د عاديانو عبادت څه ډول و؟ | د عاد قوم

د هود علیه السلام  قوم عاديان په بت پرستۍ باندي اخته وه او دبتانو عبادت يې کاوه . عاديان لومړى قوم وو چي دنوح علیه السلام  تر طوفان وروسته يې په بت پرستۍ پيل وکړى . ابن کثير ليکي : عاديانو درې بتان درلوده چي : صداء ، صمود ، او هرا بتان وه . عاديان بداخلاقه ، ظالمان او دالله جل جلاله  نافرمانه بندګان وه . هود علیه السلام  دوى دالله جل جلاله  دعذاب څخه وبېرول ، دنوح علیه السلام  دطوفان بيان يې ورته وکړى او دهغه نعمتونو يادونه يې ورته وکړه چي الله جل جلاله  دوى ته ورکړي وه همدا ډول هود علیه السلام  دوى ته وښودل چي پر خپل دعوت باندي ددوى څخه هيڅ مزدوري نه اخلي بلکي دده دعوت يوازي ددوى دګټي لپاره دئ ، بدبختانه په دوى کي يوشمېر کسانو په زياته سرکښۍ لاس پوري کړ، هود علیه السلام  يې بې عقل وباله او اراده يې وکړه چي هود علیه السلام  ووژني ، دوى هود علیه السلام  ليونى او بې عقل وباله او پرده يې تور ولګاوه چي زموږ خدايانو ته تاوان رسولى دئ چي ليونى سوى دئ او کومي مسخرې او پسخندونه چي په ده وهل کيږي دا زموږ دخدايان ازار دئ چي په ده پوري سوى دئ. الله جل جلاله  ددوى بيان داسي کړى دئ:
قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ (53) إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ (54)  (سورة هود الايتان ٥٣ ، ٥٤)
ژباړه : عاديانو وويل : اې هوده! تاموږ ته دليل نه دئ راوړى او موږ دخپلو خدايانو پرېښودونکي نه يو او نه موږ پرتاباندي ايمان راوړونکي يو . موږ نه وايو مګر داچي زموږ ځينو خدايانو تاته ضرر رسولى دئ . هود علیه السلام  ورته وويل : بېشکه زه پر يوه خداى جل جلاله  باندي ايمان راوړم او بېشکه زه بېزاره يم دهغه شيانو څخه چي تاسو يې دالله جل جلاله  سره شريکان کوى.
حضرت هود علیه السلام  دوى دالله جل جلاله  دعذاب څخه بېرول خو دوى پر خپل جهالت باندي ولاړ وه ، په کفر اوعناد کي ټينګ ودرېدل.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب