د ظالم انجام (له دې کيسې هم څوک عبرت نه اخلي؟!!)

حمزة البسيوني په مصر کې د حربي زندان ظابط وو، علماء او اسلامي دعوتګرو ته يې ډول ډول ربړونه او تعذیبونه ورکول، تر دې چې يو زنداني ته يې وويل: که ستا رب راښکته شي نو په انفرادي زندان کې به يې په زنځيرونو وتړم!.

دا د جمال عبدالناصر په وخت کې ظابط وو، کله به چې يې د يوه زنداني څخه د (یا رب) کلیمه واورېده نو ويل به يې، خپل رب دی وښايه چې بندي يې کړم!.

خو تاسې پوهېږئ چې د دې ظابط آخري انجام څه شی وو؟!!

په لنډ ډول د دې ظابط کيسه را نقلوم:

د استئناف محکمې مشاور خيري يوسف وايي:

your ads

دا يوه سخته پېښه وه.. او زه په هغه وخت کې د عمومي محکمې رئيس وم.. زه د خپل يوه ملګري سره د يوې پېښې په تلاش کې ووتلم، کله چې د پېښې صحنې ته ور نږدې شوم، نو له پلټنې څخه وروسته داسې معلومېده چې موټروان خپل ګاډی په نا اشنا سرعت سره زغلولو.. او مخې ته يې د اوسپني سيخانو څخه بار موټر روان وو، چې د زيات سرعت له امله د ظابط موټر د سيخانو څخه بار موټر سره ټګر وکړ.. سيخانو د ظابط تندی سوری کړی وو، سټ يې ورته هم څيری کړی وو..او ښی اړخ يې هم ورته بېل کړی وو.. چې اوږه يې ورته له تن څخه جلا کړې وه!!

مشاور وويل: ما د مړي جسد ته نشو کتلای، دې سخت منظر په ما بېهوشي راوسته، او زما ملګري ټول منظر وڅارلو.

آيا ته پوهېږی دا د چا جسد وو؟ دا د حمزة البیسوني (د جمال ناصر د سپو څخه د يوه سپي جسد وو چې الله تعالی پرې ولس مسلط کړو چې غوښې يې څيري کړې.

دا هغه تن وو چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم يې ښکانځه..خپلو ملګرو به ورته د تعذيب د پادشاه لقب ورکاوه. خپله به يې ويل: زه د دې زندان رب يم.، زه قانون، دولت، قاضي او جلاد يم.. زه ژوندي کول او مړه کول کوم!!.
دوی به زندانيانو ته ويل: زما څخه پرته هيڅوک د زندانيانو له شمېر څخه خبر ندي، زه کولای شم چې ستاسو څخه هره ورځ سل سپي مړه کړم او هيڅوک له ماسره حساب نشي کولای..

يو زنداني له ډېر سخت تعذيب څخه خپل رب ته چيغې وهلې، ده ورته وويل: ستا رب ستا سره خوا کې زندان کې بندي دی. (لاحول ولاقوة إلابالله).

هو؛ الله تعالی ظالمانو ته مهلت ورکوي خو غافل ترې نه پاتې کيږي، حمزة البيسوني دا يواځينی ظابط ندی چې الله تعالی او د هغه رسول يې ښکنځلو بلکې نن وخت کې له دې څخه زيات د ده په څېر شته چې الله تعالی ته ښکنځلې کوي، بلکې د افغانستان په پلچرخي زندان کې د مسلمانانو سره هغه نارواوې شوي چې قلم یې پر لیکلو شرميږي، دوی زندانيانو ته هغه سزاګانې ورکړي چې انساني فطرت ترې شرمېږي، د زندانيانو تر مخې (نعوذ بالله) د قرآنکريم بې حرمتي شوې، دا کار څو ځلې تکرار شوی، د الله تعالی مقدس ذات ته سپکاوی شوی، د هغه رسول ته ښکنځلې شوي، د لاسپوڅو حکومتونو ټول زندانونه د مسلمانانو د تعذيبونو مثالونه دي، دوی چې مسلمانانو ته کومه سزا ورکوي، په ګونتانامو کې ورسره هم داسې نه دي شوي، ګوانتانامو زندان خو ځکه بدنام دی چې هغه رسنییز شوی، خو د دې خلکو زندانونه ټول پټ او د ځمکو لاندې دي، د زنداني پوښته دا يو جرم ګڼل کيږي، بلکې په کلونو کلونو به د خپل زنداني سره مخامخ نشې، هغوی ته ډول ډول ربړونه او تعذيبونه ورکول کيږي، خو تعجب هغه بې  خبرو کسانو ته دی چې اوس هم د دې خلکو څخه دفاع کوي.

خو ظالم هيڅکله ښه حالت نه مومي، خامخا الله رب العزت په دنيا او آخرت سزا ورکوي. الله دې د اسلامي هيوادونو دا حکومتونه چې د ظلم او فساد مرکزونه ګرځېدلي ختم کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب