې مشهور شوي او منل شوي، ډیر نظریات په یوه وخت کې کمزوري او ضعیف بلل شوي خو په بل عصر کې داسې څه منځته راغلي چې کمزوري نظریاتو ته یې قوت ورکړی، ډیر شاذ قولونه په بل عصر کې پیژندل شوي، سهي شمیرل شوي او دلیل پرې نیول شوی تردې چې د فتوا بنسټ ترې جوړ شوی.
په دې هکله د شیخ الاسلام ابن تیمیة نظریات د یادولو وړ دي، چې هغه په خپل ژوند کې د خپلو نظریاتو په ترڅ کې د رنګارنګ کړاوونو سره مخ شو، وروسته د وفات څخه هم د هغه نظریات څو پیړۍ د اختلافاتو په ډګر کې تاوده پاتې وو، تردې چې ځینو علماوو د هغه نظریات د اجماع درځ وګڼل، خو ګورو چې په نن عصر کې همدغه نظریات د نجات بیړۍ شمیرل کیږي او ډیرۍ کورنۍ یې له ورکې او تباهۍ څخه ژغورلې.

دا ځینې د خبرو ګوډي چې زه ورته (نوې ظاهري) ډله وایم د لوی آفت سره لاس او ګریوان دي، د دوی لوی آفت خو دا دی چې دوی غواړي په ټولو اجتهادي مسایلو کې که هغه اصلي دي که فرعي اختلاف له منځه یوسي، غواړي چې ټول خلک په هغه څه را ټول کړي کوم چې دوی یې حق او ریښتینې شمیري، او ترې پاتې نور ټول رد کړي او باطل او خطا یې ټولنې ته وروپیژني.

دوی دا له یاده ایستلي چې خپلې رایې او نظر ته ډیر په غرور کې پاتې کیدل یو له هلاکوونکو څیزونو څخه دي، یوه کس ته همدومره شر بس دی چې د خپل مسلمان ورور سپکاوی وکړي، چې د هغه د نظر او رایې سپکاوی هم له همدې جملې څخه حسابیږي.

د دغه نویو (ظاهریانو) لوی عیب دا دی چې دوی وايي د نبوي حدیث شته والۍ په اختلافي موضوعاتو کې اختلاف له منځه وړلۍ شي، بیا که څوک د نبوي حدیث سره مخالفت کوي نو دا به د سنتو مخالف او د حدیثو نه منونکۍ وي.
دوی په دې هکله د لویې اشتباه سره مخ شوي او دا خبره یې په لاندې اسبابو یوه خطا ده.

دوی کیدای شي د احادیثو په تصحیح کولو کې د سلفو علماوو تقلید وکړي، یا د هغو معاصرو علماوو خبره ومني او اعتماد پرې وکړي چې د احادیثو په علم کې مشغول دي، خو له دوی پرته نورې ډلې د دوی سره دا خبره نه مني. دا کار د پخوا راهسې د لویو علماوو ترمنځ شهرت لري، لوی لوی فقهاء په همدې توګه مخکې تللي، او هغه دا چې یو عالم او فقیه یو حدیث صحیح ګڼي، خو بل یې کمزوری شمیري، ځکه چې یو عالم د احادیثو د ثبوت لپاره خپل شرایط لري او بل عالم خپل، هر یو د خپلو شرایطو تابع دی، څوک عام صفت یا عمومي بلوا ضروري ګڼي، څوک یې په خلکو کې خوراوۍ د پام وړ بولي، ډیر علماء او فقهاء د  احادیثو په راویانو کې اختلاف لري، یو کس د یوه عالم په نظر ثقه او د منلو وړ دی او بل عالم یې جرح وايي، دا کس د دې فقیه په نظر عادل دی، خو هغه بل فقیه ورته مجروح وايي.

ځینې علماء احادیث په مختلفو کمزوریو او ضعیفو روایتونو سره قوي ګڼي، خو ځینې نور بیا دا خبره نه مني…
بعض علماء په مرسل حدیث سره احتجاج مني، خو نور احتجاج نه پرې کوي، اوهمدارنګه نور… د بیلګې په توګه هغه احادیث چې د ښځو لپاره د سرو زرو د استعمال په حراموالي کې راغلي، ځینې علماء یې صحیح ګڼي او ځینې نور یې ضعیف بولي، بیا هغه علماء چې صحیح یې بولي ځینې وايي چې منسوخ شوي او ځینې یې په هکله له تأویل څخه کار اخلي، ځکه په دې سره د امت اجماع راغلې چې د ښځو لپاره د سروزرو استعمال روا او مباح دی، او په همدې اجماع څوارلس پیړۍ دې امت عمل کړی.

دا به فرض کړو چې هغه حدیث صحیح دی کوم چې تاسې پرې اعتماد لری، خو مخالف لوری ستاسو سره په دې منازعه لري چې دا حدیث په کوم تشریعي مورد کې نه دی راغلی، بلکې د دنیا په عادي امورو کې وارد شوی، لکه امسا اخیستل د خطبې پروخت یا خوراک کول په لاس سره او په ځمکه باندې، لکه په حدیث کې چې راځي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي: (تاسې په اثمد (چې یو ډول رانجه دي) سترګې تورې کړﺉ ځکه چې سترګو ته رڼا ورکوي او ویښتان را شنه کوي) که چیرې کوم مسلمان په دې حدیث عمل ونه کړي بلکې د سترګو د یوه متخصص ډاکټر په قول عمل وکړي، دا مسلمان د حدیث مخالف نه دی نه هم د سنتو سره په ټکر کې راغلی.

همدارنګه په بل حدیث کې راځي چې وايي: (تاسې د غواوو شیدې وڅښۍ، ځکه شیدې یې دواء ده او غوښې یې مرض) خو نننۍ څیړنې دا جوته کړې چې د غواوو په غوښو کې نه یوازې ضرر نشته بلکې انسانانو ته د اوښانو او پسونو د غوښو په پرتله ډیرې ګټورې هم دي، اوس که څوک د غواوو غوښې د همدې څیړنې په بنا خوري د حدیث معارض نه دی، او نه یې سنت پرې ایښي.

دا هم کیدای شي چې حدیث په تشریعي امورو کې وارد شوی وي، خو ثبوت یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د امامت او ریاست له زاویې وي، نه د الله جل جلاله له لوریه د تبلیغ او فتوا په معنا، لکه چې ابن القیم  د دې حدیث په هکله همداسې وايي: (څوک چې څوک مړه کړي د مړي وسایل د قاتل دي).
دا هم شونې ده چې حدیث عامه تشریعي بڼه ولري، خو اختلاف په حکم باندې د دغه حدیث په دلالت کې رامنځته شوی وي، لکه ځینې احادیث چې په امر یا نهی باندې مشتمل وي، نو اوس دا نه ده څرګنده چې دا امر د وجوب افاده کوي که د استحباب یا ارشاد؟ علماء یې په هکله اختلاف لري، یا دا نهی د تحریم افاده کوي یا د کراهیت، بیا دغه کراهیت تحریمي دی که تنزیهي؟

دغه احتمالات ټول منځته راتلی شي، همدا د اصولو د علماوو نظریات او اقوال دي چې د امر او نهی د دلالت په اړه یې وړاندې کړي، ښکاره ده چې هر عالم خپل دلیل او استناد لري.
چې ټولټال د امر او نهی په بحثونو کې د علماوو اووه قوله دي چې د اصولو علماوو یاد کړي.
موږ ګورو چې اصحابو کرامو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه امرونه آوریدل خو بیا به یې هم هغه کارونه پریښودل چې د پیغمبر له خوا امر ورته شوی وو، ځکه دوی په دې ښه پوهیدل چې دا امر قطعي او حتمي نه وو، خو که کله به ورته د امر قاطعیت او حتمي والی په لفظ یا په کومه بله قرینه ثابت شو دوی به د امر په عملي کولو کې ډیره زیاته عجله کوله.
د جګړې په موخه په یوه سفر کې ټول اصحاب کرام روژه وو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم امر ورته وکړ چې روژه مو ماته کړﺉ، خو ځینو اصحابو روژه ماته کړه او ځینو نورو ماته نکړه او داسې یې وانګیرله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د رفق او زړه سوي له امله امر ورته وکړ نو په دې تړاو په امر کې قاطعیت او حتمیت نه وو، خو کله چې د دوښمن سره مخامخ کیدو ته نیږدې شول رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: (تاسې د دوښمن سره مخامخ کیدونکي یۍ، او بوزه د روژې په پرتله تاسې ته قوي کوونکې ده نو ځکه روژه وخورﺉ) ټول اصحاب کرام د امر په قاطعیت پوه شول همدا وو چې روژه یې وخوړله.

په بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (یهود او نصارا خپل ویښتان نه رنګوي، نو تاسې د هغوی مخالفت وکړﺉ او ویښتان رنګ کړﺉ) اصحابو کرامو داسې وپتیله چې دا امر یوازې د ارشاد او استحباب له مخې وو، نو ځکه ځینو عملي کړ او ځینو نورو پریښود، ځینو په نیکریزو رنګ ورکړ او ځینو نورو په نورو څیزونو رنګ کړل، ځینو تور رنګ هم ورکړ.
همدارنګه په بل حدیث کې راغلي چې وايي: (خپل زوی او غلام مو په نافع، یسار او رباح سره مه نوموﺉ…) خو وینو چې ځینو همداسې نافع او یسار نومونه په خپلو زامنو او غلامانو ایښي، چې همداسې د ځینو مشهورو تابعینو په نومونو کې ګورو، لکه نافع د ابن عمر غلام، سلیمان بن یسار، عطاء بن رباح او داسې نور.
په همدې بنسټ ګورو چې امام ابن تیمیة دا حدیث چې امر پکې راغلۍ په استحباب سره حمل کوي (چاچې خپل فرج مسح کړ باید اودس وکړي)

همدارنګه یې هغه حدیث هم په استحباب حمل کړی چې د اوښ د غوښې په خوړلو سره په اوداسه امر کوي، او دا دواړه مثالونه د امام احمد د مذهب په خلاف دي کوم چې د ابن تیمیة د مذهب امام دی.

منبع: اصلاح انلاین

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: