د علماؤ سپکاوی کفر دی

عن عبادة بن الصامت أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
“ليس من أمتي من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا حقه”.
رواه أحمد والطبراني في الكبير وإسناده حسن.[مجمع الزوائد ومنبع الفوائد جلد 1حدیث 532] ژباړه: دعبادة بن صامت رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما دامت څخه ندئ هغه څوک چی زموږ دمشر احترام ونکړی، اوزموږ پرکشرانو باندی شفقت ونکړی او زموږ دعالم حق ونه پیژنی.
دعلماؤ دحق پیژندل دادی چی باید دعلماؤ احترام وکړی هرهغه مرتبه اوحق چی الله پاک ورته ورکړئ وی هغه ورته ورکړی اوپه دینی امورو کی یی اطاعت وکړی، پدی شرط چی پرمعصیت باندی یی امرنکړی.
مسائل
1. دعلماؤ اهانت ددوی دعلم په خاطر کفردئ. الاستهزاء بالعلم والعلماء كفر[الاشباه والنظائر1/215 المکتبة] یعنی په علم اوعلماؤ باندی ملنډی وهل کفردئ.
2. که چا عالم ته ” عویلم ” وویل اویایی علوی (سید) ته علیوی وویل اوقصد دده سپکاوئ وو نودئ پدی سره کافرسو.
وَمَنْ قَالَ لِلْعَالِمِ عُوَيْلِمٌ أَوْ لِعَلَوِيٍّ عُلَيْوِيٌّ قَاصِدًا بِهِ الِاسْتِخْفَافَ كَفَرَ .[مجمع الانهر باب استخفاف العلم] 3. کچیری یی دعالم اوسید خولی ته ښکنځل وکړه نوکافر کیږی .ولو شتم فم عالم فقيه أوعلوي يكفر.[مخکنی مرجع] 4. اوداغه رقم چی څوک دیو ښوونکی عالم چم کوی نولرګی په لاس کی واخلی هلکان په وهی هم کافر کیږی.
وكذا من تشبه بالمعلم على وجه السخرية وأخذ الخشبة ويضرب الصبيان كفر.[مخکنی مرجع] 5. مَنْ قَالَ لِفَقِيهٍ يَذْكُرُ شَيْئًا مِنْ الْعِلْمِ أَوْ يَرْوِي حَدِيثًا صَحِيحًا هَذَا لَيْسَ بِشَيْءٍ أَوْ قَالَ لِأَيِّ شَيْءٍ يَصْلُحُ هَذَا الْكَلَامُ يَنْبَغِي أَنْ يَكُونَ الدِّرْهَمُ لِأَنَّ الْعِزَّةَ وَالْحُرْمَةَ الْيَوْمَ لِلدِّرْهَمِ لَا لِلْعِلْمِ كَفَرَ.[مخکنی مرجع] ژباړه: که چا یوفقیه عالم ته پداسی حال کی چی هغه یوه علمی خبره کول، اویایی یوصحیح حدیث راویت کوئ، وویل : داخو هیڅ شئ ندئ ، یایی وویل: داخبره دهیڅ شی لپاره په درد نه خوری ، مناسبه داده چی ده پیسو خبره دی وسی ځکه اوس خو عزت اواحترم دپیسو لپاره وی نه دعلم لپاره، نودغه سړئ پدی خبره باندی کافرسو.
6. وَلَوْ قَالَ رَجُلٌ ” دِرْهَمٌ بايد عِلْم بجيه كَارِ آير ” أَوْ قَالَ ” عِلْمٌ بكاسه اندرشكست ” كَفَرَ .[مخکنی مرجع] ژباړه: که یوسړی وویل: پیسی ښه دی علم څه پکار دئ. یایی وویل علم په کاسه مات سو نودا سړئ پدی باندی کافرشو.
7. إذا تخاصم رجلان فقال أحدهما تعالى حتى نذهب إلى العالم أو إلى الشرع فقال الآخر من علم جه دانم يكفر. [مخکنی مرجع] ژباړه: که دوو نفرو جنګجال سره وکئ، نویوه هغه بل ته وویل: راځه ځو وعالم ته او وشریعت ته ، نوهغه بل وویل: زه په علم څه کوم؟ نوداسړئ پدی باندی کافرکیږی.
8. ومن رجع من مجلس العلم فقال الآخر رجع هذا من الكنيسة كفر.[مخکنی مرجع] ژباړه: که څوک دعلم دمجلس څخه راغئ نو بل چا وویل : داسړئ د معبد څخه دیهودو راغئ، نودئ پدی خبره کافرسو.
9. ويكفر بقوله قصعة ثريد خير من العلم.[مخکنی مرجع] ژباړه: اوپدی خبره کافرکیږی چی دئ وایی: ترعلم خو یوه کاسه ریزه ډوډی لاښه ده.
10. وبقوله الجهل خير من العلم وبقوله الجاهل خير من العالم وبقوله زاهد جاهل خير من عالم فاسق.[مخکنی مرجع] ژباړه: پدی هم کافرکیږی چی دئ وایی: ناپوهی ترعلم ښه ده ، یاوایی: ناپوه سړئ ترعالم ښه دئ، یا وایی: متقی ناپوه تر فاسق عالم ښه دئ.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب