د عالم او معلم توپير ؛ پوهېدل او پوهول

  • پوهیدل هنر دی خو پوهول بیا دوه هنره بللاي شو. ځيني کسان خپله پوهیږي خو بل څوک نه شي پوهولاي- خداي مو له داسي استادانو وساته چه لایقه وي تعلیم لري خو معلم نه وي. ماغزه به دي در شړومبي کړي، خپله ژبه به هم وچه کړي خو اصلي هدف به نه شي رسولاي. په افهام او تفهیم (Communication) کي بیا اوریدل تر ږغیدلو مهم بلل شویدي هغوي چه ښه اوریدونکي دي او ښه غوږ نیسي نظر هغو کسانو ته چه ډیري خبري کوي زیات معلومات تر لاسه کوي او په خلکو کي د ښه اوریدونکي باور هم له هغو کسانو څخه چه ډیر ږغیږي زیات دي.

  • نو ته وايي چه موږ باید چپه خوله کښینو او دخلکو خبري د بتانو غوندي واورو او خپله هیڅ عکس العمل نه ښیو.

  • نه ښه اوریدونکي بت غوندي چپ نه وي بلکه ښه اوریدونکي ستاسو د خبرو په وړاندي ستاسو له پیغام سره سم عکس العملونه ښيي. تاته مسکا کوي تاسو دا سیګنال درکوي چه ګواکي ستا پیغام یي اخستي ورباندي پوهه شوي او تاسو يي درک کړي یاست.
  • هو د درک خبره دي وکړه، دا احساس ته وايي؟
  • هو کله چه څوک تاسو په رښتیني معنا احساس کړي او په خبره مو پوهه شي نو دي ته درک وايي. درک کول د انسان د شخصیت دیر مهمه برخه جوړوي. هغوي چه احساس لري د اشارو (رمز) په ژبه پوهیږي یا په بله ژبه په نیمه خبره پوهیږي او همدا ځاي د انسانیت او یو حیوانیت ترمنځ یو نري مرز(پوله) جوړويي. تا فکر کړۍ دي چه حیوانات ډیر ژر خبره جګړي ته رسوي، په وړه او لویه خبره سره نښتي وي او یوازي د زور ژبه پیژني اود هري موضوع د حل له پاره همدا ژبه کاروي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب